جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 37

جابر نعماني:په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو د پاتې وسلو ادعا مبالغه ده

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکي جابر نعماني ویلي چې په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پاتې پوځي تجهیزاتو په اړه شوې ادعاوې تر ډېره مبالغه ده.

نوموړي ویلي، په وروستیو کلونو کې په نړیوالو رسنیو او سیاسي بحثونو کې دا خبره ډېره تکرار شوې چې ګواکي په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو پوځي تجهیزات پاتې دي، خو دا ادعا اکثره د هغو وسلو او تجهیزاتو پر ټولیز ارزښت ولاړه ده چې د شلو کلونو په موده کې افغانستان ته راوړل شوي وو.

د ده په وینا، د تجهیزاتو ارزښت د وخت په تېرېدو، کارونې، تخریب او د تخنیکي ملاتړ د نشتوالي له امله کمېږي او خپل عملي ارزښت له لاسه ورکوي.

نعماني زیاتوي چې له همدې امله د میلیاردونو ډالرو د پاتې وسلو ادعا تر ډېره سیاسي او تبلیغاتي بڼه لري.

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت:د ترکمنستان–هرات ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لین پرې شوی او د بیا وصلولو هڅې یې روانې دي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برښنا شرکت وایي، چې د ترکمنستان او هرات د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا د لېږد مزي پرې شوي او د بېرته فعالولو لپاره یې هڅې روانې دي.

دغه مزی تېره شپه د سختې یخنۍ او توپان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د بند بقرچر په سیمه کې پرې شوی، چې له امله یې هرات ته وارداتي ترکمنستاني برېښنا پرې شوې ده.

برښنا شرکت وایي، د لوړ ولتاژ تخنیکي کارکوونکي د شپې ناوخته سیمې ته رسېدلي، د ستونزې ځای یې تثبیت کړی او اوس مهال د ژر حل لپاره جدي کار روان دی.

د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د لېږد دوه پایې هم نړېدلې دي او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي، چې د لنډمهالي حل له لارې مزی ژر تر ژره بېرته فعال کړي.

ډونالډ ټرمپ:په ایران کې جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه ښايي ډېر ژر پای ته ورسېږي.

هغه ویلي چې په ایران کې د برید لپاره نور ډېر مهم هدفونه نه دي پاتې.

ټرمپ دا څرګندونې له اکسیوس رسنۍ سره د یوې لنډې ټیلیفوني مرکې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې د جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه تر ډېره د ده په لاس کې ده.

هغه ټینګار کړی چې که وغواړي، جګړه به هر وخت پای ته ورسوي.

مولانا فضل الرحمن خلیل څوک دی؟

لیکوال: محمد قاسم حلیمي

نن د روژې مبارکې ۲۲مه ده، والله علی ما أقول شهید.
زه همیشه اوږده لیکنه نه کوم؛ خو نن مې په دې روژه کې وجدان مجبور کړم.
مولانا فضل الرحمن خلیل د پاکستان د ډېره اسماعیل خان په سیمه کې زېږېدلی دی.
نوموړی د پاکستان د پخواني جنرال حمید ګل له ځوانو شاګردانو او روزل شوو کسانو څخه و. د ۱۹۸۰مو کلونو پر مهال، کله چې د شوروي اتحاد پر ضد د افغان جهاد جګړه روانه وه، هغه د ښاغلي جلال الدین حقاني تر څنګ افغانستان ته داخلېده او ډېر فعال و. د خوست د ژورې په غونډ کې یې خپله مستقله جبهه هم درلوده.
د کابل له سقوط وروسته هم خلیل له خپلې پنجابي ډلې سره خوست ته راغی، خو کله چې په افغانستان کې داخلي جګړې پیل شوې، بېرته پاکستان ته ولاړ او هلته یې د حرکت المجاهدین په نوم جبهه جوړه کړه چې په کشمیر کې یې جګړه کوله.
د خلیل نوم هغه وخت د رسنیو په خولو کې ډېر مشهور شو، کله چې د ۱۹۹۹ کال د دسمبر په ۲۴مه د نیپال له کتمندو څخه د هند د ۸۱۴ شمېرې ملکي الوتکه وتښتول شوه. الوتکه د هند په ګډون عرب اماراتو او لاهور ته ولاړه، خو هلته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه. په پای کې الوتکه په کندهار کې ښکته شوه.
یرغمل کوونکو غوښتنه کوله چې په هند کې بند ځینې پاکستانی تروریستان دې خوشې شي. په هغه وخت کې د هند له چارواکو سره، چې مشري یې د هند د بهرنیو چارو وزیر جسوانت سینګ کوله، مذاکرات روان وو. د طالبانو له لوري د ملا محمد عمر مجاهد د دفتر لوی رئیس محترم مولوي وکیل احمد متوکل خبرې کولې، او له پاکستانی لوري سره مذاکرات د هغه وخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ملا جلیل ترسره کول.
په پایله کې، اوه ورځې وروسته، لاندې درې پاکستانی تروریستان د هند له خوا خوشې شول:
۱ ـ ملا مسعود اظهر، چې وروسته یې په پاکستان کې د جیش محمد په نوم ډله جوړه کړه.
۲ ـ احمد عمر سعید شیخ، پاکستانی ـ برتانوی ملا چې په هند کې د بهرنیو سیلانیانو د تښتولو او د امریکایي خبریال ډینیل پرل د وژنې په قضیه کې مشهور شو.
۳ ـ مشتاق احمد عمر زرګر، چې د پاکستانی کشمیر د العمر مجاهدین ډلې مشر و.
دوی خوشې شول او الوتکه له شاوخوا ۱۷۰ مسافرو سره بېرته هند ته وګرځېده.
هغه وخت ویل کېدل چې د دې تروریستي پلان له جوړونکو څخه، د پاکستان د ای اس ای په ګډون، یو مهم غړی همدا ملا فضل الرحمن خلیل و، چې له همدې امله یې نوم په رسنیو کې ډېر مشهور شو.
کله چې طالبان په خپله لومړۍ دوره کې په افغانستان کې واکمن وو، د کندهار له پېښې وروسته خلیل یو ځل بیا خپله د مجاهدینو ډله په افغانستان کې فعاله کړه او د ښاغلي جلال الدین حقاني تر څنګ یې د شمالی اتحاد پر ضد جګړه کوله.
د کابل د ریشخورو فرقه هغه وخت له پاکستاني او ازبک طالبانو سره وه، او خلیل پکې یو مطرح مشر و. د همدې جګړو په لړ کې د خلیل لاسونه د سلګونو افغانانو په وینو سره دي.
ما له خلیل سره درې ځله لیدلي دي.
لومړی ځل مې د ۲۰۰۰ کال په پیل کې د کابل د وزیر اکبر خان مېنې په سیمه کې ولید. هلته د سهیل په نوم یو پاکستانی اوسېده چې د استاد یاسر وردګ باجه و، ځکه د یاسر یوه مېرمن پاکستانۍ ده او د هغې خور، مېرمن عشرت، همدې سهیل ته ناسته وه. دغه پاکستانی سهیل په وزیر اکبر خان کې اوسېده او د خلیل د جبهې مالي مسؤل و.
یاسر مرحوم زه د سهیل کور ته دعوت کړم، او هلته یې خلیل او سهیل دواړه راته د افغان جهاد ځلانده ستوري معرفي کړل.
دوهم ځل مې هغه په ۲۰۰۱ کال کې د وزیر اکبر خان د الرشید ټرسټ په دفتر کې ولید. دا هغه وخت و چې امریکا پر افغانستان خپل یرغل پیل کړی و. زه د ملا جلیل له خوا دې دفتر ته ولېږل شوم تر څو د بهرنیو چارو وزارت نظامي ساتونکو ته د خوراکي توکو مرسته ترې راوړم.
دا موسسه د پاکستاني عالم مفتي رشید احمد له خوا جوړه شوې وه. په پیل کې ویل کېدل چې د افغان مهاجرینو د مرستې لپاره ده، خو وروسته څرګنده شوه چې دا د تروریستانو یوه لویه ځاله وه، او خلیل د همدې موسسې مرکزي غړیتوب درلود.
په ۲۰۰۳ کال کې، کله چې زه په بګرام کې بندي وم، د الرشید ټرسټ یو غړی په کندهار کې نیول شوی و او بګرام ته انتقال شوی و. په بګرام کې د ولید مجروح په نوم د کنړ یو افغان تر جمان ، چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د همدې بندی ترجمه کوله.
دغه پاکستانی ملا، چې د الرشید ټرسټ د بلوچستان غړی او د ټبر له مخې پښتون و، په خپلو اظهاراتو کې امریکایانو ته ویلي وو:
«تاسو زه ولې بندی کړی یم؟ موږ خو ستاسو سره مرسته کړې ده. ای اس ای چې تاسو ته د طالبانو کوم نظامي مرکزونه او پټنځایونه ښودلي، هغه ټول د الرشید ټرسټ په همکارۍ درکړل شوي دي، او خصوصاً په کابل کې زموږ مشر مولانا فضل الرحمن خلیل تاسو ته دا خدمت کړی دی نو تاسو باید ما پریږدۍ.»
مجروح په شخصي ډول له ما څخه د خلیل پوښتنه وکړه چې آیا زه یې پېژنم او که مې لیدلی دی که نه. ما ورته همدا معلومات ورکړل. دا چې وروسته مجروح دا معلومات له امریکایانو سره شریک کړل که نه، زه نه پوهېږم. خو مجروح یو هېوادپال افغان و.
کله چې هغه د دې پاکستانی تروریست خبرې اورېدلې وې، زما د زندان کوټې ته راغی. له غصې نه تک تور اوښتی و. کله چې ما ترې پوښتنه وکړه، هغه دا حال راته بیان کړ او ویې ویل:
«دا خبیسان دواړه لارې وهي.»
وروستی ځل مې دا جناب هغه وخت ولید چې د جمهوریت پر مهال زه د علماوو په یوه پلاوي کې د پاکستاني علماوو سره د لیدو لپاره اسلام اباد ته تللی وم. هلته مې ولید چې دا جناب بیا هم د علماوو په استازیتوب په مجلس کې ناست دی.
کله چې خبرې پیل شوې، ما ورته وویل:
«ما او تا په کابل کې د سهیل په کور کې سره لیدلي وو، او هغه ستا ملګری هم په بګرام کې بندي و.»
هغه وویل:
«هو، هو، یاد مې شو. الحمد لله، هغه راخلاص شو.»
ما ورته وخندل.
اوس چې بیا د علماوو په استازیتوب کابل ته تللی دی، دا خبره مې په ذهن کې راغله چې د کابل واکمنان باید هوښیار او بیدار وي. ځکه کله کله دښمن د دوست پوستین اغوندي، او نه پوهېږو چې کوم ځایونه به بیا د آی اېس آی لپاره په جي‌پي‌ایس په نښه کوي؟

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت:هرمز تنګي کې هند ته روانه سوداګریزه بېړۍ تر برید لاندې راغلې

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هرمز په تنګي کې یې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید راپورونه ترلاسه کړي دي.

د دې وزارت په وینا، د تایلنډ اړوند “مایوري ناري” بیړۍ د مارچ په ۱۱مه د هرمز تنګي په اوبو کې تر برید لاندې راغلې، چې د کندلا بندر په لور روانه وه.

هند په لوېدیځه اسیا کې د روانو شخړو پر مهال د سوداګریزو بېړیو په نښه کول د اندېښنې وړ بللي.

د نوي ډیلي په وینا، په ورته بریدونو کې مخکې هم د بېلابېلو هېوادونو وګړي، د هندي اتباعو په ګډون، وژل شوي او د دغو بریدونو شدت مخ په زیاتېدو دی.

د هند حکومت ټینګار کړی چې د سوداګریزو بېړیو په نښه کول، د ملکي عملې ژوند له خطر سره مخ کول او د نړیوالې سوداګرۍ او سمندري تګ راتګ ازادي محدودول باید ودرول شي.

تر دې دمه د برید اصلي لوری نه دی معلوم چې یاده بیړۍ د کوم هیواد لخوا په نخښه شوې، خو له دې وړاندې، د ایران یوه شا او خوا سل کسیزه میلمنه بیړۍ هندي اوبو کې ویشتل شوې وه چې په بشپړه توګه د عملې سره له منځه تللې.

امریکا:په افغانستان کې بندي امریکایان به هرومرو بېرته هېواد ته ستنوو

د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (FBI) وايي، په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو د بېرته ستنولو لپاره به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

دې ادارې دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو حکومت، د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ چې بې ګناه امریکایان بندیانوي.

د FBI د برمته شویو کسانو د همغږۍ مرکز ویلي، په نورو هیوادونو کې د بند پاتې امریکايي وګړو د خلاصون لپاره به عملي اقدامات زیات کړي او ټینګار یې کړی چې د خپلو وګړو د ستنولو ژمنه به عملي کوي.

بل لور ته د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي چې د بنديانو د موضوع د حل لپاره خبرو ته چمتو دي.

مسعود پزشکیان شهباز شریف ته:که له هرې اډې پر ایران برید وشي، هغه به زموږ مشروع هدف وي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې که له هرې پوځي اډې پر ایران برید ترسره شي، هغه به د تهران له لوري مشروع هدف وګرځي.

پزشکیان په دې خبرو کې ویلي چې که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو اصلي لاملونه په جدي ډول ونه څېړي، نو د نړیوال نظم او امنیت لپاره به جدي ګواښ رامنځته شي.

نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې راپورونه وایي امریکا د پاکستان په خاوره کې څو فعالې پوځي اډې لري، او ویل کېږي د ایران پر وړاندې د بریدونو په لومړیو کې له دغو اډو څخه هم کار اخیستل شوی دی.

ټي‌ټي‌پي:د پاکستان د پوځ مورال مو کمزوری کړی او پوځیان له پوستو څخه په تېښته دي

0

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د خپل ورځني راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې ځواکونو یې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ۱۵ جلا بریدونه کړي دي.

د یاد غورځنګ د راپور له مخې، دغه بریدونه په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، کوزدیر، لکي مروت، مومند، پېښور، ټانک، باجوړ، خیبر او ډېره اسماعیل خان کې ترسره شوي دي.

ټي‌ټي‌پي ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ پاکستاني عسکر وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

بل لور ته، یادې ډلې ویلي چې د بنو له پوځي کینټ څخه شاوخوا ۲۰۰ پوځیانو د دوی له وېرې د تېښتې هڅه کړې، خو بېرته نیول شوي دي.

دغه غورځنګ ویلي چې دا پېښه د پوځ د ټیټ مورال څرګندونه کوي او ادعا یې کړې چې پوځیان دا جګړه د اسلام نه، بلکې د پردیو جګړه بولي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ټینګار کړی چې د دوی مبارزه د پاکستان د ولس پر ضد نه ده، بلکې د هغه نظام پر وړاندې ده چې د دوی په وینا د هېواد اسلامي هویت او اقتصاد ته یې زیان رسولی دی.

یادې ډلې په پای کې پر پوځیانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای د حلالې روزۍ لټه وکړي.

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړی:د پاکستان پوځ په افغانستان کې ټي‌ټي‌پي لټوي؛ خو باړه کې یې مخه نشي نېولی

د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ غړي عبدالغني اپرېدي د باړې په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ارګانونو پر فعالیت شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې وسله‌وال طالبان هلته په ښکاره ګرځي او خلک ځوروي.

نوموړي د پاکستان پر پوځي او امنیتي مشرانو غږ کړی چې د دغه وضعیت مخه ونیسي.

د هغه په وینا، امنیتي ادارې ادعا کوي چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه پېژني، خو په خپله سیمه کې د لسګونو وسله‌والو مخه نه شي نیولی.

په همدې حال کې مولانا فضل الرحمن هم ویلي چې د شپې له خوا په سیمه کې واک د وسله‌والو په لاس کې وي او پولیس په تاڼو کې دننه پاتې کېږي.

حمدالله فطرت:پاکستاني ځواکونو په څو سرحدي ولایتونو کې د توپونو او هاوانونو بریدونه کړي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي ځواکونو د افغانستان په یو شمېر سرحدي ولایتونو کې د توپونو او هاوانونو پراخ بریدونه کړي دي.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه د پکتیا، پکتیکا، نورستان او خوست په ځینو سیمو کې ترسره شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ کې د دغو بریدونو له امله درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، په نورو ولایتونو کې هغه سیمې چې د هاوانونو تر برید لاندې راغلې وې مخکې له مخکې تخلیه شوې وې، له همدې امله هلته د سر د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

هغه همدارنګه ویلي چې د دغو بریدونو له امله په یو شمېر سیمو کې خلکو ته د پام وړ مالي زیانونه اوښتي دي.