خواجه آصف وایي پر پاکستان د هند برید پیښدونکی دی
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې حالاتو ته په کتو بریښي چې هند پر پاکستان برید وکړي
خواجه آصف وایي پر پاکستان د هند برید پیښدونکی دی
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې حالاتو ته په کتو بریښي چې هند پر پاکستان برید وکړي
د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیالې رابن رافیل د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې له مخې یې د پهلګام د پیښې بې پرې څیړني دې وشي.
نوموړې له جیو نیوز سره په خبرو کې د پهلګام د پېښې په اړه د بې پرې څېړنو وړاندیز یو مثبت ګام بللی دی.
رافیل ویلي، چې د پېښې څخه پنځه دقیقې وروسته د هندوستان له خوا په پاکستان تور لګول نا مناسب عمل دی.
دغې پخوانۍ امریکايي چارواکي له نړیوالې ټولنې غوښتې چې د ډهلي او اسلام اباد ترمنځ د روان کړکېچ په حل کې خپل رول ولوبوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه د روسي پوځیانو ترڅنګ د خپلو سرتېرو د استولو او د کورسک سیمې په نیولو کې د مرستې له امله مننه کړې ده.
ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې روسیې او شمالي کوریا د ستراتیژیکې همکارۍ یوه هوکړه هم لاسلیک کړې ده، چې له مخې یې د یرغل پر مهال د متقابل ملاتړ ژمنه شوې ده.
کیم جونګ اون هم تایید کړې چې د خپلو ځواکونو مرسته یې د اوکراین جګړه کې له روسي پوځیانو سره کړې ده.
د پاکستان ځایي رسنیو د خبر له مخې په وزیرستان کې د یوې چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه چاودنه د سولې د کمېټې په دفتر کې شوې.
یاده پېښه د وزیرستان جنوبي ولسوالۍ د واڼه بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ټولنیزو رسنیو له خوا خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د دغه دفتر ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.
راپورونه زیاتوي چې د دې برید هدف سیف الرحمن و، چې د «قوماندان نظیر» په نوم د یوه پخواني وسلهوالې ډلې قوماندان پاتې شوی و.
دا پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګرو بریدونه زیات شوي
تر اوسه هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسئولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دوحه کې د قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم الثانی سره د افغانستان په وضعیت خبرې کړي.
دواړو لوریو د افغانستان په سولې او سیاسي ټیکاو خبرې اترې کړي.
د قطر له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر په دغه کتنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان خلکو د ټولو قشرونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د ايران د هرمزګان ولايت د بحران د مديريت عمومي رئيس اعلان کړی چې د بندر رجايي د خونړۍ چاودنې د قربانيانو شمېر ۴۶ تنو ته لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د بندر رجايي اورلګيدنه لا هم مهار شوې نه ده او د اور وژنې هڅې دوام لري.
د هرمزګان د بحران د مديريت مسؤل زياته کړې چې ۱۰۷۲ تنه ټپيان تر ابتدايي درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي؛ خو ۱۳۸ تنه ټپيان لا هم د درملنې لپاره بستر دي.
د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هغه څرګندونو ته چې ویلي د ايران ټول اټومي تاسيسات دې له منځه يوړل شي، د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي غبرګون ښودلی.
عباس عراقچي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، که هر ډول بريد وشي، سمدستي ورته ورته ځواب ورکول کېږي.
هغه زياته کړې چې ايران د خپلو دفاعي وړتياوو په برخه کې بشپړ ډاډ لري او د بهرنیو دښمنانو هڅې به شنډې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ څلورم پړاو خبرې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ پیل شي.
ټاکل شوې چې دا خبرې راتلونکې شنبې ورځ پیل شي.
تر دې وړاندې عمان ویلي وو، چې د دواړو لوریو ترمنځ به د لوړې کچې یوه غونډه هم ترسره شي.
اسماعیل بقايي ویلي، چې له دغو خبرو څخه د اروپايي هېوادونو لرې کېدل د هغوی خپل انتخاب وو.
د هند حکومت په کشمیر کې د وروستۍ پېښې په تور دوه پاکستاني وګړي نیولي دي.
رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې درې شکمن وسله وال یې نیولي، چې دوه پکې پاکستاني وګړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، هند ویلي، چې د دغو بې دلیله ډزو ځواب به پرېنږدي.
اوس مهال په کشمېر کې هند د پلټنې پراخ عملیات پیل کړي دي.
د امريکا او ايران ترمنځ د روانو خبرو په لړ کې، د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي چې د ايران ټول اټومي تاسيسات بايد له منځه يوړل شي.
د رويټرز خبري آژانس د راپور له مخې، نتنياهو يو ځل بيا ټينګار کړی چې د ايران اټومي پروګرام بايد بشپړ ودرول شي، په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د يوې نوې اټومي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرو ته دوام ورکوي.
ويل شوي چې تر دې دمه د امريکا او ايران ترمنځ د عمان په منځګړيتوب درې پړاوه غيرمستقيمې خبرې ترسره شوي دي، خو لا هم دواړه لوري نهايي توافق ته نه دي رسېدلي.
نتنياهو پر ايران د فشار راوړلو غوښتنه کړې او ټينګار کړی چې اسرائيل به هېڅکله ايران ته اجازه ورنه کړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.