سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 647

امریکايي پلاوی؛روانه اوونۍ ترهګرۍ سره پر مبارزې د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کوي

0

په پام کې ده، چې د روانې اپریل میاشتې له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د سویلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ایریک مایر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر وکړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پلاوی به د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، ترهګرۍ سره پر مبارزې او پاکستان کې امریکایي شرکتونو ته د فعالیتونو د زمینې برابرولو په موخه له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

امریکا؛د پاترید توغندیو دفاعي سیستمونه اسرائیل ته انتقال کړي

0

په داسې حال کې، چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې ان جګړې ته نږدې شوې، امریکا په یو تازه اقدام کې د پاترید او تاد توغندیو دفاعي سیستمونه اسرائیل ته انتقال کړي دي.

العربیه شبکې ویلي، چې ښايي دا پر ایران د برید غبرګون کې پر اسرائیل د احتمالي برید د دفاع لپاره هلته لېږدول شوي وي.

په همدې حال کې اسرائیل ټایمز ویلي، چې د امریکا لویه سي ایم سوپر ګلکسي الوتکه هم د دوی په نواتیم هوايي اډه کې د اته ساعتونو لپاره ناسته وه.

پاکستان کې ناکراري؛نامعلومو وسله والو د ایف‌سي سرتېرو پر پوسته برید کړی

0

نامعلومو وسله والو پېښور کې د ایف سي سرتېرو پر یوې پوستې برید کړی.

د پېښور پولیسو وايي، چې دغه برید د شاهي بالا په سیمه کې شوی دی.

یاد برید کې یو پولیس سخت ټپي شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

عباس عراقچي:چمتو یوو چې د بندیزونو لرې کېدو بدل کې د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، چمتو دي چې پر دوی د بندیزونو لرې کېدو په بدل کې د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د ټرمپ لیک ته یې په مناسبو الفاظو ځواب ورکړی دی.

عراقچي دغه راز زیاته کړې، چې له هغه لوري سره مستقیمې خبرې هم بې معنی دي، چې یوازې یې د ګواښ ژبه زده وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره:غور کې مو کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشلې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې غور کې یې کروندګرو ته تخمونه او کیمیاوي سرې وېشلې دي.

دوی هر کروندګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی تخم او سل کیلو ګرامه کیمیاوي سره وېشلې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کروندګر ډېر وخت د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو له نشت شکایت کوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت:تیر کال ایران ته ۱۸ زره ټنه کرنیز محصولات صادر شوي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګري وزارت ویلي چې په تېر یو کال کې ایران ته ۱۸ زره ټنه کرنیز محصولات صادر شوي.

یاد وزارت ویلي، د دغو محصولاتو ټولیز ارزښت ۱۹ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران دغه هېواد ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو پر صادرېدو بندیز لګولی دی.

د ایران د سپاه پاسداران مشر:د هرې جګړې ځواب ته چمتو یو

0

د ایران د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي وايي، هر وخت جګړې ته چمتو دي، خو نه غواړي چې لومړی یې دوی پیل کړي.

هغه ویلي، اسرائیل له زوال سره مخ دي او ورځ په ورځ یې ماتېدل هم باوري کېږي.

نوموړی زیاتوي، که امریکا اسرائیل ته وسلې ورنه کړي؛ نو دا هېواد به لکه د مني پاڼې ورژیږي.

تر دې وړاندې اکسیوس راپور ورکړی وو، چې نتنیاهو له ټرمپ سره پر ایران د برید په اړه خبرې کوي.

له طالبانو سره بندي رینولډز؛د طالبانو په جهنمي زندان کې مې صحي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

پیټر رینولډز، یو ۷۹ کلن بریتانوی تبعه چې د طالبانو له‌خوا بندی شوی، د دې ډلې زندان یې د جهنم سره ورته بللی دی.

نوموړي له پلچرخي زندان څخه د تلیفوني تماس له لارې ویلي، چې د بندیانو وضعیت خورا خراب دی او هره ورځ له بد چلند سره مخ دي.

رینولډز د «ډېلي‌میل» ورځپاڼې ته ویلي، چې ساتونکي پر بنديانو نارې وهي، هغوی وهي، او یوه ډوډۍ ورکوي چې له امله‌یې وزن بایللی دی، هغه دا فضا ډېره وېرونکې بللې.

نوموړی اندېښنه لري چې ۷۵ کلنه مېرمن‌یې باربي هم د پلچرخي په ښځو څانګه کې زنداني ده او دواړه د ورځې له مقاماتو د لیدو اجازه غواړي، خو تر اوسه‌یې غوښتنه نه ده منل شوې.

دا بریتانوي جوړه د فبرورۍ میاشت کې د بامیانو ولایت څخه د راستنېدو پر مهال د جعلي پاسپورتونو له امله د طالبانو لخوا نیول شوې وه.

مارک روبیو:د سویلي سوډان د وګړو ویزې لغوه کوو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې د سویلي سوډان د ټولو وګړو ویزې لغوه کوي او نور به دغه هېواد ته د ویزو ورکول هم ودرول شي.

نوموړي ویلي، دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د سویلي سوډان موقتي حکومت نه‌دی توانېدلی خپل بېرته شړل شوي وګړي پر وخت ومني.

روبیو زیاته کړې چې دغه پرېکړه به سمدستي عملي شي.

د هوا پېژندنې ادارې؛سبا یکشنبه په لسو ولایتونو کې د باران او واورې اټکل کړی

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي، چې د هېواد په لسو ولایتونو کې به سبا یکشنبه واورې او بارانونه وشي.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه اورښتونه به د بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې وي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د واورې اندازه به له ۱۰ تر ۲۰ سانتي‌مترو او د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۲۵ میلی‌مترو پورې وي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د بادونو چټک جریان له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو په ساعت کې د شمال‌لوېدیځ، مرکزي او سوېل‌ختیځو سیمو لپاره وړاندوینه شوې.