شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 525

د هند او پاکستان کړکېچ؛یو شمېر هوایي شرکتونو د خپلو الوتنو مسیرونه بدل کړي

د هند او پاکستان ترمنځ د سختو پوځي تاوتريخوالو له زیاتوالي سره، یو شمېر نړیوالو هوايي شرکتونو د خونديتوب له امله خپل پروازي مسیرونه بدل کړي دي.

د پنجشنبې په ورځ هم د دغو دوو هېوادونو د شمال پر فضا تګ راتګ محدود وو.

د فلایت‌ رادار ۲۴ ویب‌پاڼې د پروازونو د معلوماتو پر بنسټ، نړیوالې الوتنې اوس له خپلو پخوانیو لارو څخه اوړي او د جنوبي آسیا پر ځای د عمان، متحده عربي اماراتو او کویټ له هوايي حریم څخه تېرېږي.

سره له دې چې تر دې دمه د الوتنو د کومې پېښې يا زيان راپور نه دی ورکړل شوی، خو حالات لا هم بې‌ثباته ګڼل شوي او د تاوتريخوالي د ژر کمېدو هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي.

په ورته مهال، نړیوالو بنسټونو هم د شخړو د پراخېدو د خطر له امله اندېښنه ښودلې او د تاوتريخوالي د کنټرول غوښتنه کوي.

پاکستان:۲۵ د اسراییلو جوړ هندي ډرونونه مو را نسکور کړي دي

د پاکستان پوځ وايي، ۲۵ هاروپ ډرونونه چې د اسراییلو په فابریکه کې جوړ او د هند له خوا پاکستان ته رالېږل شوي وو، را نسکور کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدري ویلي، چې دغه بې‌پیلوټه الوتکې د کراچۍ او لاهور په شاوخوا کې او په نورو سیمو کې نسکورې شوې دي.

چارواکو د بریدونو هدف نه‌دی څرګند کړی.

بل لورته یو شمېر سرچینې وایي چې هندي الوتکو لاهور کې یو شمېر ځایونه خپل هدف ګرځولي.

د نړۍ‌ګرځندوی او سفر وېب‌سایټ:افغانستان د سفر لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی

د نړۍ‌ګرځندوی او سفر یوه مشهور وېب‌سایټ افغانستان د نړۍ د تر ټولو خطرناکو هېوادونو په سر کې ځای پر ځای کړی او ویلي یې دي چې د خراب امنیتي وضعیت له امله باید هېڅوک دې هېواد ته سفر ونه‌کړي.

بلاروس، ایران، روسیه، سوریه، یمن او نور هېوادونه هم له افغانستان وروسته په دې لېست کې شامل دي.

یاد وېب‌سایټ خبرداری ورکړی چې سفر دې هېوادونو ته نه یوازې خطرناک دی، بلکې د مسافرت بیمه هم باطلوي او د قونسلګرۍ مرستې محدودوي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت شته؛ خو نړیوالو لکه امریکا، بریتانیا او کاناډا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د تښتونې، ترهګریزو بریدونو او نیونې له وېرې دې هېواد ته سفر ونه‌کړي.

د ای ای ار مجله؛طالبانو له روسیې سره په سفارتي کچه د دیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

د «ای ای ار» مجلې په یوه تازه مقاله کې څرګنده کړې چې طالبانو له روسیې سره په مسکو کې د سفارت په کچه د خپل سیاسي ماموریت د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.

مقاله زیاتوي، چې دا پیغام د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازي، ضمیر کابلوف، د کابل سفر پر مهال طالب چارواکو ته رسولی دی؛ خو له دې سره سره، روسیې ټینګار کړی چې دا اقدام د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري.

مقاله کې راغلي، چې دا نوې اړیکې کولای شي د روسیې، افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، زیربنایي همکاریو، بشري مرستو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې دوه اړخیز او څو اړخیز تعاملونه زیات کړي.

منظور پښتین:پاکستان هند نه؛ بلکې پښتانه خپل اصلي دوښمنان ګڼي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، پاکستان خپل اصلي دښمن هند نه، بلکې پښتانه ګڼي.

هغه دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې په تیرا، جاني خېلو، خیبر او بنو کې د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پښتین وایي، پاکستان د هند پر ځای غچ له بې‌ګناه پښتنو اخلي او د دوی کلي ړنګوي.

هغه یو وار بیا د پښتنو مشرانو پر نیولو نیوکه کړې.

پاکستانۍ رسنۍ:د پاکستان پوځ د هند څو بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په وروستیو ساعتونو کې د دغه هېواد هوايي دفاع ځواک څو هندي بې‌پیلوټه الوتکې د پاکستان په فضا کې راغورځولي دي.

د معلوماتو له مخې، دا څارګرې ډرون الوتکې د پنجاب ایالت د چکوال، سیالکوټ، ګجرات، خاریان، ګوجرانواله، شکرګړه ښارونو او همداراز د پاکستان تر ادارې لاندې د کشمیر د برناله او کوټلي په سیمو کې لیدل شوې او هوايي دفاعي ځواکونو له‌منځه وړي دي.

د پاکستان د پوځ چارواکو ویلي چې یوازې پرون یې هم اووه هندي ډرونونه، چې هڅه یې کوله د پاکستان فضایي حریم ته داخلې شي، راغورځولي دي.

بل لورته هند په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هند او پاکستان ترمنځ د نظامي جګړې احتمال؛د پاکستان لاهور کې نن سهار چاودنې شوې

په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا او نظامي نښتې زیاتې شوې، د پاکستان جیو نیوز تلویزیون او د رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې نن سهار د پاکستان د لاهور ښار په یوه برخه کې د زورور چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

د ډېلي ګارډین ورځپاڼې هم ویلي، چې چاودنې د لاهور ښار د والټن هوايي ډګر ته نږدې شوې دي.

دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوې چې هند د پاکستان پر څو هدفونو بریدونه وکړل.

تر دې دمه د یادې پېښې د څرنګوالي او تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د امنیتي اندېښنو له کبله؛د پاکستان په ختیځ کې د سیالکوټ او علامه اقبال هوایي ډګرونه تړل شوي

د پاکستان په ختیځ کې د امنیتي اندېښنو له امله د لاهور علامه اقبال نړیوال هوایي ډګر او د سیالکوټ نړیوال هوایي ډګر د لنډې مودې لپاره تړل شوي.

د سیالکوټ نړیوال هوایي ډګر ادارې نن سهار خبر ورکړی، چې د دغه هوایي ډګر فعالیتونه تر غرمې۱۲ بجو پورې درول شوي دي.

دغه هوایي ډګر له هند سره په سرحدي سیمو کې، د هند تر ادارې لاندې د جمو او کشمیر ایالت ته نږدې، شاوخوا ۴۸ کیلومتره واټن لري.

له بلې خوا، د پاکستان سما ټلویزیون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د لاهور علامه اقبال نړیوال هوایي ډګر هم تر غرمې ۱۲ بجو پورې تړل شوی دی.

د چین ولسمشر؛د ولادیمیر پوتین د لیدو لپاره مسکو ته ولاړ

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د چهارشنبې په ورځ مسکو ته ورسید، څو له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري او د نازي آلمان پر وړاندې د روسیې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د هغه الوتکه لږ وروسته له هغه ناسته وکړه چې اوکراین پر مسکو د ډرون بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، یوازې درې ساعته مخکې یو روسی هوایي ډګر د برید له امله وتړل شو.

ویل کېږي چې دغه دواړه مشران به نن پنجشنبه سره وویني.

د روسیې د بریا د اتیایمې کلیزې نظامي مراسم به سبا جمعه، د مسکو په سور میدان کې ترسره شي، چې شي جین‌پینګ او د نړۍ ۲۸ نور مشران به د پوتین ترڅنګ پکې ګډون وکړي.

د هند او پاکستان ترمنځ نښتې؛کشمیر کې د پاکستاني پوځیانو بریدونو ۱۳ تنه وژلي

د هند پوځ ویلي، پاکستاني ځواکونو د کشمیر پر پوله د دوهمې شپې لپاره پرلپسې سپکو وسلو او توپ‌خانه‌يي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ په وینا، دا بریدونه د هند پر سرحدي سیمو کوپوارا، بارامولا، اُوري او اکنور ترسره شوي، چې په ځواب کې هندي ځواکونو هم ورته مناسب غبرګون ښودلی دی.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۱۳ تنه، چې یو هندي سرتېری هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا نښتې د هند له خوا د پاکستان پر خاوره د راکټي بریدونو په غبرګون کې پیل شوې دي.