سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 67

چین؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر تاوتریخوالي ته اندېښنه وښوده

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر د وروستي تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د وزارت ویاند ویلي چې بېجینګ د خپلو ډیپلوماټیکو لارو د منځګړیتوب هڅې کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او شخړه په سوله‌ییز ډول حل کړي.

د چین حکومت د خبرو اترو او سیمه‌ییز ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کړکېچ د کمولو او د سرحدي سیمو د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبر:د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په درېیو سیمو کې د ډرون بریدونه تایید کړي دي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په خپله اېکس پاڼه کې په درېیو سیمو کې د ډرون فعالیت تایید کړی دی.

نوموړي ویلي چې «فتنه الخوارج» د ایبټ‌اباد، سوابۍ او نوښار په سیمو کې د کوچنیو بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو هڅه کړې، خو د ډرون ضد سیستمونو ټولې الوتکې راغورځولې دي.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی او مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته شوې.

روسیه:افغانستان او پاکستان دې نښتې ودروي؛ مسکو منځګړیتوب ته چمتو دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو د درولو غوښتنه شوې ده.

یاد وزارت په یوې رسمي اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان له لورو وغوښتل چې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د سیمې ثبات او امنیت د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید له هر ډول کړکېچ څخه مخنیوی وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، که چېرې دواړه خواوې په رسمي ډول د منځګړیتوب غوښتنه وکړي، مسکو چمتو دی چې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره رول ولوبوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د ډیالوګ له لارې حل ته ورسوي.

د بلوڅ ازادي غوښتونکو غورځنګ مشر:پاکستان سره جګړه کې بلوڅان د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي

د بلوڅ بېلتونپال غورځنګ مشر حیربیار مري پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې بلوڅان په اوسنیو شرایطو کې د افغان ولس بشپړ ملاتړ کوي.

مري پاکستان «مصنوعي دولت» بللی او ادعا یې کړې چې دغه هېواد یوازې د پنجاب ګټې خوندي کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او حق لري له هر هېواد سره اړیکې ولري.

هغه د پاکستان پوځ د بلوڅو او پښتنو په جبري وژنو تورن کړ او ویې ویل چې بلوڅان او افغانان د اوږدې مودې راهیسې د یو بل ملاتړي پاتې شوي دي.

مري د پاکستان د اقتصاد په اړه ویلي چې دا هېواد د نړۍ په کچه په “نړیوال سوالګر” مشهور دی چې تل یې د پردیو ګټو ته خدمت کړی دی.

پاکستاني رسنۍ:په سوابۍ، ایبټ‌اباد او نوښار کې بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي چې د سوابۍ، ایبټ‌اباد او نوښار په سیمو کې د بې‌پیلوټه الوتکو فعالیت لیدل شوی دی.

د دوی په وینا، یادو کامیکازه ډرونونو ځینې سیمې په نښه کړې.

دغې رسنیو د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

قطر؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې قطر چمتووالی ښودلی څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره منځګړیتوب وکړي.

د سرچینو په وینا، قطري چارواکو په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت له استازو سره اړیکه نیولې او وړاندیز یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د راکمولو او تفاهم د رامنځته کولو په موخه د منځګړي رول ولوبوي.

تر اوسه د طالبانو حکومت او د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې وړاندیز په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي دفاع وزارت:د افغان هوایي ځواکونو له لوري په اسلام اباد کې پر پوځي اهدافو هوايي بریدونه شوي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هوايي ځواکونو یې نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه بریدونه د اسلام‌اباد د فیض‌اباد سیمې ته نږدې پر یوه نظامي کمپ، په نوښار کې پر پوځي کنټونمنټ، په جمرود کې پر پوځي کالونۍ او همداراز په ایبټ‌اباد کې ترسره شوي دي.

وزارت ادعا کړې چې عملیات په بریالیتوب ترسره شوي او مهم پوځي مرکزونه او تاسیسات په نښه شوي دي.

دغه بریدونه د پاکستان له لوري د کابل، کندهار او پکتیا پر وړاندې د تېرې شپې هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

تر اوسه د پاکستان چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

تازه خبراسلام آباد کې د لومړي وزیر دفتر ته نږدې د پوځ په تاسیساتو برید شوی


د طالبانو حکومت استخباراتي سرچینې حماسه میډیا ته تایید کړې، چې دفاعي ځواکونو یې د اسلام آباد وزیر اعظم دفتر ته په شپږ کیلومټرۍ کې یې د فیض اباد سیمې ته څیرمه پوځي تاسیسات په نخښه کړي.

د معلوماتو له مخې یاد بریدونه د اټامک په نوم د پوځ په تاسیساتو شوي او د درنو تلفاتو د راپور ادعا هم شوې.

له موږ سره اوسئ…

پاکستان کې بېړنی حالت؛د افغانستان د بریدونو له ویرې امنیتي تدابیر یې سخت کړي دي

د راپورونو له مخې، پر افغانستان د تېرې شپې له بریدونو وروسته پاکستان د احتمالي غچ‌اخیستنې له وېرې خپل امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وایي چې په پنجاب کې بېړنی حالت اعلان شوی.

یادې رسنۍ وایي چې د پوځي مرکزونو ترڅنګ د عامه ځایونو او مذهبي غونډو د خوندیتوب لپاره اضافي امنیتي ګامونه پورته شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر:کابل او اسلام‌اباد دې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له افغانستان او پاکستان غوښتي چې خپلمنځي اختلافات د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې او د خبرو اترو له لارې مدیریت او حل‌وفصل کړي.

عراقچي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تهران د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا او د خبرو د اسانتیا لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

نوموړي ټینګار کړی چې سیمه‌ییز ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او شخړې باید د ډیپلوماټیکو لارو هوارې شي.