پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 679

عباس ستانکزی: د هبت‌الله اخوندزاده په غیر شریعي احکامو باید وطن وران نه کړو

‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د دې ډلې په غړو غږ کړی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده دې د خدایي په مقام نه نیسي او هغه ته دې د خدای او پیغمبر رتبه نه ورکوي.

ښاغلي ستانکزي په یوه تازه خپاره شوي غږیز کلیپ کې ویلي چې د هبت الله اخوندزاده عبادت دې نه کوي، او د وطن د بربادۍ مخه دې ونیسي.

که هم څه تر دې مهاله د دې څرګندونو مشخص وخت ندی معلوم خو نوموړي ویلي چې د “شريعت خلاف” احکامو ته غاړه نه ږدي او خپل مشر هبت الله اخوندزاده یې مخاطب کړی چې: “موږ ستاسو له امله وطن نه شو ورانولای.”

د سعودي او سوریې اړیکې؛احمد شرع په خپل لومړني سفر سعودي عربستان ته ورسید

0

العربیه شبکې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع په خپل لومړني سفر کې سعودي عربستان ته رسیدلی دی.

احمد شرع نن یکشنبه ددغه هیواد پلازمینې ریاض ته رسیدلی دی.

نوموړي پدې دوه ورځینې سفر کې به د سعودي له چارواکو سره د دواړو هیوادونو په اړیکو خبرې وکړي.

سرچینې:طالبانو حمید خراساني ممنوع الخروج اعلان کړی

یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې طالبانو پر حمید خراساني لګښتونه پرې کړي او هغه یې ممنوع الخروج اعلان کړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، هغه غوښتل له وطن ووځي؛ خو د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له لوري ممنوع الخروج اعلان شوی.

بل لورته بیا د طالبانو د برېښنا ریاست د هغه پر کور برېښنا هم پرې کړې.

نوموړی یوازې له دغه درکه ۱۱۵ زره ۳۷۴ افغانۍ باقي وو.

پاکستان کې د طالبانو سفیر:د افغان کډوالو نېول د پاکستان کورنۍ ستونزې نشي حل کولای

پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر سردار احمد شکېب ویلي چې د افغان کډوالو نیول د پاکستان کورنۍ ستونزې نشي حل کولای.

نوموړی وایي، چې دا چاره د دواړو لوریو ترمنځ نفرت خپروي.

شکېب وایي، هڅه کوي چې په دې اړه د پاکستان له حکومت سره له نږدې خبرې وکړي.

پاکستان تېره شپه هم اسلام اباد کې نیول شوي ۱۴۱ افغانان له تورخم لارې افغانستان ته را لېږدولي دي.

فرید حمیدي:طالبان د نړۍ له ظلم ډکې امنیتي او قضایي قوې لري

د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي ویلي، چې طالبان د نړۍ ظالم ترینې امنیتي او قضایي قوې لري.

ښاغلي حمیدي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، لیکوالان، خبریالان، دیني عالمان، مدني فعالان او ګڼ شمېر نور خلک په وحشتناک ډول د طالبانو بند کې دي.

نوموړي زیاته کړې، د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کول جرم نه بلکې انساني او اسلامي حق دی.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې د خلکو د وهلو پرځای باید د دوی غوښتنې واورېدل شي.

شمالي وزیرستان؛په دته خېل سیمه کې پر یو پوځي مرکز وسله والو برید کړی

0

شمالي وزیرستان کې وسله والو د پاکستان پر یو پوځي مرکز برید کړی.

ویل کېږي چې دغه برید په دته خېل سیمه کې شوی او د پوځ د مرکز مخته لومړی موټر بم برید شوی.

تر اوسه د تلفاتو په اړه کره جزیات نه دي ورکړل شوي.

حامد کرزي؛د هېواد له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی.

نوموړي د هېواد له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې پر ملي تفاهم ټینګار کړی.

په همدې حال کې د ناستې ګډونوالو هم هېواد کې ملي یووالی مهم بللی دی.

حامد کرزی داسې مهال پر ملي تفاهم ټینګار کوي، چې ویل کېږي، نږدې راتلونکي کې به د طالبانو حکومت مشر په کندهار کې یوه لویه ناسته را وبولي.

امریکا؛فلادلفیا کې د الوتکې د لوېدو له کبله ۷ تنه وژل شوي

0

د امریکا په فلادلفیا کې یوه وړه طبي ټرانسپورتي الوتکه لوېدلې، چې له کبله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د یاد ښار ښاروال رسنیو ته پېښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې دغه الوتکه د ښار په شمال ختيځه څنډه کې له ودانیو سره لګېدلې وه.

په دغه الوتکه کې یو ماشوم ناروغ انتقالېده، چې د لوېدو په پېښه کې یې مور، ماشوم، د الوتکې څلور عمله او یو تن لاندې پر ځمکه مړ شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

وژل شوي ټول د مکسیکو اتباع وو.

ټرمپ:ناټو باید د خپل ناخالص تولید پنځه سلنه بودجه دفاعي برخې ته ځانګړې کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ناټو غوښتي، چې د خپل ناخالص تولید پنځه سلنه دفاعي بودجې ته ځانګړي کړي.

د نیویارک پوسټ د خبر له مخې، ټرمپ ویلي، دی له خپلو متحدانو دا تمه لري، چې دوی د ناخالص تولید پنځه سلنه دفاعې بودجې ته ورکړي او په دې برخه کې باید جدي ګام واخلي.

په ورته مهال د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ویلي، چې که ناټو دا کار ونه کړي؛ نو د ټرمپ تر فشار لاندې به راشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ناټو سازمان غړو دوه سلنه ناخالص تولید دفاعې بودجې ته ځانګړی کړی وو.

ټیم بورچټ:نور د دې وخت دی چې پر طالبانو د هرې اوونۍ څلوېښت میلیوني ډالره کڅوړې بندې شي

د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور تیم بورچت له ټرمپ غوښتي، چې پر طالبانو څلوېښت میلیونه ډالري کڅوړې بندې کړي.

هغه په سومالیا کې پر داعش ډلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټویټ په غبرګون کې لیکلي، نور د دې وخت دی، چې پر طالبانو هم د هرې اوونۍ څلوېښت میلیوني ډالره کڅوړې بندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا لا وار دمخه خپلې پراختیايي مرستې ځنډولې دي.

ټرمپ ویلي وو، چې دوی خپل دوښمن ته میلیاردونه ډالره ورکوي، چې نور باید ورنکړل شي.