یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 379

بلوچستان؛قلات کې د مسافرو پر ډک بس وسله‌وال برید شوی

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلات سیمه کې پر یو مسافر وړونکي بس وسله‌وال برید شوی، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه برید “ترهګریز” بللی او وایي چې د بریدګرو د نیولو لپاره تعقیبي عملیات پیل شوي دي.

عیني شاهدان وایي، وسله‌وال کسانو پر بس ناڅاپي ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي او د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو شاهد دی.

خواجه آصف:د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره د بهرني سیاست او دفاع په برخو کې خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی.

نوموړي ویلي، د پاکستان اساسي قانون بهرني سیاست او دفاع یوازې د فدرالي حکومت صلاحیت ګڼي او ایالتونه دا واک نه لري.

آصف ټینګار کړی چې د افغانستان سره هر ډول خبرې او تعامل باید د فدرالي حکومت له لارې او د قانوني میکانیزمونو له مخې ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې ملي پالیسي له فدرالي چوکاټ څخه بهر پرمخ یوسي.

د طالبانو حکومت:لوړ پوړی ازبېک پلاوی نن غرمه کابل ته را ورسېد

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن غرمه کابل ته په رسمي سفر ورسېد.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، دغه پلاوی به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند به هم له سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سیمه‌ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.

حمدالله فطرت:هغه اندېښنې بې ځایه دي، چې ګواکې مونږ د برېتانیا له لوري افشاء شوي افغانان تر څار لاندې نیولي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې د شیخ هبت‌الله له لوري اعلان شوې عمومي عفوه لا هم پر خپل ځای ده او ټولو ته یې مصؤنیت ورکړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅوک د پخوانیو کړنو له امله نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم تر تعقیب لاندې دي.

فطرت هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکې د برېتانیې له‌خوا د افشا شويو اسنادو له مخې یو شمېر پخواني چارواکي یا امنیتي کسان د څار لاندې دي.

نوموړي وویل: «د دغو کسانو اړوند ټول اسناد له مخکې زموږ له ادارو سره شته، موږ ته د برېتانیوي افشا شويو اسنادو ته اړتیا نشته.»

نوموړي زیاته کړې، دا ډول اوازې یوازې د خلکو د وېرې او اندېښنې لپاره خپرېږي او «اسلامي امارت» له هېچا سره انتقامي چلند نه کوي.

تلګراف:طالبانو د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰ زیات پخواني افغان سرتېري وژلي

د بریتانیې تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې تر اوسه له ۲۰۰ زیات د پخواني افغان حکومت سرتېري او پولیس، چې له بریتانیوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، د دغو کسانو نوملړ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو افشا له لارې طالبانو ته رسېدلی او د طالبانو ځانګړي ځواک “یرموک ۶۰” د دوی په لټه کې ګومارل شوی.

تلګراف لیکلي، چې دې نوملړ کې هغه افغانان شامل وه چې د بریتانیې د دفاع وزارت د پناه غوښتنې پروګرام لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

سیف الاسلام خیبر:پکتیکا کې دیني مقدساتو او پیغمبر ته د سپکاوي په تور یوه تن ته د مرګ سزا واورول شوه

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي چې د پکتیا ولایت د جانخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعلیم خاموش چې د اسلامي مقدساتو، او په ځانګړې توګه د حضرت محمد (ص) د سپکاوي په تور نېول شوی و، د ابتدايي محکمې له لوري ورته د مرګ سزا اورول شوې.

خیبر ویلي، چې نوموړی د محتسبینو او علماوو د راپور پر بنسټ نیول شوی، او د شرعي اسنادو او د هغه د اعترافونو له مخې ابتدايي محکمې دا سزا پر نوموړي تطبیق کړې ده.

خیبر زیاته کړې چې د اسلامي ټولنې د روحيې تخریب او د شرعي حدودو ښکاره سرغړونه يو لوی جرم او ګناه ده؛ نو په همدې اساس یاد کس ته د مرګ سزا اورول شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:نن کابل د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پروژې درې‌ اړخیزه غونډې کوربه‌توب کوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې‌ اړخیزې اورګاډي پروژې (UAP) غونډه جوړیږي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د درې‌ واړو هېوادونو د اورګاډو ادارې هم برخه واخلي او د دې پروژې درې‌ اړخیز تړون به هم لاسلیک شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغلی، څو له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

UAP پروژه ازبکستان له پاکستان سره د افغانستان له لارې نښلوي، او هدف‌یې د منځنۍ آسیا د بندرونو سره وصلول دي.

محمد اشرف غني:پخوا افغانستان د ایران لپاره د شیدو غټه غوا وه

د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې پخوا ایرانیانو ته افغانستان د شیدو یوه غټه غوا وه.

هغه وایي، چې ایران کال کې تر څلور یا پنځه میلیارده ډالر صادرات درلودل؛ خو موږ ۵۰ کاله مفته اوبه ورکړې چې میلیاردونه ډالر ارزښت یې درلود.

نوموړی زیاتوي، چې افغانانو ته باید ثابته شي چې تر دې وړاندې مو په بل هر نوم ځان یادوو؛ خو نن ورځ ګاونډي هېواد فقط د افغان په سترګه درته ګوري او په همدې نوم مو خپل هېواد ته شړي.

ښاغلي غني زیاته کړې:«اوس نه مذهبي چارې مو په درد خوري، نه پخوانۍ رېښې او نه هغه جنګسالاران چې د دوی کارونه مو کول. د دوی اوازونه نن چیرې دي؟ باټې یې چې وهلې چیرې دي؟»

هغه دغه راز ویلي، چې دا خاوره پاللو ته ضرورت لري او په وینا یې د فکرونو منسجم کېدل او د لاسونو یو ځای کولو سره به لاره پیدا کړو.

محمد اشرف غني:د مهاجرو زجرېدلي حالات د ټولو افغانانو زړونه درولي

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان مهاجرو د جبري ایستلو پر وړاندې خپله ژوره اندېښنه او خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه ویلي، چې د دې مهاجرو دردونکې صحنې، په تېره بیا د افغانستان لوېدیځو پولو کې، د هر افغان زړه ژوبلوي.

محمد اشرف غني په یو تازه پیغام کې ویلي:«د خپلو راستنېدونکو کوچنیانو اوښلنې سترګې، د خپلو همزولو کږې شوې ملاوې، د خپلو لوڼو، خویندو او میندو ترهېدلي کاته، له مبهمې راتلونکې د خپلو ځوانانو نهیلې بڼې مې په څړیکوڅړیکو د زړه تر تله لارې کوي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې اوس د چپ پاتې کېدو وخت نه دی، ځکه که د وضعیت بې‌پامۍ ته دوام ورکړل شي؛ نو دا روان بحران به یوې بشپړې انساني فاجعې ته لار هواره کړي.

ښاغلي غني ویلي، اوس تر هر بل وخت د یووالي، ثبات، سوکالۍ او ملي اجماع لپاره کلک هوډ ته اړتیا ده، تر څو افغانان دا تاریخي ازمېښت په بریا وځپي.

ستارمر:د افغانانو د معلوماتو افشا د تېر حکومت جدي ناکامي وه، پخواني وزیران باید ځواب ووايي

د بریتانیا لومړي وزیر کییر ستارمر ویلي، چې د محافظه‌کار حکومت پخواني وزیران باید د هغو معلوماتو د افشا مسؤلیت واخلي، چې د زرګونو افغان همکارانو شخصي جزئیات یې بربنډ کړل.

نوموړي دا پېښه، چې په فبرورۍ ۲۰۲۲ کې رامنځته شوې وه، د تېر حکومت له “جدي ناکامیو” څخه یاده کړې او ویلي یې دي چې اوسنی حکومت یې له بدو پایلو سره مخ دی.

په دې افشا کې د نږدې ۱۹ زره هغو افغانانو معلومات خپاره شوي وو، چې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته یې بریتانیا ته د مهاجرت غوښتنه کړې وه.