شنبه, جون 21, 2025
Home Blog Page 408

طارق علي بخیت:د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي یو وار بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو پر پرانېستو ټینګار کړی.

طارق علي بخیت له ترکي پلاوي سره کتنه کې ویلي چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیران د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

دواړو لوریو دغه راز د ښځو د حقونو او افغانستان کې د تروریزم په اړه هم خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې هم د یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې د ښځو د کار او زده کړو حقونه ورکړي.

کرزی؛احمد شاه مسعود د افغانستان قهرمان وو

پخواني ولسمشر حامد کرزي احمدشاه مسعود د افغانستان قهرمان بللی.

هغه ویلي، نوموړی یو وطندوست شخص او د وطن د ابادۍ لپاره یې په ریښتینې معنی مبارزه کړې وه.

د کرزي په خبره، مسعود د افغانستان له جهادي څېرو څخه و، چې مبارزه یې لاهم د خلکو ترمنځ یادیږي.

د یادونې ده چې د سنبلې ۱۸مه د احمدشاه مسعود له ۲۳م تلین سره برابره ده.

سلیمان لایق د «چونغر» په رڼا کې(یوه نوې زاویه)

0

لیکوال: رحمت شاه فراز

آیا د یوه لوی شخصیت، شاعر او لیکوال په تېروتنو او منفي ټکو پرده واچوو؟ آیا مثبت او منفي دواړه يې بیان کړو؟ آیا اتل پرستي همدا ده، چې منفي يې پټ او په مثبتو يې تر جذباتي او نه منطقي بریدونو ټینګار وکړو؟

په برِصغیر کې د اتل پرستي په اړه ډاکټر مبارک علي هم ښې تفصیلي او علمي خبرې کړې. ده په مسلمانانو، په تېره برِصغیر او وروسته د برِصغیر د تجزیې په نتیجه کې په درې هېوادونو کې د جذباتي او ړندې اتل پرستي په تړاو داسې خبرې هم وکړې، چې پر ده د ډېر توند تنقید او تخریب سبب شوې دي. د ده یوه ډېره پخه خبره دا ده، چې وروسته پاتې قومونه چې نوي اتلان نه شي زېږولی، نو اتل پرستي ته مخه کوي.

زما په نظر د اتل پرستي لوی عیب به دا وي، چې د نویو اتلانو د تولید یا مخه نیسي او یا یې دومره ورو کوي، چې ډېرکله یو اتل موجود وي او یا پېړۍ، پېړۍ پرې تېرې وي، خو قوم يې خبر نه وي. البته د دې په خوا کې دا خبره هم د توجه وړ ده، چې د اتل په اړه د یوې وړې منفي نکتې مشهورېدل هم د هغه شخصیت د تل لپاره وژلی یا يې نوم ور بدولی شي. بد شهرت د یوه ښامار په څېر دی، چې د مثبت شهرت ګڼ اړخونه له ستوني تېروي او په سپین ټوکر یوازې د تور داغ په څېر نه وي، بلکې له ځان سره ټوله لمنه توروي.

سلیمان لایق زموږ د هېواد مشهور او منلی شاعر دی. د ده شهرت یوازې د هېواد دننه نه وو، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې يې هم د داسې شاعر مقام ګټلی وو، چې د استاد غضنفر په قول «استثنايي مقام» وو. خو دغه استثنايي مقام، د شاعر او اکاډمیک شخصیت په توګه شهرت او د وطن په علمي، فرهنګي او اداري برخو کې خپلو بې سارې ستړیاوو هم د ده له سپینې لمنې یو داغ ونه شو وینځلای او دی يې د بدنامۍ یوې داسې کندې ته وغورځاوه، چې چا يې که د را پورته کولو هڅه هم وکړه، نو په دومره احتیاط يې وکړه، چې ډېرکله خو يې هغه داغ د پاکېدو په ځای لا زیات او واضح شو. نن ورځ چې موږ سلیمان لایق په سیاسي لایق او شاعر لایق وېشو، دا د همدغه ډول محتاطې ژغورنې یو مثال دی.

د سلیمان لایق په اثارو کې تر ټولو ډېر مشهور یې د «چونغر» په نوم شعري ټولګه ده او شاید د دغې ټولګې د ډېر شهرت سبب به چونغر غره ته لیکل شوې ترانې وي. خو د دې اثر ژوره مطالعه یو بل ټکی هم راته واضح کوي. په چونغر کې موږ یو شاعر یا هغه لایق چې نن زموږ ترمنځ ژوندی دی، د جوړېدو په حال کې وینو. منظور مې له فني او هنري اړخونو شاعر نه دی، بلکې یو داسې څوک دی، چې یوازې قوال نه دی، بلکې د یوه فعال انسان په حیث د یو څه د کولو تمه ورته پیدا کېږي. دغه انسان خپل شاعر کېدل هم په دې ډول توجیه کوي:

شاعرۍ ته به مې لاس ور وړی نه وو
که مې قام سره د زړه اختیار نه وای

په چونغر کې موږ یو جذباتي او حساس ځوان وینو، چې له وطني مینې سرشاره دی، د ابادۍ او پرمختګ نغمې او جذبې يې په تن و من کې نغښتي دي، یو داسې څوک دی چې د دوست او دښمن لپاره یوازینی معیار يې وطن دوستي او وطن پالنه ده، د خپل قام او وطن د دماغ هر توفان او تندر ته متوجې دی:

د قوم په دماغ کې چې کوم نوی توفان راشي
د شعر په جامه کې زه نڅېږمه نڅېږم
یا:
هیلې د وطن د ولسونو زما په شعر کې
نویو ارمانو ته د فکرونو اړول کوي

د چونغر شاعر که شعر لیکي، نغمې سازوي، عملي فعالیتونه کوي، سیاست ته ور دانګي، ملګرتیا یا دښمني کوي، یوازې د خپل ولس او وطن لپاره يې کوي، بل معلوم هدف نه لري. د چونغر شاعر د «همه اوست» مجسم تصویر دی، خو د ده «او» د صوفیانو «او» نه دی، «او» يې ولس او وطن دی:

زه څه یم دا اولس دی چې هر لوري ته مې بیايي
د دوی تر ارادې لاندې خوځېږمه خوځېږم

د چونغر د ځوان د انځورنې لپاره اجازه راکړئ، چې د تاریخ دروازې ته ودرېږم. دغه ځوان بلاتشبیه د خپل وخت ناپاچا غازي امان الله خان دی. دی په زړه کې پاچاهي کول غواړي، د وطن ابادي او پرمختګ یې یوازینۍ هیله ده، د پاچاهانو غوندې د ده پیغام او وینا د ولس لپاره ده او د عملي کارونو او فعالیتونو لپاره زلمیو ته ډېرې زیاتې خبرې لري. دی د هغوی په انرژي ډېر زیات باور لري، تر دې چې له زلميو نه خپل ځان ځاروي:

جار دې شمه، جار دې شمه، جار دې شم
جار دې شم زلمیه، له پښتو سره

پوښتنه دا ده، چې یوازې د چونغر ځوان ولې له وطن سره دومره لېونۍ مینه لري چې د ابادي لپاره يې ښه او بد نه سنجوي او له هرې نغارې چې د وطن د ابادي غږ اوري، په هماغه خوا منډې ور وهي؟ دوه ځوابونه ورته لرو. یو دا چې ځوان له خپل ولس ناهیلی دی، په دې چې:

ویښ به نه شي دغه قوم که نغمه شوم سر تر پایه
که رباب غوندې ګویا شي د لایق د زړه تارونه

دوه، دی شاعر دی، ویښ او بیدار دی، حساسیت یې تر عوامو ډېر لوړ، د شاعرانو حساسیت ورسره دی. د وطن د جوړولو پیاوړې ارادې او لوړ عزم لري. بله مهمه دا چې د وطن د جوړولو چل او شعور هم لري. دی د وطن لپاره له خپل سر او ماله یوازې تېر نه دی، بلکې په دې عقیده لري، چې د وطن باغ یوازې د باغوان په وینو ښېرازه کېدلی شي. دی که یوې خوا ته تر ځوانانو خپله خبره رسوي، نو بل خوا د ځوان په توګه د ځان د قرباني څرکونه هم راکوي:

هغه باغ چې د باغوان له وینو روغ وي
هلته نه ښايي مستي او نه خندل
یا:
څو په توره لرې نه شي له وطنه
وطن کور د استبداد دی یا غوجل

هغه ځوانان چې د چونغر د ځوان په رنګ و بوی باندې وي، د هغوی مستقبل، ارزښتونه او اجتماعي او سیاسي تګلارې د وخت او زمانې حالات ټاکي. ځینې خلک په دې ګومان دي، چې که سلیمان لایق په سیاست کې ونډه نه وای اخیستې، لا ډېر مقبول او محبوب شاعر او لیکوال به وو. خو زما په نظر دا خبره عموما هغه څوک کولی شي چې لایق یې سرسري لوستی وي او هغه زلمی نه ویني، چې په یوه داسې کښتۍ کې سپور شوی دی، چې واک یې هم له ده سره نشته او له خپله بده بخته د کښتۍ لوری هم د تباهۍ په لوري دی. بل نظر مې دا دی، چې د لایق سیاست یا سیاسي مفکوره که کامیاب شوي او د وطن د خیر سبب شوي وای، نو لایق به لا لوی شاعر وو او و دې شي چې د اوسني عصر د ملت ساز شاعر لقب مو ورکړی وای. په دې چې ده خپلې ایډیالوژي ته ډېر په صداقت کار وکړ او په تبلیغ کې يې تر نورو مخکې او تر نورو ډېر پیاوړی وو. همدا ایډیالوژي د ده د عصر اواز وو او دی چې د وطن د جوړېدو له سوزنده هیلو سره راوتلی وو، په همدې اواز پسې لاړ:

د هېواد خاوره به جوړه د جنت کړو
که غوږ کېږدو د دې عصر زمزمو ته

داسې نه وه چې زموږ په وطن کې یوازې د خلق او پرچمو کمونیستي سیاستونه بدنامه او بدمرغه شوو، بلکې دلته نورو نظامونو هم ښه ورځ نه ده لیدلې او یا ترې موږ ښه ورځ نه ده لیدلې. آیا زموږ د سلطنت اداره کامیابه وه او ګڼې ناخوالې يې راته پرې نه ښودې؟ آیا جمهوریت زموږ په خیر وو؟ دې وطن کې هرې سیاسي ایډیالوژي، نظام او مفکورې بدبختي اړولې ده او د لایق د سیاستونو بدمرغۍ که تر نورو کمې نه وې، زیاتې هم نه وې. لایق هم له دغې بدبختي له تاثیره ډکه ژړا کړې:

زه لایق د هسې بدبختۍ او جفا نه ومه
بخت په بله مخه اوښتلی خبرابي کوي

دغه بخت که په بله مخه نه وای اوښتی، نن به لایق ملي او اتل شاعر وو. زموږ وطن له ډېر پخوا څخه د نظامونو لابراتوار پاتې شوی او له یوه هم د ډکې خولې خندا نه لرو.
ما پورته د سلیمان لایق د صداقت خبره وکړه، اصلاً د ده صداقت خپلې ایډیالوژي ته هومره نه وو، څومره چې دی له خپل وطن سره صادق وو. ده که کمونیستي ایډیالوژي خپله کړې هم وه، د وطن په خیر یې لیده او د وطن لپاره يې غوره کړې وه، دا یوازې د یوه صادق انسان اواز کېدلی شي:

زه چې د ناوړه زمانې په هره لوبه کې
سل وارې په مخ باندې لوېدلی درېدلی یم
ما دا همه واړه ستا په مینه کې زغملي دي
اې ګرانه هېواده! ستا لپاره مې منلي دي

د سلیمان لایق د زېږېدو په کال د پاکستان مشهور او تر ټولو لوی شاعر فیض احمد فیض نولس کلن شوی وو. فیض صاحب هم له کمونیستي نظریې متاثر او د کمونیستي سیاستونو ملاتړی شاعر وو. هغسې چې سلیمان لایق دغه نظام د ټولې دنیا لپاره د خیر او فلاح موجب باله، فیض صاحب هم په دې کلک باوري وو، چې له اوسنیو ټولو بدبختیو د خلاصون یوازینۍ لاره په سوشیالیزم کې نغښتې ده. سلیمان لایق هم روسي اثارو سره بلد وو، د هغوی له فکر او فلسفې متاثر وو او د څو شاعرانو شعرونه يې را ژباړلي دي او د فیض صاحب خو شوروي اتحاد دومره خوښ وو، چې خپل دوهم کور يې لیده.

د فیض او لایق ترمنځ د مشترکو ټکو له یادولو مې منظور دا دی، چې له فکري او سیاسي او ممکن فني او شعري لحاظه دواړه د یوې پاڼې کسان وو، خو دا چې کمونیستي سیاستونو پاکستان ته هغومره بدبختۍ، ناخوالې او نه ختمېدونکي بحرانونه وا نه ړول، څومره يې چې موږ ته را پېښ کړل، نو د فیض لمنه داغداره نه شوه او د پاکستان د تر ټولو لوی شاعر مقام يې خپل کړ، خو لایق له خپل «استثنايي مقام» سره، سره داغداره لمن ګرځوي.
زما په نظر د دې په ځای چې لایق ملامت شي یا يې په سیاسي لایق او شاعر لایق ووېشو، بویه چې له خپله بخته او فلکه ژړا وکړو. که موږ دا منو چې لایق د خپل وخت لوی شاعر وو. نو څومره چې یو شاعر لوی وي، هماغومره به حساس هم وي او بیا دا امکان خامخا زیاتېږي، چې دغه حساس شاعر دې د وخت د سیاستونو قرباني او یا اتل شي، خو دا تمه نه شو کولی، چې ګوشه نشین او په کور دې کېني.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د مطالعې لنډ لارښود

0

لیکوال: رحمت شاه فراز

۱- ولې مطالعه وکړو؟
۲- مطالعه څرنګه پيل کړو؟
۳- څه مطالعه کړو؟
۴- څومره مطالعه وکړو؟
۵- کله او چېرته مطالعه وکړو؟
۶- د مطالعې لپاره مناسب پلان څه کېدلی شي؟
۷- ايا منظمه مطالعه وکړو که متفرقه؟
۸- ايا ډيجيټل مطالعه اغېزناکه نه ده؟
۹- ايا د کړې مطالعې هېرېدو ته اندېښنه وکړو؟
۱۰- د مطالعې غوره روش څه کېدلی شي؟

دلته په پاسنيو لسو پوښتنو غور شوی دی. د يادونې وړ ده، چې په دې موضوع ډېرې زياتې مقالې او کتابونه په پښتو او دري ژبو کې موندلی شو، خو په دې مقاله کې زه يوازې د خپلو شخصي تجربو له نګاه نه غږېدلی يم او پر هغو لارو او روشونو مې تکيه کړې، چې ما کارولي او ماته يې ګټه رسولې. دا خبرې ممکن د کتابونو له تيوريو سره مطابقت ولري او يا دې وشي چې ټولې خبرې ورسره مختلفې وي. په دې ليکنه کې مې د خبرو طرز داسې دی لکه له خپلې اټوبیوګرافي نه مې چې د مطالعې داستان را ايستلی وي.

۱- ولې مطالعه وکړو؟

دا پوښتنه له ما سره هم وه. خپل ورور به مې ليده، چې په ساعتونو، ساعتونو به يې مطالعه کوله. د اختر په ورځ به موږ په دې فکر کې وو، چې کوم فلمونه وګورو يا چېرته چکر ووهو، خو ورور به مې چې د مېلمنو ترمنځ کومه لنډه وقفه وموندله، نو په هغه لنډه وقفه کې به هم په کتاب کې غرق او له دنيا ناخبره تللی وو‌. ما سره به تل پوښتنه وه، چې ولې مطالعه وکړو؟ او څه ګټه يې رسېږي؟
خو په تصادفي ډول يوه ورځ یو کتاب لاسته راغی او د دې کتاب تاثير دومره ژور وو، چې په يوه ناسته کې مې ختم کړ او چې ترې پورته شوم، د کتابونو ناوې را نکاح شوې وه او هماغه ورځ شوه او بيا تر ننه زما سفر دی.
دغه کتاب «متاع وقت اور کاروان علم» نومېږي، چې ابن الحسن عباسي لیکلی دی. ضرور نه ده، چې دغه کتاب دې په هر چا همدومره ژور اغېز وکړي، څومره يې چې په ما وکړ. په دې کتاب کې مې ولوستل، چې ابن سينا به يو کتاب څلوېښت ځله لوسته. امام مسلم رح په دې وفات شو، چې د یوې مسئلې په لټون کې دومره ډوب وو، چې په دې نه وو پوه شوی، چې څومره خرماوې يې خوړلې دي. ومې لوستل چې استادانو ته به يې خپلو شاګردانو د حمام د دروازې شاته کتابونه په لوړ غږ لوستل. دغو خبرو د وخت په ارزښت هم پوه کړم او په دې يې هم پوه کړم، چې مطالعه د ځان د ودې لپاره پکار ده. ما په دې کتاب کې د خپلو علماوو ژوند ولیده او غوښتل مې چې له دوی سره ډېر زیات وخت تېر کړم. له خپلې شاوخوا نړۍ مې زړه پورته شو او هغه نړۍ راته ښکلې ښکاره شوه، چې یوازې کتابونه او علما پکې اوسېږي. ما د مطالعې لپاره بل هېڅ لامل او انګېزه نه درلوده، یوازې د یوې ښکلې نړۍ په ارمان کې وم او هغه نړۍ په کتابونو کې وه. دا چې ستاسو انګېزه به څه وي، نه پوهېږم، خو د مطالعې لپاره یوه قوي او تلپاتې انګېزه پکار ده.

۲- مطالعه څرنګه پيل کړو؟

له ماسره فطرتي د شپږو څانګو ډېره شديده مينه پيدا شوه. دا شپږ څانګې فلسفه، اديان، ساينس، ارواپوهنه، ادبيات او کمپيوټر پوهنه وو. کمپيوټرپوهنه خو وروسته زما مسلک هم شو. د دغو متنوع دلچسپيو ګټه دا شوه، چې مطالعه مې ورسره خورا دلچسپه شوه او همدې دلچسپي په کتابونو پورې کلک سريښ کړم او زما غوندې کس ته يې له سهاره د شپې تر ناوخته د مسلسل مطالعې حوصله او انرژي راکوله. زما توصيه دا ده، چې په پيل کې خپله مطالعه متنوع او دلچسپه وساتل شي. دلچسپه په ناولونو يا انځوريزو کتابونو نه، بلکې په ډول، ډول علمي مباحثو يې خوندوره او په زړه پورې وګرځوئ. تر فلسفې، اديانو، ارواپوهنې او ادبياتو دلچسپه موضوعات به چېرې وي؟
ما په پيل کې او تر نن ورځې پورې، په ځان مطالعه سخته او اجباري کړې هم نه ده. له ما فطرتا د ورځې يو څو مخه مطالعه کېږي. په خوا کې يې له يوټيوب خورا مثبته استفاده هم کوم، نړيوالې او داخلي وېبپاڼې او مجلې هم را ګورم او هندي او امريکايي فلمونه او سريالونه مې هم دومره کتلي، چې ډېر کم کسان به راسره سيالي پکې وکړای شي. د دې په خوا کې مې وخت په وخت د استاذ شرف الدين عظيمي او استاذ جمشيد رسا په سيمينارونو کې هم ګډون کړی او اوس چې له هېواده بهر يم، کوشش مې دا وي، چې هر سيمينار يې واورم. په دې معنا، چې د مطالعې په خوا کې مې خپل ژوند هم متنوع ساتلی دی او د ژوند له هر اړخ او کونج نه مې تر وسه وسه د خوند اخيستو کوشش کړی دی.
البته يوه نکته مې تل په ذهن کې وي، چې مطالعه بايد حتمي وکړم، هغه که د يوه سيمينار د اورېدو په بڼه وي او يا د يوه ښوونيز فلم د ليدو په بڼه. مطالعه يوازې کتاب نه دی. مطالعه د خپل ذهن سالمه تغذيه ده، په هر ډول چې ممکنه وي بايد وشي او خپله ورځ بې معنا تېره نه شي.
د کتابونو په خوا کې زما ژبې هم متنوع وې. زما نه يادېږي چې ما دې مسلسل په يوه ژبه مطالعه کړې وي‌. په پيل کې به مې هره ورځ په اردو، پښتو، دري او انګريزي مطالعه کوله، خو اوس چې دوه کتابونه په يوه ژبه کې مطالعه کړم، نو په ځان مې حتمي کړې ده، چې يو دوه کتابونه به د بلې ژبې را ګورم. مثلا په همدې تېره مياشت کې ما درې کتابونه ولوستل، يو په دري کې وو، بل په اردو او دريم په پښتو کې دی، چې تر دې دمه لا خلاص نه دی. د ژبو تنوع مې دومره خوښ دی، چې ډېر کله په هغو ژبو هم کتابونه را ګورم، چې پوره مې زده هم نه دي، لکه عربي ژبه.

۳- څه مطالعه کړو؟

ما چې مطالعه نه کوله، نو دا پوښتنه هم راسره نه وه، چې څه مطالعه کړم. خو چې مطالعه مې پيل کړه او پورتني شپږ ذوقونه مې وموندل، نو بيا دا پوښتنه ځواب شوې راغله او نور په دې پسې نه ګرځېدم، چې څه شی مطالعه کړم. زما تر مخ ډېر زيات اپشنونه وو او په هر اپشن مې پوره، پوره خپل زړه اوبه څښلې.
د پوهنتون دوره مې چې پيل شوه، له متنوع او متفرقې مطالعې مې خپله لمنه را لنډه کړه او د خپل مسلک سيستماتيکه مطالعه مې شروع کړه. سيستماتيکه په دې معنا چې له اساساتو مې پيل وکړ او همداسې مخ په بره روان شوم.
د مطالعې لپاره حوصله او سټيمينا تيار راسره وه او له خپل مسلک سره مې شوق هم وو، نو دلته هم کله له مطالعې ستړی يا بې انګېزې شوی نه يم.
د «څه مطالعه کړئ» تعلق تر ډېره په دې پورې دی، چې ستاسو ذوق څه شی دی او اړتيا مو څه ده؟ په دې برخه کې زما توصيه دا ده، چې د اړتيا تر مطالعې چې ځان را رسوئ، نو د خپل ذوق د کتابونو په مټ مو له کتابونو سره بويه ملګرتيا دومره پخه شوې وي، چې نور د ولې، بې انګېزه توب او زړه تنګي احساس او پوښتنه درته ونه درېږي.

۴- څومره مطالعه وکړو؟

ما تل د خپلې تندې په اندازه مطالعه کړې ده. تاسو به حيرانه شئ، چې ما د مطالعې د لارښود په اړه تر دې دمه يو کتاب هم نه دی لوستی او نه يې په اينده کې احتمال وينم، په دې چې دغسې کتابونه ايډيال خبرې راته کوي خو نه موږ ايډيال سړي يو او نه مو ژوند ايډيال دی.
ستاسو ذوق څومره پراخه دی، مطالعه به مو هم هماغومره ډېره وي. ذوق مو چې د يوه کوچني ډنډ په اندازه وي، په هغه کې د سمندر په کچه لامبو نه شئ وهلی. د څومره مطالعې په ځای په دې فکر پکار دی، چې زموږ ذوق څه شی دی؟ ذوق تاسو ته وخت هم درکوي او انرژي هم.
مثلا زما په ذوقونو کې له ملګرو سره تر اندازې ډېر وخت تېرول نشته، خو دا چې د مطالعې ذوق مې ډېر پراخه دی، وخت هم ورته لرم او انرژي يې هم راسره شته. د کمې مطالعې يا ډېرې مطالعې يا په اندازه مطالعې په نوم کوم څه نشته، مطالعه د ذوق په اندازه کېږي او چې ذوقونه سره مختلف دي، نو مطالعې ته وخت ورکول به هم مختلف وي.
زه چې له مطالعې نه ستړی کېږم، ذوقونه مې ډېر دي، متنوع دي، ځينې يې له يو بل سره په ټکر کې هم دي، خو په کل کې ټول ذوقونه ما يوې ټاکلې نتيجې ته رسوي: تر پرون بهتر انسان کېدل او د ژوند په هکله د درک زياتېدل.

۵- کله او چېرته مطالعه وکړو؟

ما تر ننه هم دې ته ارزښت نه دی ورکړی، چې د مطالعې لپاره به سهار مهال ډېر ښه وي او يا د شپې چوپه چوپتيا. په دې مې هم کله غور نه دی کړی چې ايا ذهني او جسمي وضعيت مې مطالعې ته جوړ دی که نه دی. ما د ښاغلي مصطفی سالک «پاتې شه باران دی» ناول د دې لپاره ولوسته، چې ګواکې سردرد به مې ورسره روغ شي او بلاخره همداسې وشول.
په ګڼه ګوڼه کې مې هم مطالعه کړې او د قدم وهلو په حال کې هم. د فلسفې يو ډېر پنډ کتاب مې د شپې له خوا د نوکيا موبايل څراغ ته لوستی دی. د قرآن کريم د تفسير لپاره مې د معارف القرآن لويه برخه د مازديګر له خوا لوستې او ځينې ناولونه خو مې د ډوډۍ خوړلو يا مېچ ليدلو په حال کې راکتلي دي. لوی استاذ عبدالحی حبيبي به د سپوږمۍ رڼا ته د اويستا او ريګويد متنونه لوستل. اخر همدې خبرو خو د مطالعې په اړه زما ګڼې ستونزې او اندېښنې په اوبو لاهو کړې او نور مې هېڅ کله ايډيال حالتونو ته انتظار نه دی کړی. البته چې وس به مې وو، ايډيال حالتونه می هم تجربه کړي. «د صوفي نړۍ» کتاب مې په يوه پارک کې لوستلی او ډېر وختونه مې وچه مېوه او شين يا شيدو چای هم نه دي هېر کړي. کله کله خو به مې شپې په دوه بجو د شيدو چای جوړ کړ، تر څو تر سهاره پورې د مطالعې شيمه راکې پيدا شي. خو چې نه وو هم، تر سهاره مې مطالعه کولی شوه او اوس يې هم کولی شم.

۶- د مطالعې لپاره مناسب پلان څه کېدلی شي؟

ماته د ابن الحسن عباسي کتاب د مهالوېش ارزښت هم را زده کړ. اوسمهال خو مهالوېش تر ډېره زما په ذهن کې وي، خو په اولنيو کلونو کې مې تقسيم اوقات په ليکلي شکل وو او ډېر کلک به پرې ولاړ وم.
زما تقسيم اوقات کې يو کار هم جبري نه وو، ټول مې خپل ذوقونه وو او خپل ذوقونه به مې پکې شيندلي پراته وو.
البته په دې تقسيم اوقات کې به ما د خپلې مطالعې پلان هم مشخص کړی وو. ما تر ننه پورې هم په يوه څانګه کې بې نظمه او ګډه وډه مطالعه نه ده کړې. تل به مې له اساساتو پيل کاوه او ورو په ورو به مې خپل سفر لنډاوه. مثلا د اسلام په هکله ما مطالعه د قرآن کريم له ترجمې نه پيل کړه. (يادونه: عربي مې په خوا کې ورسره تعقيبوله.) له ترجمې وروسته مې تفسيرونو ته مخه کړه. د قرآن کريم يوه عمومي جايزه می چې واخيسته، د احاديثو مجموعې ته مې سر ښکاره کړ. سره له دې چې دا مجموعه ډېره پراخه وه، خو تر وسه وسه مې له دې برخې سره هم ځان بلد کړ. له دې دواړو وروسته مې د فنونو حصې ته توجه واړوله. د فقهې اصول، د قرآن او حديثو علوم، بېلا بېل مذهبي فکرونه او داسې نور. په دې سره مې په دين کې سترګې خلاصې شوې او بيا به مې موضوع محوره مطالعه کوله. موضوع محوره په دې معنا چې يوه موضوع به مې ونيوله او له هر اړخ نه به مې وڅېړله.
دغه ميتود ما نورو څانګو کې هم تطبيق کړی او اوسمهال په هره څانګه کې يوازې موضوع محوره مطالعه کوم، په عمومياتو او اساساتو پسې يې نه ګرځم. له همدې امله په دې شپږو څانګو کې ماته د خپل نظر څرګندول ډېر مشکل کار نه وي.
د مطالعې لپاره تر دې بهتر ميتود ما نه دی ليدلی او فکر کوم، چې همدا به يې طبيعي ميتود هم وي. په دې ميتود کې انسان ته څېړنه په دې اسانه وي، چې اساسي ماخذونه معلوم وي او ډېر ژر يې پاڼې اړولی شئ.

۷- ايا منظمه مطالعه وکړو که متفرقه؟

ستاسو د مطالعې مسیر باید تل روښانه او واضح وي. مثلاً که تاسو د ادبیاتو مطالعه د اړتیا یا ذوق له مخې کوئ، نو منظمه او سیستماتیکه یې وکړئ. له اساساتو يې پیل کړئ. زما دا عادت دی، چې ما متفرقو کتابونو ته جدي او منظم وخت نه دی ورکړی، متفرق په دې معنا چې کله ارواپوهنه لوله، کله شعري ټولګې در ګوره، کله ناولونه، کله ساینسي کتابونه او کله بیا د قرآن او حدیث ترجمو ته ناست اوسه.
موږ هره څانګه په منظمه بڼه مطالعه کولی شو. مثلاً ارواپوهنه ابتدايي، پېژندنیز او اساسي کتابونه هم لري او په همدې بڼه د تخصص تر حده هم مواد پکې موندلی شئ. نو که د ارواپوهنې ذوق لرئ، له اساساتو يې پیل کړئ. البته د ذهني تفریح یا فکر بدلولو لپاره په خوا کې يو نیم بل کتاب هم مطالعه کولی شئ. په دې سره تاسو دوه ګټې کوئ، یو دا چې د ارواپوهنې په اړه تاسو یوه واضح دریځ ته رسېږئ او په دې به پوهېږئ، چې په ارواپوهنه کې څومره پوهېږئ او نور باید څه شی مطالعه کړئ. بله ګټه يې دا ده چې په خوا کې به مو یو ښه ناول، شعري ټولګه، فلم، سریال یا بل د خپل ذوق شی هم لوستلی یا کتلی وي. خو خپل اصلي مسیر به نه هېروئ.
د متفرقې مطالعې یوه ستونزه دا وي، چې وخت په وخت انسان بې انګېزې پرېږدي. مثلاً نن مو په ارواپوهنه کې یو ښه اثر ولوسته، خو دا چې تاسو پلان نه لرئ، چې بل کتاب هم په ارواپوهنه کې ولولئ، نو تاسو څو ورځې بې انګېزې ګرځئ، چې اوس څه شی ولولئ یا کوم کتاب در واخلئ. نو متفرقه مطالعه که کوئ، په خوا کې يې یو ټاکلی مسیر باید در معلوم وي. مثلاً په دې ورځو کې زما لوری د ادبیاتو په خوا دی، همدا مې اصلي مسیر دی، خو په خوا کې متفرق مطالعات هم کوم.

۸- ايا ډيجيټل مطالعه اغېزناکه نه ده؟

پوښتنه دا ده، چې په کمپيوټر او موبايل کتابونه ليکلی شو، لوستلی يې ولې نه شو؟ د مطالعې اغېزناکې په دې سره زیاتېږي، چې زموږ تمرکز او توجه څومره په کتاب او موضوع راټوله ده او موږ د یوه کتاب یا موضوع اړتیا څومره محسوسوو؟ که یوازې د دې لپاره کتاب لولو، چې خلک خبر کړو، چې موږ پلانکی کتاب لوستی، نو دا دومره کمزورې انګېزه ده، چې نن به وي، سبا به نه وي. بیا که اصلي خطي نسخه هم په لاس کې ولرئ، مطالعه به مو اغېزناکه نه شي.
ډیجیټل کتابونو مطالعه ډېره زیاته اسانه کړې او اوسمهال تاسو هر وخت په هر ځای کې کتاب ته ډېر په اسانه او ارزانه لاسرسی موندلی شئ. د دیوبند یوه عالم د قرآن کریم ډېره مشهوره ترجمه ولیکله. ده په خپله سریزه کې لیکلي، چې دا ترجمه ما د سفرونو په جریان کې لیکلې او له هغو کتابونو مې استفاده کړې، چې په کمپیوټر کې راسره وو. کتاب لوستل تر کتاب لیکلو په کراتو ډېر اسانه دی، نو یو لیکوال چې شهکار کتاب په کمپیوټر کې لیکلی شي، موږ یې لوستلی ولې نه شو؟
له پیله تر نن ورځې پورې زما شاوخوا ۹۵ سلنه مطالعه په ډیجیټل بڼه ده، ما له لومړۍ ورځې دا احساس نه دی کړی، چې ډیجیټل مطالعه سخته ده یا برداشت ترې نه کېږي. زه تر چاپي کتاب نه له ډیجیټل کتاب سره ډېر ارامه یم او ډېر ګټور راته ښکاري.
د ډیجیټل کتابونو لپاره له تبلیغ نه مې منظور دا دی، چې زموږ د اکثریت وګړو اقتصاد په دې وضعیت کې نه دی، چې هر نوی او زوړ کتاب دې وپېرلی شو. زموږ اقتصادي وضعیت د مطالعې فرهنګ ته شدیده صدمه رسولې، خو ډیجیټل کتابونه يې یو ډېر ښه بدیل او جبران کېدلی شي.

۹- ايا د کړې مطالعې هېرېدو ته اندېښنه وکړو؟

موږ چې څومره مطالعه کوو، ډېر امکان يې شته، چې لس سلنه یې هم زموږ په حافظه کې داسې پاتې نه شي، چې بله ورځ کټ مټ نقل قول ترې وکولی شو. تاریخي نېټې، کتابي تعریفونه، د اصطلاحاتو لیکلې معناوې، د اشخاصو شجرې او نسبونه او د کتاب ګڼ نور اړخونه داسې دي، چې یوازې د کمپیوټر حافظه يې د خوندي کولو وړتیا لري، بشري حافظه ورته عاجزه ده. دغه راز، د کتاب یوه لویه برخه د لیکوال استدلال، تحلیل او تجزیه وي، دا هم هغه برخه ده، چې موږ اړتیا نه لرو، چې ټول ټکي په ټکي یاد کړو. په دې چې لیکوال په خپل ټول استدلال کې موږ تر یوې معلومې خبرې را رسول غواړي. د استدلال په لوري او ثابته شوې خبره چې پوه شو، همدا تر ډېره کافي وي. یو مثال به يې در کړم. «ملتونه ولې ماتېږي؟» یو ډېر مشهور او مهم کتاب دی، خو حجم يې هم ماشاءالله ډېر لوی دی. دا کتاب یوازې موږ په دې خبره قانع کوي، چې د یوه هېواد لپاره سیاسي ثبات تر هر شي ډېر مهم دی او سیاسي ثبات د جمهوریت له لارې راځي او بله دا چې استبداد پایښت نه شي کولی، د دې کتاب نورې ټولې پاڼې د همدې قاعدې لپاره په استدلال تورې شوې دي.
بله دا ده، چې مطالعه په داسې ډول زموږ په فکر و شخصیت کې ځای نیسي، چې موږ یې په لنډ مهال کې اغېز نه وینو، په دې چې د مطالعې اغېز داسې معلوم او محسوس نه وي لکه موږ چې نوې جامې اغوندو. یوه اسانه لاره چې پوه شئ، د مطالعې ګټه څه ده، دا ده چې ځان له یوه داسې چاسره پرتله کړئ، چې هېڅ مطالعه نه کوي.
زه به د سلیمان لایق د مستند یوه جمله را پور کړم. ارواښاد لایق وايي، چې دا خلک چې ماته د شوتلې پټکی را تړي او وايي چې زه هم یو شی یم، نو دا د همدغو کتابونو برکت دی.

۱۰- د مطالعې غوره روش څه کېدلی شي؟

که له زړه وغږېږم، نو تر ډېره د مطالعې د روشونو په سوژو خبرې کول مې نه خوښېږي. په دې چې دا خبرې تر ډېره مصنوعي برېښي. دا خبرې پخوا زمانو کې نه وې او د اوسنیو پېړیو پیداوار دي. د خپلو لویو امامانو، علماوو او فقهاوو په هکله تحقیق وکړئ، آیا چاته يې د مطالعې روش معلوم دی؟ آیا هغو کله په دې پسې سر ګرځولی، چې د مطالعې کوم روش ډېر ګټور دی؟ د امام ابو حنیفه د مطالعې روش چاته معلوم دی؟ هغوی فقط له علم او پوهې سره مینه درلوده او کتابونه یې ذوق وو. هغوی غوښتل په کتابونو ځان پوه کړي او د کتاب تر اصلي جوهر پورې ځان ورسوي، دا چې د دې لپاره به يې د ابن سینا غوندې څلوېښت ځله یو کتاب لوسته یا به يې ټوله شپه ورته سبا کوله، فرق يې نه کاوه.
البته زما خپل روش دا دی، چې د مطالعې په جریان کې د کتاب مهمې خبرې کټ مټ هغسې له ځان سره نوشته کوم، چې لیکوال لیکلې وي. دا تخنیک زه د لیکوالي لپاره هم توصیه کوم. د دې کار څلور ګټې وي: یو، دا چې له کتاب سره مو متمرکز او تړلی ساتي. دوه، چې کله نقل قول کوو، له همدې نوشتو يې کولی شو. درې، د جملو د لیکلو یو نوی طرز زده کوو او نوي الفاظ مو په ذهن کې ښه کېني، چې دا راسره په لیکوالي کې هم مرسته کوي. د دې لیکلو څلورمه ګټه دا شي، چې په حافظه کې نسبت نورو خبرو ته ښه ځای نیسي. سمدستي زما د نوټونو کتابچې په درې وطنونو کې خورې ورې پرتې دي. داسې نه ده، چې دا خواري وه او ضایع شوه. دا هغه خواري وه، چې هغه وخت مې وکړه او ګټه يې تر ننه لا محسوسوم. هغه کتابچې که خرابې هم شي، چورت مې نه خرابېږي. په دې چې هغه خبرې چې ما له هغو کتابونو لیکلې وې، داسې خبرې نه وې، چې بل وخت او په نورو کتابونو کې يې نه شم موندلی، یا دې د انټرنټ په بې سارې او بې سرحده دنیا کې هغه خبرې نه وي. دنیا له پوهې ډکه ده او هر دېوال په کتابونو پوښلی.

د پښتنو ژاک دریدا

0

لیکوال: هارون سمون

ژاک درېدا او او جان فرانسوا لیوتار پر لیدلوري ما یو پرزېنټېشن اخیستی دی، دا څو وخت پرې لګیا یم، راتلونکې اونۍ به یې په ټولګي کې ارایه کړم.
ژاک درېدا د ډیکانسټرکشن تیوري رامنځته کوونکی دی. ډیکانسټرکشن تیوري په ټولنپوهنه او ژبپوهنه کې خورا مهمه تیوري ده، چې د ژبې او نړۍ په مورد د انسان پخوانی لیدلوری کاملاً تغیروي. که څه هم ډیکانسټرکشن د جوړښت د تخریب مانا لري؛ خو دریدا رټ جوړښتونه نه تخریبوي، بلکې د متن د لوستنې یوه خورا نوې تګلاره راباسي. د دې تیوري کلي هدف دا دی، چې مفاهیم یوه مانا نه ښندي، بلکې مختلفالنوعه تفسیرېدای شي؛ درېدا تر دې هم وړاندې ځي او وایي، چې آن ژبه د اعتماد وړ نده.
د درېدا دا خبره زما ډېره خوښه شوې، چې ټول مفاهیم، مفکورې او جوړښتونه د ابهام او مختلفالنوعه تفسیر قابلیت لري. زما په باور درېدا هڅه کړې، چې په ټولنیزو علومو کې د پدیدو او مفاهیمو پخوانۍ تشریح په خورا بنیادي ډول چلېنج کړي او پر متن یو ډول پلورالېسټي لیدلوری تحمیل کړي.

درېدا په الجزایز کې زېږدلی او وروسته بیا فرانسې ته وکوچېد. په ۲۰۰۴ز کال کې مړ شو.

څو ورځ مخکې ما پر مفتي منیر شاکر یو څه لیکلي وو. که څه هم پر اسلامي نړۍ د دین خرافاتي حاکم تصور د مختلفو اسلامي پوهانو او علماو لخوا سخت نقد شوی دی؛ خو په پښتنو کې پدې مورد تر اوسه چا دومره کار ندی کړی، لکه مفتی منیر شاکر.

نوموړی دیني عالم نه یوازې د اسلام په اړه د افراطي او خرافاتي مسلمانانو عقاید نقدوي، بلکې د اسلام په اړه د پاکیستان په وجود کې چې اسلامي خرافاتو کوم شکل نیولی دی، خصوصاً د پښتو تصورات په ډېر بنیادي ډول سره ډیکانسټرکټ کوي او د اسلام په اړه پښتنو ته خورا ټولنپوهنیز او میانهرو روایت وړاندې کوي.

د ده په دیني دیدګاه کې تر عبادت انسان محوریت لري، ترټولو مهمه دا ده، چې مفتي منیر شاکر خټک هڅه کوي د پیر او ملا تر خرافاتي تصور لاندې پښتنو ته نجات ورکړي او دا مسله یې هر بحث او ادعا کې حسېږي.

که څه هم دی ځینې وخت ډېرې عامیانه خبرې کوي او یوه یوه ټوکه هم پکې کوي؛ خو همدا مېتود د پښتنو د پوهولو دپاره ډېر ښه دی.

نوټ: که څه هم زه د منیر شاکر خټک له ځینو نظریاتو سره بنیادي مخالفت لرم، له دریدا سره یې ما ځکه ورته والی کړی، چې د ملا خرافاتي روایت چلېنجوي او دا زموږ د جاهلې ټولنې یو ټولنپوهنیز ضرورت دی؛ ګني درېدا بېخي بل ډول نظریات لري.

ما منیر شاکر د دین دننه له دریدا سره تشبه کړی دی؛ دریدا خپله فلسفه لري او جهانشمول نظریات لري. منیر شاکر خټک صرف د پښتنو د ټولنې دپاره یو اشد ضرورت دی.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د افغانستان او نیوزلینډ ترمنځ يوازینۍ ټسټ سیالۍ سبا په هند کې پیلېږي

0

ټاکل شوې چې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ یوازینۍ ټسټ سیالۍ سبا په هند کې پیل شي.

دا سیالۍ په هند کې د افغانستان په کوربه توب پیلږي، چې وار له مخه د دواړو هېواودنو لوبډلې ور رسېدلې دي.

تر دې لوبې وړندې د نیوزیلنډ لوبغاړو دغه لوبه مهمه بللې او د بشپړ چمتووالي خبر یې ورکړی دی.
دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله له نیوزیلنډ سره ټسټ سیالۍ کوي.

دا سیالي په داسې مهال ترسره کېږي، چې په تېر نړیوال جام کې افغان لوبډلې نیوزیلنډ ته په ستر توپیر ماتې ورکړې وه.

باید یاده شي چې په دغه سیالۍ کې افغان ورو توپ اچونکی راشد خان او رحمان الله ګربز نه لوبیږي.

اور اسیا:هبت‌الله د خپل قدرت ساتلو لپاره ادارو کې د خپلو کسانو ګمارنه زیاته کړې

اور اسیا په یو تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپل قدرت ساتلو لپاره په تېرو درې کالو کې د طالبانو لیکو کې خپل کسان د پام وړ زیات کړي دي.

د راپور پر بنسټ، نوموړی د کندهار له دفتر د طالبانو سیاست پلی کوي.

راپور زیاتوی، چې نوموړي د سراج الدین حقاني او د ملا یعقوب د نفوذ مخنیوي لپاره هم ځانګړي کسان ټاکلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې کندهار کې نوموړي طالب مسوولینو ته د بشپړې پیروۍ امر کړی وو.

عبدالله عبدالله:احمدشاه مسعود له تعصب پاک شخصیت وو

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، احمدشاه مسعود له تعصبه پاکه څهره وه، چې د افغانستان تاریخ کې یې نوم په ښه ډول یادیږي.

د عبدالله په خبره، مسعود د افغانستان قومي او مذهبي تنوع څخه ژوره پوهه درلوده او تل یې هڅه کوله چې د افغانستان خلک ملي او ولسي ګټو په محور کې راټول کړي.

د یادونې ده چې نن د سنبلې اتلسمه د احمدشاه مسعود له ۲۳م تلین سره برابره ده چې پخوا دا ورځ د شهید اوونۍ په توګه کابل او یو شمېر ولایتونو کې په جمع‌او جوش نمانځل کېده.

مبین:اوسنیو چارواکو هم د پخوانیو په څېر غرور شروع کړی

د طالبانو حکومت لابیګر او د کابل د امنیه قومنداني پخواني ویاند جنرال مبین یو وار بیا د طالب چارواکو له چلند شکایت کړی.

هغه ویلي، چې د بازار منځ کې له کوچني زوی سره مرمۍ ورته تېره او ګواښ ورته شوی.

نوموړي ویلي چې ورته ویل شوي، که سر پورته کړي، نو ماغزه به یې وشېندل شي.

د مبین په خبره، پخوانیو چارواکو هم خلکو ته د خپلو ذرې موټرو له ښېښو کتل او دوی هم همداسې کوي.

د طالبانو د خوست مرستیال والي؛ پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپئ

د طالبانو د خوست مرستیال والي خپلو امنیتي سرتېرو ته امر کړی چې پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپي.

نوموړي ځاځي میدان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي، هیچاته باید اجازه ورنکړل شي، چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

په دغه نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي وه او پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.