شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 365

روسیه؛د انتونوف–۲۴ مسافر وړونکي الوتکې چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو، له رادار نادرکه شوې

0

د روسیې د هوانوردۍ چارواکو ويلي، د انتونوف–۲۴ مسافر وړونکي الوتکې سره چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو، اړیکه پرې شوې ده.

دا الوتکه د تيندا ښار پر لور روانه وه چې له رادار څخه نادرکه شوه.

د راپورونو له مخې، د الوتکې د موندلو لپاره د لټون عمليات پيل شوي دي.

د امور سيمې والي ويلي، چې په دغه الوتکه کې ۴۳ مسافر، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل دي، او ۶ تنه عمله موجوده وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا سره خبرو ته چمتو یو؛ خو د فشارونو په وړاندې غبرګون ښیو

0

ِد ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، تهران چمتو دی چې له امریکا سره خبرو ته بېرته ستون شي؛ خو باید ډاډ ترلاسه شي چې دا خبرې د نظامي برید پلمه نه وي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې دا څرګندونې کړې.

هغه د جمعې په ورځ د ایران او د اروپايي درې‌ګوني (فرانسه، آلمان، بریتانیا) ترمنځ مذاکرات مهم وبلل؛ خو “سرنوشت‌ساز” یې ونه‌بلل.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې د امریکا له هر ډول بندیزونو او تهدیدونو سره بیا هم د غني‌سازۍ له پروګرام به لاس وانخلي.

د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره:نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي

0

د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې له امله د تلفاتو زياتېدل، او د نړيوالې ټولنې چوپتيا «نه بښونکی» عمل دی.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي، نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي.

د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې ټول تلفات ۱۱۱ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۸۰ ماشومان دي.

په ورته وخت کې، ۱۰۹ نړيوالو مرستندويه ادارو ويلي که بېړنۍ مرسته و نه‌شي، د مړينې کچه به نوره هم لوړه شي.

د وروستيو شمېرو له مخې، د اسرائيلو او غزې د روانې جګړې له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۵۲ زره او ۲۱۹ کسان وژل شوي او له ۱۴۳ زرو زيات ټپيان شوي دي.

سوريه:له سعودي عربستان سره د شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسلیک کوو

0

د سوريې د اطلاعاتو وزير حمزه مصطفی ويلي، چې دمشق له سعودي عربستان سره د نږدې شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسليکوي.

هغه دا خبره په دمشق کې د سوريې او سعودي ترمنځ د پانګونې کنفرانس پر مهال وکړه، چې پکې د سعودي عربستان يو لوړپوړي سوداګریز پلاوي هم ګډون کړی و.

امريکايي سناتوره:د ټرمپ اداره دې بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو زیانمنو افغانانو ملاتړ وکړي

له متحده عربي اماراتو څخه د دوو افغان کورنیو د شړلو د راپورونو په غبرګون کې يو امريکايي سناتور دغه اقدام «د نه منلو وړ» بللی دی.

سناتور جين شاهين ويلي، د زيانمنو افغانانو شړل د امريکايي ارزښتونو او ژمنو سره خيانت دی.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې د يوې خبرپاڼې له مخې، هغې د ټرمپ له ادارې غوښتي چې په قطر، اماراتو، البانیا او پاکستان کې زیانمنو افغانو ته د بيا مېشتېدو او ملاتړ فرصتونه ژر برابر کړي.

قطر:له افغانستان سره د سولې په بهير کې منځګړتوب ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو لپاره د قطر دايمي استازې، عاليه احمد بن سيف آل‌ثاني ويلي، چې هېواد به يې له افغانستان سره د سولې او ثبات د تأمين په برخه کې خپل منځګړي رول ته دوام ورکړي.

هغې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې ته ويلي، دا هڅې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د «دوحې بهير» کوربتوب هم شاملوي، چې موخه يې افغانستان بېرته نړيوالې ټولنې ته ورګډول دي.

کاناډا کې د جرمني سفیر:طالبان په رسمیت نه پېژنو او له دوی سره تعامل د رسميت مانا نه لري

په کاناډا کې د جرمني سفير ويلي، برلين طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني، او له دې ډلې سره تعامل د رسميت مانا نه لري.

متياس لوتنبرګ دا څرګندونې د اتاوا په يوه غونډه کې وکړې، چې پکې يو افغان فعال اعجاز ملک‌زاده له طالبانو سره د جرمني د برخورد په اړه انتقاد وکړ او دا يې د بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونه وبلله.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې راپورونه خپاره شول، چې جرمني د طالبانو حکومت دوه ديپلوماتان منلي، څو د مهاجرو د بېرته لېږد اسانتياوې برابرې کړي.

راپورونه وايي، طالبانو سيد مصطفی هاشمي او نبراس‌الحق د خپلو استازو په توګه جرمني ته معرفي کړي، او دا کسان به په برلين او بُن کې د افغانستان په سفارت او قونسلګرۍ کې فعاليت کوي.

ایران؛په تهران کې پخوانی افغان سرتېری د لوړ منزل څخه له لوېدو وروسته مړ شوی

سرچینې وايي، یو پخوانی افغان سرتېری په ایران کې د لوړ منزل څخه له لوېدو وروسته مړ شوی دی.

دغه سرتېری “کاکا جان کوهبندی” نومېده او تېره اوونۍ یې په تهران کې ژوند له لاسه ورکړی.

هغه د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د درنامه کلي اوسېدونکی و، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته ایران ته تللی و.

نږدې یوه اوونۍ مخکې هم یو بل پخوانی سرتېری په ورته ډول په تهران کې مړ شوی و.

معصوم ستانکزی:افغان ولس د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ګټو قرباني دی

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، ولس د کلونو راهیسې د لویو قدرتونو او سیمه‌ییزو هېوادونو د ګټو قرباني شوی، او اوس د بشري معیارونو تر پښو لاندې کولو له امله مهاجرین له یوې سترې فاجعې سره مخ دي.

نوموړی زیاتوي چې باید له تېرو ناخوالو زده کړه وشي، او یوازې د یووالي او ګډو هڅو له لارې دا ناورین بدلېدای شي.

هغه ټینګار کړی، چې د یو بل منل بریا راولي، خو نفاق بیا ناکامي زېږوي.

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون؛د ابو نصر فراهي بندر د پراختیا لپاره د ځمکې ورکړې پرېکړه کړې

د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون تأیید کړې چې د ابو نصر فراهی بندر د بارولو او ښکته کولو فعالیتونو پراختیا لپاره به ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي.

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې.

یاد کمېسیون د ښار جوړونې وزارت ته دنده سپارلې چې د بندر پراختیا نقشه او ډیزاین جوړ او په ټاکلي وخت یې اړوندو ادارو ته وسپاري.

همداراز، د مالیې وزارت ته ویل شوي چې د دې بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د اړوندو وزارتونو له برخې څخه شامله کړي.

د رئیس‌الوزرا اقتصادي دفتر زیاتوي، دا پرېکړه د منظورۍ لپاره د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده دفتر ته لېږل شوې ده.

ابونصر فراهی بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له لویو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې په فراه ولایت کې موقعیت لري.