پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 582

افغان الاصله آلمانۍ سیاستوالې؛مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لاره ومونده

افغان الاصله آلمانۍ سیاستواله، مهریه آشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان غړې شوه.

نوموړې د سوسیال دموکرات ګوند کاندیده وه او له ۹۰۰۰ څخه زیاتې رایې یې خپلې کړې دي.

د هامبورګ ایالتي انتخابات د حوت ۱۲مه ترسره شول، چې آشفته پکې بریالۍ شوه.

هغې په خپل انسټاګرام پیغام کې ویلي، چې د بریا وړاندوینه یې نږدې ملګرو کړې وه؛ خو دې د ټاکنو په ورځ هېڅ داسې اټکل نه و کړی.

مهریه آشفته مدافع وکیله او د هامبورګ پوهنتون د حقوقو استاده ده.

نوموړې په کابل کې زېږېدلې او یوه کلنه وه، چې کورنۍ یې آلمان ته کډه شوې.

زیلنسکي روسیې ته:که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي روسیې ته خبرداري کې ویلي، که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ.

نوموړي ویلي، چې تېره اوونۍ روسیې له ۱۰۵۰ څخه زیات بریدکوونکي ډرونونه، نږدې ۱۳۰۰ بمونه، او له ۲۰ ډېر توغندي پر اوکراین ویشتي دي.

زیلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې روسیې د اوکراین پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ زیلنسکي واشنګټن ته د سفر پر مهال، له دونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جی‌ډي وینس سره وکتل، چې دا لیدنه په سپينه ماڼۍ کې د بې‌ساري لفظي شخړې لامل هم شوه.

جنوبي پنجاب؛ټي‌ټي‌پي وسله والو پنځه امنیتي کسان وژلي

ټي‌ټي‌پي وسله والو د جنوبي پنجاب په د دېره غازي خان ولسوالۍ په تونسي کې د پولیسو او رینجر ځواکونو پر موټریز کاروان برید کړی.

راپورونه وایي په دغه برید کې پنځه امنیتي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ټولنیزو رسنیو کې د یاد برید ویډیو هم لاس په لاس کېږي.

ایران؛د زاهدان په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د زاهدان په مرکزي زندان کې ۷ کسان اعدام کړي، چې پکې دوه افغانان هم شامل دي.

دغه اعدام شوي افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاق پر تور اعدام شوي دي.

یاد سازمان د دغه اعدام شويو افغانانو عمرونه ۲۸ کلن او بل ۳۰ کلن یاد کړي دي.

د یادونې ده چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ډېری افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت؛ایران ته د جهادي مشر استاد سیاف سفر تاییدوو

ایران ته د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له تګ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه، چې نوموړی د درملنې لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

اسماعیل بقایي ویلي، چې ایران ته د سیاف سفر کومه د تعجب وړ خبره نه ده.

ښاغلی سیاف تېره اوونۍ ایران ته په سفر تللی، خو تر اوسه پورې یې زیات جزیات نه دي څرګند شوي.

ټاس:د روسیې امنیتي ځواکونو مسکو کې داعش خراسان څانګې پورې تړلی یو تن وژلی

د روسیې امنیتي ځواکونو ویلي، چې مسکو کې یې داعش خراسان څانګې پورې تړلی یو تن وژلی.

دوی ویلي، چې یاد کس د یهودو پر یو عبادت ځای او د ښار په میترو د برید پلان درلود.

ټاس ویلي، چې یاد کس غوښتل له برید وروسته افغانستان ته وتښتي.

د هغه د هویت په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو ټاس زیاتوي چې نوموړی د منځنۍ اسیا اصلي اوسېدونکی وو.

جیو نیوز:خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې یو افغان وژل شوی

جیو نیوز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا غلام خان قلعه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې د مجیب الرحمن منصور په نوم یو افغان وژل شوی دی.

جیو نیوز زیاتوي، چې نوموړی کس د افغانستان ملي اکاډمي د درېیم کنډک قومندان وو؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې وژل شوی کس طالب وو، که پخوانی نظامي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني حکومت ادعا کړې، چې وسله والو سره یې جګړه کې یو شمېر افغانان وژلي دي.

برېتانیا:اوکراین کې د لنډ مهالي اوربند په اړه فرانسې سره هوکړې ته نه یو رسېدلي

د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی، چې لندن او پاریس په اوکراین کې د لنډ مهالي اوربند طرحې په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دې وزارت ویلي، چې برېتانیا یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې اوکراین کې د هوا او اوبو له لارې جګړه یوه میاشت ودریږي.

بل لورته یوې سرچینې ویلي، چې فرانسې هم اعلان کړی، چې له برېتانیې سره اوکراین کې د لنډ مهالي اوربند په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو په اړه ناسته کوي

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما د ماموریت مودې د غځېدو په اړه روانه میاشت ناسته وکړي.

په دغه ناسته کې به د یوناما کړنې او اغېز و ارزول شي او تر هغې وروسته به یې د ماموریت مودې غځېدو په اړه پرېکړه وشي.

دا ناسته داسې مهال جوړیږي، چې ټاکل شوې د مارچ په اوولسمه افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته ورسېږي.

د تورخم نښته؛د یو پاکستاني پولیس په ګډون پکې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې تورخم کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ نښته کې یو ملکي کس وژل شوی، یو پاکستانی پولیس او یو بل ملکي کس ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغې نښتې علت معلوم نه دی، خو تر دې وړاندې هلته د تاسیساتو د جوړېدو پر سر نښتې شوې وې.

د یادونې ده چې تر اوسه رسمي لوریو په دې اړه څه نه دي ویلي.