چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 357

دیني عالمان: د پاکستان د بریدونو ځواب فرض دی

په کابل پوهنتون کې د یوې غونډې پرمهال دیني عالمانو پر افغان خاوره د بریدونو په ځواب کې جګړه فرض عین بللې ده.

دوی په یو ګډ پرېکړه لیک کې ویلي، چې د افغان خاورې او ارزښتونو څخه دفاع مقدس جهاد دی.

بل‌خوا عامو خلکو د علماو ددې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ په هغه برخه نیوکه کړې، چې پاکستان کې یې جګړه حرامه بللې.

ځکه د دوی په باور نه ښايي، چې مونږ په نورو کړکېچونو کې خپلې دیني فتواوې دخیل کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د بریدونو وروسته ګڼ شمېر هېوادوالو د د دغه هېواد یادې کړنې وغندلې او پر وړاندې یې د یو موټي کېدو غوښتنه کړې.

عاصم منیر:د جهاد فتوا یواځې د پاکستان د دولت صلاحیت دی

0

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د قومي علماوو کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان او ریاستِ طیبې تر منځ ژور تاریخي تړاو شته او د حرمین شریفین د ساتنې ځانګړی شرف الله تعالی پاکستان ته ورکړی دی.

عاصم منیر هند د ترهګرۍ د سرچینې په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دښمن په ښکاره میدان کې له منځه وړي.

نوموړي ویلي: «په اسلامي ریاست کې د جهاد اعلان او فتوا یوازې د پاکستان دولت صلاحیت دی.»

هغه له علماوو غوښتي، چې ملت متحد وساتي او د خلکو په لید کې پراخوالی رامنځته کړي.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو باجوړ کې دوه ځوانان د امنیتي ځواکونو سره د اوبو د لېږد له امله وژلي

0

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو مشر، وقاص رفیق، ویلي چې وسله‌والو یوه ورځ مخکې د دې ولسوالۍ د سالارزو د ملا سید سیمې دوه ځوانان تښتولي او وروسته یې وژلي دي.

د رفیق په وینا، وژل شوي کسان چې رشید او شاهد نومېدل، له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د اوبو په لېږد کې مرسته کوله.

پولیس چارواکي وايي، وسله‌والو دغه دواړه ځوانان له سیمې څخه بیولي او لږ وروسته یې جسدونه موندل شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د پېښې مسؤولیت نه‌دی منلی.

جمعیت اسلامي ګوند:د ملي مقاومت شورا له غړیتوب څخه لاس په سر شو

د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي ګوند اعلان کړی چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا څخه یې خپل غړیتوب ویستلی دی.

یاد ګوند ویلي، چې دغه پرېکړه د شورا د وروستۍ غونډې او هغو ایتلافونو په غبرګون کې شوې چې جمعیت یې له ملي ګټو سره نه سمون خوړونکي بولي.

ګوند په خپله اعلامیه کې ویلي چې ملي مقاومت شورا د قانون حاکمیت او ډیموکراسۍ د بیا احیا لپاره جوړه شوې وه؛ خو د ځینو غړو ناسم چلند او د ناکامو تجربو تکرار یې د دوی لپاره د منلو وړ نه دی.

جمعیت ټینګار کړی چې په مناسب وخت کې به د افغانستان د روان ناورین د حل لپاره خپل تمرکز پر خپلواکې سیاسي مبارزې وکړي.

دغه اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغې خپرېږي چې څو سیاسي ډلو د همغږۍ ګډه اعلامیه خپره کړه، چې د څارونکو له نظره یو غیر رسمي ایتلاف بلل کېږي.

نامعلومه وسله والو؛د ایران زاهدان پر پوله د سپاه پاسداران ۳سرتیري وژلي

0

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د قرارګاه درې سرتیري د زاهدان لار، په پوله کې هغه وخت ووژل شول چې سرحدي ګزمې ته پر لار وو.

یاد اژانس وايي برید د «ترهګرو وسله‌والو» له لوري ترسره شوی او امنیتي ځواکونو د سیمې د پلټنو او د بریدګرو د لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د روغتیا وزیر:په افغانستان کې سږکال د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نورالله جلالي وايي، چې سږکال په افغانستان کې د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړی وایي، که څه هم د پولیو واکسینو کمپاینونه روان دي، خو لا هم په ځینو سیمو کې کورنۍ له واکسین سره همکاري نه کوي او د شک له امله خپلو ماشومانو ته واکسین نه ورکوي.

جلالي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د پولیو د له منځه وړلو لپاره قوي تعهد لري او زیاتوي چې د کور په کور د واکسین د بندیز له امله اوس واکسیناتوران ماشومانو ته په جوماتونو کې واکسین ورکوي.

د عامې روغتیا وزیر له رسنیو، عالمانو او قومي مشرانو غوښتي چې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په برخه کې د پوهاوي او ولسي همکارۍ کچه لوړه کړي.

د طالبانو حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت؛ناروې موسسی سره د ۳۱۰زرو ډالرو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له هيئت ناروې نړیوالې موسسې سره د ۳۱۰ زره او ۸۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه پروګرام له لارې به په فاریاب ولایت کې ۲ زره او ۲۳۱ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د روغتیايي کڅوړو وېش، د قضیو مدیریت او اړوندو ادارو ته د مراجعاتو اسانتیاوې برابریږي.

د مهاجرینو وزارت ویلي، چې دغه مرسته به د زیانمنو کورنیو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو او د خدماتو د منظمې همغږۍ لپاره لګول کېږي.

جرمني؛اسلام‌اباد کې د یو شمېر افغانانو د استوګنې لګښت بند کړی او د هوټل پرېښودو خبرداری ورکړل شوی

وروسته له هغه چې برلین د ۱۲۳ افغانو محلي همکارانو او د هغوی د کورنیو د منلو پرېکړه لغوه کړه، په اسلام‌اباد کې جرمني ته په تمه مېشت لسګونه افغانان له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

هغوی ته خبر ورکړل شوی چې د ډسمبر تر نهمې پورې باید هوټلونه پرېږدي.

د جرمني ARD ټلوېزیون د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د بیا ارزونو وروسته حکومت ویلي، د دې کسانو لپاره د ویزو روښانه دلیل نه شته.

دا پرېکړه د هغو کسانو له نیمایي ډېره برخه نیسي چې جرمني ورسره د منلو ژمنه کړې وه.

افغان محلي همکاران وايي، له دوی سره هیڅ دلیل نه دی شریک شوی، او په پاکستان کې یې لګښتونه د GIZ له لارې ورکول کېدل.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت منلې چې ارزونې لا بشپړې نه دي او ښايي نورې ژمنې هم لغوه شي.

په ورته وخت کې د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي چې شاوخوا ۲۰۰۰ ژمن کړل شوي افغانان باید ژر تر ژره جرمني ته انتقال شي.

سرچینې:د مقاومت په نوم جبهې استازو تېرو دریو میاشتو کې پنځه ځلې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

یو شمېر باوري سرچینو ویلي چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهې استازو په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه پنځه رسمي ناستې له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره ترسره کړي دي.

د سرچینو په وینا، دغه لیدنې په اسلام‌اباد او متحده عربي اماراتو کې شوې او په ډېری مواردو کې د پاکستان د استخباراتو غړو استازیتوب کړی دی.

د معلوماتو له مخې، دا مهال هم د مقاومت جبهې یو شمېر مهم غړي په اسلام‌اباد کې اوسېږي.

تر اوسه نه د مقاومت جبهې او نه هم پاکستاني چارواکو په دې اړه کوم رسمي دریځ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان ځواکمنتیا د دوی قوت دی.

د مقاومت په نوم جبهه:د پاکستان ځواک زموږ د پیاوړتیا معنا لري

د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د مقاومت په نوم جبهې د بهرنیو اړیکو مسؤل علي میثم نظري په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستان ځواکمنتیا د دوی قوت دی.

هغه په خیبر نیوز کې خپرې شوې مرکې کې ډیورنډ کرښه سرحد بللی او ادعا یې کړې چې د جمعیت ګوند او د پاکستان اړیکې تاریخي دي.

نظري پاکستان د فارسي فرهنګ ساتونکی هم یاد کړی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د مقاومت جبهې ځینې غړي پاکستان ته تللي او د اسلام‌اباد چارواکو هم وخت ناوخت څرګنده کړې چې د خپلو ګټو لپاره له افغان مخالفو سیاسي جریانونو سره اړیکې پراخوي.