شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 366

معصوم ستانکزی:افغان ولس د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ګټو قرباني دی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، ولس د کلونو راهیسې د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ګټو قرباني شوی، او اوس د بشري معیارونو تر پښو لاندې کولو له امله مهاجرین له یوې سترې فاجعې سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي چې باید له تېرو ناخوالو زده کړه وشي، او یوازې د یووالي او ګډو هڅو له لارې دا ناورین بدلېدای شي.

هغه ټینګار کړی، چې د یو بل منل بریا راولي، خو نفاق بیا ناکامي زېږوي.

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون؛د ابو نصر فراهي بندر د پراختیا لپاره د ځمکې ورکړې پرېکړه کړې

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون تأیید کړې چې د ابو نصر فراهی بندر د بارولو او ښکته کولو فعالیتونو پراختیا لپاره به ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي.

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې.

یاد کمېسیون د ښار جوړونې وزارت ته دنده سپارلې چې د بندر پراختیا نقشه او ډیزاین جوړ او په ټاکلي وخت یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

همداراز، د مالیې وزارت ته ویل شوي چې د دې بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د اړوندو وزارتونو له برخې څخه شامله کړي.

د رئیس‌الوزرا اقتصادي دفتر زیاتوي، دا پرېکړه د منظورۍ لپاره د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده دفتر ته لېږل شوې ده.

ابونصر فراهی بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له لویو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې په فراه ولایت کې موقعیت لري.

اصیلا وردګ:په ایټالیا کې مې د افغان کډوالو د ناوړه وضعیت په اړه غږ پورته کړ

پخوانۍ دیپلوماته اصیلا وردګ وايي چې په ایټالوي سنا او پارلمان کې یې د هغو افغان کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرې کړې، چې له ایران څخه په زور شړل کېږي.

نوموړې ویلي، د دغو کډوالو د عاجل ملاتړ او ساتنې اړتیا ډېره ده.

هغې زیاته کړې چې د ایټالیا حکومت کولای شي د دوی په مرسته او اړتیاوو پوره کولو کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو حکومت او پاکستان؛د ګمرکي تعرفو د کمولو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت او پاکستان چارواکو نن چهارشنبه په اسلام‌باد کې د سوداګرۍ ترجیحي هوکړه‌لیک لاسلیک کړ، چې موخه‌یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او اقتصادي تبادلاتو پراخول دي.

دغه هوکړه‌لیک د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جاوېد پاول ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دا هوکړه به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې نافذه او یو کال به اعتبار ولري؛ خو د دواړو لورو په توافق سره تمدیدېدای شي.

د هوکړې له مخې، د ګمرکي تعرفو کچه له ۶۰ سلنه نه ۲۷ سلنه ته راټیټیږي، چې اته صادراتي توکي پکې شامل دي.

له رسمیت پېژندنې وروسته؛سرګي لاوروف امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو لوریو له رسمیت پېژندنې وروسته د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراخېدو بحث کړی دی.

متقي د روسیې له دې پرېکړې مننه وکړه او دا یې له نړۍ سره د بېرته نښلېدو لپاره مهم ګام وباله.

لاوروف وویل، رسمیت پېژندنه به نوې همکارۍ رامنځته کړي، او متقي ته یې د مسکو فارمټ غونډې د ګډون رسمي بلنه ورکړه.

امرالله صالح:طالبان یوازې واک غواړي؛ نور د څه کیسه کې نه دي

پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، جمهوریت په افغانستان کې د خلکو د پراخ او موثر ګډون لپاره واضح لارې درلودې؛ خو د طالبانو جوړښت یوازې واک ته متوجه دی او د خلکو ګډون نه مني.

هغه ټینګار کوي چې جمهوریت یو منل شوی اصل دی او طالبان هېڅکله مشروع حکومت نه شي جوړولی.

صالح ویلي، چې دی له پنجشیر څخه دی او خپل هویت ته ژمن دی.

د سي‌ان‌ان څېړنه؛د امریکا د مرستو کمښت د افغانستان روغتیايي سکتور سخت اغېزمن کړی

د سي اېن اېن یوې تازه څېړنې ښودلې چې د امریکا د بشري مرستو کمښت، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې، د زرګونو افغان ماشومانو او ښځو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

راپور وايي، د ننګرهار په ولایتي روغتون کې د درملو، طبي پرسونل او خوړو نشتوالي له امله د ماشومانو مړینه لوړه شوې ده.

په دغه راپور کې د روغتون ډاکټرانو له قوله ویل شوي، له هغه وروسته چې امریکا خپلې مالي مرستې بندې کړې، د ماشومانو د مړینې کچه له ۳ څخه تر ۴ سلنې لوړه شوې ده او ناروغان اړ دي چې خپله درمل واخلي، خو ډېری کورنۍ دا توان نه لري.

امریکا تر دې وړاندې د روغتیايي خدماتو لګښتونه او د ډاکټرانو معاشونه ورکول، خو د ۱.۷ میلیارده ډالرو مرستې بندېدو، د روغتیا ترڅنګ، د زده‌کړو، ماین پاکۍ، ښځو پیاوړتیا او کرنې پروژې هم اغېزمنې کړې دي.

د امریکا عدلیې وزارت پخوانی ویاند:له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن ستره ناکامي وه

د امریکا د عدلیې وزارت پخواني ویاند انتوني کولي ویلي چې د جوبایډن د انتخاباتي کمپاین ناکامي د ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د ځواکونو له ناکام او لګښتناکه وتلو سره تړاو لري.

کولي ویلي، بایډن باید هماغه وخت له ۲۰۲۴ ټاکنو لاس اخیستی وای، ځکه چې د افغانستان پرېښودو وروسته یې د رایې ورکوونکو باور له لاسه ورکړ.

په ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې د امریکا ناڅاپي وتلو کابل سقوط کړ او د طالبانو حکومت بېرته واک ته ورسېد، چې له امله یې د بایډن محبوبیت سخت زیانمن شو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:ژر به بن کې افغانانو ته د پاسپورت د ورکړې بهیر پیل شي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نژدې راتلونکي کې به د آلمان په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه، چې څلور کاله مخکې تړل شوې وه، بیا فعال شي.

د یاد وزارت مسوولینو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې له دې سره به په اروپایي هېوادونو کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټ اړوند ستونزو ته ښه رسیده‌ګي وشي.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې اوسنی ټول تمرکز یې په رسمیت پېژندنه ده.

بغلان؛د کرکر د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د طالبانو حکومت ځایي چارواکو په بغلان ولایت کې د کرکر د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې پخلی کړی او ویلي چې د دغې چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د کان رییس مولوي عبدالله ویلي، دا چاودنه د تېرې ورځې له غرمې وروسته شوې؛ خو د پېښې دقیق علت او څرنګوالی تر اوسه روښانه نه‌دی.

ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

محلي سرچینو هم د بغلان په کان کې د دې چاودنې رامنځته کېدل تائید کړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د معدنونو په ناسم ډول استخراج له اوږدې مودې راهیسې د کارګرانو ژوند ګواښي.