پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 580

جسټن ټروډو:پر امریکایي توکو ۲۵ سلنه مالیه لګوو

کاناډا وایي، د دوی پر توکو د امریکا د تعرفې لوړېدو ته به ورته غبرګون وښیي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پر امریکایي محصولاتو ۲۵ سلنه مالیه لګوي.

هغه ویلي، چې دا مالیه به د امریکا د هغو ۱۵۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پر توکو ولګول شي، چې کاناډا ته واردیږي.

انالېنا باربوک:د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا باربوک وایي، چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

هغې تېره ورځ ویلي، افغانستان ته به د طالبانو له لاسرسي پرته د نړیوالو بنسټونو په لاس، خوراکي، بشري او روغتیایي مرستې ورسوي.

نوموړې د افغان نجونو او ښځو پر ملاتړ هم ټینګار کړی.

ډونالډ ټرمپ:له پاکستان مننه، چې د هغه کس په نېولو کې همکاري راسره وکړه چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د چاودنې مسوول و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې امریکا هغه کس نیولی دی چې د کابل نړیوال هوایي ډګر د چاودنې مسوول و.

هغه وویل: «درې نیم کاله مخکې داعش ۱۳ امریکایي سرتیري او سلګونه نور کسان د کابل هوایي ډګر کې ووژل. موږ هغه کس نیولی دی چې د دې چاودنې مسوول و.»

ټرمپ په خپله وینا کې د پاکستان له حکومت څخه مننه وکړه چې د دې بریدګر په نیولو کې یې ورسره مرسته کړې.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، د امریکا له افغانستانه وتل د ځان لپاره یوه فرصت وګاڼه.

علي امین ګنډاپور:خیبر پښتونخوا کې د خراب امنیتي وضعیت لامل افغانستان دی

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور، د دې ایالت د خراب امنیتي وضعیت پړه پر افغانستان اچولې ده.

هغه د افغان طالبانو سره د خبرو لپاره د جرګې د جوړولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې د فدرالي حکومت له تایید وروسته، افغانستان ته د پلاوي د استولو لپاره تیار دی.

د اکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دا څرګندونې تېره ورځ په پاکستان کې د بریتانیا له استازي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ګنډاپور په دې ناسته کې ټینګار کړی چې باید د دې اوږدمهاله ستونزې د حل لپاره جدي او نتیجې ورکونکې هڅې وشي.

هغه خبرداری ورکړی چې که د دې ایالت امنیتي ستونزې ژر حل نه شي، نو ممکن لا پسې سختې شي او د ټول هېواد پر وضعیت ناوړه اغېز وکړي.

السیسي:فلسطینیان به په غزه کې مېشت پاتې کېږي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې هېواد یې له جګړې وروسته د غزې بیارغونې او په دغه خاوره کې د فلسطینیانو مېشتېدنې په برخه کې کار کوي.

هغه د عرب لیګ هېوادونو په ناسته کې ویلي، چې فلسطینیان به په خپله خاوره کې مېشت پاتې کېږي.

السیسي دغه راز ویلي، چې دوی به د غزې د بیا رغوونې لپاره یو کنفرانس هم جوړ کړي.

حافظ ګل‌بهادر ډلې؛بنو کې د پوځ او پولیسو پر مرکزونو د موټر بم چاودونو کې ۱۴ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستاني طالبانو اړوند د حافظ ګل بهادر ډلې بنو کې د پولیسو او پوځ په مرکزونو د موټر بم بریدونو مسؤلیت منلی.

یادې ډلې په يوې اعلامیې کې ویلي چې له چاودېدونکو توکو ډک دوه موټر يې پر نظامي مرکزونو کې الوځولي.

بل لورته یو شمېر سرچینې وایي، چې هلته له دوو درنو چاودونو وروسته ډزې پیل شوې، چې لاهم روانې دي.

سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د درې پوځیانو وژل کېدل او د ۱۱ نورو ټپي کېدل تائید شوي دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:موږ د اوربند دوهم پړاو ته چمتو یوو؛ خو اساسي شرط د غزې بشپړ غیرنظامي کول دي

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر، ګیدعون ساعر وایي، چې اسراییل د اوربند دوهم پړاو ته د تلو لپاره چمتو دی، خو د دې پړاو د عملي کېدو اساسي شرط د غزې بشپړ غیرنظامي کول او د برمته شویو کسانو بېرته ستنیدل دي.

هغه په اورشلیم کې یوې خبري ناستې ته وویل: “موږ د دوهم پړاو لپاره هېڅ توافق نه لرو. موږ د غزې بشپړ غیرنظامي کول غواړو – حماس او اسلامي جهاد باید له منځه یووړل شي – او زموږ برمته شوي کسان باید بېرته راستانه شي. که دوی له دې شرایطو سره موافق وي، موږ سبا د دوهم پړاو پلي کول پیلولی شو.”

د ساعر په وینا، د اسراییلو حکومت چمتو دی چې د اوربند د توافق دوهم پړاو عملي کړي، چې پکې د اسراییلي ځواکونو بشپړ وتل او د ټولو ژوندي برمته شویو کسانو خوشې کېدل شامل دي.

ننګرهار کې د طالبانو والي؛په یو شمېر ولسوالیو کې د کالدارو پر چلښت بندیز لګولی

ننګرهار کې د طالبانو حکومت والي په شینوارو، سپین غر، اچین، لعل پوره، مومندره، نازیان او دور بابا ولسوالیو کې د کالدارو پر چلښت بندیز لګولی.

د ننګرهار ولایت له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټول خلک باید یوازې په افغانیو راکړه ورکړه وکړي.

دا بندیز تر دې وړاندې په ټول هېواد کې لګېدلی وو؛ خو په یو شمېر لرې او په ځانګړي ډول پښتونخوا او بلوچستان سره نږدې سیمو کې راکړه ورکړه په کالدارو وه.

ډان ورځپاڼه:پاکستاني پولیسو میرانشاه کې څلور وسله وال وژلي

پاکستانۍ ډان ورځپانې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې میرانشاه کې له پولیسو سره د نښتې پر مهال څلور وسله وال وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۱۳ وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی وو، چې څلور یې وژل شوي او یو شمېر نور تپیان دي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې په دغه نښته کې ۱۳ پولیس هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

بلومبرګ:ایران هڅه کوي د کوچنیو بېړیو له لارې چین ته غیرقانوني نفت انتقال کړي

بلومبرګ نشریې په یو راپور کې لیکلي چې ایران د امریکا د نوي حکومت د فشارونو سره سره، لا هم هڅه کوي چین ته د تیلو غیرقانوني انتقال ته دوام ورکړي.

د دې راپور له مخې، د امریکا د بندیزونو او ګواښونو له امله د ایران د تیلو سوداګري له پخوا څخه لا ګرانه شوې؛ خو تهران اوس د کوچنیو بېړیو کارولو ته مخه کړې، څو خپل نفت چین ته واستوي.

بلومبرګ د بېړیو د تعقیب معلوماتو ته په اشاره لیکلي، چې د افرامکس او سوئزمکس ډوله تېل لېږدوونکي بېړۍ اوس تر پخوا ډېر فعالیت لري.

د کپلر شرکت د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې اته افرامکس او سوئزمکس ډوله بېړۍ د سمندر پر سر له غټو تېل وړونکو بېړیو څخه ایران خام نفت ترلاسه کړي او ډېری یې چین ته روانې شوې دي.