یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 50

رویټرز:ډونالډ ټرمپ له لویو دفاعي شرکتونو غوښتي چې د وسلو تولید چټک کړي

رویټرز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري د راتلونکې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د لویو دفاعي شرکتونو له اجراییوي مشرانو سره غونډه وکړي.

د راپور له مخې، د ټرمپ اداره غواړي د وسلو تولید چټک کړي او له دفاعي شرکتونو غواړي چې د وسلو د تولید کچه لوړه کړي.

دغه اقدام وروسته له هغې مطرح کېږي چې پنټاګون هڅه کوي د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي عملیاتو له امله د وسلو زیرمې بېرته بشپړې کړي.

راپورونه وايي چې د وسلو د تولید د زیاتوالي هدف د امریکا د پوځي اړتیاوو پوره کول دي.

راپورونه:د ایران جګړه کې امریکا ته نږدې دوه میلیارده ډالره زیان اوښتی

راپورونه ښيي چې د روانو پوځي نښتو په ترڅ کې امریکا د ایران پر وړاندې په عملیاتو کې درانه مالي او تجهیزاتي زیانونه لیدلي دي.

د ځینو سرچینو په وینا، له تېرو څلورو ورځو راهیسې نږدې دوه میلیارده ډالره پوځي وسایل او تجهیزات له منځه تللي دي.

د انادولو خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په قطر کې د العدید هوايي اډې یو پرمختللی رادار چې ارزښت یې شاوخوا ۱.۱ میلیارده ډالره اټکل شوی، د ایران د توغندیز برید له امله زیانمن شوی دی.

همداراز راپورونه وايي چې په کویټ کې د امریکا درې F-15E جنګي الوتکې له منځه تللې او په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز هم برید شوی دی.

بلخوا د امریکا د مرکزي قومندې قومندان ویلي چې ایران تر دې مهاله شاوخوا ۵۰۰ بالستیک توغندي او دوه زره بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا په ځوابي عملیاتو کې لسګونه زره پوځیان، سلګونه جنګي الوتکې، الوتک‌وړونکې بېړۍ او بمبار الوتکې برخه لري.

د ایران دفاع وزارت:لا مو خپلې تر ټولو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

د ایران د دفاع وزارت اعلان کړی چې د امریکا او اسراییل پر وړاندې په روانو نښتو کې یې لا خپلې تر ټولو پرمختللې وسلې نه دي کارولي.

دغه وزارت ویلي چې تهران لا هم داسې پوځي ظرفیتونه لري چې تر اوسه نه دي کارول شوي او د اړتیا په صورت کې به وکارول شي.

تر دې مخکې د سپاه پاسداران د لوی قومندان یو سلاکار هم ادعا کړې وه چې ایران به ډېر ژر داسې وسلې معرفي کړي چې د هغه په وینا، امریکا تر اوسه نه دي لیدلي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت وزارت:د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا د الوتنو شمېر زیات شوی

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي ویلي چې د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتنو شمېر په وروستیو ورځو کې زیات شوی دی.

د نوموړي په وینا، که څه هم د زیاتوالي دقیق ارقام او له دې درکه ترلاسه کېدونکې عواید نه دي اعلان شوي؛ خو د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته ډېری نړیوالې الوتنې د بدیلې لارې په توګه د افغانستان فضا کاروي.

د فلایټ رادار ۲۴ ویب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته ګڼې الوتکې د ایران له فضايي حریم څخه مخ اړولی او د سیمې په نورو لارو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر فضا، تېرېږي چې له امله یې د عبوري الوتنو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

چارواکي وایي، دا بدلون کولای شي د ترانزیټي عوایدو په زیاتېدو کې اغېز ولري.

بریټانیا؛د افغانستان په ګډون پر څلورو هېوادونو د ویزو بندیز اعلان کړ

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د څلورو هېوادونو پر اتباعو به د ویزو محدودیتونه ولګول شي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، میانمار، سوډان او کامېرون شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د دغو هېوادونو د محصلینو ویزې به وځنډول شي او افغان وګړو ته به د کار ویزې هم پای ته ورسول شي.

برېټانیا ویلي چې دا پرېکړه د پناه غوښتنې د دوسیو د زیاتوالي له امله شوې او د لومړي ځل لپاره یې د بندیدو تګلاره عملي کړې ده.

چارواکو ټینګار کړی چې د ویزو په پالیسۍ کې دا بدلون د مهاجرت د بهیر د کنټرول لپاره ترسره کېږي.

زلمی خلیلزاد:د پاکستان د ولس او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو له لوري د افغان ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپاره شوي راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان عام خلک د هغو تګلارو ملاتړي نه دي چې له امله یې افغان ملکي وګړي زیانمن کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د ولس او د دغه هېواد د واکمنو بنسټونو ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي.

خلیلزاد زیاته کړې چې د سیمې ثبات هغه مهال شونی دی چې ملکي وګړي خوندي وي او د تاوتریخوالي سیاستونه پای ته ورسېږي.

مارکو روبیو:د ایران پر وړاندې به نور سخت ګامونه هم واخیستل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې پر ایران د فشار او پوځي اقداماتو بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او په راتلونکو ورځو کې به نور سخت ګامونه هم واخیستل شي.

هغه ټینګار کړی چې د تهران پر وړاندې به راتلونکي اقدامات لا پراخ او اغېزناک وي.

روبیو همداراز په دوبۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ اړوند د یوې پېښې په اړه ویلي چې د پارکینګ په ساحه کې د ډرون د لګېدو راپورونه ترلاسه شوي، خو ټول کارکوونکي شمېرل شوي او خوندي دي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ارزونې روانې دي او د سیمې وضعیت له نږدې څارل کېږي.

پاکستان:د ایران لخوا پر سعودي برید به د ګډ دفاعي تړون له مخې بې ځوابه نه پاتې کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي چې خپل ایراني سیال عباس عراقچي ته یې خبرداری ورکړی چې پر سعودي عربستان دې برید نه کوي، ځکه اسلام‌اباد له ریاض سره ګډ دفاعي تړون لري.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، اسحاق ډار ویلي چې دغه تړون پاکستان اړ باسي څو د بهرني پوځي برید په صورت کې د سعودي ملاتړ وکړي.

دا تړون تېر کال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شوی و.

په ورته مهال، ایراني ډرونونو په ریاض کې د امریکا سفارت او د راس تنوره د تېلو ستر تاسیسات په نښه کړي دي.

ایران خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام وکړي، د سیمې اقتصادي مرکزونه به هم هدف وګرځوي.

نجیب ننګیال:د کورنۍ جګړې او تېري طرحې مخکې هم ناکامې شوي او تر دې وروسته به یې هم ملت مخه ونیسي

پخواني دیپلومات او د چارو شنونکي نجیب ننګیال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې هغه طرحه چې د کورنۍ جګړې د رامنځته کولو لپاره جوړه شوې وه، د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوري ناکامه شوه او هېواد یې له یوه بل خونړي پړاو څخه وژغوره.

ننګیال ادعا کړې چې د «تور بېرغونو» تر نوم لاندې طرحه هم د «سپینو بېرغونو» له لوري شنډه شوه او خپلو موخو ته ونه رسېده.

نوموړي ویلي چې که اوس د مستقیم تېري او د افغانستان د خاورې لاندې کولو هڅې مطرح کېږي، نو افغان ملت به یې مخه ونیسي او اجازه به ورنه کړي چې د هېواد پر ضد هر ډول تیري کوونکې طرحه عملي شي.

ذبیح الله مجاهد:د خواف ـ هرات پټلۍ له لارې د توکو لېږد عادي روان دی او هیڅ ډول ستونزه پکې نشته

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد په عادي ډول روان دی او هېڅ ډول ځنډ پکې نه دی رامنځته شوی.

نوموړي ویلي چې د یادې پټلۍ کمېساري او اړوند ادارې پر خپلو ورځنیو چارو بوختې دي.

د هغه په وینا، همدا اوس د سوداګریزو توکو یو بار رېل ګاډی د هرات ولایت روزنک تم ځای ته رسېدلی چې ۴۲ واګونه سمنټ او دوه واګونه د لرګیو تختې پکې بار دي.

هغه وایي، چې تمه ده چې د شپې په اوږدو کې به یو بل بار رېل ګاډی چې خوراکي او سون توکي لېږدوي هم روزنک ته ورسېږي.

مجاهد زیاته کړې چې د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسوولینو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۹۰۰ واګونه نور هم د ایران له خاورې افغانستان ته پر لاره دي او په عادي ډول به وارد شي.

هغه له ملي سوداګرو غوښتي چې بې له کوم موجه دلیل څخه د توکو بیې لوړې نه کړي او د بازار ثبات ته پام وکړي.