سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 409

هه‌نګاو:ایران درې افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاق په جرم اعدام کړي

د بشري حقونو سازمان هه‌نگاو وايي، ایران درې افغان اتباع د مشهد په مرکزي زندان کې اعدام کړي دي.

هه‌نګاو وایي، چې د اعدام شویو کسانو له ډلې پاشاه او احمد نومې کسان پېژندل شوي، خو د درېیم کس هویت لا نه‌دی څرګند.

یاد سازمان زیاتوي، چې دغه کسان د نشه یي توکو په قاچاق نېول شوي وه.

دا اعدامونه د سرطان په ۴مه ترسره شوي؛ خو تر اوسه یې ایران رسمي تائید نه‌دی کړی.

ایران؛تهران او یو شمېر نورو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

د جمعې په ناوخته ساعتونو او د شنبې په سهار د تهران شاوخوا سیمو کرج، اسلام‌شهر، بیدگنه، ملارد او پرند کې د چاودنو د غږونو او د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر دې دمه د ایران رسمي سرچینو د دغو پېښو په اړه څه نه‌ دي ویلي.

دا هم لا روښانه نه‌ده چې غږونه د دفاعي عملیاتو پایله وه که ځمکنۍ چاودنې وې.

عباس عراقچي ډونالډ ټرمپ ته:علي خامنه ای ته په سپکاوي سوله او خبرې اترې نه بریالۍ کیږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټومي هوکړې غوښتونکی وي، باید د علي خامنه‌يي په وړاندې له سپکاوي ډډه وکړي.

عراقچي په ایکس کې لیکلي، «موږ خپل ارزښت پېژنو او بل چاته د برخلیک پرېکړې اجازه نه ورکوو.»

هغه زیاته کړې، اسراییلو د ایران له بریدونو د خلاصون لپاره امریکا ته پناه وړې، چې دا چاره د ایران د ولس لپاره د توهین وړ ده.

ډونالډ ټرمپ:حماس او اسرائیل راتلوونکې اونۍ اوربند ته رسیږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېله لري چې ډیر ژر د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وشي.

‏ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې فکر کوي اوربند ته نږدې شوی او ښایي راتلونکې اونۍ د دواړو لوریو ترمنځ اوربند وشي.

د امریکا ولسمشر له نړیوالو وغوښتل چې د دوی په څیر د غزې سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

مېدان وردګ؛سیلابونو تېره ورځ ګڼ مالي زیانونه اړولي

د مېدان وردګ سیمه‌ ییز چارواکي وایي چې د تېرې شپې سختو ورښتونو له امله په نرخ، چک، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ولایت مقام له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، که څه هم تر اوسه د انساني تلفاتو راپور نه‌ دی ورکړل شوی؛ خو سېلابونو ګڼې لارې د ترافیکو پر مخ بندې کړي دي.

سربېره پر مېدان وردګ، سېلابونو تېره ورځ د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زیانونه اړولي، چې ځینو سیمو ته د لاسرسي ستونزې او د خلکو د استوګنې کورونه او کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړي دي.

ځایي طالب چارواکي وایي د مرستې ټیمونه هڅه کوي تر څو د اغېزمنو شویو سیمو سړکونه بېرته خلاص او له اړمنو کورنیو سره مرسته وشي.

سیف الاسلام خیبر:امربالمعروف هلمند کې د یوې اووه کلنې نجلۍ د ورکړې له امله د هغې پلار او خاوند نیولي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف السلام خیبر ویلي، چې هلمند کې د اووه کلنې نجلۍ پلار او د هغې ۴۵ کلن خاوند ونیول شول.

د نوموړي په خبره، پلار یې دا ماشومه د پیسو په مقابل کې ورکړې وه؛ خو ورسپارل کېدو سره سم پرې مسؤلین خبر شوي او دواړه یې نیولي.

خیبر زیاتوي، چې یاد کسان محکمې ته سپارل شوي دي.

د البانیا لومړی وزیر:له ټولنې څخه د افغان ښځو پر وتلو چوپ نه پاتې کېږو

د آلبانیا لومړي وزیر ادی راما ویلي چې هېواد یې له ټولنې څخه د افغان ښځو د ایستلو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېده؛ نو ځکه یې خپلې دروازې د فعالو او ورزشکارو افغان ښځو پر وړاندې پرانېستې.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت ویلي چې راما ته «د سولې لپاره د کلتورونو همکارۍ- ابن سینا نړیواله جایزه» ورکړل شوې.

راما د جایزې د اخېستلو پر مهال ویلي، چې د افغان ښځو مبارزه یوازې د دوی لپاره نه ده، بلکې زموږ لپاره هم ده او په وینا یې دا د انسانیت د روح مبارزه ده.

د اسرائیل پوځ:اسرائیل کې د ایران د بریدونو له کبله ۲۹ کسان وژل شوي

د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې د ایران د وروستیو توغندیزو او ډرون بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۹ اسرائیلي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان او بې‌کوره شوي دي.

د دوی په وینا، ایران ۵۳۰ توغندي او ۱۱۰۰ ډرونونه توغولي چې ډېری یې شنډ شوي دي.

د اسرائیلي پوځ ویاند کمال پنحاسي ویلي چې د اسرائیلي هوایي ځواکونو ځوابي بریدونو کې د ایران د وسلو زېرمې، توغوونکي، او تولیدي مرکزونه په نښه شوي دي.

یاد پوځ وايي چې دې بریدونو کې یې د ایران “ستر پلان شوی برید” شنډ کړی دی.

امریکایي چارواکي:د ایران د غني‌شوي یورانیمو سرنوشت لا هم مبهم دی

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې له څو ورځنیو ارزونو وروسته هم دا نه‌ده روښانه چې د امریکا له بریدونو وروسته د ایران د غني‌شوي یورانیمو برخلیک څه ډول دی.

راپور زیاتوي چې د اروپایي چارواکو د لومړنیو ارزونو له مخې، ایران ښايي د لوړې کچې غني‌شوي یورانیم زېرمتونونو ته انتقال کړي وي؛ خو دا معلومات لا هم لومړني دي او د یورانیمو دقیق ځای معلوم نه دی.

دغه‌راز، لوېدیځ چارواکي وايي ښايي کلونه وخت ونیسي چې د ایران زیانمن شوي اټومي تاسیسات بېرته فعاله شي.

ایلن ماسک خامنه‌یي ته:امریکا شیطان بزرګ دی، که ته تر ټولو ستر شیطان؟

امریکایي میلیاردر ایلان ماسک د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌اي د یو ګواښونکې پوسټ په غبرګون کې په کنایه ویلي: «امریکا شیطان بزرگ ده، که تر ټولو لوی شیطان؟»

دا څرګندونې ماسک هغه مهال کړي، کله چې خامنه‌اي په ایکس کې اسراییل ته خبرداری ورکړی و، چې که پر ایران حمله وکړي، درنه بیه به پرې کړي.

د «شیطان بزرگ» اصطلاح لومړی ځل د ایران بنسټ‌ګر آیت‌الله خمیني د امریکا لپاره کارولې وه.