جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 761

اسرائیلي رسنۍ؛تل ابیب له لبنان سره د جګړې ختمولو په لټه کې دی

0

د اسراییل ۱۲ چینل راپور ورکړی، چې اسرائیل د دې جګړې د پای ته رسوولو لومړني پلانونه چمتو کړي او غواړي چې راتلونکو دوو اوونیو کې په دې برخه کې ځینې پرمختګونه ولري.

سرچینې د یو لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي له قوله لیکلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې ښايي د لبنان په شمال کې جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله نوي مشر نعیم قاسم ویلي، چې له غزې یې ملاتړ مسوولیت دی.

سوریې ته؛د اسرائیل ځمکني ځواکونه داخل شوي

0

اسرائیلي پوځیانو په سوریه کې د خپلو ځواکونو د ځمکنیو عملیاتو خبر تائید کړ.

دوی د یادو عملیاتو د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ یې راپور ورکړی، چې په دغو عملیاتو کې یې یو هغه سوریايي وګړی نیولی، چې له ایران پلوه شبکو سره یې فعالیت کوو.

که څه هم اسرائیل څو ځله پر سوریې بریدونه کړي؛ خو په سیمه کې د شخړو له زیاتېدو وروسته، دا لومړی ځل دی، چې اسرائیلي ځواکونه سوریې ته ننوځي.

اېکسپرېس ټریبیون:د طالبانو وروستی فرمان د ښځو پر وروستي سکون برید دی

د هند اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د طالبانو وروستی فرمان د ښځو پر وروستي سکون برید بللی دی.

سرچینې د هغه فرمان په اړه، چې ښځې به د نورو ښځو په مخکې په لوړ اواز لمونځ نه وايي؛ لیکلي، دا فرمان نه یوازې دا، چې له فردي بنسټونو یوه بله سرغړونه ده؛ بلکې له ښځو ځینې د ښځو د نه لیدو کلتور منعکسوي او دا یادونه کوي، چې د دغه قشر پر واړاندې د طالبانو کرکه نوره هم زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو امربالعمروف چارواکو ویلي وو، چې د ښځو غږ هم عورت دی او تر دې وروسته ښځې نه شي کولای د نورو ښځو په مخکې په لوړ اواز لمونځ ووايي.

غزه کې؛د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۱ تنه وژل شوي

0

تېره ورځ اسرائیلو د غزې پر یو شمېر برخو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۳۱ تنه وژلي دي.

د فلسطین مرستندویانو خبر ورکړی، چې له دې ډلې ۱۳ تنه یې د غزې په شمالي بیت لاهیا ښارګوټي او د جبالیا کمپ کې وژل شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاتې نور کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

بل لورته د غزې روغتیا وزارت هم ویلي چې د غزې ښار او جنوبي سیمو کې اته کسان وژل شوي، چې څلور یې ماشومان دي.

وال سټریټ:ښايي ایران دا ځل پر اسرائیل خطرناکه او پیچلې حمله وکړي

0

یو شمېر بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې ایران ښايي دا ځل پر اسرائیل یوه پېچلې او خطرناکه حمله وکړي.

د وال سټریټ ژورنال ویلي، چې په دې برید کې به د ایران پوځ هم برخه ولري.

یاد ژورنال دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې زیاتو ایراني چارواکو له اسرائیل څخه د غچ اخیستنې خبره کړې ده.

ایران ویلي، چې دا ځل به پر اسرائیل د هغوی تر تصور پورته برید وکړي.

قاسم روانبخش:که اسرائیل ته ځواب ورنه کړو؛ نو هغوی به نور هم زړور شي

0

د ایران د پارلمان غړي قاسم روانبخش ویلي، که اسرائیل ته ځواب ور نه کړي، هغوی به لا زړور شي.

قاسم روانبخش له اېسنا ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې له اسرائیل څخه باید غچ واخیستل شي.

د هغه په خبره د اسرائیل سر باید له تېږې سره وجنګول شي، څو د سیمې هېوادونه هم ترې ارام شي.

سرپل؛چاودنې دوه تنه وژلې او یو شمیر نور یې ټپیان کړي

سرپل کې د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه چې په موټر سایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې نن شاوخوا یوه بجه د سخي زاده مارکېټ مخې ته شوې ده.

تردې مهاله د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

یونسیف:افغانستان کې ۶.۱ میلیونه خلک بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونسیف وایي، افغانستان کې ۶.۱ میلیونه خلک بېړنيو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.

یادې ادارې ویلي، د سپټمبر میاشت کې د افغانستان ۲۴۰۰ روغتیایي مرکزونو سره یې مالي او نوره مرسته کړې.

یونیسف دا راپور په داسې حال کې خپروي، چې په لرو پرتو سیمو کې ګڼ افغانان روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

د کندهار طالب چارواکي:رسنۍ دې زموږ د حکومت دفاع وکړي

په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکو له رسنیو او خبریالانو غوښتي چې د دوی د نظام دفاع وکړي.

کندهار کې د طالبانو مرستیال والي محمد صادق انقلابي له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو غوښتي چې د نړۍ او هېوادونو د منفي تبلیغاتو مخه دې ونیسي.

بل لورته په دغه ولایت کې خبریالانو ویلي، چې د خپل کار پر مهال له ګڼو ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د ساه لرونکو په انځورونو بندېزونه لګولي.

د کابل په پغمان کې؛اورلګېدنې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د کابل پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخیل سیمې د ګازو په یوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۶ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې دغې اورلګېدنې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د یادې ادارې رییس نورالله انصار وايي، چې اورلګېدنه کنترول شوې ده؛ خو د اوښتو مالي زيانونو کره شمېره نه ده معلومه.