د شمالي مقدونیې یو نایټ کلب کې اور لګېدلی چې له امله یې ۵۱ کسان مړه شوي او تر سلو زیات نور ټپیان دي.
دا پېښه په کوکاني سیمه کې د اور لوبې له امله رامنځته شوې.
حکومتي چارواکو په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو د پیل خبر ورکړی.
د شمالي مقدونیې یو نایټ کلب کې اور لګېدلی چې له امله یې ۵۱ کسان مړه شوي او تر سلو زیات نور ټپیان دي.
دا پېښه په کوکاني سیمه کې د اور لوبې له امله رامنځته شوې.
حکومتي چارواکو په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو د پیل خبر ورکړی.
د خیبر پښتونخوا په کرک او پېښور سیمو کې په جلا بریدونو کې دوه پولیس او یو امنیتي ساتونکی وژل شوي.
د کرک د پولیسو قوماندان ویلي، چې بریدګرو د پولیسو پر مرکزونو او د ګاز پر تأسیساتو درانه بریدونه کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان د دې بریدونو مسؤلیت منلی دی.
یادې ډلې اعلان کړی چې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر ضد به خپله جګړه دوامداره وساتي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، دوی د یو هېواد د خوښۍ لپاره له بل هېواد سره جګړه نه کوي.
هغه عمان کې له سوداګرو سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی یو متوازن سیاست غوره کړی، له نړیوالو سره غوره اړیکې غواړې او هڅه کوي افغانستان د منفي سیالیو پرځای د اقتصاد او ټرانزیټ په ډګر بدل کړي.
نوموړي ویلي، تېرو شلو کالونو کې افغانستان کې ۴سوه زره کسان پر نشهیي توکو روږدي وو.
د بلوڅ ازادي غوښتونکو اړوند مجید بریګېډ ډلې د بلوچستان نوشکي کې د پوځ پر موټریز کاروان د برید مسؤلیت منلی دی.
دا فدایي حمله پر یو موټر شوې او تر هغې وروسته، ازادی غوښتونکو پر نورو موټرو برید کړی دی.
یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید کې یې تر اوسه ۹۰ پوځیان وژلي دي.
راپورونه وایي، چې د پاکستاني پوځيانو په دې کاروان کې اته لېږدوونکې بسونه وو چې د اختر د رخصتۍ لپاره يې پاکستاني پوځيان کورونو ته لېږدول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا غوښتي، چې د نجونو پر مخ باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.
نوموړي ویلي، زدهکړې یوازې یو حق نه دی، بلکې دا د ټولنې د ابادۍ، عزت او بقا لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
کرزي زیاته کړې، چې له زدهکړو د نجونو منع کول د هېواد پرمختګ ته لوی خنډ دی او کورنۍ د وطن پرېښودو ته مجبوروي.
د پاکستان اکسپریس ټریبون ورځپاڼې تور پورې کړی، چې هند او طالبان د پاکستان په نا امني کې لاس لري.
یادې ورځپاڼې د بلوڅانو د برید په اړه لیکلي، چې طالبان د بلوڅ ازادي غوښتونکو د مشروعیت په اړه په دې برخه کې د هند پلان عملي کوي.
ورځپاڼې له پاکستاني لوري غوښتي چې په دې اړه د هند او طالبانو ټول رازونه په نړیوالو ناستو کې افشاء کړي.
دوی دغه راز په نړیوالو ټولنې هم نیوکه کړې، چې په دې اړه د پاکستان اسنادو ته هم پام نه اړوي.
د یادونې ده، چې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي برید کې د پاکستان پوځ هم ویلي، چې هند او افغانستان په کې لاس لري.
د غزې سیمهییز چارواکي وايي، چې د بیت الاهیا ښار کې د اسرائیلو د برید له امله د درې خبریالانو په ګډون نهه تنه وژل شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید په یو موټر ترسره شوی.
وژل شوي خبریالان د سیمهییزو رسنیو کارکوونکي وو.
دا برید داسې مهال ترسره کېږي، چې د غزې وضعیت په دې وروستیو کې یو وار بیا جګړهییز حالت ته تللی دی.
په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، مفتي منیر شاکر د پښتون ټبر د راویښولو یو بلیغ روښانګر عالم و.
هغه ویلي، مفتي شاکر د دین له دریځه د خرافاتو او ښکېلاک په وړاندې زړوره مبارزه کوله.
ښاغلي لېوال زیاته کړې:«د هغه په وژلو باید پښتانه ولړزېږي او پوی شي چې انګلو ـ پنجاب څنګه دوی همداسې په تاریخي ناپوهۍ و غفلت کې ساتل غواړي.»
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځېدو په اړه د چمتو شوې مسودې په تړاو سبا ناسته وکړي.
په دې ناسته کې به دا ارزول کېږي، چې د یوناما ماموریت وغځول شي که نه.
په دغه مسووده کې تر ډېره کوم تغییر نه دی راغلی.
د یادې شورا له لوري ویل شوي، چې په دې مسوده کې د بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو حقونه، بشري پراختیايي مرستې، نشهيي توکي، اقتصاد، ترهګرې ډلې او د بې ځایه شویو وضعیت شامل دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین وایی، منیر شاکر د قام غږ و او هر صف کې به لومړی ولاړ و.
د هغه په خبره، بر دیني عالمانو دا برید نه لومړی دی او نه هم وروستی.
پشتین زیاتوي چې روانه جګړه د پښتون پر ضد پیل شوې او ښایي راتلونکې کې دا جګړه نوره هم خونړۍ شي.