دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 390

د طالبانو حکومت:په ۱۹ ورځو کې له ایرانه له ۵ لکه ډېر افغان کډوال ایستل شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون ویلي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې لږ تر لږه ۵۰۵ زره او ۳۸۹ افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

دوی زیاتوي، یوازې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه ۳۰ زره او ۵۱۹ کسان د اسلام‌قلعه او پُل‌ابریشم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د کمیسیون په وینا، له دغو کسانو ۲۱۲ زره او ۳۲۲ تنه جبري ایستل شوي، او ۲۹۳ زره او ۶۷ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د چنګاښ په ۱۹مه هم ایران ۳۲ زره او ۷۳۸ افغانان له خاورې ایستلي دي.

د افغان کډوالو له ایرانه ایستل لا هم دوام لري.

الجزیره:اسرائیل غزه کې په تازه بریدونو کې ۱۷ تنه وژلي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسرائیل په تازه بریدونو کې په غزه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي، چې درې تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې امریکايي چارواکو د حماس او اسرائیل تر منځ د اوربند د احتمالي توافق خبر ورکړی و.

د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي، د اختلاف موارد له څلورو یو ته راکم شوي او هیله ده د اوونۍ تر پایه د ۶۰ ورځني اوربند موافقه وشي، چې له مخې به یې ۱۰ ژوندي یرغمل شوي کسان او د ۹ نورو مړي خوشې شي.

سیف الاسلام خیبر:بغلان کې د شرابو څکلو په تور شپږ تنه نېول شوي

د طالبانو حکومت په بغلان کې شپږ کسان د شراب‌و د څکلو په تور نیولي دي.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف‌السلام خیبر ویلي، دا کسان د تاله و برفک ولسوالۍ د عاشقان درې په یوه میلمه‌خانه کې د شراب څښلو پر مهال نیول شوي.

ویاند زیاتوي، نیول شويو کسان “نور غیرشرعي کارونه” هم کول.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دوی تر لومړنۍ پلټنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

سمیع سادات:د مولانا خان‌زیب وژنه د ازادۍ د مبارزینو د هدفمند قتل دوام دی

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د مولانا خان‌زیب د وژنې په تړاو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خان‌زیب په خپله سیمه کې د امن او آزادۍ یو اغېزناک او زړور غږ و، چې د مذهبي افراطیت او نیابتي ترهګرۍ پر ضد یې مبارزه کوله.

جنرال سادات ویلي، د مولانا خان‌زیب مړینه د هغو زرګونو مبارزینو د سیستماتیکې او هدفمندې وژنې تسلسل دی، چې دښمن غواړي په لر او بر افغانستان کې جهالت او افراطیت حاکم اوسي او په وینا یې بزدله دښمن یي حتی په شهادت رسولو مسؤلیت نشي اخستلی.

نوموړي د مولانا خان‌زیب کورنۍ او د ازادۍ د لارې ملګرو ته د زړه له کومي تسلیت ویلی.

هغه په پای کې ویلي: «هغه نه دی مړ، زموږ د کړنو د طریقه ژوندی دی.»

زلنسکي:له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستې بېرته پيل شوې

0

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي اعلان کړی چې د امریکا له لوري پوځي مرستې، چې څه وخت مخکې ناڅاپه بندې شوې وې، بېرته پيل شوې دي.

زلنسکي ویلي، له امریکا، په ځانګړي ډول د جنرال کیت کلوګ چې د ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی دی، ورسره پوځي همکاري روانه ده.

پخوا پینټاګون د ځینو هوايي دفاعي توغندیو او توپچي ګولیو لېږد درولی و، څو د خپلو وسلو ذخیرې وارزوي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، چې غواړي اوکراین ته نور وسلې واستوي.

د طالبانو حکومت:ډېر ژر به د کام‌ایر له لارې له خوست څخه کویټ ته مستقیمې الوتنې پیل شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د خوست نړیوال هوایي ډګر چارواکي وایي چې ډېر ژر به د کام ایر شرکت له لارې له خوست څخه کویټ ته مستقیمې سوداګریزې الوتنې پیل شي.

دوی وایي، دا لومړی ځل دی چې له خوست څخه کویټ ته مستقیمه الوتنه ترسره کېږي، او ټاکل شوې هره چهارشنبه له جولای ۲۳مې وروسته دا پروازونه ترسره شي.

چارواکي تمه لري چې دا به د ختیځو ولایتونو اوسېدونکو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.

اسراییل:پر نتانیاهو د جګړې اوږدولو تورونه دروغ او تبلیغات دي

0

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر د نیویارک ټایمز هغه راپور رد کړی چې بنیامین نتانیاهو یې د خپلې سیاسي بقا لپاره د غزې د جګړې د اوږدولو په تور تورن کړی و، او دا یې “توهین، دروغ او د بې‌اعتباره سیاسي فعالانو تکراري خبرې” بللي دي.

د دفتر په وینا، د نتانیاهو مشري ددې سبب شوې چې د نړیوالو او کورنیو مخالفتونو سره سره د حزب‌الله، د اسد رژیم، حماس او د ایران د اټومي ګواښونو پر ضد مهم عملیات ترسره شي.

بیان زیاتوي، که نتانیاهو د لوړپوړو امنیتي چارواکو مشورې منلې وای؛ نو دا بریاوې به نه وای ترلاسه شوې؛ ځکه هغوی ترې غوښتې و، چې د حماس شرایط ومني او جګړه ژر ختمه کړي.

دفتر وايي، نیویارک ټایمز چې د کومو کسانو له خولې خبرې کړې، هغوی هماغه چارواکي دي چې نتانیاهو یې مشورې رد کړې او اوس برطرفه شوي دي.

ملګري ملتونه:غزه د لوږې بې‌ساري بحران سره مخ او د ماشومانو په هدیره بدله شوې

0

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی او د مرستو رسونه تقریباً درېدلې ده.

د دې ادارې مرستیال کارل اسکائو، چې تازه له غزې راستون شوی، ویلي چې وضعیت تر بل هر وخت ډېر خراب شوی او نړیوالې ادارې د مرستو توان له لاسه ورکړی.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۹۰ زره ماشومان بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري او له هر درې کسانو یو یې ورځ بې خوړو تېروي.

بل‌خوا، د الجزیرې د راپور له مخې، تازه د اسراییلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان وژل شوي، چې ۱۱ یې د خوړو د مرستې د ترلاسه کولو په لیکه کې ولاړ وو.

د المان د کورنیو چارو وزیر:چمتو یو چې د طالبانو له حکومت سره د مجرمو افغان کډوالو د بېرته لېږلو هوکړه وکړو

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، چمتو دی له هغو کسانو سره چې په افغانستان کې مسؤلیت لري، هوکړې ته ورسیږي، څو مجرم افغانان بېرته افغانستان ته واستول شي.

هغه ویلي، دا اقدام د آلمان د امنیت لپاره مهم دی او باید له افغانستان سره د رسمي اړیکو نشتوالی خنډ نه شي.

دوبرینت زیاته کړې، که طالبان یو استازی برلین ته واستوي؛ نو ښايي له دوی سره له رسمي پېژندنې پرته هم پر عملي موضوعاتو هوکړه وشي.

د یادونې ده چې تېر کال په اسد میاشت کې آلمان یو ځل ۲۸ افغانان چې مجرمین وو، کابل ته استولي وو او هغه وخت د دې بهیر منځګړیتوب قطر کړی و.

کاناډا:د نړیوالې جزایي محکمې له هغه حکم ملاتړ کوو چې د طالب مشرانو د نېولو لپاره یې کړی

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د دوو مشرانو د نیولو حکم ته په غبرګون کې ویلي چې د نړیوالې جزايي محکمې له پرېکړې ملاتړ کوي او غواړي چې طالبان د خپلو کړنو حساب ورکړي.

کاناډا د طالبانو حکومت له خوا د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د نقض له امله ژوره اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د افغانانو حقونه دې رعایت کړي.

کاناډا ویلي چې د نړیوالې محکمې د څارنې د دفتر خپلواکۍ ته درناوی لري او د طالبانو پر ضد د نړیوالو حقوقي هڅو ملاتړ کوي.

نړیوالې محکمې تېره اونۍ د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده او د دې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم ورکړی، ځکه دوی د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او تعقیب په جرم تورن دي.