جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 423

د نتنیاهو مېرمن ایرانیانو ته:له تاسې سره هیڅ دوښمني نه لرو؛ بلکې زمونږ مبارزه د دیکتاتور رژیم پر وړاندې ده

د اسرائیل د لومړي وزیر مېرمن، سارا نتانیاهو، د دوشنبې په ورځ د ایران ولس ته په یو پیغام کې لیکلي، چې تاسو د یوه بډایه فرهنګ، وړتیا او ویاړمن تاریخ وارثان یاست.

هغې زیاته کړې:« موږ ستاسو دښمنان نه یوو، زموږ مبارزه د استبدادي رژیم پر وړاندې ده، نه له ولس سره او موږ د سولې، آزادۍ او دوستۍ راتلونکي ته هیله‌من یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې ایران وايي، اسرائیل په سیمه کې د بې ثباتۍ عمده لامل دی او باید له منځه یوړل شي.

پوتین:د ایران له ولس سره د مرستې هڅې کوو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، مسکو هڅه کوي د ایران له ولس سره مرستې وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

پوتین د امریکا هوایي بریدونه پر ایران «یو بې‌دلیله تېری» وباله او د مسکو او تهران اړیکې یې «پراخې، ژورې او د باور وړ» وبللې.

عباس عراقچي د روسیې له دې دریځ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: «روسیه نن د تاریخ او نړیوال قانون په سم لوري ولاړه ده.»

هغه ټینګار وکړ چې د ایران دولت له خپل حاکمیت او خاورې مشروع دفاع کوي.

عباس عراقچي پوتین ته:مسکو د ایران په ملاتړ کولو د تاریخ او نړیوال قانون سم لوری نیولی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې پر ایران امریکا او اسراییل د خپلو وروستیو بریدونو له لارې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړي دا څرګندونې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدنې پر مهال وکړې.

عراقچي د روسیې له خوا د بریدونو غندنه وستایله او ویې ویل چې مسکو د تاریخ او نړیوال قانون «سم» لوری نیولی دی.

بیړنی خبر: کرملین وایي د ایران مرستې ته ولاړ دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کرملین ماڼۍ کې د ایران د بهرنیو وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کې ددې هیواد هر ډول ملاتړ ته ټټر وهلی دی.

ایراني رسنۍ د ولسمشر پوتین له قوله لیکلي چې کرملین د ایران ملاتړ د خپلو لومړیتوبونو څخه بللی دی.

عباس عراقچي:د روسیې مشورې او مرستې ته اړتیا لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، چې روسیې ته رسېدلی، ویلي چې تهران او مسکو تل د ګډو ستونزو پر وړاندې نږدې سلا مشورې درلودې.

نوموړي ویلي، په اوسنیو حساسو نړیوالو شرایطو کې د ایران او روسیې سلا مشورې ارزښت لري او هڅه کوي خپل دریځونه همغږي کړي.

هغه زیاته کړې چې ایران او روسیې تل ګډې اندېښنې او ګډ دښمنان درلودل.

امیرخان متقي؛د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره لیدلي دي.

دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

متقي ویلي، ترکیه د طالبانو د حکومت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

اسراییل:په ایران کې مو شپږ هوایي ډګرونه بمبار کړي

د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی د دوشنبې سهار په بریدونو کې د ایران په لوېدیځ، مرکز او ختیځ سیمو کې شپږ هوایي ډګرونه بمبار کړي دي.

د دغه پوځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو بریدونو کې ۱۵ الوتکې، د الوتنو باندونه، ځمکني هنګرونه، د سون‌توکو الوتکه او د F-5، F-14 او AH-1 ډوله الوتکې زیانمنې شوې دي.

تر اوسه د ایران چارواکو د دغې ادعا په تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اسرائیل:د تهران په مرکزي سیمو کې مو پوځي بریدونه بشپړ شوي

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د ایران لوېدیځ او د پلازمېنې تهران په مرکزي سیمو کې یې نوي پوځي بریدونه بشپړ کړي دي.

په دې بریدونو کې د ایران د ځمکنيو-هوا توغندیو پر توغوونکو هم برید شوی دی.

د اسرائیل پوځ لیکلي، چې شاوخوا ۲۰ جنګي الوتکو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د ایران پر نظامي هدفونو بریدونه کړي، چې له ۳۰ زیات ډول ډول وسلې پکې کارول شوې دي.

اسراییلي پوځ زیاته کړې چې دوی به د ایران د نظامي وړتیاوو کمزوري کولو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د اسراییلو د امنیت د خوندي کولو لپاره هوايي برلاسی ترلاسه کړي.

شمالي کوریا:پر ایران د امریکا بریدونه د ملګرو ملتونو د منشور ښکار نقض دی

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا پر ایران د ترسره شویو هوایي بریدونو کلکه غندنه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض بللی دی.

دغه وزارت ویلي، چې د هېوادونو د ارضي تمامیت او ملي حاکمیت پر وړاندې د زور کارول او د هغې اړوند ګواښونه د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.

دغه وزارت دغه راز ویلي چې شمالي کوریا باور لري چې اسراییل او متحده ایالاتو د سولې د ساتنې او ګواښونو د له منځه وړلو تر نامه لاندې، له فزیکي قوې کار اخیستی او د منځني ختیځ وضعیت یې لا پسې ترینګلی کړی دی.

امریکا خپلو وګړو ته:د نړۍ په هر کونج کې ځانونه خوندي کړئ

د امریکا لخوا د ایران پر درېو هستوي مرکزونو نطنز، فردو او اصفهان د یکشنبې په ورځ د بریدونو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نړیوال امنیتي خبرداری خپور کړی دی.

په دغه خبرداري کې ویل شوي چې د امریکا پر وګړو او ګټو د مظاهرو امکان شته.

خبرداري کې مریکايي وګړو ته سپارښتنه شوې، چې په ټوله نړۍ کې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي.