دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 669

بلوچستان؛خضدار کې وسله والو ۱۳ پولیس یرغمل کړي

د بلوچستان په خضدار سیمه کې د پولیسو پر تاڼې برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۳ سرتېري یرغمل نیول شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، وسله والو د پولیسو یوه اندازه وسلې او وسایط هم وړي او دوه موټر یې بیا ځای پر ځای سوځولي دي.

تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ضیاءالحق امرخیل د طالبانو حکومت ته:هېله لرم د افغان میرمنو روحي شکنجه پای وموي

په جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل وایي د مارچ اتمه د یوه محرومه قشر نړیواله ورځ ده.

ښاغلي امرخیل په ایکس پاڼې لیکلي چې افغانې میرمنې د نړۍ له ډېر محروم قشر څخه دي او نيمې پیړۍ جګړو ډیر زیان افغانو میرمنو ته رسولی او له بنسټي حقونو محرومي ګرځول شوي دي.

نوموړي لیکلي:« افغانې نجونې په داسې پیړۍ کې له تعلیم او تحصیل محرومې دي چې د علومو د پرمختګ پیړۍ ده.»

امرخېل هیله څرګنده کړې چې نور دغه محروم نسل روحا شکنجه نشي او د ټولو تعلیمي مرکزونو تړل شوې دروازې ور ته پرانیستل شي.

جنوبي پنجاب؛پاکستاني طالبانو پر لاکهاني چیک پوست برید کړی

پاکستاتي طالبانو نن سهار د جنوبي پنجاب ولایت د ډېره غازي خان ولسوالۍ د تونسې شریف په سیمه پر “لاکهاني” چيک پوسټ برید کړی.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، چې په دې برید کې یو شمېر امنیتي سرتېري ووژل شول او ټپیان شوي؛ خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

د معلوماتو له مخې، د جګړې له امله پولیس اړ شول چيک پوسټ پرېږدي او د سیمې د خلکو کورونو ته پناه یوسي.

اروپايي اتحادیه:د افغانستان ټولو ښځو او نجونو ته زده‌کړې ډېرې اړینې دي

اروپايي اتحادیې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی چې د افغانستان ټولو ښځو او نجونو ته زده کړې ډېرې اړینې دي.

دې اتحادیې په یوه پیغام کې لیکلي چې د ښځو او نجونو تعلیم د یو هېواد د جوړولو لپاره مهم دی.

په همدې حال کې، اسټرالیا ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د زده کړو، تعلیم او د بیان ازادۍ د دفاع لپاره یو موټی شي.

محمد فرید حمیدي:طالبانو له انساني کرامت پرته له څلورو کالو راهیسې پر ښځو بندیزونه لګولي

د هېواد پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي، افغان ښځې د خپلو حقونو لپاره هم په کور دننه او هم بهر مبارزه کوي.

ښاغلي حمیدي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د انساني کرامت په پام کې نه نیولو سره طالبانو له تېرو څلورو کالو راهیسې د افغان ښځو پر وړاندې بندیزونه لګولي او دوی یې څنډې ته کړې دي.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ وکړي او د دوی قربانۍ هېرې نه کړي.

رحمت الله نبیل:د مارچ اتمه افغانستان کې د ښځو د خاموشې مړینې ورځ ده

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، د مارچ اتمه افغانستان کې د ښځو د پیوستون ورځ نه؛ بلکې د هغوی د سپکولو، لوږې او خاموشې مړینې ورځ ده.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، نن ورځ افغان ښځې نه ډوډۍ لري او نه هم ازادي؛ خو نړۍ یې یوازې تماشه کوي.

نوموړی زیاتوي، هغه بنسټونه چې ځان د بشري حقونو مدافعین معرفي کوي په دغه تاریخي جبر چوپ دي.

د نبیل په خبره، لاهم هیلې شته او نه به پرېدو چې د افغان ښځو غږ خاموش شي.

ذبیح الله مجاهد:ښځو ته مو د هغوی ټول حقونه ورکړي

د مارچ اتمې په مناسبت د طالبانو حکومت ویلي، چې د ښځو هر ډول حقونه یې تامین کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې او هیڅوک نشي کولای چې د ښځو حقونه تلف کړي.

نوموړي ویلي، د ښځو عزت ساتل د طالبانو د حکومت لومړیتوب دی او دوی یې په ساتنه کې ځان مکلف بولي.

بلوچستان؛نا معلومو وسله والو د جمیعت علماء اسلام ګوند ځایي مشر مفتي شاه‌میر وژلی

بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام ګوند یو ځایي مشر مفتي شاه میر د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

له تېرو څو میاشتو راهیسې دا څویم ځل دی چې د دغه ګوند غړي په نښه کېږي.

سرچینې؛پاکستان کې له زرو زیاتو امنیتي کسانو خپلې استعفاوې حکومت ته وړاندې کړې

پاکستان، پښتونخوا او بلوچستان کې د نا امنیو له کبله د پاکستان له زرو زیاتو امنیتي کسانو خپلې استعفاوې حکومت ته وړاندې کړې دي.

سرچینې وایې، تر اوسه په دې اړه واضح دلیل نه دی څرګند شوی؛ خو ویل کېږي چې دوی دا ګام د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره اخیستی.

دا د پاکستان پر پوځ د بې باورۍ تر ټولو لویه کچه بلل کېږي.

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ:د طالبانو د احتمالي رسمیت پېژندنې مخه باید ونیول شي

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د احتمالي رسمیت پېژندنې مخه ونیسي.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو افغان ښځې څنډې ته کړې او تېرو درې کالو کې یې د افغان ښځو شل کلنې لاسته راوړنې له منځه وړې دي.

اعلامیه کې، چې د مارچ اتمې په مناسب نشر شوې، غوښتنه شوې، چې د طالبانو خلاف د دوی د مبارزې ملاتړ باید پیاوړی شي او له طالبانو سره له هر ډول مشروعیت ډډه وشي.

دوی ویلي، نړۍ باید پر طالبانو بندیزونه لا زیات او د دوی د صحرایي محکمو مخنیوی وکړي.

یاد غورځنګ ویلي، د افغانانو او په ځانګړي ډول د افغان ښځو غږ باید واورېدل شي.