شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 39

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړی:د پاکستان پوځ په افغانستان کې ټي‌ټي‌پي لټوي؛ خو باړه کې یې مخه نشي نېولی

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي عبدالغني اپرېدي د باړې په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ارګانونو پر فعالیت شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې وسله‌وال طالبان هلته په ښکاره ګرځي او خلک ځوروي.

نوموړي د پاکستان پر پوځي او امنیتي مشرانو غږ کړی چې د دغه وضعیت مخه ونیسي.

د هغه په وینا، امنیتي ادارې ادعا کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه پېژني، خو په خپله سیمه کې د لسګونو وسله‌والو مخه نه شي نیولی.

په همدې حال کې مولانا فضل الرحمن هم ویلي چې د شپې له خوا په سیمه کې واک د وسله‌والو په لاس کې وي او پولیس په تاڼو کې دننه پاتې کېږي.

حمدالله فطرت:پاکستاني ځواکونو په څو سرحدي ولایتونو کې د توپونو او هاوانونو بریدونه کړي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي ځواکونو د افغانستان په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې د توپونو او هاوانونو پراخ بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست په ځینو سیمو کې ترسره شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ کې د دغو بریدونو له امله درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، په نورو ولایتونو کې هغه سیمې چې د هاوانونو تر برید لاندې راغلې وې مخکې له مخکې تخلیه شوې وې، له همدې امله هلته د سر د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

هغه همدارنګه ویلي چې د دغو بریدونو له امله په یو شمېر سیمو کې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.

ولادیمیر زلنسکي:د ایران د ملاتړ لپاره د بهرنیو پوځیانو د لېږلو احتمال شته

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې روسیې د ایران له حکومت سره د بې‌پیلوټه الوتکو په برخه کې ملاتړ پیل کړی او امکان لري چې د توغندیو او هوايي دفاع په برخه کې هم مرستې وکړي.

زلنسکي په یوه مرکه کې ویلي، اوسمهال اساسي پوښتنه همدا ده چې کوم هېواد به لومړی د ایران د رژیم د ملاتړ لپاره خپل پوځیان ولېږي.

هغه زیاته کړې چې ورته حالت مخکې هم رامنځته شوی و، کله چې شمالي کوریا شاوخوا ۱۰ زره سرتېري روسیې ته ولېږل، چې اوس هلته ځای پر ځای شوي او ښايي د جګړې لپاره اوکراین ته واستول شي.

د زلنسکي په خبره، ورته سناریو ښايي په ایران کې هم تکرار شي او روسیه خپل پوځیان دغه هېواد ته واستوي.

د جرمني لومړی وزیر:اندېښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه پلان نه لري

0

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس په تازه څرګندونو کې ویلي چې اندېښنه لري ښايي امریکا او اسراییل د ایران سره د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره روښانه او عملي پلان ونه لري.

مرتس دغه څرګندونې په برلین کې د چک جمهوریت له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د هغه په وینا، شاوخوا یوه اوونۍ کېږي چې امریکا او اسراییل له ایران سره په جګړه کې ښکېل دي.

نوموړي زیاته کړې چې د جګړې له پیل وروسته د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې د راتلونکې، پای او احتمالي پایلو په اړه پوښتنې او اندېښنې زیاتې شوې دي.

د جرمني لومړي وزیر ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د موندلو هڅې زیاتې کړي.

امیرخان متقي؛د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه‌اړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمې پر وروستیو سیاسي او امنیتي تحولاتو د نظر تبادله شوې ده.

دواړو لورو د منځني ختیځ وروستی وضعیت اندېښمنوونکی بللی او پر ایران د امریکا او اسراییل بریدونه او د جګړې د پراخېدو هڅې یې غندلې دي.

په دې ټلیفوني خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعیت هم بحث شوی او د افغانستان لوري د پاکستان د بریدونو او د طالبانو حکومت د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه خپل دریځ روښانه کړی دی.

عباس عراقچي:نړیواله ټولنه دې د امریکا او اسراییل د بریدونو غندنه وکړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په ټلیفوني خبرو کې د امریکا او اسراییلو د وروستیو بریدونو او د هغوی د احتمالي پایلو په اړه بحث کړی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، عراقچي په دې خبرو کې د غیرنظامي مرکزونو په نښه کېدو ته په اشارې ویلي چې دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړونه ده.

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دغو بریدونو پر وړاندې روښانه دریځ خپل کړي او هغه په ښکاره ډول وغندي.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیول شي.

هغه همدارنګه په سیمه کې د روانو نښتو د بشري او امنیتي پایلو د مهارولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان په اړه؛د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو انلاین غونډه کړې

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله اېرګاشیف د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنه له ځانګړي استازي ګېل برتران سره انلاین غونډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په دې غونډه کې دواړو لورو د سیمې پر امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

همدارنګه د ازبکستان او اروپايي ټولنې استازو د افغانستان اړوند د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث او د همغږۍ پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

د غونډې ګډونوالو ویلي چې د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو لپاره مهم دی او اړتیا ده چې د افغانستان په تړاو نړیواله همکاري او ډیپلوماټیکې هڅې لا پیاوړې شي.

مولوي عبدالسلام ضعیف:د خلیج او عربي هېوادونو لپاره د ګډ ائتلاف جوړولو ذهبي فرصت دی

په پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي، چې اوس د خلیج او نورو عربي هېوادونو لپاره یو مهم او ذهبي فرصت برابر شوی څو په خپل منځ کې قوي ائتلاف رامنځته کړي.

نوموړي ویلي، عربي هېوادونه کولای شي د فدرالي حکومت په څېر یو ګډ نظام جوړ کړي او ځینې مهم بنسټونه لکه نظامي او استخباراتي ارګانونه سره یوځای او همغږي کړي.

د هغه په وینا، د دغه ډول همکارۍ له لارې به یاد هېوادونه وکولای شي چې امریکایي اډو ته ځواب ورکړي او ټکنالوژۍ ته وده ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:ایران که په هرمز تنګي کې ماینونه ځای پر ځای کړي، بې ساری پوځي غبرګون به وویني

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران په هرمز تنګي کې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي وي او له سمدستي لرې کولو پرته پاتې شي، نو د ایران پر ضد پوځي اقدامات به “په تاریخ کې بې ساري” وي.

ټرمپ په خپل ایکس ټروت سوشیال پاڼه، ویلي چې که ماینونه لرې شي، نو دا به د اړیکو په ښه کولو کې لوی ګام وي.

هغه همدارنګه وویل چې د امریکا ځواکونه به د نشه يي توکو قاچاقو ضد ټکنالوژي او توغندي وکاروي ترڅو هر هغه کښتۍ یا بیړۍ چې د هرمز تنګي ماینونه ځای پر ځای کوي، په چټک او زوردار ډول له منځه یوسي.

شهباز شریف؛د علي خامنه اي پر وژل کیدو د امریکا او متحدینو ملاتړ کړی، خو مجتبی خامنه اي ته یې د مذهبي شراکت لاس غځولی

0

هغه مهال چې د امریکا او اسرائیل په ګډو هوایي بریدونو کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي ووژل شو او ایران په ځوابي بریدونو کې په سیمه کې د امریکا اډې هدف وګرځولې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران بریدونه وغندل او په زغرده یې له امریکا او متحدینو خپل ملاتړ اعلان کړ؛ تازه یې د ایران نوي رهبر مجتبی خامنه اي ته په یو لیک کې د هغه د پلار علي خامنه اي د وژل کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړې او په عین حال کې یې د ستر رهبر د مسؤلیتونو د منلو مبارکي ورکړې ده.

شهباز شریف په خپل پیغام کې مجتبی خامنه اي ته لیکلي، چې د پاکستان او ایران اړیکې د ګډ دین، تاریخ، کلتور او ژبې پر بنسټ ولاړې دي.

شهباز شریف زیاته کړې، چې پاکستان به له ایران سره د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو لپاره د متقابلو همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه په ټولو برخو کې نږدې کار ته دوام ورکړي.