دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 66

تازه خبر؛په خوست کې د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان لوري د غچ‌اخیستونکو بریدونو نوې لړۍ پیل شوه

د طالبانو حکومت د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دې ولایت د زازي میدان، علي‌شېر او تريزي ولسوالیو په مربوطاتو کې، د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ پر پوستو د افغان ځواکونو د غچ‌اخیستونکو بریدونو نوې لړۍ پیل شوې ده.

ګربز ویلي، چې دغه بریدونه د وروستیو پېښو په غبرګون کې ترسره کېږي او افغان ځواکونه په یاده سیمه کې د مقابل لوري پر پوځي اهدافو منظم عملیات روان ساتلي دي.

نوموړي د نښتو د مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي وړاندې کړې، خو ټینګار یې کړی چې عملیات دوام لري.

امیرخان متقي؛د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او پاکستان پر وروستیو نښتو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې پر وروستیو حالاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرې شپې پر نښتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي ویلي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د ملي حاکمیت، هوايي حریم او ارضي تمامیت د ساتنې لپاره ترسره شوي او ټاکل شوي اهداف پکې ترلاسه شوي دي.

هغه ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» له پیل څخه د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د ستونزو حل د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ غوره بللی؛ خو زیاته کړې یې ده چې دا بهیر هغه مهال اغېزمن تمامېږي چې مقابل لوری هم د حل لپاره رښتینی او عملي هوډ وښيي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې غوښتونکي دریځ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له اړوندو هېوادونو سره په تماس کې دی، څو د وضعیت د ارامولو او د کړکېچ د کمولو لپاره همغږي هڅې ترسره شي.

دواړو لورو د اړیکو او سلا مشورو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

پاکستان؛په ټول هیواد کې پر ډرون الوتنو بندیز ولګید


د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له دې وروسته به تر بل امر پورې په ټول هېواد کې د ډرون الوتنو بندیز وي.

دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو حکومت لخوا د اسلام‌اباد، پنجاب او خیبر پښتونخوا په لویو ښارونو کې ځانمرګي ډرون الوتکې په نظامي اهدافو سخت ګوازرونه وکړل.

ترکیې؛د افغانستان او پاکستان د کړکېچ د راکمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر فرضي کرښه د جګړې د زیاتېدو په لړ کې، د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر هاکان فیدان په مشرۍ د ترکیې ډیپلوماټیکې هڅې شوي.

د ترکي دولتي رسنیو د راپور له مخې، فیدان له یو شمېر مهمو سیمه‌ییزو چارواکو سره جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په دغو تماسونو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان شامل دي.

راپورونه وایي، په دغو خبرو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روانو نښتو او د کړکېچ د کمولو پر ممکنه لارو چارو بحث شوی دی.

ذبیح الله مجاهد:په پاکستان کې د مهمو پوځي هدفونو په نښه کولو سره مو دوی ته دا پیغام ورکړ چې زموږ لاس هم د هغوی ګریوان ته رسېدلی شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د «اسلامي امارت» ځواکونو په پاکستان کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي او دا پیغام یې ورکړی چې د اړتیا په صورت کې د مقابل لوري پر وړاندې اقدام کولی شي.

مجاهد ټینګار کړی چې که پاکستان جګړې ته دوام ورکړي، د «اسلامي امارت» ځواکونه هم توان لري چې پرېکنده اقدام وکړي.

نوموړي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) موضوع د سیمې د بې‌ثباتۍ لپاره پلمه بللې او ویلي یې دي چې دا د پاکستان کورنۍ مسله ده.

هغه زیاته کړې چې له هند سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې د پاکستان پر ضد نه دي، او «اسلامي امارت» هیڅکله د بل چا تر نفوذ لاندې نه دی پاتې شوی.

مجاهد همداراز ادعا کړې چې د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ د سیمې د بې‌ثباتۍ هڅه کوي او له سیمې یې غوښتي چې د پاکستان د ظلمونو او بدمعاشیو مخه ونیسي.

چین؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر تاوتریخوالي ته اندېښنه وښوده

د چین د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر د وروستي تاوتریخوالي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د وزارت ویاند ویلي چې بېجینګ د خپلو ډیپلوماټیکو لارو د منځګړیتوب هڅې کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او شخړه په سوله‌ییز ډول حل کړي.

د چین حکومت د خبرو اترو او سیمه‌ییز ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د کړکېچ د کمولو او د سرحدي سیمو د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبر:د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په درېیو سیمو کې د ډرون بریدونه تایید کړي دي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ په خپله اېکس پاڼه کې په درېیو سیمو کې د ډرون فعالیت تایید کړی دی.

نوموړي ویلي چې «فتنه الخوارج» د ایبټ‌اباد، سوابۍ او نوښار په سیمو کې د کوچنیو بې‌پیلوټه الوتکو د کارولو هڅه کړې، خو د ډرون ضد سیستمونو ټولې الوتکې راغورځولې دي.

د هغه په وینا، په دې پېښه کې د سر زیان نه دی اوښتی او مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته شوې.

روسیه:افغانستان او پاکستان دې نښتې ودروي؛ مسکو منځګړیتوب ته چمتو دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو نښتو د درولو غوښتنه شوې ده.

یاد وزارت په یوې رسمي اعلامیه کې د افغانستان او پاکستان له لورو وغوښتل چې له زغم او احتیاط څخه کار واخلي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د سیمې ثبات او امنیت د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید له هر ډول کړکېچ څخه مخنیوی وشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، که چېرې دواړه خواوې په رسمي ډول د منځګړیتوب غوښتنه وکړي، مسکو چمتو دی چې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره رول ولوبوي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د ډیالوګ له لارې حل ته ورسوي.

د بلوڅ ازادي غوښتونکو غورځنګ مشر:پاکستان سره جګړه کې بلوڅان د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي

د بلوڅ بېلتونپال غورځنګ مشر حیربیار مري پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې بلوڅان په اوسنیو شرایطو کې د افغان ولس بشپړ ملاتړ کوي.

مري پاکستان «مصنوعي دولت» بللی او ادعا یې کړې چې دغه هېواد یوازې د پنجاب ګټې خوندي کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او حق لري له هر هېواد سره اړیکې ولري.

هغه د پاکستان پوځ د بلوڅو او پښتنو په جبري وژنو تورن کړ او ویې ویل چې بلوڅان او افغانان د اوږدې مودې راهیسې د یو بل ملاتړي پاتې شوي دي.

مري د پاکستان د اقتصاد په اړه ویلي چې دا هېواد د نړۍ په کچه په “نړیوال سوالګر” مشهور دی چې تل یې د پردیو ګټو ته خدمت کړی دی.

پاکستاني رسنۍ:په سوابۍ، ایبټ‌اباد او نوښار کې بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي

یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي چې د سوابۍ، ایبټ‌اباد او نوښار په سیمو کې د بې‌پیلوټه الوتکو فعالیت لیدل شوی دی.

د دوی په وینا، یادو کامیکازه ډرونونو ځینې سیمې په نښه کړې.

دغې رسنیو د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.