پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 410

د طالبانو حکومت رئیس الوزراء؛د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

د طالبانو حکومت رئیس‌الوزراء ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.

له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ د شونتیا درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شو او سیاسي مشورتي بحثونه ترسره شول.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف دا ورځ د دواړو هیوادونو لپاره تاریخي بللې او د افغانستان د ثبات، پرمختګ او نړیوال تعامل ملاتړ یې کړی.

سعیدوف همداراز د امام بخاري د زیارت د بیارغونې ستاینه کړې او ملا حسن اخند ته یې د ازبکستان د رسمي سفر بلنه ورکړې.

اسحاق ډار؛د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ته بلنه ورکړې، چې پاکستان ته سفر وکړي

د طالبانو حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې د پاکستان
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د درې‌اړخیزې افغان ټرانس رېل‌پټلۍ پروژې، اقتصادي همکاریو، افغان کډوالو راستنولو، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.

اسحاق ډار د اسلام‌اباد له لوري د وړاندې شویو ژمنو د عملي کېدو یادونه وکړه او ملا محمد حسن اخند ته یې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلامونه او پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.

په دې لیدنه کې حسن اخند ویلي، افغانستان هڅه کوي چې افغان ټرانس پروژه بریالۍ کړي او ستونزې باید د تفاهم، ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب له لارې حل شي.

هغه د پاکستان د سفر بلنه ومنله او ویې ویل، په مناسب وخت به دغه سفر ترسره کړي.

د کابل، اسلام اباد او تاشکند ترمنځ؛د افغان ټرانس پروژې د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک شوه

د طالبانو حکومت، د ازبکستان د ترانسپورت او د پاکستان د وسپنې پټلۍ له وزارتونو سره د “افغان-ترانس” رېل‌پټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه.

دا هوکړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په حضور کې لاسلیک شوې ده.

سراج الدین حقاني بختیار سعیدوف ته:د ازبکستان له نیک نیت او همکارۍ مننه کوو

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او له مل پلاوي سره کتلي دي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان ټرانس رېل‌پټلۍ سترې پروژې، درې‌اړخیزې هوکړې، سوداګرۍ، کډوالو، کنګل شوو شتمنیو او د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د ازبکستان لوري د افغانستان د مثبت رول ستاینه وکړه او د اړیکو لا پیاوړتیا یې مهمه وبلله.

په همدې حال کې بیا سراج‌الدین حقاني د ازبکستان له نیک نیت، رغنده رول او د افغانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه.

هغه ټینګار وکړ چې «اسلامي امارت» د سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو پرمختګ ته ژمن دی او غواړي له ازبیکستان سره ښې او باثباته اړیکې نوره هم پیاوړې کړي.

زلمی خلیلزاد:ایران په بې رحمۍ سره افغان کډوال له خپلې خاورې شړي

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې ایران په بې‌رحمۍ سره افغان کډوال له خپلې خاورې شړي او په ډېر لنډ وخت کې له نیم میلیون زیات مهاجر له پولې شړل شوي دي.

خلیلزاد د طالبانو حکومت، سیمه‌ییزو مشرانو او سوداګرو له لوري له را اېستل شوو کډوالو سره بشري مرستو او د هغوی د انتقال هڅې ستایلې دي.

هغه ویلي، دا هڅې ډېرې اغېزناکې وې.

کابل هوايي ډګر؛یو ایرانی وګړی د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی

د طالبانو حکومت سرحدي پولیسو یو ایراني وګړی د کابل په هوايي ډګر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولی دی.

ویل شوي، دغه کس هڅه کوله چې ۴ کیلو هیروئین استانبول ته ولېږدوي.

د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، دا پېښه د چنګاښ په ۲۶مه شوې؛ خو د نیول شوي کس نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:کابل ته د ازبکستان او پاکستان د چارواکو راتللو موخه د افغان ټرانس پروژې هوکړه لاسلیک‌کول دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل ته د پاکستان او ازبکستان د لوړ پوړو پلاوو د سفر موخه سیاسي‌ او قتصادي خبرې او د “افغان ټرانس” ریل پټلۍ د امکان‌ ارزونې هوکړه‌لیک لاسلیکول دي.

بل لورته بیا کابل ته تر رسېدو وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او تمه ده د طالبانو حکومت له رییس‌الوزرا سره هم وګوري.

د دواړو هیوادونو د ترانسپورت وزیران هم له دغو پلاوو سره مل دي.

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې به درې‌اړخیزې سیاسي مشورتي ناستې وشي او له هغې وروسته به د “افغان ټرانس” پروژې هوکړه‌لیک په ارګ کې لاسلیک شي.

پر سوریې د اسراییلو له برید وروسته؛ترکیې له اسراییلو سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې

0

ترکیې د اسراییلو له‌خوا د دمشق تر بمبار وروسته خپل رسمي اعتراض د استخباراتو له لارې اسراییلي چارواکو ته رسولی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سیمې له هېوادونو او امریکا سره اړیکې نیولي او ویلي یې دي چې هېواد یې له اسراییلو سره ټولې سوداګریزې اړیکي پرې کړي او خپل سفیر یې له تل‌ابیب را غوښتی دی.

ترکیې ټینګار کړی چې د سوریې په شخړه کې د ښکېلتیا اراده نه لري؛ خو د احمد شرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

اسراییلو پرون د سوریې پلازمېنه دمشق بمبار کړ او د دفاع او کورنیو چارړ وزارت ودانۍ یې په نښه کړه چې د دواړو وزارتونو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

بلوچستان؛قلات کې د مسافرو پر ډک بس وسله‌وال برید شوی

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلات سیمه کې پر یو مسافر وړونکي بس وسله‌وال برید شوی، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه برید “ترهګریز” بللی او وایي چې د بریدګرو د نیولو لپاره تعقیبي عملیات پیل شوي دي.

عیني شاهدان وایي، وسله‌وال کسانو پر بس ناڅاپي ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي او د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو شاهد دی.

خواجه آصف:د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره د بهرني سیاست او دفاع په برخو کې خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی.

نوموړي ویلي، د پاکستان اساسي قانون بهرني سیاست او دفاع یوازې د فدرالي حکومت صلاحیت ګڼي او ایالتونه دا واک نه لري.

آصف ټینګار کړی چې د افغانستان سره هر ډول خبرې او تعامل باید د فدرالي حکومت له لارې او د قانوني میکانیزمونو له مخې ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې ملي پالیسي له فدرالي چوکاټ څخه بهر پرمخ یوسي.