پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 354

زهران ممداني؛د ډیمکورات ګوند مسلمان غړی د نیویارک ښاروالۍ لومړنیو ټاکنو کې بریالی شو

0

زهران ممداني، د ۳۳ کلونو ډيموکرات سوسياليست، د نيويارک د ښاروالۍ د ډيموکرات ګوند په لومړنيو ټاکنو کې بريالی شو او په دې توګه د نيويارک د لومړني مسلمان ښاروال په توګه خپله لاره روښانه کړه.

پخواني والي اندرو کومو، چې د بريا ګټونکی ګڼل کېده، د ممداني پر وړاندې خپله ماتې ومنله.

د لومړنۍ رايې شمېرلو وروسته، ممداني ۴۳.۵٪ او کومو ۳۶.۴٪ رايې ترلاسه کړې.

ممداني، چې له پرګرسيو کاندید براډ لينډر سره همغږي کړې، د ځوانو رایه ورکوونکو پراخه ملاتړ ترلاسه کړ او په خپله وینا کې يې وویل: «نن شپه موږ تاريخ جوړ کړ».

د نيويارک ښار د رنکد چويس ووټنګ سیسټم له امله، د دویمې انتخابي دورې رايې هم شمېرل کېږي، خو ممداني د نومبر په ۴مه د ښاروالۍ ټاکنو لپاره غوره کانديد ګڼل کېږي.

رویټرز:واشنګټن د سعودي عربستان د ۴۸ اف-۳۵جنګي الوتکو د پیر غوښننه ارزوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د سعودي عربستان هغه غوښتنه ارزوي چې غواړي ۴۸ پرمختللې اف-۳۵ جنګي الوتکې وپېري.

دغه څو میلیارد ډالري معامله، چې تازه یې یو مهم پړاو په پنتاګون کې تېر کړی، د محمد بن‌سلمان د واشنګټن له سفر سره هم‌مهاله ده.

راپور زياتوي، پنتاګون له میاشتو راهیسې پر دې معامله کار کوي او اوس موضوع د دفاع وزیر تر کچې رسېدلې، خو لا وروستی تصمیم نه‌دی نیول شوی.

همدا رنګه د امریکا د قوانینو له مخې، داسې معاملې باید د اسرائیلو پوځي برتري خوندي وساتي؛ چې اسرائیل اوس د اف-۳۵ یوازینی لرونکی هېواد دی.

سعودي عربستان، چې د امریکا ستر پیرودونکی دی، غواړي له دې لارې د خپل هوايي ځواک نوسازي وکړي او د ایران له احتمالي ګواښونو سره مقابله وکړي.

امریکا؛په کینټکي ایالت کې د UPS بار وړونکې الوتکه سقوط شوې

0

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) اعلان کړی چې د UPS هوايي شرکت د ۲۹۷۶ شمېرې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېوېل ښار په محمد علي نړیوال هوايي ډګر کې له الوتنې وروسته سقوط شوې ده.

د UPS شرکت ویلي، دوی د پېښې په اړه خبر دي او د خپلې الوتکې د سقوط په تړاو له اړوندو ادارو سره همغږي دي.

د لوېوېل پولیسو ویلي، د ښار بېلابېلې بیړنۍ ادارې د سقوط ځای ته، چې د فرن‌وېلي او ګرېډلین سیمو ته نږدې موقعیت لري، رسېدلې دي.

د فدرالي ادارې په وینا، دا MD-11 ډوله بار وړونکې الوتکه د هاوايي ایالت هونولولو ښار ته روانه وه، او په کې درې تنه عمله موجوده وه.

د طالبانو حکومت او پاکستان؛د عبدالحق وثیق او عاصم ملک په مشرۍ درېیم پړاو مذاکراتو ته کېني

یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د استانبول مذاکراتو لپاره د دواړو پلاوو مشران په ډاګه شول.

سرچینې زیاته کړې، چې د دواړو پلاوو مشري د استخباراتو مشران کوي.

سرچینې دغه راز ویلي، له افغان لوري د طالبانو حکومت د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او له پاکستاني لوري د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر عاصم ملک د مذاکراتو مشري کوي.

رویترز:هند افغانستان سره د مرستو په زیاتولو د چین نفوذ کمول غواړي او ځان د سیمې لومړی ځواب‌ ورکوونکی معرفي کوي

رویترز راپور ورکړی چې هند د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله د مرستو د زیاتولو په هڅه کې دی، څو د سیمې د لومړي ځواب‌ ورکوونکي په توګه ځان وښيي او د چین نفوذ محدود کړي.

د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د زلزلې وروسته له طالبانو سره د اړیکې نیولو له لومړیو چارواکو څخه و او له دې سره سم یې د ۱۵ ټنو خوراکي توکو تر لېږلو وروسته د طبي تجهیزاتو د استولو ژمنه هم کړې ده.

هندي حکومت په ایکس شبکه کې د IndiaFirstResponder# هشتګ لاندې دغه مرستې تبلیغ کړي دي.

همدارنګه چین اعلان کړی چې د بلخ او سمنګان د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو وړتیا لري.

راپور زیاتوي چې هند او چین دواړه غواړي له طالبانو سره اړیکې پیاوړې کړي.

سید عباس عراقچي:د افغانستان شمال کې د زلزې په مرګ‌ژوبله او زیانونو ډېر خواشیني یوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان په شمال کې وروستیو زلزلو ته په غبرګون کې ویلي چې د مرګ‌ژوبلې او پراخو زیانونو له امله ایران ژور خواشینی دی.

هغه پر ایکس لیکلي چې ایران د افغانانو له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ژر به زلزله‌ځپلو سیمو ته بیړنۍ بشري مرستې ولېږي.

عراقچي ټینګار کړی چې د ایران او افغانستان اړیکې د ورورولۍ او انسانی همکارۍ پر بنسټ ولاړې دي او تهران به د سختیو په وخت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

د یادونې ده چې د تېرې شپې زلزلې په بلخ او سمنګان کې درانه تلفات اړولي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي، نږدې ۹۵۰ ټپیان شوي او لسګونه کورونه نړېدلي دي.

اشرف غني:هدایت امین ارسلا وطن ته د متعهد نسل استازی وو

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ماليې د پخواني وزیر او د ولسمشر مرستیال هدایت امین ارسلا په مړینې خواشیني ښودلې.

ښاغلي غني په یو پیغام کې ویلي:« د افغانستان د یوه خواخوږي او تجربه لرونکي سیاستوال او دولتي شخصیت هدایت امین ارسلا له وفات نه په خبرېدو مې د خواشینۍ او درد ژور احساس وکړ.»

پخواني ولسمشر هدایت امین ارسلا وطن ته د متعهد نسل یو استازی بللی.

د یادونې وړ ده چې هدایت امین ارسلا د ۱۳۹۳ لمریز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي غني څخه ملاتړ کړی وو.

خیبر پښتونخوا؛په چارسده کې د جمعیت علما اسلام ګوند یو مخور غړی مولانا عبدالسلام په ډزو وژل شوی

0

د خیبر پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې مولانا عبدالسلام، چې د ابو بکر صدیق مدرسې مشر او د جمعیت علما اسلام د ولایتي شورا غړی و، په ډزو وژل شوی دی.

د پولیسو په وینا، ناڅرګندو موټرسایکل سپرو وسله والو پرې ډزې کړې او هغه په ځای وژل شوی دی.

پولیس وايي د پېښې عاملین تښتېدلي او تحقیقات روان دي.

خواجه اصف:عمران خان خپل وخت کې پر نواز شریف ډېر ظلمونه کړي وو

0

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پر پخواني لومړي وزير عمران خان سختې نيوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې عمران خان په خپله واکمنۍ کې د نواز شريف او د هغه د کورنۍ پر وړاندې د ظلم تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

نوموړي ادعا کړې چې نواز شريف ته حتا د خپلې مېرمنې د مرګ پر مهال د اړيکې اجازه نه ورکول کېده او د هغه د کورنۍ غړي، چې په سياست کې هم نه ول، د سياسي انتقام ښکار شول.

هغه زياته کړې، اوس چې عمران خان په بند کې دی، د ځانګړو اسانتياوو څخه ګټه اخلي او ځان مظلوم ښيي.

اوچا:په شمال کې د زلزله‌ ځپلو د ارزونې او د بیړنیو مرستو د رسولو بهیر روان دی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د افغانستان په شمال کې د زلزله‌ځپلو سیمو د وضعیت د ارزونې او بېړنیو مرستو د رسولو لپاره له مقامي چارواکو سره ګډ کار روان دی.

اوچا زیاتوي چې د بلخ ولایت لپاره پنځه ارزونې ډلې او د سمنگان لپاره څلور ډلې لېږل شوې دي څو د زیانونو او لومړنیو اړتیاوو چټک ارزونه وکړي.

اوچا خبرداری ورکوي چې د شاوخوا دوو میلیونو راستنېدونکو افغان کډوالو شتون، د کوربه سیمو ستونزې ډېرې کړي، په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې چې له وړاندې د وچکالۍ، ژور فقر او د بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ وو.

دغه اداره یو ځل بیا د بودجې د سخت کمښت خبره کوي او وايي چې د افغانستان د بشري اړتیاوو لپاره له ټاکل شویو ۲.۴ میلیارد ډالرو څخه یوازې درېیمه برخه برابره شوې ده، او له ۱.۵ میلیارد ډالرو څخه زیات کسر بودجه لا هم پاتې دی.