پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 601

پکتیا؛د تېلو پمپ یوې څاه ته څلور تنه لوېدلي، چې یو یې مړ او درې یې ژغورل شوي

د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د تېلو پمپ یوې څاه ته څلور تنه لوېدلي، چې یو یې مړ او درې نور یې ژغورل شوي دي.

‏د پکتیا د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، منیب ځدراڼ ویلي، چې دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي، ژغورل شوي کسان د امنیتي ځواکونو له لوري پر وخت روغتون ته وړل شوي، چې اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

سټیو وتکوف:د پوځي اقدام د مخنیوي لپاره ایران ته د خبرو وړاندیز کوو

0

د امریکا د ځانګړي استازي سټیو وتکوف وايي، د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له لوري د ایران له مذهبي رهبر، علي خامنه‌یي سره د احتمالي نوي اټومي تړون پر سر د خبرو وړاندیز د دې لپاره دی چې پوځي اقدام و نه‌شي.

وتکوف تېره ورځ فاکس نیوز ته ویلي، امریکا اړتیا نه لري، چې هرڅه له پوځي لارې وکړي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي و، چې که ایران د دوی شرایط ونه مني؛ نو امریکا بل انتخاب هم لري.

ملاله یوسفزۍ:طالبان د افغان نجونو په برخلیک لوبې کوي او فرصتونه یې ضایع کوي

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو منع کول نه یوازې بې‌عدالتي ده؛ بلکې جنسي اپارتاید هم بلل کېږي.

نوموړې ویلي، څلورم کال دی، چې له یوولس کلنۍ د لوړ عمر لرونکې نجونې د طالبانو له لوري له زده‌کړو منع شوې دي.

د هغې په خبره، طالبانو له نجونو ګڼ فرصتونه اخیستي دي.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت په لومړي سر کې ویلي وو، چې د نجونو پر زده‌کړو یې بندیزونه لنډ مهالي دي؛ خو له نږدې څلور کالو تېرېدو وروسته لاهم دا لنډ مهالی بندیز پای ته نه دی رسېدلی.

رویټرز:د حماس د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم د اسراییلو په برید کې ووژل شو

0

د غزې په خان یونس کې د ناصر روغتون باندې د اسراییلو په هوایي برید کې پنځه کسان، چې د حماس د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.

رویټرز د فلسطیني ډاکټرانو او حماس له قوله راپور ورکړی چې دغه برید پرون د روغتون د جراحي څانګې باندې شوی دی.

اسراییل ویلي، چې په دې برید کې یې د حماس د وسلوالې ډلې یو مهم غړی په نښه کړی دی.

حماس د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، چې د دوی د سیاسي دفتر غړی اسماعیل برهوم په دې برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه ورځ مخکې هم اسراییل د حماس د سیاسي دفتر غړی صلاح البردویل د خپلې مېرمنې سره یو ځای په یو بل برید کې وژلی و.

طالبانو ته د خلیلزاد امتیاز؛طالبانو ته د میلیونونه ډالرو په ورکړې یې یوازې یو امریکایي بندي خوشې کړی

یو شمېر باوري سرچينو حماسه میډیا ته ویلي، چې امریکا د درېیم هېواد له لارې طالبانو ته میلیونونه ډالر ورکړي، څو ۶۶ کلن امریکایي وګړی جورج ګلِزمن د طالبانو له بند څخه خوشې کړي.

سرچینې وایي، چې دا معامله د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په منځګړیتوب شوې؛ خو زیاتوي چې خلیلزاد یو ځل بیا د امریکا حکومت غولولی دی.

یادې سرچینې زیاته کړې، په دې معامله کې خلیلزاد هڅه کړې، چې ځان یو ځل بیا د صحنې منځ ته راولي.

سرچینې دغه راز ویلي، چې لا هم د محمود حبیبي په ګډون د لسو څخه د ډېرو نورو امریکایانو، برخلیک نامعلوم پاتې دی.

د یادونې ده چې د ګلِزمان له خوشې کېدو وروسته د محمود شاه حبیبي ورور وویل، چې امریکا ورسره د ورور د خوشي کېدو ژمنه کړې؛ خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه وخت مخکې ویلي و چې محمود شاه حبیبي له دوی سره نشته.

غزه؛اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۵۰ زرو ته رسولی

0

فلسطیني چارواکو ویلي چې د اسراییلو د بریدونو له امله د غزې په تړانګه کې د مړو شمېر له ۵۰ زرو څخه زیات شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۰ زره او ۲۱ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۳ زره او ۲۷۴ نور ټپیان شوي دي.

اسراییلو د دوو میاشتو نسبي آرامۍ وروسته، چې د اوربند د لومړي پړاو د عملي کېدو پایله وه، د سه‌شنبې په ورځ یو ځل بیا د حماس پر ضد د هوايي او ځمکنیو بریدونو لړۍ پیل کړه.

دې بریدونو د غزې اوسیدونکي یو ځل بیا اړ کړل چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل کورونه پرېږدي.

د بښنې نړیوال سازمان:د ماه‌رنګ بلوڅ نیول کېدل غندو

0

د بښنې نړیوال سازمان د بلوڅانو د پیوستون غورځنګ مشرې ماه رنګ بلوڅ نیول کېدل غندلي.

یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د نوموړې وکیل او کورنۍ ته هم لاسرسی نه لري.

یاد سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت باید ژر تر ژره په خپل سر نیول شوي بلوڅان خوشې کړي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت تېره ورځ ماه‌رنګ بلوڅ نېولې ده.

ټي‌ټي‌پي:د پاکستان پوځ د امن لشکر تر نامه لاندې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې کورنۍ جګړه رامنځته کوي

0

ټي‌ټي‌پي وايي، د پاکستان پوځ د امن لشکر تر نوم لاندې داسې پلان جوړ کړی، چې له مخې یې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې کورنۍ جګړه رامنځته کړي.

یادې ډلې یوې اعلامیه کې ویلي، چې دوی دا کار د خپل تسلط او خپلو ناکامیو د پټولو لپاره کوي.

اعلامیه کې راغلي، چې پوځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت، کرک، خیبر ایجنسۍ (په ځانګړي ډول زخې خېل) کې خپلو اجرتي کسانو ته ویلي، ترڅو د خلکو ترمنځ شخړې راپورته کړي.

دوی په قومي، سیاسي او مذهبي مشرانو غږ کړی، چې د دغې ستونزې مخه ونیسي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ؛د سولې خبرې سبا په سعودي عربستان کې پیلېږي

0

ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ به د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

دا مذاکرات د امریکا په منځګړیتوپ په سعودي عربستان کې ترسره کېږي.

ای بي سي راپور ورکړی، چې دا مذاکرات د واړو لورویو ترمنځ د نظرونو د نږدې کېدو په موخه ترسره کېږي.

د دغو خبرو اترو لپاره د روسیې استازی نن سعودي ته رسېدلی او په پام کې ده، چې تر سې شنبې پورې به هلته وي.

اسماعیل یون:د کابل له پوهنتون اوس یوه مدرسه جوړه شوې

لیکوال: اسماعیل یون

تر (۳۳)کلن تدریس وروسته

د (۱۳۷۰ ل ) کال د کب میاشتې په وروستیو کې زه د اختصاصي ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د کادر غړی شوم. له هغه راهیسې بیا د (۱۴۰۳ ل) د کب تر وروستیو پورې مې خپله دا دنده په رسمي ډول ترسره کړې ده .
په دې (۳۳) کلن بهیر کې پر کابل پوهنتون ډېرې سختې راغلې ، بېلابېلې واکمنۍ یې وزغملې، جنګونه یې هم وزغمل ، څو ځایه مهاجرت ته هم اړ شو ، بمبار شو ، کتابتون یې لوټ شو ، یو شمېر استادان یې زنداني ، فرار او شهیدان شول ، د همدې پوهنتون ځینو واکمنو فارغانو د همدې پوهنتون پر بېلابېلو پوهنځیو بمونه وغورځول او په لسګونو ملیونه ډالر زیان یې پوهنتون ته واړوه. د دې ټولو مسایلو په باب ما وخت پر وخت لیکنې کړي ؛ ( د افغانستان فرهنګ ته اوښتي زیانونه او له افغانستانه د مسلکي کادرونو د فرار عوامل) دوه ځانګړي اثار په دې برخه کې د بېلګې په توګه یادولای شو. خو له ستونزو سره سره پوهنتون سره زما ځانګړې مینه وه ، هر ډول حالات مې وزغمل ، خو د پوهنتون لمن مې خوشې نه کړه . د همدې اوسني واکمن جریان په تېر حاکمیت کې ما او استاد لعل پاچا ازمون په خپلو هلو ځلو ( د کابل پوهنتون ) مجله تاسیس کړه ، زه یې مسول مدیر او ازمون صیب یې مرستیال و، سره له دې چې مجله دولتي وه ، خو د چاپ لګښت یې زموږ د دواړو په هڅو برابرېده ، هغه وخت ټول حکومت په کال کې څلور عنوانه کتابونه نه چاپول ، خو موږ پر دې بریالي شولو چې د یادې مجلې (۱۳) ګڼې چاپ کړو. لسګونه استادان په دې مجله کې د خپلو لیکنو د چاپ له امله د علمي ترفعیاتو جوګه شول.
کله چې د اوسني واکمن جریان لومړی حکومت ختم شو ، سره له دې چې جمهوري ریاست کې مې دنده وه ، خو پوهنتون کې مې هم خپل تدریس ته دوام ورکاوه ، دا مهال نو په عام ډول اقتصادي حالت د پخوا په انډول یو څه ښه و، د نورو ګڼو فرهنګي کارونو تر څنګ مو د هېواد د بېلابېلو لیکوالو نږدې دوه سوه عنوانه اثار چاپ کړل ، چې د کابل پوهنتون او د هېواد د نورو پوهنتونو د استادانو ګڼ شمېر اثار هم په کې شامل وو. علمي غونډې او سیمینارونه لا په دې فرهنګي کارلړ کې شامل نه دي . دې لړۍ لا دوام درلود چې خبره د همدې اوسني واکمن سیاسي جریان دویم وار واکمنۍ ته راورسېده. دا ځل نو له پوهنتون څخه ډله ییز مهاجرت پیل شو ، په لومړي کال کې څلور سوه تنه استادان له هېواده ووتل ، هغه دوه سوه تنه استادان چې د تېر نظام په وخت کې د خپلو نورو لوړو زده کړو د اکمال په خاطر بېلابېلو هېوادونو ته تللي وو ، د هغوی یو هم بېرته خپل هېواد ته راستون نه شو. د پاتې استادانو د مهاجرت لړۍ نوره هم پسې وغځېده ، د دوه نورو کلونو په بهیر کې نږدې دوه نیم سوه تنه استادان نور هم مهاجرت ته اړ شول . د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د بهرنیو ژبو ، لکه: انګلیسي ، روسي ، الماني ، فرانسوي ، ترکیي او هسپانوي څانګو غوڅ اکثریت استادان له هېواده بهر شول . نه یوازې د استادانو فرار یوه غټه ستونزه وه ، بلکې نورې متواترې ستونزې هم ورسره غبرګې شوې ، لومړی پرېکړه وشوه چې د جونو او هلکانو تر منځ په واحد ټولګي کې پارټېشن ودرول شي ، کله چې هغه کار شونی نه و ، بیا د جلا ټولګیو او جلا ټایمونو مسله مطرح شوه ، یو کال زیات و کم دې کار دوام وکړ ، بیا د جونو برخه په بشپړ ډول حذف شوه ، د امربالمعروف او نهې عن المنکر قوانین ورو ورو وغځېدل ، ږیرې جبري شوې ، ښځینه استادانو ته هم ځواب ورکړل شو، خبره دې حد ته هم ورسېده چې د شرعیاتو پوهنځي له استادانو څخه د هغوی د ایمان او علمي سویې د معلومولو لپاره د ځانګړي امتحان مسله مطرح شوه او تر هغه وروسته به دا لړۍ ټول پوهنتون ته غځېدله. پوهنتون ورو ورو د یوې کلیوالې مدرسې بڼه غوره کړه . ما چې له نږدې دا حالات څارل ، نو ډېره سخته وه چې د یو مدني ،ازادفکره او پرمخیال افغان په توګه دا ټول شیان وزغمم. هغه پوهنتون چې ما په کې زده کړې وې او بیا مې په کې درې لیسزې تدریس کړی و ، هغه ښکلا او علمي نزاکتونه ، هغه پاکي او صفايي او اوس بیا دا تنګظري او د منځنیو پېړیو افکار او چلند ، دا نو ډېره سخته وه چې دا ټول هضم کړم او هغه هم په داسې حال کې چې د خارج او داخل ټولې دروازې هم درته خلاصې وي .
په همدې خاطر مې څو ځله د پوهنتون له رییس ښاغلي دوکتور عزیز سره مشوره وکړه ، ورته مې وویل ماته ډېره سخته ده چې دې حالت سره ځان اعیار کړم . ښاغلی عزیز یو مدنی انسان او عالم سړی دی ، د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون څخه یې په اسلامیاتو کې دوکتورا اخیستې ، یو حلیم انسان دی ، کوم وسلوال ملا نه دی. هغه ماته وویل چې موږ د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې نوې څانګه پرانیستې ، هلته د ماسترۍ پروګرام شروع کوو ، موږ په مشرانو استادانو کې څوک نه لرو ، نو که تاسو هم وظیفه پرېږدئ ، موږ ته به ډېره سخته شي ، خیر دی دغه اساسات راسره پاخه کېږدئ، بیا که وروسته مو بل تصمیم نیوه ، هم پروا نه کوي، خو دې وخت کې ستا مرستې ته اړتیا لرو. دا مهال موږ پښتو څانګه کې د دوکتورا نوې دوره هم پیل کړې وه او د ماسټرۍ پروګرام هم روان و، په دې ټولو کې ما مضامین درلودل . لیسانس کې مې هم درس درلود. نو که دا مهال ما دنده پرې ایښې وای ، دغو ټولو پروسو ته زیان رسېده ، په تېره بیا دوکتورا دورې ته ، نو ژر مې یو کاري پلان جوړ کړ ، هم تدریس کېده ، هم تدریسي اثار لیکل کېدل ، هم ایډېټ کېده او هم یې د چاپ لپاره ترتیبات نیول کېدل ، د دوو کلونو په بهیر کې لس عنوانه بیلابېل درسي او مرستندوی درسي اثار چاپ ته تیار شول ، ټول نږدې پنځه نیم زره مخه شول او د ټولو غبرګو ایډیټ شویو مخونو شمېر نږدې دېرش زرو مخونو ته ورسېد. پر ما تر دې حده کاري فشار راغی چې نور نو د ګرځېدلو هم نه وم ، د شکر ناروغي مې هم جدي حالت ته ورسېده . د کتابونو د مخکتنې لپاره مو یوه پراخه غونډه جوړه کړه ، چې د کابل پوهنتون د رییس او د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي خیرخواه په ګډون په کې د پوهنتون نږدې دوه سوو محصلینو او پنځوسو شاوخوا کې استادانو ګډون کړی و. غونډه کې مو لس عنوانه دا پوهنتوني او دوه عنوانه نور اثار د هېواد بېلابېلو دولتي او خصوصي پوهنتونو ته د یو پکېچ په بڼه ډالۍ کړل . د کتابونو د چاپ ټول لګښت زما د شخصي ملګرو او فرهنګپالو افغانانو له خوا برابر شوی و او زما د دوو کلونو د ټول معاش په کچه لګښت پرې راغلی و ، په غونډه کې ما د پوهنتون د حال او ماضي یو څه پرتلنه وکړه ، په جدي ډول مو د خویندو د تعلیم او تحصیل موضوع مطرح کړه او په دې برخه کې هر ډول تعلل او ممانعت مې هم د دین او هم د علم خلاف کار وګاڼه ، زما خبرې هغه وخت د واکمنو له خوا په جدي ډول سانسور شوې او رسنیو ته د دې مجال ور نه کړای شو ، چې د هغو خبرو ان یوه برخه هم نشر کړي . په کابل پوهنتون کې په حقیقت کې زما د کار د پای ورځ هماغه وه چې ما په کې په جدي ډول د جونو د تحصیل موضوع مخامخ د دې ډګر چارواکو او رسنیو سره مطرح کړه.
تر هغې وروسته مې د استعفی او بې معاشه رخصت دواړه موضوعګانې مطرح کړې ، د استعفی په باب وویل شول چې دا داوسني نظام له شرعي مزاج سره برابره خبره نه ده او یو ډول بغې ګڼل کېږي ، له یو کلن بې معاشه رخصت سره د پوهنتون رییس موافقه وښوده ، خو د پوهنتون اداري مرستیال (عبیدالله عبیده ) چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست ښاغلي ملا ندا محمد ندیم اخښی ( د دویمې مېرمنې ورور) دی او همېشه ( ام پور ) توپک په لاس په دفتر کې ناست وي ،د پوهنتون د رییس حکم و نه مانه او مستقیماً یې وزیر سره تلیفوني تماس ونیو ، هغه ورته وویل چې دا موضوع ماته راولېږئ ، څو ورځې وروسته وزیر وویل چې پخواني قوانین موږ ټول لغوه کړي ، په نوي قانون کې بې معاشه رخصتي نه شته . ما د پوهنتون ځینو مامورینو ته وویل وزیر صاحب خو داسې قانوني ناست دی چې دی لا بل چاته قانون پلمه کوي . پخواني قانون کې داسې وو چې یو چا لس کاله متواتره دنده اجرا کړې وي ، د یو کال لپاره بې معاشه رخصت اخسیتلای شي او ما خو دریدېرش کاله دنده اجراکړې ده . ما ویل تاسو نو د کوم قانون له مخې پخواني قوانین لغوه کړي دي ؟خو دې ټولو بحثونو هېڅ نتیجه ور نه کړه ، د دوی پلان دا و چې داسې یو حالت رامنځته کړي چې ما منفکۍ ته برابر کړي ، بیا ما د پوهنتون رییس ته وویل چې ماته منفکي ، بې معاشه رخصت او استعفی درېواړه یو شي دي؛ کور و ګور او پېښور درې واړه یو دي . خو څرنګه چې د پوهنتون رییس دویمه درجه چارواکو کې دی او وسلوال یې تر شا نه دي ولاړ ، سره له دې چې خبرو کې یې وزن شته ، خو احکامو کې یې د وزیر او د هغه د اخښي په شان زور نه شته.ما دا هم ورته وویل چې ګورئ ، زه نه بله رتبه اخیستلای شم ، نه پوهنتون تر دوکتورا پورته تحصیلي پوړۍ لري ، نه تاسې چاته د تقاعد حقوق ورکوئ ، نو زه چې دلته پاتې یم د خپل ملي احساس له مخې پاتې یم . زه به د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو درسونو ته ځان رسوم ، د هغو په بدل کې معاش هم درڅخه نه غواړم ، لیسانس کې به زما په غیابت کې زما اسستانت درس ورکوي ، په تدریسي بهیر کې هېڅ ډول وقفه نه راځي ، د پوهنتون د علمي اثارو د چاپ او د علمي سیمینارونو د جوړولو په برخه کې به هم مرسته کوم ، خو هره ورځ پوهنتون ته زما راتګ ضرور نه دی ، په لیسانس کې زما درسي ملکفیت هم د دې ایجاب نه کوي او نه زما نور فرهنګي فعالیتونه، ځینې نورې ستونزې او ټولنیز کارونه ماته د دې مجال راکوي چې له سهاره تر مازیګره دلته حاضرۍ ته منتظر پاتې شم . دا خبره مې هم څو ځله وریاده کړه ، چې پر پوهنتون واکمنه فضا داسې ده چې ضرور به یوه ورځ د مذهبي پولیسو او ازادفکره استادانو ترمنځ فکري او ان فزیکي ټکر راځي ، نو مخکې تر دې چې خبره هغه حالت ته لاړه شي ، ښه دا ده چې متشبثو استادانو ته د تنفس لاره پرېږدئ، خو د دوی زیاته لېوالتیا د همدۍ منفکۍ له اصطلاح سره وه ، کېدی شي دا عربي لفظ و ، دوی ته به یې ډېر خوند ورکاوه ، بیا نو د پوهنتون څو تنو نورو تاریخ تېرو ، دود وهلو میرزاټيپو استادانو هم په کې د خپلې غوړه مالۍ سپېره وني پسې زیات کړ او په پای کې د دوی په خوښه دغه ډول منفکي رامنځته شوه . زه خپله پر همدې ورځ په پوهنتون کې وم چې دوی دا کار تر سره کړ.
دا داستان مې ځکه ولیکه چې یو خو ځینې هېوادوال په تېره بیا فرهنګیان له اصلي واقعیت او پر کابل پوهنتون د واکمن ذهني چاپېریال له تاوجن حالت څخه خبر شي او بل په سختو شرایطو کې د علمي او فرهنګي کار له کړاوونو څخه یو څه نور هم باخبره شي .
غواړم یو بل ترخه واقعیت ته هم ګوته ونیسم ، د همدې (۱۴۰۳ل )کال په پیل کې ما د کابل پوهنتون د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره خپل ، د نورو استادانو او سکالرانو لس عنوانه کتابونه په یو ځایي ډول چاپ کړل ، دا د کابل پوهنتون په ټول (۹۲) کلن تاریخ کې یو بې سارې بېلګه ده ، نور ازاد فرهنګي کارونه چې ما د تېر کال په بهیر کې او یا تر هغه وړاندې ترسره کړي ، هغه په دې لړ کې شامل نه دي ، خو ټول اوسني حکومت ، نه د تېر کال او نه د سږکال په بهیر کې لس عنوانه اثار چاپ کړي دي ، که د حکومت کوم ارګان دا ډول کوم کار کړی وي ، لېست دې خپور کړي ، نو چې د یو فرهنګي سقوط او رکود په زمانه کې دا ډول یو کار څوک تر سره کوي ، هغه باید وغندل شي که وستایل شي ؟ نو چې مشر یې قمبر وي ، اختر به یې مازیګر وي ، نو چې وزیر دې ملا ندیم وي او له معاصرو علومو او علمي مرکزونو سره یې هم کومه خاصه لېوالتیا نه وي ، هلته به فرهنګي یون څه وکړي او یا به بل فرهنګيالی څه توره وکړي ؟ بدمرغي دا ده چې زموږ کار له کتابونو سره دی نه له بوشکو او بمونو سره ، نو کله چې د قلم برخلیک د برچې په لاس کې وي ، نو هلته به حالات کومې خواته درومي؟
زمانه چې پر مدار د کینې راسي
د کمال پر منارو ټکې پرېباسي
پوهاند رشاد
نو اوس زه پر خپلې منفکۍ خفه نه یم ، نو کله چې بې معاشه رختصي نه وي ، استعفی هم نفې وي ، د حکومتي قانون له مخې چارواکي حق لري چې یو څوک د هغه د غیابت په حالت کې له خپلې دندې منفک کړي ، په دې برخه کې زه خاص اعتراض نه لرم ، زما اعتراض یوازې د بې معاشه قانوني رخصتۍ په برخه کې د توجیه وړ دی او دا کار تر ټولو زیات خپله پوهنتون ته په ګټه و ، ځکه چې یو څوک معاش هم درڅخه و نه غواړي ، د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو ته د وړیا درس ژمنه هم وکړي ، کتابونه دې هم درته چاپ کړي او د علمي سیمینارونو په برخه کې هم درسره مرستې ته حاضر وي ، خو مقابل لوری چې هېڅ شی هم نه مني ، نو زیان یې کومې خواته ډېر دی ؟
له ښاغلي مسلکي (!) وزیر ، د پوهنتون له رییس ، له ځینو میرزاټيپو استادانو او کاغذپرانو مامورینو ټولو څخه مننه کوم چې زما له اوږو یې یو دروندپېټې لرې کړ .
د یوه معاش په بدل کې
د کړاو دي څومره دندې
زمانه هم لکه د باد په شان روانه ده ، نه به دا ناصرخان وي او نه به یې دا سره سره اوښان . داسې وخت به راشي چې نه به ملا ندیم وي او نه به ملا مقیم. پوهنتون به پوهنتون وي ، نه به په کې مذهبي پولیس وي او نه به په کې د عقایدو تفتیش، پوهنتون کې به یوازې محصلین وي ( ښځینه او نرینه ) ، استادان به وي ، تدریس به وي او پرمختګ به وي، اوس خو پوهنتون د یوې لرې کلیوالې مدرسې رنګ اخیستی ، د استاد ، محصل ، ملازم ، ډرېور او لاروي تر منځ هېڅ توپیر په کې نه شته ، یونیفورم سر خوړلی ، لکه یوه غټه برو چې پر پوهنتون تېره شوې وي ، ټول هر څه سپېره مېره دي ، لکه تر جنازې وروسته د فاتحې ټغر چې خور وي ، خلک دومره حالاتو او فقر ځپلي ، لکه مومیایي شوي مړي چې له قبرونو راوتلي وي او د ژوندیو انسانانو جامې یې اغوستي وي. د محصلینو شمېر له (اته دېرشو زرو تنو ) څخه نږدې (څوارلس زرو تنو )ته راټیټ شوی او نږدې شپېته سلنه استادانو خپلې دندې پرې ایښي دي . خو دې سره سره ، زه د پوهنتون یم ، پوهنتون زما دی ، لنډمهالې وقفې به زغموو، له زغم سره اشنا یو ، وطن زما دی زه د وطن یم ، د حکومت څوکۍ ته د حمام لنګ ځکه وايي چې ډېره بې اعتباره متاع ده ، د کرزي صیب د حاکمیت پر مهال د همدې وزارت معینیت او بیا د وزارت مقام ماته وړاندیز شول ، خو ما ځکه رد کړل چې تر ما ډېر مستحق خلک نور وو او ما ځان د دې مقام لپاره وړ نه ګاڼه . نو که ځینو انډیوالانو سره څه پوښتنه او اندېښنه پیداکېږي ، هېڅ ډول اندېښنه دې نه کوي ، زه په هر ډول شرایطو کې د خپلو فرهنګي چارو لپاره منظم پلان لرم ، هغه به تعقیبوم ، د حکومتي معاش له غړوندي څخه چې څومره لرې اوسې ، فکر او ذهن دې ښه کار کوي .
لکه د ځینو په شان زوړ مامور نه یم چې څلوېښت کاله په یو ګېر کې روان یم ، له کم وخت څخه ډېره ګټه اخلم ، په تېرو شلو کلونو کې مې د نورو ملګرو په مرسته تر زرو زیاتي فرهنګي غونډې ، علمي سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي، که دا کارونه مې د یو عادي ماموریت په غړوندي پورې تړلي وای ، نو دا دومره کارونه به اوس نه وو، دا منفکي به ماته د دې مجال راکړي چې په نورو برخو کې تر دې زیات فرهنګي کارونه او ټولنیز خدمات ترسره کړم، ذهن او فکر به مې هم دمه شي.
چې منصب مې د مغل خوړ یو ملک وم
چې منصب د مغل نه شته اوس ملک یم.
خوشال بابا

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.