دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 64

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر:افغانستان او پاکستان دې د روژې په احترام جګړه ودروي

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر علي محي‌الدین قره‌داغي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی چې جګړه او وینې تویول سملاسي ودروي.

قره‌داغي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې روژه د قرآن، رحمت او بښنې میاشت ده او په داسې مقدسه دوره کې د جګړې دوام د اندېښنې وړ دی.

د هغه په وینا، د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ دین، قبله، تاریخ او ګڼ ګډ ارزښتونه شته او ترمنځ یې وینه تویول د دواړو ملتونو په زیان تمامېږي.

نوموړي له ښکېلو لورو غوښتي چې د پوځي تقابل پر ځای د خبرو اترو او تفاهم لاره خپله کړي او د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیسي.

ازبکستان:د افغانستان او پاکستان اختلافات دې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل شي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سیمه‌ییز اختلافات باید یوازې د سوله‌ییزو، سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل او فصل شي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اصول باید د هر ډول خبرو اترو او تعامل بنسټ وګرځي.

په اعلامیه کې راغلي چې تاوتریخوالی او پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.

ازبکستان همداراز د خبرو اترو، اعتماد جوړونې او رغنده تعامل پر اهمیت ټینګار کړی او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیسي او دایمي حل ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

استاد سیاف:د کابل له اوسنۍ ادارې سره مخالف یم؛ خو پر هېواد هر ډول تېری غندم

‏جهادي مشر شیخ الحدیت و القران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي، که څه هم د کابل له اوسنۍ ادارې سره په کلکه مخالف دی او د هېواد د اوسنیو ستونزو مسوول یې بولي، خو پر افغانستان هر ډول تېری ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې ولس راباندې ډېر ګران دی او دغه تېری په کلکه غندي.

هغه لیکلي:«که څه هم چې د کابل اوسنۍ ادارې سره په کلکه مخالف یم او د ټولو بدبختیو (چې زمونږ ولس ورسره لاس او ګریوان دی) عامل یې بولم، خو هیواد او ولس مې را باندې ډېر ګران دي او هیڅ ډول تېری ورباندې د منلو وړ نه بولم او په ډاګه یی غندم.»

عاطف مشعل:د پاکستان له لوري تاوتریخوالی ثبات نه راولي او دا ډول جګړو ځواکمن دولتونه را مات کړي دي

په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي، پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي، ځکه د تاوتریخوالي زیاتوالی به ثبات رانه ولي او برعکس، ناوړه پایلې به ولري.

هغه ټینګار کړی چې وروستی تاریخ ښيي، آن ځواکمن دولتونه هم په دې ډول جګړو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

د مشعل په وینا، په داسې حال کې چې پاکستان له کورنیو سیاسي او اقتصادي فشارونو سره مخ دی، د بلې جبهې پرانیستل عاقلانه پرېکړه نه ده.

نوموړي ویلي چې په دا ډول شخړو کې یوازې دودیز پوځي ځواک مهم نه وي، بلکې مشروعیت، جغرافیه، د ولس ملاتړ او اوږدمهاله زغم هم اساسي رول لري.

هغه زیاته کړې چې سیمه‌ییزه پالیسي باید د سیمې د خلکو د واقعي ګټو پر بنسټ جوړه شي، نه د بهرنیو اجنډاوو له مخې.

د مشعل په خبره، نړیوال نظم د بدلون په حال کې دی او په داسې سیمه کې چې د چین، روسیې او هند په څېر هېوادونه پکې ستراتېژیکې ګټې لري، ښکاره تقابل داسې پایلې لرلی شي چې کنټرول یې اسانه نه وي.

هغه ټینګار کړی چې تېر محاسبات باید په رښتینې توګه و ارزول شي، ځکه جګړه بدله شوې ده او کله چې یو ملت ځان د بقا په حالت کې وویني، غبرګون یې د وړاندوینې وړ نه وي.

مشعل ټینګار کړی چې د راتلونکې لار باید پر ستراتېژیک پخوالي، متقابل درناوي او د ملي حاکمیت پر اصل ولاړه وي، نه پر تقابل او زور ازماینه.

د میرانشاه پوځي اډي سربیره “سپین وام” پوځي اډه هم ترسختو ډرون بریدونو لاندې راغلې

تازه خبر:
د شمالي وزیرستان د میرانشاه پوځي اډې سربیره د پاکستاني پوځ یو بله اډه ” سپین وام” پوځي اډه هم د طالبانو حکومت د ډرون بریدونو تر سختو ګوزارونو لاندې راغلې.

د استخباراتي سرچینو د معلوماتو له مخې دا دواړه اډې د پرلپسې ډرون بریدونو له امله سختې بمبارد شوي چې مقابل لوري ته یې درانه تلفات اړولي.

تر دې دمه د کره مرګ ژوبلې او اووښتو زیانونو په اړه راپور نه دی ورکول شوی.

له موږ سره اوسئ…

میرانشاه پوځي اډه د ډرون بریدونو تر سختو ګوزارونو لاندې راغلې

تازه خبر:
د شمالي وزیرستان میرانشاه پوځي اډه د طالبانو حکومت د ډرون بریدونو لاندې راغلې چې د پراخو تلفاتو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت استخباراتي سرچینې تاییدوي چې د میرانشاه پوځي کمپ یې د سختو ګوزارونو تر برید لاندې راوستی.

تر دې دمه د اووښنو تلفاتو په اړه کره شمیر نه ده څرګند شوی.

له موږ سره اوسئ…

ډیورینډ فرضي کرښه؛په لومړي ځل د کندهار او بلوچستان، د کلاسیف الله په سیمه کې هم درنه نخښته رامنځته شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په دوام، د کندهار او بلوچستان فرضي کرښې ته څېرمه د کلا سیف‌الله په سیمه کې په لومړي ځل درنه نښته رامنځته شوې.

راپورونه ښيي چې دا د تاوتریخوالي په اوسني پړاو کې د پاکستان د لوېدیځې غاړې پر محور لومړنۍ ثبت شوې نښته ده.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو سیمه کې امنیتي وضعیت ترینګلی بلل کېږي.

فضل محمود فضلي:د ټرمپ په څرګندونو ملي ضد څېرې او پنجابي جنرالان خوشحاله دي

د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې د نوموړي له دریځونو خوښي څرګندوي، باید د تاریخ له تجربو عبرت واخلي.

فضلي په خپله ایکس پاڼه ویلي، ځینې “ملي‌ضد څېرې او پنجابي جنرالان” د ټرمپ له وروستیو خبرو خوښ ښکاري، خو د ده په وینا، تاریخ ښيي چې امریکا له کوم هېواد سره په ورته بڼه ملاتړ کړی، هماغه هېواد وروسته له جدي سیاسي او امنیتي بحرانونو سره مخ شوی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې بهرنی ملاتړ که د لنډمهالي سیاسي امتیاز په توګه وکتل شي، پایلې یې ډېر وخت د اوږدمهالو بې‌ثباتیو او داخلي شخړو په بڼه راڅرګندېږي.

فضلي خبرداری ورکړی، که څوک دا ډول ملاتړ د ویاړ او خوښۍ موضوع بولي، باید د احتمالي پایلو مسوولیت هم ومني.

تازه خبر؛تیرا کې د داعشیانو پر مرکزونو دقیق بریدونه روان دي

د طالبانو حکومت امنیتي ځواکونو د روانو انتقامي عملیاتو په لړ کې د تیرا په سیمه کې د داعش اړوند مرکزونه په نښه کړي دي.

د امنیتي سرچینو د راپورونو له مخې، چې د تیرا د توره درې په سیمه کې د داعش خراسان مرکزونه دا مهال د لېزري هدایت شوو وسلو په وسیله تر دقیقو بریدونو لاندې دي.

د سرچینو په وینا، د عملیاتو له پیل سره سم یو شمېر داعشیان د سیمې پرېښودو او تېښتې هڅه کوي.

ویل کېږي چې یاد عملیات د وروستیو امنیتي تحولاتو په غبرګون کې ترسره کېږي او هدف یې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو ځپنه او د ګواښونو له منځه وړل دي.

تر دې مهاله د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې شوې، خو سرچینې ټینګار کوي چې عملیات په دقت او هدفي ډول روان دي.

ایران؛د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د ژر تر ژره خبرو غوښتنه وکړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د وروستیو تاوتریخوالو له امله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه باید سمدستي خبرې پیل کړي او د کړکېچ د کمولو لپاره تعامل وکړي.

د اعلامیې له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه نه یوازې د انساني تلفات او مادي زیان سبب شوې، بلکې په ګاونډي سیمو کې ناامني هم زیاتوي او د ټولې سیمې پر امنیتي او بشري وضعیت منفي اغېز لري.

ایران د دواړو هېوادونو له لوري د یو بل د ملي حاکمیت او بشپړتیا درناوی غواړي او ټینګار کوي چې هېڅ اقدام باید د کړکېچ د پراختیا سبب نشي.

ایران وړاندیز کړی چې، د دې توان لري چې د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د جګړې د بشپړ ختمولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم لپاره مرسته وکړي.