شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 726

د تلفاتو پټولو لپاره؛طالبانو تېره شپه په بمبار شویو سیمو مخابراتي شبکې پرې کړې دي

طالبانو د تېرې شپې بریدونو د تلفاتو پټولو لپاره پر بمبار شویو سیمو مخابراتي شبکې قطعه کړې.

د سیمې خلکو د بمبار شویو ځایونو ویډیوګانې او تصویرونه په ټولنیزو رسنیو نشر کړل؛ خو طالبانو وروسته هلته مخابراتي شبکې قطعه او د تلفاتو کره کچه یې پټه کړه.

د یادونې ده چې بیګا شپه تر دولسو بجو له سیمې څخه جزیات د رسنیو په واک کې وو؛ خو تر هغې وروسته بیا سیمې ته لاسرسی نه وو.

د طالبانو خپل منځي وټساپ غږونه؛”بېګاه لویه بنګنه راغلې وه، مجاهدین نشوی راوتلی”

د طالبانو له خپل منځي وټساپ ګروپونو ټولنیزو رسنیو ته له راوتلو غږیزو کلیپونو ښکاري، چې د پاکستاني جېټ الوتکو له لوري د تېرې شپې بریدونو له کبله درنه مرګ ژوبله اوښتې.

دوی په خپلو خبرو کې وایي، چې” بنګنې راغلې وې او مجاهدین د شپې نشوی وتلی.”

بل لورته تېره شپه د کره جزیاتو د پټولو لپاره طالبانو په سیمه کې مخابراتي شبکې هم قطعه کړې وې.

لاهم د یادو بریدونو د تلفاتو په اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.

سمیع سادات:امیرخان متقي او سراج الدین حقاني د بېګاني برید په اړه له پاکستان سره هوکړه کړې وه

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو له پاکستان سره د بېګاني برید پر سر هوکړه کړې وه.

هغه لیکلي، چې پاکستان ته د برید ټوله نقشه د طالبانو د استخباراتو مرستیال حاجي نجیب ورکړې وه.

سادات زیاتوي، چې افغانان به بیا د سیالۍ توان پیدا او دوښمنانو ته به توند ځواب ورکړي.

د یادونې ده چې تېره شپه د پکتیا، خوست او پکتیکا ګڼې سیمې د پاکستان جېټ الوتکو بمبار کړل.

حنیف اتمر:طالبانو د افغان پوځ او د هیواد دفاعي ځواک د تباهۍ مسول دي

د تیر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په افغانستان د پاکستاني جیټ الوتکو بریدونو خواشینې کړی دی.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس پاڼه لیکلي: خواشیني څرګندوم چې د طالبانو رژیم د دې وحشیانه بریدونو لپاره هیڅ داسې وسیله نلري چې په مقابل کې یې مقاومت وکړي.

هغه ویلي که طالبان د هیواد د ټولو وګړو حقونه، ملي پخلاینه او په هیواد کې د مشروع نظام په رامنځته کولو همداسې نارضایتي دوامداره کړي نو د یو مشروع دفاع واک به ترې وتروړل شي

اتمر زیاته کړې چې د هیواد د نوي نسل دا پوښتنه به هیڅ کله حاکم دولت حل نه کړای شي چې 《 ایا دا سمه وه؟ ایا د پرون دلایل او عذر د نن ورځې بې وسي توجیه کولای شي؟》

حنیف اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېرو څو ساعتونو کې د پاکستاني جیټ الوتکو لخوا په پکتیکا، خوست او کندهار ولایتونو سخت بمبار وشو

نبیل:طالبان یوه ترهګره ډله ده او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې وړتیا نلري

تېر جمهوري حکومت کې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ویلي چې طالبانو نه یواځې دا چې د افغانستان په داخلي چارو کې خپل مشروعیت د لاسه ورکړی بلکې د هیواد د حاکمیت د قرباني کولو لپاره د یوې نیابتي لوبې برخه ګرځېدلي دي.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس پاڼه د حماسه میډیا د خبر په څرګندونه لیکلي چې چې طالبان یوه ترهګره ډله ده او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې وړتیا نلري.

هغه ویلي چې د افغانستان په خاوره د پاکستان لخوا پوځي بریدونه د طالبانو نیابتي ماهیت پوره افشا کوي او د پاکستان داسې بزدلانه بریدونه نه یواځې دا چې د بشریت پر وړاندې ښکاره جنایت دی بلکې د نړیوالو قوانینو او د افغانستان د ملي حاکمیت پر وړاندې د پاکستان د مطلقې بې پروایۍ څرګندونه کوي.

نبیل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوه ساعته وړاندې پاکستاني جيټ الوتکو په پکتیکا، خوست او کندهار ولایتونو سخت بریدونه وکړه.

د طالبانو دفاع وزارت:د پاکستان برید بې ځوابه نه پرېږدو

د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر افغان خاوره د پاکستان د جېټ الوتکو بریدونه منلي.

یاد وزارت ویلي، د پاکستاني پوځ دغه عمل د نړیوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز دی او په کلکو ټکو یې غندنه کوي.

دوی ویلي، بریدونو کې تر ډېره ملکي خلک وژل شوي او دوی به یې بې ځوابه پرېنږدي.

یاد وزارت د طالبانو د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد له قوله ویلي، چې پاکستانی اړخ باید پو شي چې دغه ډول خپلسری عمل د ستونزې حل نه دی.

پاکستاني استخباراتو؛پکتیکا او خوست کې پر افغان خاورې د برید مسؤلیت منلی

د پاکستان استخباراتي ادرسونو منلې چې د افغانستان یو شمېر سیمې یې په نښه کړي.

دوی پر ایکس ادرسونو لیکلي چې برمل کې یې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مرکزونه په نښه کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو بریدونه؛۱۸ تنه شهیدان شوي، یو شمېر نور ټپیان او لاهم زیات جسدونه تر خاورو لاندې دي

په پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو کې د پاکستاني جېټ الوتکو بریدونو کې تر اوسه د نږدې شل تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

باوري سرچینو حماسه میډیا ته وویل، په ډنډ پټان کې تر اوسه ۱۳ تنه وژل شوي او د یو شمېر نورو جسدونه تر خاورو لاندې دي.

بل لورته بیا په برمل کې د یوې کورنۍ پنځه تنه وژل شوي.

سرچینې زیاتوي، ښایي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

خلیلزاد:ښایي طالبان پاکستان ته د پکتیکا د بریدونو ځواب ورکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که پکتیکا کې د پاکستان بریدونه حقیقت ولري؛ نو ښایي طالبان به ځواب ورکړي.

هغه ویلي، پاکستان او افغانستان باید د جګړې پرځای داسې هوکړې ته ورسیږي، چې افراد د یو بل امنیت ګواښلو لپاره ونه کاروي.

که څه هم د پکتیکا او خوست په یو شمېر سیمو د پاکستان له لوري بریدونه شوي؛ خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

حنیف پشتین:د پاکستان له لوري پر افغان خاوره بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف کار دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی حنیف پشتین وایي، چې پاکستاني ډرون الوتکو د پکتیکا برمل، انګور اډه او بیا تر شمالي وزیرستان پورې یو شمېر سیمې په نښه کړې دي.

نوموړي یاد بريدونه د نړیوالو اصولو برخلاف بللي او دغه بریدونه یې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تیری ګڼلی دی.

د یادونې ده چې له ماښام راهیسې د پکتیکا او خوست یو شمېر سیمې پاکستانۍ ډرون الوتکو بمبار کړې او لا هم دغه بریدونه دوام لري.