دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 385

ون ډایور:په امریکا کې افغان کډوالو ته د کار اجازه لغوه شوې

د افغان‌ایواک سازمان رییس، شان ون ډایور، ویلي چې د افغانانو لپاره د امریکا د لنډمهالي محافظتي حالت (TPS) پروګرام پای ته رسېدلی دی.

نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، دا په دې معنا ده چې افغانان نور د کار اجازه نه لري او ښايي د امریکا د کډوالۍ ادارې لخوا له هېواده وایستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

د تهران د ښوونکو اتحادیه:افغان کډوال له توهین او تاوتریخوالي ډک چلند سره ایستل کېږي

د تهران د ښوونکو صنفي اتحادیې د افغان مهاجرو د جبري ایستلو پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا عمل له توهین، تحقیر او تاوتریخوالي سره مل دی.

یادې اتحادیې په خپل بیان کې ویلي، زرګونه افغان ماشومان، په ځانګړي ډول نجونې، چې کلونه یې په ایران کې زده‌کړې کړې وې، د ایستلو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

اتحادیې د هغو ماشومانو ایستل، چې له سرپرست پرته دي، له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او غوښتنه یې کړې چې دا عمل ژر تر ژره ودرول شي او ټولو ماشومانو ته د زده‌کړې مساوي فرصت برابر شي.

په ورته وخت کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي، په دې وروستیو کې ۸۰ زره افغان ماشومان له ایرانه راشړل شوي، چې ۶۷۰۰ پکې بې‌سرپرسته دي.

ذبیح الله مجاهد:شیخ هبت‌الله اخوندزاده کندهار کې له میرویس روغتون لیدنه کړې

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده نن د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت‌الله په دې لیدنه کې مریضانو سره کتلي، ډاکترانو او مسئولینو ته یې لازمې لارښونې کړې او طبي پرسونل او د روغتون عمله یې لا ډيره تشویق کړې ده.

مجاهد زیاته کړې، چې شیخ هبت الله سره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ملګری و.

صادق خان:له افغانستانه د سکرو واردوونکو سوداګرو ستونزې له کابل سره شریکوو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي، له هغو پاکستاني سوداګرو سره یې لیدلي چې له افغانستانه د ډبرو سکاره واردوي.

نوموړي ویلي، د یادو سوداګرو د اسنادو او ترانزیټ اړوند شکایتونه یې اورېدلي دي.

صادق خان وایي، دا ستونزې به له افغان لوري سره شریکې کړي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو د کوچنیو سوداګرو ملاتړ کولی شي د پولې دواړو غاړو ته اقتصادي وده ورکړي.

عبدالله عبدالله:ایران دې د افغان کډوالو پر وړاندې پالیسي بدله کړي

د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ایران له لوري د افغان کډوالو ډله‌ییزې را اېستنې باندې اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړي ویلي چې دغه جبري اخراج د خلکو ستونزې څو برابره کړې دي.

هغه له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د کډوالو په اړه خپله پالیسي بیا وڅېړي او د باعزته، رضاکارانه او تدریجي ستنېدو ته زمینه برابره کړي.

عبدالله له ایراني ولس او چارواکو د تېرو کلونو د مېلمه‌پالنې مننه کړې؛.خو ټینګار یې کړی چې د کډوالو د مال او ملکیت خوندیتوب ته باید پام وشي.

متحده عربي اماراتو کې؛طالب سفیر د خلیفه بن زاید ال‌نهیان موسسې له رییس غوښتي چې افغان کډوالو سره مرستې وکړي

په متحده عربی اماراتو کې د طالبانو حکومت سفیر بدرالدین حقاني د خلیفه بن زاید آل نهیان خیریه مؤسسې له رئیس سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د افغانستان عمومي وضعیت ترڅنګ له ایران او پاکستان څخه را اېستل شویو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې شوې دي.

طالب سفیر د تازه راستنو شوو کډوالو د اړتیاوو او روغتیایي ستونزو د حل برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

ورته مهال بیا د دغې موسسې رییس له کډوالو سره د مرستو ډاډ ورکړی.

خیبرپښتونخوا؛وروستیو بارانونو شپږ تنه وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو درنو بارانونو له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي، چې څلور یې ماشومان دي، او یو تن بل ټپي شوی دی.

د صوبایي بېړني مدیریت ادارې له مخکې خبرداری ورکړی و چې د جولای له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې به د مونسون بارانونه سېلابونه او نورې طبیعي پېښې رامنځته کړي.

په باجور کې یوې ښځې د خپل کور د دیوال د نړېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی او په خیبر کې دوه ماشومان سېلاب وړي چې د یو مړی موندل شوی او د بل لټون روان دی.

په کوهاټ کې یو سړی د کور د چت پرېوتو له امله وژل شوی او په مالاکنډ کې دوه ماشومان د دیوال نړېدو له امله مړه شوي دي.

سرچینې:ایران افغانانو ته د ویزو د ورکړې پروسه سخته کړې

یو شمېر سرچینې وايي، چې ایران افغانانو ته د ویزو ورکولو لپاره نوې پالیسي جوړ کړه.

د دې پالیسي پر اساس، ایران افغانانو ته کاري، سیاحتي او طبي ویزې ورکوي، چې د درې واړو پروسه تر پخوا سخته شوې.

کاري ویزې یوازې د ایرانيانو له خوا د یو افغان کارګر د غوښتلو په صورت کې ورکول کېږي او سیاحتي ویزې بیا هغه چاته ورکول کېږي، چې لومړۍ درجه خپلوان یې په ایران کې وي.

په همدې حال کې بیا طبي ویزې افغانستان کې د روغتونونو له تصدیق وروسته ورکول کېږي.

تر اوسه ایران په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لپاره؛د اسلامي همکاریو سازمان او مالیزیا ځانګړو استازو د دوحې کاري ډلې په اړه خبرې کړې

د اسلامي همکاریو سازمان وايي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د مالیزیا له ځانګړي استازي احمد عظم عبدالرحمن سره کتلي دي.

په دغه لیدنه کې دواړو استازو د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو بدلونونو او د دوحې د کاري ډلې د فعالیتونو پر پایلو خبرې اترې کړي.

دغه کتنه د افغانستان د وضعیت د ارزونې او د ګډو همغږیو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.

سید اکبر اغا:د طالبانو حکومت دې د ایران سفیر احضار کړي، څو د مهاجرینو په اړه د بشر حقوق مراعت شي

پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا ویلي، چې د ایران حکومت په ظلم او بې‌رحمۍ سره د افغان کډوالو ایستل پیل کړي، او د دې وضعیت تر شا د ایران د ولس چوپتیا هم د اندېښنې وړ ده.

نوموړي ویلي چې د ایران د سني او شیعه اختلافاتو له امله هم افغان مهاجر له تبعیض سره مخ دي.

اکبر اغا وړاندیز کړی، چې د طالبانو حکومت باید د معمول په ډول د ایران سفیر احضار کړي او له هغه څخه وغواړي، چې د مهاجرینو د ایستلو پر مهال د بشر حقوق رعایت او دوستانه، محطاطانه چلند وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا اقدام نه یوازې د طالبانو د حکومت د مسوولیت اداء ده، بلکې دا به ایران ته هم دا ور په یاد کړي، چې د یوه ګاونډي په توګه څه مسؤولیتونه لري، او دا به د دواړو هېوادونو د راتلونکي لپاره په خیر تمام شي.