جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 352

ډونالډ ټرمپ؛د روسي اټومي ګواښونو په غبرګون کې د دوه اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسي چارواکي د اټومي ګواښونو په غبرګون کې د دوو اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودف د اټومي ګواښونو وروسته شوې ده.

د ټرمپ او مدودف ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې ټرمپ روسیې ته لس ورځې وخت ورکړ څو په اوکراین کې اوربند اعلان کړي، که نه نو له نوو اقتصادي بندیزونو او د روسي نفتو له تحریم سره به مخ شي.

ناسا؛له سپیس ایکس سره په همغږۍ څلور هوا نوردان فضایي سټیشن ته ولېږل

ناسا اعلان کړی چې د امریکا، روسیې او جاپان څخه د “کرو-۱۱” ماموریت په ترڅ کې څلور هوا نوردان نړیوال فضايي سټیشن ته واستول شول.

ناسا زیاته کړې، چې دوی د فلوریډا له کندي فضايي مرکز څخه د اسپیس‌ ایکس راکټ له لارې الوتنه وکړه.

په دې شپږ میاشتني ماموریت کې به لسګونه علمي تجربې ترسره شي.

د ډلې مشري زینا کارډمن کوي چې ور سره مایک فینک، کیمیا یویی او اولګ پلاتونوف هم مل دي.

دا د ناسا او سپیس‌ایکس دولسم ګډ ماموریت بلل کېږي.

تام باراک:د احمد الشرع ملاتړ د ایران د نفوذ کمولو او د داعش د بیا راټولېدو د مخنیوي لپاره مهم دی

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام باراک ویلي، د احمد الشرع د موقت حکومت ملاتړ د ایران د نفوذ کمولو او د داعش د بیا راټولېدو د مخنیوي لپاره حیاتي دی.

باراک په واشنګټن کې ویلي چې د امریکا، الشرع او متحدانو اهداف همغږي دي؛ خو ګڼې ډلې هڅه کوي دا اړیکې ګډوډې کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران ملاتړې ډلې او داعش دواړه د بې‌ثباتۍ ګډ هدف لري.

په عین حال کې، د اسراییلو یوه لوړپوړي امنیتي مقام ویلي چې له جنوبي سوریې د ایران د ملاتړو ډلو د احتمالي بریدونو جدي ګواښونه تر لاسه شوي او تل‌ابیب د یوې نوې جبهې د جوړېدو مخنیوی غواړي.

راپورونه وایي، د اسراییلو او د دمشق د رژیم ترمنځ د جنوبي سوریې د غیرنظامي کولو په اړه خبرې روانې دي، او سعودي عربستان اسراییل ته پیغام ورکړی چې د احمد الشرع د حکومت له کمزوري کولو ډډه وکړي، ځکه د هغه ثبات د تهران د نفوذ په کمولو کې مرسته کوي.

سیف خیبر:د امربالمعروف پر ضد څلور کلن استخباراتي پروپاګند د طالبانو حکومت د بدنامولو هڅه ده

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف خیبر ویلي چې د دې وزارت په اړه د استخباراتي سرچینو پروپاګندونه څلور کاله پرله‌پسې روان دي او هدف یې د طالبانو د ارزښتونو بدنامول دي.

هغه ویلي، که څوک د همدې سرچینو خپاره شوي راپورونه د باور وړ ګڼي، باید ومني چې د دوی نور ادعا شوي راپورونه هم د همدې سرچینو دي، چې پکې د افغانستان د سخت وضعیت او فساد په اړه خبرې کېږي.

سیف خیبر زیاته کړې، هغه کسان چې د همدې راپورونو پر بنسټ د وزارت پر ضد نیوکه کوي، په ناپوهۍ سره د دښمن تبلیغاتو تر اغېز لاندې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا دریځ د لویدیځ، سیکولرانو او د بشري حقونو د مدعیانو د تبلیغاتو سره ورته دی او خلک باید د وزارت د فعالیتونو قضاوت د واقعیت پر اساس وکړي، نه د بهرنیو پروپاګندونو پر بنسټ.

پاکستان؛د PoR کارت لرونکو افغان کډوالو شړل پيل کړل

پاکستان د هغو افغان کډوالو شړل پیل کړي چې د PoR کارتونه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د جولای د ۳۱مې په شپه ایالتي ادارو ته امر کړی چې دا کسان بې له ځنډه افغانستان ته واستوي، ځکه د دوی اسناد نور قانوني اعتبار نه لري.

د اعلان له مخې، پولیس او امنیتي ارګانونه مکلف دي دغه افغانان ونیسي، بندیان کړي او د شړلو پروسه پلي کړي، حتا که هغوی تر محاکمې یا بند لاندې هم وي.

پاکستاني چارواکو ویلي، له دې وړاندې په دوو پړاوونو کې زرګونه افغانان شړل شوي او یوازې هغه افغانان به پاتې شي چې له قانوني ویزو سره ژوند کوي.

سیگار:افغانستان د ترهګرو ډلو خوندي پناه‌ځای ګرځېدلی

سیګار په تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ترهګریزو ډلو خوندي پناه‌ځای ګرځېدلی او د طالبانو حکومت د دوحې تړون خلاف د دغو ډلو د فعالیت زمینه برابروي.

راپور وایي چې د داعش خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان (TTP) او القاعده په افغانستان کې فعاله دي.

د سیگار په وینا، داعش خراسان د افغانستان «تر ټولو لوی منطقه‌یي ترهګریز ګواښ» دی او په بدخشان، نورستان او کونړ کې مرکزونه لري.

راپور زیاتوي چې داعش په ننګرهار کې د یوه برید مسوولیت منلی چې څلور طالبان پکې وژل شوي.

راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کړی او شاوخوا شپږ زره جګړه‌ماران یې د افغانستان په ختیځ کې میشت دي.

سیگار تایید کړې چې القاعده هم د طالبانو د حکومت په ملاتړ خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او سیف‌العدل هڅه کوي دغه شبکه بیا جوړه او فعاله کړي.

د باجوړ جرګه؛ټي‌ټي‌پي دې یا ښکاره میدان ته راووځي او یا دې افغانستان ته واوړي

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسله‌والو طالبانو او قامي جرګې ترمنځ د شخړې د حل لپاره خبرې دوام لري.

تحریک طالبان پاکستان د جرګې په غوښتنه اوربند سبا د غرمې تر دولسو پورې غځولی دی.

وسله‌والو ته د جرګې له لوري د شخړې د پای ته رسولو لپاره مشخصې غوښتنې وړاندې شوې دي.

د جرګې غړو ویلي، چې یا دې ټي‌ټي‌پي افغانستان ته واوړي او یا دې له پاکستان سره په ښکاره میدان ته راووځي.

د یادونې ده چې نن سهار قامي مشران او منتخب استازي د خبرو لپاره د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي وو.

مسعود پزشکیان؛سبا پاکستان ته په رسمي سفر ځي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شهباز شریف په بلنه د اګست په ۲مه پاکستان ته رسمي سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې سفر کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هم ولسمشر پزشکیان سره وي.

بلخوا، کابل کې د ایران سفارت ویلي چې ولسمشر پزشکیان افغانستان ته هم د سفر نیت لري؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا تر اوسه دا سفر رسماً نه دی تایید شوی.

ایران:افغانانو ته مو د اربعین زیارت لپاره د ویزو خدمات بیرته پیل کړل

کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د افغانستان وګړو ته د اربعین د زیارت ویزو ورکولو لړۍ پیل شوې ده.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عراق لخوا د اربعین د ویزو د صدور له پیل سره هم‌مهاله، د ایران قونسلي نمایندګیو کې هم دا بهیر پيلېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اربعین د ویزو شرایط سیاحتي خدماتو شرکتونو ته رسماً سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې یادونه شوې چې ایران د افغان مهاجرینو له پراخ اخراج وروسته، د افغانانو لپاره د ویزو ورکړه ډېره محدوده کړې وه.

منظور پښتین:پاکستاني استخبارات اوس د مور په خیټه کې ماشومان وژني

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له اوږدې چوپتیا وروسته د رحمان بونیري سره په تازه مرکه کې په باجوړ او پښتنو سیمو کې د پاکستان په استخباراتو سختې نیوکې وکړې.

ښاغلي پشتین په دې مرکه کې ویلي چې پنجابي جنرال او کرنیل ته د پښتون وژنه، د دوي اوښکې، تحقیر او بې عزتي اوس په یو تجارت بدل شوي.

ښاغلي پشتین په دې مرکه کې چې دوه ساعته وړاندې خپره شوې ویلي چې پاکستاني استخبارت اوس د مور په خیټه کې پښتانه ماشومان وژني او نسل وژنې ته یې کار ویلې.