سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 68

تازه خبراسلام آباد کې د لومړي وزیر دفتر ته نږدې د پوځ په تاسیساتو برید شوی


د طالبانو حکومت استخباراتي سرچینې حماسه میډیا ته تایید کړې، چې دفاعي ځواکونو یې د اسلام آباد وزیر اعظم دفتر ته په شپږ کیلومټرۍ کې یې د فیض اباد سیمې ته څیرمه پوځي تاسیسات په نخښه کړي.

د معلوماتو له مخې یاد بریدونه د اټامک په نوم د پوځ په تاسیساتو شوي او د درنو تلفاتو د راپور ادعا هم شوې.

له موږ سره اوسئ…

پاکستان کې بېړنی حالت؛د افغانستان د بریدونو له ویرې امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي

د راپورونو له مخې، پر افغانستان د تېرې شپې له بریدونو وروسته پاکستان د احتمالي غچ‌اخیستنې له وېرې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په پنجاب کې بېړنی حالت اعلان شوی.

یادې رسنۍ وایي چې د پوځي مرکزونو ترڅنګ د عامه ځایونو او مذهبي غونډو د خوندیتوب لپاره اضافي امنیتي ګامونه پورته شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر:کابل او اسلام‌اباد دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپلمنځي اختلافات د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو اترو له لارې مدیریت او حل‌وفصل کړي.

عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تهران د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا او د خبرو د اسانتیا لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

نوموړي ټینګار کړی چې سیمه‌ییز ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او شخړې باید د ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.

فضل‌الهادي مسلمیار:«تر هر څه لمړی افغانستان، سره یو شئ، وخت د ننګ دی.»

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌الهادي مسلمیار ویلي، د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.

مسلمیار د دغه برید په سختو ټکو غندنه کړې او پر نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې غږ کړی چې د یاد هېواد له لوري د خپلسرو او وحشیانه بریدونو په اړه جدي پوښتنې وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، هېڅوک یې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري، او ملي حاکمیت یې نه شي ګواښلی.

مسلمیار ویلي، «تر هر څه لمړی افغانستان، سره یو شئ، وخت د ننګ دی.»

زلمی خلیلزاد:کابل او اسلام‌اباد دې د درېیم‌ګړي په منځګړیتوب هوکړې ته ورسېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی باید د ډیپلوماټیکو لارو حل شي او داسې هوکړه وشي چې د دواړو هېوادونو خاوره د یوه او بل پر ضد ونه کارول شي.

نوموړي د طالبانو حکومت او د پاکستان د پوځ ترمنځ وروستیو نښتو ته په اشارې ویلي، دا وضعیت باید ودرول شي، ځکه د هغه په وینا دواړو لورو ته بې‌ګناه ملکي وګړي زیان ویني.

خلیلزاد وړاندیز کړی چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ هره احتمالي هوکړه دې د یوه درېیم‌ګړي هېواد له لوري وڅارل شي، او د بېلګې په توګه یې د ترکیه نوم یاد کړی دی.

ضیاءالحق امرخېل:د طالبانو حکومت دې د پاکستان پر وړاندې د جهاد فتوا صادره کړي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل ویلي چې پاکستان له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې له افغانستان سره نااعلان شوې جګړه روانه ساتلې ده.

نوموړي زیاته کړې چې که دا جګړه له نااعلان حالت څخه اعلان شوي حالت ته بدله شي، ښايي د افغانستان په ګټه تمامه شي.

امرخېل ویلي چې که څه هم د طالبانو حکومت قوي هوايي ځواک نه لري، خو په خبره یې دوی د فتوا مرکز لري او باید د پاکستاني نظامیانو پر وړاندې د جهاد د اعلان فتوا صادره کړي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو کلتور ریاست:پاکستاني لوري تورخم کې د کډوالو کمپ په نخښه کړی

د طالبانو حکومت د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي چې پاکستاني ځواکونو د تورخم په سیمه کې د کډوالو پر “عمري” نومي پنډغالي د درنو وسلو ډزې کړي.

بدلون ویلي، د یاد برید له امله یو شمېر بې‌ځایه شوي کډوال ټپیان شوي، خو د مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی روښانه شوی.

د طالبانو حکومت:پر فرضي کرښه د پاکستان تر شلو زیاتې پوستې نیول شوي او له پنځوسو زیات پوځیان وژل شوي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د فرضي کرښې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې انتقامي بریدونه ترسره شوي، چې پکې، د ۲۰۳ منصوري او ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو تر قوماندې لاندې واحدونو برخه لرله.

د راپورونو له مخې، یادې نښتې په پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان، ننګرهار او تورخم دروازه کې شوې دي.

فطرت زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې له ۵۵زیات سرتېري وژل شوي ۲۳جسدونه یې را انتقال شوي او لسګونه نور سخت ټپیان شوي.

همداراز ویل شوي چې تر اوسه پورې ۱۹ پوستې فتحه شوي، څلور نورې پوستې تر کنټرول لاندې راوستل شوي او یو شمېر نورې بشپړې ویجاړې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د عملیاتو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات هم د افغان لوري لاس ته ورغلي، چې پکې یو ټانک او یو شمېر درنې او سپکې وسلې شاملې دي.

د طالبانو حکومت په وینا، لا هم جګړه په چټکۍ سره پر مخ روانه ده.

حمداالله فطرت:یوازې کونړ کې ترپنځوس پاکستاني پوځیانو د وژلو سربیره درې نورې پوستې هم ونیول شوې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د پاکستاني لوري درې نورې امنیتي پوستې هم نیول شوې دي.

د نوموړي په وینا، په دغو نښتو کې د دښمن ګڼ شمېر عسکر وژل شوي او ټپیان دي، او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې عملیات لا هم روان دي او په سیمه کې وضعیت د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې دی.

ذبیح الله مجاهد:خوست کې د ببرک تاڼې اړوند پاکستاني قرارګاه فتحه شوه


د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د خوست اړوند ببرک ټاڼې اړوند انځر سر لویه پاکستاني قرارگاه فتحه شوه.

هغه ویلي، چې په دې قرارګاه کې لسګونه عسکر وژل شوي او ټپيان دي او ډېره وسله نیول شوې.