دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 389

فارس خبري اژانس:د اسرائیلو هوایي برید کې ولسمشر پزشکیان برسېرن ټپي شوی

0

فارس خبري اژانس وایي، چې د جون ۱۵مه اسراییلو په تهران کې د ایران د ملي امنیت شورا پر غونډې هوایي برید کړی و، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پکې د وتلو پر مهال په پښه ټپي شوی دی.

فارس لیکلي، چې دا برید د اسراییلي جنګي الوتکو له‌خوا د شپږو بمونو یا توغندیو په واسطه ترسره شوی، څو د ودانۍ د ننوتو او وتلو لارې بندې کړي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر پزشکیان او نور مشران د اضطراري لارې له‌خوا وتلي؛ خو ځینې یې برسېرن ټپیان شوي دي.

فارس د پزشکیان د دفتر له قوله ویلي، چې دا برید د ولسمشر د وژنې هڅه وه.

تر اوسه اسراییلو د دغو ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ۲۰۲۵ لومړۍ نیمایي کې؛د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري نږدې ۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې

د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۹۸۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده، چې ۲۷۷ میلیونه یې د افغان صادراتو برخه ده.

د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي، چې افغانستان پاکستان ته پنبې، سکاره، پياز، رومي، ممپلي، کشمش، ماش او تالک ډبره صادره کړې ده، او له هغه هېواده یې د ۷۱۲ میلیونه ډالرو واردات کړي، چې پکې سیلا وریجې، درمل، بوره، د پنبې ټوکر او صنعتي مواد شامل دي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي له پاکستان سره د دوامدارو سوداګریزو او دیپلوماتیکو اړیکو پر اړتیا ټینګار کوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر:جرمني کې د افغانستان قونسلګري د طالبانو حکومت ته سپارو

جرمني په برلین کې د افغان سفارت قونسلګري برخه د طالبانو حکومت ته سپاري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرنت ویلي، هدف یې له جرمني افغانستان ته د مجرمینو شړل دي او د دې چارې لپاره له اړوندو طالب چارواکو سره خبرو ته چمتو دی.

نوموړی وایي، چې دا چاره هیڅ وخت د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم دې برخه کې ورسره همغږی دی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دوی هم د خپلو کډوالو منلو ته چمتو دي؛ خو المان باید ورسره مرسته وکړي، چې دوی بیا مېشتېدنه کې خپل ژوند جوړ کړي.

ننګرهار؛د طالبانو حکومت خبریال عزیز وطنوال نېولی

د طالبانو حکومت ننګرهار کې خبریال عزیز وطنوال او د هغه دوه ملګري نیولي.

د نوموړي کورنۍ هم د هغه د نیولو خبر تائید کړی او ویلي یې دي، چې وطنوال لس بجې په خپل کور کې له دوو ملګرو سره یو ځای نیول شوی.

یو شمېر ځایي سرچینې وایي، چې د عزیز وطنوال ملګري خوشي شوي؛ خو دی بندي دی.

تر اوسه ځايي طالب مسولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې وطنوال تر ۲۰۲۱ کال پورې له بېلابېلو رسنیو سره دنده ترسره کړې؛ خو دمګړۍ بې دندې وو.

نتانیاهو ټرمپ ته:که ایران د اټومي وسلو جوړولو ته مخه کړي، نظامي بریدونه به بیا پیل کړو

0

وال‌ستریت ژورنال راپور ورکړی چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه خصوصي لیدنه کې له ډونالډ ټرمپ سره ویلي، که ایران د اټومي وسلو جوړولو هڅې بیا پیل کړي، اسراییل به نوې نظامي حملې ترسره کړي.

راپور زیاتوي، ټرمپ د اسراییلو د دغه پلان مخالفت نه دی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې دی د ایران په وړاندې د یوه دیپلوماتیک حل ملاتړ کوي.

یو لوړپوړي اسراییلي چارواکي ویلي، که څه هم اسراییل د امریکا رسمي اجازې ته اړتیا نه ویني؛ خو که ایران پراخ اټومي فعالیتونه بیا پیل کړي، ممکن ټرمپ د دیپلوماتیکو هڅو د ژغورلو لپاره د نتانیاهو مخالفت وکړي.

قطر؛نړۍ سره د طالبانو حکومت د اړیکو پراختیا په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې

نن په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ناسته کې د افغانستان او قطر د اړیکو، د دیپلوماتیکو تماسونو د پراخېدو او د سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحث شوی.

په دې لیدنه کې امیرخان متقي د قطر له طالبانو حکومت سره اړیکې مهمې وبللې او د دې هېواد ملاتړی رول یې وستایه.

ډاکټر القاشوطي هم د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر ودې وبللې او د افغانستان د بهرنیو اړیکو د پراختیا لپاره یې د قطر د همکاریو ژمنه وکړه.

ترکمنستان؛د طالبانو حکومت سفیر د پاکستان له سفیرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

په ترکمنستان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د پاکستان له سفیرې فریال لغاري سره لیدلي دي.

دواړو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو او د ویزو اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستانۍ سفیرې ژمنه کړې چې دغه موضوعات به له خپل حکومت سره شریکوي.

نوموړې د کابل او اسلام‌اباد ښې اړیکې مهمې بللي او د ستونزو د حل لپاره یې د اړیکو پراختیا اړینه ګڼلې ده.

ریچارډ بنیټ:د طالبانو حکومت د مشرانو د نیولو په تړاو د نړیوالې جنایي محکمې د حکم هرکلی کوم

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د طالبانو حکومت د مشرانو پر ضد د نړیوالې جنايي محکمې د نیولو حکم ستایلی او دا یې د معافیت فرهنګ پر ضد مهم ګام بللی دی.

بنیټ ویلي، دا پرېکړه ښځو، نجونو او افغان ولس ته دا پیغام ورکوي چې غږ یې اورېدل شوی او درناوی یې شوی دی.

د نړیوالې جنايي محکمې په وینا، د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده او قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ پورې د ښځو او زیانمنو ډلو پر وړاندې بشري ضد جنایتونه کړي.

د طالبانو حکومت دا حکم بې‌اساسه او بې‌اغېزې بللی.

د طالبانو حکومت:په ۱۹ ورځو کې له ایرانه له ۵ لکه ډېر افغان کډوال ایستل شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون ویلي، چې په تېرو ۱۹ ورځو کې لږ تر لږه ۵۰۵ زره او ۳۸۹ افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.

دوی زیاتوي، یوازې د چنګاښ په ۲۰مه نېټه ۳۰ زره او ۵۱۹ کسان د اسلام‌قلعه او پُل‌ابریشم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د کمیسیون په وینا، له دغو کسانو ۲۱۲ زره او ۳۲۲ تنه جبري ایستل شوي، او ۲۹۳ زره او ۶۷ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د چنګاښ په ۱۹مه هم ایران ۳۲ زره او ۷۳۸ افغانان له خاورې ایستلي دي.

د افغان کډوالو له ایرانه ایستل لا هم دوام لري.

الجزیره:اسرائیل غزه کې په تازه بریدونو کې ۱۷ تنه وژلي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسرائیل په تازه بریدونو کې په غزه کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي، چې درې تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې امریکايي چارواکو د حماس او اسرائیل تر منځ د اوربند د احتمالي توافق خبر ورکړی و.

د ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ویلي، د اختلاف موارد له څلورو یو ته راکم شوي او هیله ده د اوونۍ تر پایه د ۶۰ ورځني اوربند موافقه وشي، چې له مخې به یې ۱۰ ژوندي یرغمل شوي کسان او د ۹ نورو مړي خوشې شي.