یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 377

کابل هوايي ډګر؛یو ایرانی وګړی د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور نیول شوی

د طالبانو حکومت سرحدي پولیسو یو ایراني وګړی د کابل په هوايي ډګر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولی دی.

ویل شوي، دغه کس هڅه کوله چې ۴ کیلو هیروئین استانبول ته ولېږدوي.

د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي وايي، دا پېښه د چنګاښ په ۲۶مه شوې؛ خو د نیول شوي کس نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:کابل ته د ازبکستان او پاکستان د چارواکو راتللو موخه د افغان ټرانس پروژې هوکړه لاسلیک‌کول دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل ته د پاکستان او ازبکستان د لوړ پوړو پلاوو د سفر موخه سیاسي‌ او قتصادي خبرې او د “افغان ټرانس” ریل پټلۍ د امکان‌ ارزونې هوکړه‌لیک لاسلیکول دي.

بل لورته بیا کابل ته تر رسېدو وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او تمه ده د طالبانو حکومت له رییس‌الوزرا سره هم وګوري.

د دواړو هیوادونو د ترانسپورت وزیران هم له دغو پلاوو سره مل دي.

د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې به درې‌اړخیزې سیاسي مشورتي ناستې وشي او له هغې وروسته به د “افغان ټرانس” پروژې هوکړه‌لیک په ارګ کې لاسلیک شي.

پر سوریې د اسراییلو له برید وروسته؛ترکیې له اسراییلو سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې

0

ترکیې د اسراییلو له‌خوا د دمشق تر بمبار وروسته خپل رسمي اعتراض د استخباراتو له لارې اسراییلي چارواکو ته رسولی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سیمې له هېوادونو او امریکا سره اړیکې نیولي او ویلي یې دي چې هېواد یې له اسراییلو سره ټولې سوداګریزې اړیکي پرې کړي او خپل سفیر یې له تل‌ابیب را غوښتی دی.

ترکیې ټینګار کړی چې د سوریې په شخړه کې د ښکېلتیا اراده نه لري؛ خو د احمد شرع په مشرۍ د سوریې د نوي حکومت ملاتړ کوي.

اسراییلو پرون د سوریې پلازمېنه دمشق بمبار کړ او د دفاع او کورنیو چارړ وزارت ودانۍ یې په نښه کړه چې د دواړو وزارتونو ۱۵ سرتېري وژل شوي دي.

بلوچستان؛قلات کې د مسافرو پر ډک بس وسله‌وال برید شوی

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلات سیمه کې پر یو مسافر وړونکي بس وسله‌وال برید شوی، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو دغه برید “ترهګریز” بللی او وایي چې د بریدګرو د نیولو لپاره تعقیبي عملیات پیل شوي دي.

عیني شاهدان وایي، وسله‌وال کسانو پر بس ناڅاپي ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي او د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو شاهد دی.

خواجه آصف:د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره د بهرني سیاست او دفاع په برخو کې خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی.

نوموړي ویلي، د پاکستان اساسي قانون بهرني سیاست او دفاع یوازې د فدرالي حکومت صلاحیت ګڼي او ایالتونه دا واک نه لري.

آصف ټینګار کړی چې د افغانستان سره هر ډول خبرې او تعامل باید د فدرالي حکومت له لارې او د قانوني میکانیزمونو له مخې ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې ملي پالیسي له فدرالي چوکاټ څخه بهر پرمخ یوسي.

د طالبانو حکومت:لوړ پوړی ازبېک پلاوی نن غرمه کابل ته را ورسېد

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن غرمه کابل ته په رسمي سفر ورسېد.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، دغه پلاوی به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند به هم له سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سیمه‌ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.

حمدالله فطرت:هغه اندېښنې بې ځایه دي، چې ګواکې مونږ د برېتانیا له لوري افشاء شوي افغانان تر څار لاندې نیولي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه تازه ټویټ کې ویلي، چې د شیخ هبت‌الله له لوري اعلان شوې عمومي عفوه لا هم پر خپل ځای ده او ټولو ته یې مصؤنیت ورکړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېڅوک د پخوانیو کړنو له امله نه نیول شوي، نه وژل شوي او نه هم تر تعقیب لاندې دي.

فطرت هغه راپورونه ناسم وبلل، چې ګواکې د برېتانیې له‌خوا د افشا شويو اسنادو له مخې یو شمېر پخواني چارواکي یا امنیتي کسان د څار لاندې دي.

نوموړي وویل: «د دغو کسانو اړوند ټول اسناد له مخکې زموږ له ادارو سره شته، موږ ته د برېتانیوي افشا شويو اسنادو ته اړتیا نشته.»

نوموړي زیاته کړې، دا ډول اوازې یوازې د خلکو د وېرې او اندېښنې لپاره خپرېږي او «اسلامي امارت» له هېچا سره انتقامي چلند نه کوي.

تلګراف:طالبانو د افشا شویو معلوماتو پر بنسټ له ۲۰۰ زیات پخواني افغان سرتېري وژلي

د بریتانیې تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې تر اوسه له ۲۰۰ زیات د پخواني افغان حکومت سرتېري او پولیس، چې له بریتانیوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

راپور زیاتوي، د دغو کسانو نوملړ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو افشا له لارې طالبانو ته رسېدلی او د طالبانو ځانګړي ځواک “یرموک ۶۰” د دوی په لټه کې ګومارل شوی.

تلګراف لیکلي، چې دې نوملړ کې هغه افغانان شامل وه چې د بریتانیې د دفاع وزارت د پناه غوښتنې پروګرام لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول دې ادعا ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

سیف الاسلام خیبر:پکتیکا کې دیني مقدساتو او پیغمبر ته د سپکاوي په تور یوه تن ته د مرګ سزا واورول شوه

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي چې د پکتیا ولایت د جانخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالعلیم خاموش چې د اسلامي مقدساتو، او په ځانګړې توګه د حضرت محمد (ص) د سپکاوي په تور نېول شوی و، د ابتدايي محکمې له لوري ورته د مرګ سزا اورول شوې.

خیبر ویلي، چې نوموړی د محتسبینو او علماوو د راپور پر بنسټ نیول شوی، او د شرعي اسنادو او د هغه د اعترافونو له مخې ابتدايي محکمې دا سزا پر نوموړي تطبیق کړې ده.

خیبر زیاته کړې چې د اسلامي ټولنې د روحيې تخریب او د شرعي حدودو ښکاره سرغړونه يو لوی جرم او ګناه ده؛ نو په همدې اساس یاد کس ته د مرګ سزا اورول شوې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:نن کابل د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي د پروژې درې‌ اړخیزه غونډې کوربه‌توب کوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې‌ اړخیزې اورګاډي پروژې (UAP) غونډه جوړیږي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې به د درې‌ واړو هېوادونو د اورګاډو ادارې هم برخه واخلي او د دې پروژې درې‌ اړخیز تړون به هم لاسلیک شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغلی، څو له افغان چارواکو سره د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

UAP پروژه ازبکستان له پاکستان سره د افغانستان له لارې نښلوي، او هدف‌یې د منځنۍ آسیا د بندرونو سره وصلول دي.