د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټيټيپي او پاکستان ترمنځ ستونزه نوې نه ده او د «اسلامي امارت» د واکمنۍ له پیل وروسته نه ده رامنځته شوې، بلکې د ۲۰۰۲ کال راهیسې روانه ده.
مجاهد زیاته کړې چې «اسلامي امارت» هڅه کړې وه چې ټيټيپي له پاکستان سره مستقیمو خبرو ته کېنوي، او دا پروسه تر ډېره بریده بریالۍ وه؛ خو د پاکستان پوځ د خبرو پر لاره خنډونه جوړ کړل.
هغه ټینګار کړی چې په پاکستاني پوځ کې داسې کړۍ شته چې په افغانستان کې د خپلواک حاکمیت د پیاوړتیا په ګټه نه دي او غواړي خپل نفوذ وساتي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د نومبر په ۶مه او ۷مه په استانبول کې د پاکستاني پلاوي سره د ښې ارادې پر بنسټ دوه ورځې پرلهپسې ناستې ترسره شوې، خو د رغنده پایلو تمه پوره نه شوه.
ښاغلي مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان هڅه کوله چې خپلې ټولې امنیتي ستونزې او مسوولیتونه د افغانستان پر حکومت ور واړوي، او خپله یې د هیڅ ډول وړاندیزونو او مسوولیتونو د منلو جدي اراده نه لرله.
هغه ویلي، د پاکستان لوري نامسوولانه چلند او د همکارۍ نشتون خبرو ته د پای ټکی کېښود، سره له دې چې افغان پلاوي او منځګړو ډېرې هڅې وکړې.
مجاهد ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پر ضد کار واخلي، او په عین حال کې د خپل هېواد د دفاع لپاره بشپړه چمتووالی لري.
د دیپلومات مجلې د راپور له مخې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو کړکېچونو له زیاتېدو سره سره، شنونکي وایي چې که اسلاماباد د طالبانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي، نو دا جګړه به د پاکستان په ګټه نه وي.
د راپور لیکوال احمدالله ارچیوال وايي، پاکستان پوځي ځواک لري، خو اوږده جګړه به یې اقتصاد سخت زیانمن کړي، چې د پاکستان اقتصاد لا له مخکې د فقر، پانګونې د کمښت او اقتصادي رکود له ستونزو سره مخ دی، او اوږدمهاله جګړه به دا وضعیت نور هم خراب کړي.
راپور زیاتوي چې پاکستان د طالبانو پر ضد د جګړې د دیني او سیاسي مشروعیت له کمښت سره مخ دی.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند دیوبند مدرسې ته له وروستي سفر وروسته، طالبانو ځانونه د دیوبندي مکتب اصلي وارثان ګڼلي، چې دا کار د پاکستان لپاره د دیني ملاتړ ترلاسه کول سخت کړي دي.
په کور دننه هم ګڼ سیاسي ګوندونه او مذهبي مشران د طالبانو پر ضد د جګړې مخالفت کوي، لکه د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، عوامي نیشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي د جګړې مخالفت کړی دی.
د راپور له مخې، د پاکستان د قبایلي سیمو او بلوچستان ډېری اوسېدونکي هم د جګړې ضد دریځ لري، ځکه د هغوی اقتصاد له افغانستان سره د سوداګرۍ پورې تړلی دی.
دیپلومات زیاتوي، که څه هم پاکستان له امریکا او سعودي عربستان سره اړیکې پیاوړې کړې دي، خو دا اړیکې یې اقتصادي وضعیت نهدی ښه کړی او د نړیوالو غبرګونونو په اړه هم راپور وایي، هیڅ هېواد د پاکستان د برید ملاتړ نهدی کړی او زیاتره حکومتونه د اوربند غوښتنه کوي.
دیپلومات مجله وایي، چې د افغانستان غرنۍ جغرافیه به د پاکستان لپاره د ځمکني جګړې بریا ډېره سخته کړي، او اوږده جګړه کولای شي اسلاماباد د اوږدې مودې لپاره وینې تویېدو او اقتصادي زیان سره مخ کړي.