جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 357

هه‌نګاو:په ایران کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شو

د هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان سه‌شنبه راپور ورکړی چې د خراسان جنوبي په مرکز بیرجند زندان کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

دا کسان د قتل په تور نیول شوي او د ایران د قضایي نظام له‌خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و.

دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه شپږ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.

محمد اشرف غني:ملي بیرغ د افغانانو د یوالي او اتحاد په ملي سمبول بدل شوی

د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د زمري اوومه د ملي بیرغ د ورځې مبارکي ویلې.

ښاغلي غني پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي: «د زمري اوومه، د ملي بیرغ ورځ دې نېکمرغه وي.»

د یادونې ده چې د زمري اوومه د درې رنګه ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره ده؛ خو افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته ملي بیرغ ښکته شوی او پر ځای یې هر ډول رسمي ناستو او دفترونو کې د دوی سپین بیرغ اېښودل کېږي.

امرالله صالح:ملي بیرغ د افغان ملت د یوالي سمبول دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح وایي، ملي بیرغ وکولای شول ملت یو موټی کړي.

هغه د بیرغ د ملي ورځې په مناسبت لیکلي، چې خلک د همدې بیرغ تر سیوري لاندې واک کې شریک شول، د خپل برخلیک په اړه یې ژور بحثونه وکړل او له کلي نه تر پلازمینې یې خپل رول پیدا کړ.

د هغه په خبره، د دې بیرغ لپاره سرونه قرباني شول او مزارونه یې پرې وپوښل شول.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې دا بیرغ د افغانستان ویاړ او ملي هویت دی.

د یادونې ده چې جمهوري حکومت کې د زمري اوومه د بیرغ د ملي ورځ په نوم لمانځل کېده.

عراق:تر دې وروسته د نجف هوايي ډګر له لارې افغانان خپل هېواد ته نه راپرېږدو

د عراق د کورنیو چارو وزارت تازه ویلي چې له دې وروسته به افغانان د نجف نړیوال هوايي ډګر له لارې دې هېواد ته د ننوتو اجازه ونه لري.

دا پرېکړه له هغه وروسته شوې چې، د چارواکو په وینا، ګڼ شمېر افغانان د مذهبي زیارت په پلمه عراق ته داخلېږي؛ خو بیا هلته د کار لپاره پاتې کېږي.

د “دجله نیوز” له‌خوا ترلاسه شوي رسمي سند پر بنسټ، دغه بندیز پر هغو افغان کورنیو نه عملي کېږي چې د قانوني بېرته ستنېدو ټکټ ولري.

بارک اوباما:دا هیڅ د توجیه وړ نه ده، چې د غزې خلک له لوږې مړه شي

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې د غزې بې‌ګناه خلک باید د لوږې له امله ونه مري.

نوموړي ټینګار کړی چې خوراکي مرستې باید غزې ته پرېښودل شي، ځکه د خوړو او اوبو مخنیوی هېڅ توجیه نه لري.

اوباما همداراز د یرغمل شویو خوشې کول او د اسراییلي پوځ د عملیاتو درول د کړکېچ د حل لپاره اړین بللي.

بل‌خوا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې غزه کې به د خوړو مرکزونه جوړ کړي او اسراییل باید د مرستو لارې خلاصې کړي.

سویس:د افغان کډوالو د اېستلو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي

سویسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځینو سیاستوالو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي.

هغوی ویلي، لکه د نورو هېوادونو په څېر، طالب کونسلي چارواکي دې سویس ته ور وبلل شي څو د کډوالو په ایستلو کې همکاري وکړي.

دوی همداراز، د سویس د کډوالۍ ادارې د پرسونل د کابل ته لېږد او زیاتوالي خبره هم کړې ده.

تر دې وړاندې بیا د المان د کورنیو چارو وزیر هم ویلي وو، چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت سره تعامل ته اړتیا ده.

امریکا؛په نیویارک کې د یو وسله‌وال برید په نتیجه کې۴ تنه وژل شوي

0

امریکایي پولیس وایي، چې په نیویارک کې یوه ۲۷ کلن وسله‌وال له یوې لوړپوړیزې ودانۍ څخه پر خلکو ډزې کړي، چې له امله یې یو پولیس افسر او ۳ ولسي کسان وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې بریدګر له برید وروسته خپل ځان هم وژلی دی.

د پولیسو مشرې جسیکا تیش ویلي، بریدګر د لاس ویګاس اوسېدونکی و او تر اوسه یې د جرم کومه سابقه نه ده موندل شوې.

امریکایي چارواکي وایي، د پېښې د دقیقو لاملونو په اړه څېړنې روانې دي.

د زمري ۷مه؛د ملي بیرغ ورځ د ټولو هېوادوالو مبارک شه!

د زمري ۷مه د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ ورځ ده، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا ملي بیرغ ته د درناوي په پار ونومول شوه.

د دې ورځې نمانځنه د ملي یووالي، هویت او ویاړ نښه بلل کېده؛ خو د حکومت له پرځېدو وروسته د دې ورځې د لمانځنې په شمول د هېواد ډېری ارزښتونه له منځه ولاړل.

حماسه میډیا د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وایي.

د درې رنګه ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه!

د افغانستان د خبریالانو مرکز:د طالبانو حکومت په تېرو درې اونیو کې ۷ خبریالان نېولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په تېرو درې اوونیو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان د طالبانو حکومت د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له لوري په کابل او یو ولایت کې نیول شوي دي.

دغه مرکز یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې د رسنیو پر وړاندې د فشارونو له زیاتوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د نیول شویو کسانو بې‌قید او شرطه خوشې‌کول یې غوښتي دي.

په نیول شویو کسانو د نجونو لپاره د زده‌کړو کورسونو جوړولو، له بهرنیو رسنیو سره تخنیکي همکارۍ او د نه‌تایید شویو راپورونو چمتو کولو تورونه لګول شوي.

د خبریالانو مرکز دا نیونې د بیان ازادۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې ده.

اسراییل:حماس بشري مرستې غلا کوي؛ خو موږ بیا هم د مرستو رسېدو لپاره هڅه کوو

0

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي چې دغه هېواد هره ورځ غزې ته د اوبو، خوړو او درملو د پام وړ مرستې پرېږدي؛ خو حماس دغه بشري مرستې غلا کوي او ولسي خلکو ته د رسېدو مخه یې نیسي.

په بیان کې راغلي چې حماس د ناسم معلوماتو خپرولو او صحنه‌سازیو له لارې بشري بحران لوی ښيي.

اسراییل وایي، له نړیوالو ادارو، امریکا او اروپايي هېوادونو سره همکاري ته دوام ورکوي ترڅو مرستې غزې ته ورسېږي.

د نتانیاهو دفتر زیاتوي چې د بندیانو د خلاصون او د حماس د ماتې لپاره به هڅې دوام ولري، او دا کار د دواړو ملتونو لپاره د سولې تضمین ګڼل کېږي.