جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 356

ایران؛د افغان کډوالو له را اېستلو وروسته د کار کوونکو له کمښت سره مخ دی

د ایران چارواکو ویلي چې د تهران ښار کې د افغان مهاجرینو د ایستلو له امله د ښار د صفایۍ کارکوونکو شمېر تر ۸۰ سلنې کموالی موندلی دی.

هلته د قراردادي شرکت له ۳۵ کارکوونکو څخه ۳۰ افغان کډوال دي.

راپورونه وايي چې د افغان مهاجرینو په ایستلو سره د ایران په ودانیزو چارو کې هم کارکوونکي کم شوي دي.

د یادونې ده، چې ایران په تېره یوه میاشت کې نږدې یو میلیون افغان کډوال را اېستلي دي.

د برېټانیا پارلمان:بهرني هېوادونه په دې هېواد کې د خلکو او ټولنو د وېرولو هڅه کوي

0

د بریتانیا د پارلمان د بشري حقونو ګډې کمېټې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې بهرني حکومتونه په دې هېواد کې د خلکو او ټولنو چوپتیا او د دوی وېرول زیات کړي دي.

یادې کمېټې له حکومت غوښتي چې له ځورول شویو سره مؤثره مرسته وکړي او د سیاسي مخالفینو پر وړاندې د بهرنیو دولتونو د ناوړه استفادې مخه ونیسي.

راپور کې ټینګار شوی چې بریتانیا باید د بې‌اساسو قضایي دعوو او انټرپول د ناوړه استفادې پر وړاندې کلک تدابیر ونیسي.

ډونالډ ټرمپ:که د اوکراین جګړه په راتلونکو لسو ورځو کې پای ته ونه رسېده؛ نو پر روسیه به سختې تعرفې ولګوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبرداری ورکړی چې که د لسو ورځو په موده کې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ونه رسېږي، واشنګټن به پر مسکو سختې تجارتي تعرفې ولګوي.

ټرمپ دا څرګندونې د جولای په ۲۹مه له خبریالانو سره خبرو کې وکړې او ویې ویل چې د روسیې له لوري لا هم کوم رسمي غبرګون نه دی ترلاسه شوی.

هغه ویلي، که چیرې پرمختګ ونه شي، نه یوازې روسیه، بلکې هغه هېوادونه به هم له بندیزونو سره مخ شي چې د روسیې صادرات پېرې.

ټرمپ تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د اوکراین جګړه به په یوه ورځ کې پای ته ورسوي.

ډونالډ ټرمپ:په هند به تعرفې لوړې کړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان وکړ چې حکومت به یې له هند څخه پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې هند پخوا تعرفې زیاتې لوړې کړې وې؛ خو اوس چې دی واکمن دی، نو دا ډول کار به ونه زغمي.

دا پریکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې د امریکا او هند ترمنځ د نوي سوداګریز تړون خبرې ترینګلتیا ته ولاړې.

امریکا غواړي چې خپل توکي بې‌تعرفې د هند بازار ته ورسیږي.

غزه؛ملګري ملتونه وايي، ښايي د دوی مرستې تور بازار ته تللې وي

0

ملګري ملتونه او غزې ته مرستې لېږونکې ادارې وايي، نه پوهېږي، چې له غزې سره کېدونکې څومره مرسته تور بازار ته تللې.

دوی وايي، لاهم د غزې خلکو سره د شویو مرستو ارقام په واک کې نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې هلته لوږه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې او هره ورځ یو شمېر خلک له لوږې مري.

اوس مهال په غزه کې د یو کیلو اوړو بیه له شپیتو ډالرو اوښتې، چې خلک یې د اخیستو توان نه لري.

روسیه؛۸.۸ درجې زلزلې زیانونه اړولي؛ خو وروستي جزیات لاهم نشته

0

د روسیې په ختیځ کې د کامچاتکا ټاپوګانو شاوخوا سیمه د ۸.۸ درجې زورورې زلزلې ولړزوله، چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو شدیده ثبت شوې زلزله بلل کېږي.

د محلي چارواکو په وینا تر اوسه کومه مرګ‌ژوبله نه ده ثبت شوې، خو ځینې عامې ودانۍ او د ماشومانو پارک ته زیان رسیدلی دی.

بل لورته چارواکو بیا د سوېرو-کوریلسک ښار د بیړنۍ تخلیې امر هم ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې امریکا او جاپان کې د سونامي خبرتیا سیسټمونو خبرداری ورکړی چې ښايي دا زلزله تر یو متر لوړې سونامې څپې راولي.

معصوم ستانکزی:ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د یوه هېواد ملي هویت د هغه د ملي سمبولونو له لارې تمثیلېږي او ملي بیرغ د ولس د ګډې ارادې استازیتوب کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې ملي بیرغ د سیاسي جریانونو، شرکتونو او موسسو له بیرغونو سره ژور توپیر لري او درناوی یې د هېواد درناوی دی.

ستانکزي زیاته کړې، چې د ملي بیرغ ورځ یوه مبارکه او د ژمنتیا د نوي کولو ورځ ده.

د یادونې ده، چې تېره ورځ د زمري اوومه د افغانستان د ملي بیرغ له ملي ورځې سره برابره وه.

غزه؛د اسرائيلو د بريدونو له کبله مرګ‌ژوبله ۶۰ زرو ته ورسېده

0

‏د غزې د روغتيا وزارت وايي چې د اسرائيلو په بریدونو کې د وژل شويو شمېر ۶۰ زره او ۳۴ کسانو ته رسېدلی او ۱۴۵ زره او ۸۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د وزارت په وينا، له قربانيانو نيمايي زيات ښځې او ماشومان دي، او يوازې تېره مياشت لږ تر لږه ۱۸۶۰ تر دوو کلونو کم ماشومان وژل شوي دي.

په همدې مهال، د لوږې نړيوال څار سيستم خبرداری ورکړی چې په غزه کې د قحطۍ تر ټولو بد حالت رامنځته شوی دی.

شیخ هبت الله:د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي؛ خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي

د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، وايي چې په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ اختلاف، جګړه یا او یا ډلبازي نه ده شوې.

نوموړي د هرات د علماوو شورا له غړو سره په کندهار کې لیدنه کې وویل چې علما د دین ساتونکي دي او باید د حکومت له لارې شریعت پلی کړي.

هغه زیاته کړې چې د «اسلامي امارت» د احکامو په تطبیق سره د فتنو مخه نیول کېږي، خو د فرمانونو نه پلي کېدل اختلاف رامنځته کوي.

هه‌نګاو:په ایران کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شو

د هه‌نگاو د بشري حقونو سازمان سه‌شنبه راپور ورکړی چې د خراسان جنوبي په مرکز بیرجند زندان کې د دوو افغان بندیانو د اعدام حکم عملي شوی دی.

دا کسان د قتل په تور نیول شوي او د ایران د قضایي نظام له‌خوا د اعدام حکم پرې صادر شوی و.

دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د اسرائیل او ایران ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته په یوه میاشت کې لږ تر لږه شپږ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي دي.