سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 588

ذبیح الله مجاهد:یوناما د طالبانو حکومت لاس ته راوړنې نه دي منعکس کړې او تل یې په منفي ټکو تمرکز کړی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي (یوناما) اغېزناکه نه وه.

نوموړي ادعا کړې چې یوناما تل هڅه کړې خلکو ته اندېښنې پیدا کړي او د افغانستان تصویر په نړیواله کچه ناسم وړاندې کړي.

مجاهد زیاته کړې چې یوناما د طالبانو حکومت لاس ته راوړنې نه دي منعکس کړې، بلکې تل یې یوازې منفي ټکو ته تمرکز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې د غځولو په اړه غونډه ترسره کوي.

د شمالي کوریا د مشر خور:ټرمپ هم لکه بایډن، مونږ سره د دوښمنۍ سیاست کوي

د کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ وایي، د ترمپ حکومت هم د دوی پر وړاندې د بایډن د حکومت په څېر د دوښمنۍ سیاست مخ ته وړي.

هغې ویلي، چې د امریکا سیاسي او نظامي حرکات به د دوی د اتومي وسلو د لا پیاوړتیا سبب شي.

نوموړې د شمالي کوریا سواحلو ته د امریکا د الوتکو وړونکو بېړۍ پر استولو هم سخته نیوکه کړې.

هندي رسنۍ:ښايي هند په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت لپاره له ډیپلوماتیک موقف پرته د طالبانو یو کس د رییس په توګه ومني

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې ښايي هند په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت لپاره یو رییس له ډیپلوماتیک موقف پرته ومني.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې کار کوي؛ خو دیپلوماتیک موقف به نه لري.

سرچینې زیاتوي، چې دا هوکړه، په دوبۍ کې د امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال له لیدنې وروسته شوې ده.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هند کې د افغانستان سفارت لپاره دغه هېواد ته یو لېست هم سپارل وو؛ خو له دغو راپورونو څرګندېږي، چې د هند حکومت هغه لیست نه دی منلی.

د طالبانو حکومت؛د خپل پوځي اصلاحاتو کمېسیون ته ارتقا ورکړې

د طالبانو حکومت د پوځي اصلاحاتو کمېسیون ته ارتقا ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله له لوري مولوي عطاالله د افغانستان د شمالي برخې لپاره د دغه کمېسیون مشر ټاکلی.

یاد کمېسیون له نورو جنګي ډلو سره د طالبانو د غړو د یو ځای کېدو مخنیوي لپاره جوړ شوی دی.

یاد کمېسیون ۹۰ غړي لري، چې د طالبانو حکومت د استخباراتو عمومي ریاست، د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت استازي پکې شامل دي.

د یادونې ده، چې دا کمېسیون په ۲۰۲۳ کال کې جوړ شوی وو.

استاد سیاف:افغانستان کې د جګړې پلوی نه یم

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف وايي، دی هیڅ وخت په افغانستان کې د جګړې پلوی نه دی.

نوموړی وايي، طالبان تفاهم ته غاړه نه ږدي؛ نو ځکه د هېواد په یو شمېر سیمو کې د دوی خلاف وسله واله مبارزه کېږي؛ خو دی بیا هم د وسلې پورته کولو پلوی نه دی.

سیاف له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، تر هغې چې د افغانستان مسئله د سولې خبرو له لارې حل نه شي، د جګړې له لارې نه شي حل کېدی شي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان د اوږدې کشالۍ یوازینۍ لار خبرې اترې دي.

ډونالډ ټرمپ؛له اوکراین سره نظامي مرستې وځنډولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د وسلو په شمول نظامي مرستې ځنډولې دي.

فاکس نیوز ویلي، ترهغې چې د اوکراین رهبران سولې ته لېوالتیا ونه ښيي؛ نو دا مرستې به ځنډول شوې پاتې وي.

فاکس نیوز د یو امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې د مرستو د ځنډولو دا پروسه دایمي نه؛ بلکې لنډ مهالې ده.

ټرمپ دا اقدام له زیلنسکي سره تر لفظي شخړې وروسته اخلي.

استاد سیاف له طالبانو وغوښتل چې د حل او عقد شورا جوړه کړي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف له طالبانو وغوښتل چې د انتخاباتو پر ځای دې د حل او عقد شورا جوړه کړي.

سیاف له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري او باید د خلکو استازي د مشر د ټاکلو پروسه کې برخه ولري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د حل او عقد شورا باید د ولسوالیو او ولایتونو د استازو څخه جوړه شي، څو د هېواد مشر وټاکي.

ښاغلي سیاف ادعا وکړه، چې د برهان‌الدین رباني حکومت هم د حل او عقد شورا له مخې جوړ شوی و، چې شرعي بنسټ یې درلود.

هغه دغه راز ویلي، که طالبان دا طریقه غوره کړي، دوی به ورسره مخالفت ونه کړي او د شورا فیصله به ومني.

افغان الاصله آلمانۍ سیاستوالې؛مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لاره ومونده

افغان الاصله آلمانۍ سیاستواله، مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان غړې شوه.

نوموړې د سوسیال دموکرات ګوند کاندیده وه او له ۹۰۰۰ څخه زیاتې رایې یې خپلې کړې دي.

د هامبورګ ایالتي انتخابات د حوت ۱۲مه ترسره شول، چې آشفته پکې بریالۍ شوه.

هغې په خپل انسټاګرام پیغام کې ویلي، چې د بریا وړاندوینه یې نږدې ملګرو کړې وه؛ خو دې د ټاکنو په ورځ هېڅ داسې اټکل نه و کړی.

مهریه آشفته مدافع وکیله او د هامبورګ پوهنتون د حقوقو استاده ده.

نوموړې په کابل کې زېږېدلې او یوه کلنه وه، چې کورنۍ یې آلمان ته کډه شوې.

زیلنسکي روسیې ته:که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي روسیې ته خبرداري کې ویلي، که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ.

نوموړي ویلي، چې تېره اوونۍ روسیې له ۱۰۵۰ څخه زیات بریدکوونکي ډرونونه، نږدې ۱۳۰۰ بمونه، او له ۲۰ ډېر توغندي پر اوکراین ویشتي دي.

زیلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې روسیې د اوکراین پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ زیلنسکي واشنګټن ته د سفر پر مهال، له دونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جی‌ډي وینس سره وکتل، چې دا لیدنه په سپينه ماڼۍ کې د بې‌ساري لفظي شخړې لامل هم شوه.

جنوبي پنجاب؛ټي‌ټي‌پي وسله والو پنځه امنیتي کسان وژلي

ټي‌ټي‌پي وسله والو د جنوبي پنجاب په د دېره غازي خان ولسوالۍ په تونسي کې د پولیسو او رینجر ځواکونو پر موټریز کاروان برید کړی.

راپورونه وایي په دغه برید کې پنځه امنیتي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ټولنیزو رسنیو کې د یاد برید ویډیو هم لاس په لاس کېږي.