پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 405

احمدالله علیزی:د طالبانو رسمیت‌پېژندنه که د قدرتونو د سیالیو برخه وي ستونزې جوړوي

د کابل پخواني والي، احمدالله علیزي ویلي، که روسیه د افغانستان د ثبات لپاره طالبان وپېژني، د ستاینې وړ ده؛ خو که دا د نړیوالو سیالیو برخه وي؛ نو هیواد ته به نوې ستونزې راولاړې کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان باید بیا د روسیې او امریکا د سیاسي جګړې ډګر نه شي.

هغه د اوسنیو ستونزو یوازینی حل ملي یووالی او داخلي اتفاق بللی.

د بشري حقونو فعالانو ټولنه:روسیې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو سره ټول حقونه تر پښو لاندې کړل

د بشر حقونو د فعالانو اتحادیې ویلي چې د روسیې له لوري د د طالبانو حکومت رسميت پېژندنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

دغه حقوقي بنسټ باور لري چې روسیې په دې کار سره د ملګرو ملتونو منشور، د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، او هغه ټول نړیوال تعهدات تر پښو لاندې کړي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي اقلیتونو او قومي لږکیو د ساتنې لپاره وضع شوي دي.

اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه وغندله او له مسکو څخه یې وغوښتل چې خپله پریکړه له سره وارزوي.

دا بنسټ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشر د حقونو نړیوالو مدافع بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

دادفر سپنتا:د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل د خواشینۍ وړ اقدام دی

د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، ویلي چې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه خواشینوونکی او د حېرانتیا وړ اقدام دی.

نوموړي په خپل ایکس لیکلي: «دا یوازې پیل دی؛ که ملي مقاومت پراخ نه شي، نور هېوادونه به هم د روسیې له پښو پیروي وکړي؛ دا به حتمي وي.»

نصیر احمد اندېشه:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو د ماتې په معنی ده

په ژنیو کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو دواړو لپاره د ماتې په معنی ده.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د لومړني هېواد په توګه تېره شپه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

نصیر احمد فایق:له روسیې دا ډول تمه د حیرانتیا وړ نه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، که څه هم د روسیې له لوري د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل طالبانو ته یو سیاسي امتیاز ښکاري؛ خو د افغان ولس لپاره به یې ناوړه او اوږدمهاله پایلې ډېرې وي.

نوموړی وایي، روسیې د طالبانو ملاتړ کوو او دا هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده، چې دوی اوس په رسمیت وپېژندل.

د یادونې ده، چې دغه ګام د یو شمېر نورو پخوانیو افغان چارواکو غبرګونونه هم را پارولي.

شاه محمود میاخېل:بهرني هېوادونه طالبانو ته دوامداره تکیه نشي ورکولای

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې د افغانستان د تېرو نظامونو ملاتړ بهرنیانو یوازې تر خپلې ګټې پورې کړی دی، چې نه روسانو د خلق ګوند ژغورلی، نه مجاهدین د پاکستان ملاتړ بچ کړل او نه امریکا جمهوریت وژغوره.

هغه وایي، طالبان به هم د دوامداره بهرني ملاتړ تمه ونه‌لري، ځکه چې نه روسیه، نه پاکستان او نه ایران به هغوی ته دوامداره تکیه ورکړي.

میاخېل ټینګار کوي چې افغانان باید پر یو بل اعتماد وکړي، مشروع او قانوني نظام رامنځته کړي، چې د ټول‌منلي اساسي قانون پر بنسټ ټول افغانان پکې برخه ولري.

هغه وايي، یوازې قانونمند حکومت کولای شي د خپلو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي؛ نه دا چې د پټو معاملو له لارې ثبات راشي.

ضمیر کابلوف ومنله چې «اسلامي امارت» یې په رسمیت پیژندلی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د RIA نووستي ته منلې چې “روسیې په رسمي ډول د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو حکومت) په رسمیت پیژندلی دی.”

له رسمیت پېژندلو سره سم؛د طالبانو حکومت مسکو کې پر سفارت خپل بیرغ را وځړاوه

په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت یې د روسیې له لورې په رسمیت پیژندل شوی، په ورته وخت کې طالبانو په مسکو کې د جمهوري حکومت بیرغ لیرې کړ او خپل بیرغ یې د سفارت په ودانې ورپاروه.

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم منلې چې مسکو د طالبانو اداره په رسمیت پیژندلې ده.

روسیې سفیر تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دا پریکړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په وړاندیز او د ولسمشر ولادیمیر پوتین په تایید شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا څخه د غچ اخیستو نیت نه لرو او د خبرو لپاره چمتو یوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت روانچي ویلي، سره له دې چې د امریکا له‌خوا د ایران د هسته‌يي تأسیساتو له جدي زیان وروسته، واشنګټن باندې دوی اعتماد نه لري؛ خو بیا هم تهران له امریکا سره پر دیپلماسۍ باور لري.

نوموړي د NBC شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران نور د امریکا د سختو بریدونو په بدل کې د غچ اخیستو نیت نه لري او له واشنګټن سره د خبرو اترو لپاره چمتو ده.

هغه ټینګار وکړ چې د تهران دریځ، چې له ډېرې مودې راهیسې تکرار شوی، دا دی چې د یورانیمو د غني‌سازۍ د درولو کوم پلان نه لري.

روسیې؛د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

د روسیې سفیر په دې لیدنه کې رسماً د خپل هېواد پرېکړه ابلاغ کړه چې له مخې یې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

ښاغلي ژیرنوف دا پرېکړه تاریخي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

امیر خان متقي د روسیې د دې ګام هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا به د مثبتو اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو نوې مرحله پیل کړي.