جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 351

پاکستان ته د ایراني ولسمشر سفر؛مسعود پزشکیان د اقبال لاهوري قبر ته ولاړ او د هغه روح ته دعا وکړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف او د پنجاب وزیر اعلی مریم نواز شریف سره وکتل.

د ایران ولسمشر د دې یو ورځینې سفر په لړ کې د اقبال لاهوري قبر ته ولاړ او هلته یې د هغه روح ته دعا وکړه.

پاکستان ته د ولسمشر پزشکیان د سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او امنیتي مسایل یاد شوي.

د ایران ولسمشر؛د دوه ورځني رسمي سفر لپاره پاکستان ته ورسید

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوه ورځني سفر لپاره د پاکستان لاهور ته ورسید.

دا سفر د پاکستان د جوړېدو د کلیزې او د ایران او پاکستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د ۷۸مې کالیزې سره هممهاله شوی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به د سفر پر مهال له لومړي وزیر شهباز شریف او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

پزشکیان به لومړی لاهور او وروسته اسلام‌اباد ته لاړ شي.

د پاکستان حکومت د هغه د هرکلي لپاره په سړکونو کې په فارسي ژبه د ښه راغلاست پیغامونه لګولي دي.

د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پراختیا او د سیمې پر موضوعاتو بحث بلل شوی دی.

بلوچستان؛وسله‌والو د پاکستاني پوځیانو درې پوستو کې ۲۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د بلوچستان ایالت د پنجګور ولسوالۍ د ګوارګو په سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو درې پوستې هم‌مهاله د وسله‌والو له‌خوا تر سخت برید لاندې راغلي دي.

ځايي سرچینې وایي، په برید کې لږ تر لږه ۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي، ۱۱ نور ټپیان دي او ۳ تنه لا هم لادرکه دي.

وسله‌والو، چې شمېر یې له ۸۰ تنو زیات ښودل شوی، د زامیاد ډوله ۱۱ موټرو په وسیله برید ترسره کړی.

دوی لومړی د پوستو مخابراتي وسایل له منځه وړي او بیا یې د چټک غبرګون ځواک کمین نیولی دی.

چارواکي وایي، د نښتې پر مهال لږ تر لږه ۸ بریدګر هم وژل شوي او جسدونه یې د خپلو ملګرو له خوا له سیمې ویستل شوي.

پاکستان؛افغان لوري سره د غلام خان پر بندر تګ راتګ تړلی

پاکستان له افغانستان سره د خوست ولایت په غلام خان پوله د تګ راتګ دروازه تړلې او د پاسپورټ او ویزې سخت شرایط یې عملي کړي دي.

سیمه‌ ییزې سرچینې وایي، د پخوا په پرتله اوس هغه کسان هم له تګ راتګ منع شوي چې پخوا یې د غیر رسمي “ټوکنونو” له لارې د تېرېدو اجازه لرله.

د نوې پالیسۍ له امله ګڼ مسافر د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې دي او د سوداګرۍ او ترانسپورتي چارو د خنډېدو اندېښنې راپورته شوې دي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د احصایې اومعلوماتو اداره:تیرو دوو میاشتو کې پنځه زره بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

د طالبانو حکومت د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ کال په تېرو دوه میاشتو کې هېواد ته پنځه زره بهرني سېلانیان راغلي دي.

دغه ادارې ویلي، دا سېلانیان چې په مجموعي توګه پنځه زره او ۱۹۶ تنه کېږي د روان لمریز کال په جوزا او سرطان میاشتو کې د هوایې ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې یې هېواد ته تګ-راتګ کړی دی.

له دغې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده موده کې ۱۴۱ ښځینه او دوه زره او ۹۰۱ نارینه سېلانیان هېواد ته راغلي او همدارنګه ۶۷ ښځینه او دوه زره او ۲۹۵ نارینه له هېواده تللي دي.

د سرچینې د مالوماتو په اساس، د یاد شمېر سېلانیانو له ډلې دوه زره ۸۵۵ تنه د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۴۶ نور د هوایې ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

کابل؛د طالبانو حکومت خصوصي سکتور سره د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا پروژو تړون لاسلیک کړ

د طالبانو حکومت د خصوصي سکتور سره د ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا پروژې تړون لاسلیک کړ.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور له سوداګرو د اوبو او انرژۍ په برخه کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

ښاغلي منصور وویل افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې ډیرې سرچینې لري، خو پانګوال باید په دې برخه کې پانګونه وکړي.

په دې مراسمو کې د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزيزي وویل ددې پروژو په پلي کیدو سره به تر سلو زرو ډیرو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي عزیزي وویل ددې پروژو په تطبیق سره به ټول هیواد له دوامدارې برېښنا څخه برخمن شي.

میرویس عزیزي وایي، هیواد اوسمهال لپاره لس زره میګا واټه برېښنا ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د لنډې مودې لپاره د عبدالسلام حنفي د سفر د بندیز معافیت تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو حکومت د رییس الوزرا پر اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د سفر بندیز معافیت تصویب کړ.

دا معافیت د روانې اګسټ میاشتې له ۱۴مې تر ۳۱مې پورې تصویب شوی دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی به همدې موده کې د درملنې لپاره قطر ته لاړ شي.

د یادونې ده چې د روان زیږیز کال په جولای کې هم دغې کمیټې د طالبانو حکومت د کابینې یو غړي، خیرالله خیرخواه ته د سفر د بندیز معافیت ورکړی وو.

ایران کې؛په ۲۰۲۵ کال کې د اعدامونو شمېر دوه برابره شوی

په ایران کې د عبدالرحمن برومند بنسټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جولای له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۰۲ تنه په زندانونو کې اعدام شوي دي.

د همدې کال له پیل څخه تر اوسه پورې لږ تر لږه ۷۳۰ اعدامونه ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو کې د ایران د اعدامونو شمېر د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله له دوه چنده زیات شوی، چې په هغه وخت کې ۲۹۷ تنه اعدام شوي وو.

اسراییلي لیکوال:غزه کې د اسراییل کړنې «نسل‌وژنه» ده

اسراییلي لیکوال او د سولې فعال دیوید ګروسمن ایټالوي ورځپاڼې «لا رپوبليکا» سره په مرکه کې د اسراییل کړنې په غزه کې «نسل‌وژنه» بللې ده.

ګروسمن ویلي چې دا کلمه یې «په مات زړه او ژور درد» سره وکاروله او زیاته یې کړه چې کلونه یې له دې اصطلاح د کارولو ډډه کوله؛ خو د عیني شاهدانو کیسو او انځورونو یې د سترګو د پټولو توان ترې واخیست.

هغه له شاوخوا درې لسیزو راهیسې په ادبیاتو کې فعال دی او د اسراییل د حکومت د پالیسیو له پېژندل شویو کورنیو منتقدانو څخه ګڼل کېږي.

ډونالډ ټرمپ؛د روسي اټومي ګواښونو په غبرګون کې د دوه اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسي چارواکي د اټومي ګواښونو په غبرګون کې د دوو اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې دا پرېکړه د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودف د اټومي ګواښونو وروسته شوې ده.

د ټرمپ او مدودف ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه زیاته شوه چې ټرمپ روسیې ته لس ورځې وخت ورکړ څو په اوکراین کې اوربند اعلان کړي، که نه نو له نوو اقتصادي بندیزونو او د روسي نفتو له تحریم سره به مخ شي.