پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 346

غزه؛د اسرايیلي بریدونو او لوږې له امله ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي

رویټرز راپور ورکړی، چې تېره په غزه کې د اسراییلي هوايي بریدونو او ډزو له امله ۴۰ فلسطینیان وژل شوي، چې لس یې د مرستو د اخیستو پر مهال په نښه شوي دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، پنځه نور کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۰۲۵ کال د می میاشتې راهیسې د مرستو پر مهال له ۱۰۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې د اسراییلي ځواکونو د ډزو ښکار شوي دي.

سمیع یوسفزی د امریکایي سرچینې له قوله:تر امیرخان متقي وړاندې د طالبانو استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق ته هم د سفر اجازه نه وه ورکړل شوې

خبریال او د سیاسي چارو شنونکي سمیع یوسفزي د ‏یوې امریکایي سرچینې له قوله ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقې وړاندې په ورته ډول د طالبانو د استخباراتو د مشر ملا عبدالحق وثیق د یو خارجې سفر مخه هم نیول شوی وه.

هغه د سرچینې له قوله په خپل ایکس لیکلي، چې په طالبانو دا د امریکا له لورې د فشار ښکاره هڅه ده.

سمیع یوسفزي لیکلي چې امریکا د طالبانو استخباراتو ته د محمودشاه حبیبې د نیونې او زندان ټول شواهد ورکړي دي.

یوسفزي د سرچینې له قوله زیاته کړې، چې طالبان اوس له ولسمشر ټرمپ سره مخ دي او هغه ته د امریکایي اتباعو خلاص لومړیتوب دی.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا روانه اونۍ پاکستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته د سفر اجازه ورنه کړه

اسراييل:د حماس سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته د غزې جګړه نوره هم پراخېدای شي

اسراييل وایي، چې د حماس سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته د امنیتي ادارو بېړنۍ غونډه کوي، څو د راتلونکي اقدام په اړه پرېکړه وکړي.

یو لوړپوړي اسراییلي چارواکي خبرداری ورکړی، چې ښایي په غزه کې جګړه نوره هم پراخه شي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر وایي، دوی د جګړې د پای غوښتونکي دي؛ خو دا کار د مناسب شرایطو له رامنځته کېدو سره تړلی دی.

په عین حال کې قطر او مصر د فرانسې او سعودي طرحه منلې، چې له حماس غواړي وسله کېږدي؛ خو حماس دغه غوښتنه رد کړې ده.

هند:امریکا خپله له روسیې سره پراخه سوداګري لري؛ خو پر مونږ تعرفې لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته غبرګون وښود، چې له روسیې د تېلو د پېرلو له امله یې پر هند د لوړو تعرفو ګواښ کړی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه هېوادونه چې نیوکه کوي، پخپله له روسیې سره پراخه سوداګري لري؛ نو د هند په نښه کول بې‌ځایه او ناعادلانه دي.

هند ټینګار کړی چې د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د خونديتوب لپاره به هر اړین ګام پورته کړي.

د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ د هند له لوري د روسیې د تېلو پېرلو له کبله پر نوي ډیلي تعرفې لوړې کړې او ویلي یې دي، چې دا کار ورته د منلو نه دی.

په همدې حال کې بیا هند وايي، له خپلو اقتصادي سرچینو به تل ګټه واخلي.

د برازیل سترې محکمې؛د دغه هېواد د پخواني ولسمشر د نیولو امر کړی

د برازیل سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د کودتاه د تور له امله ونیوو.

د یاد هېواد قاضي القضات اليګزانډر دي مورایس د بندیزونو د سرغړونې له امله د هغه د نیولو امر ورکړی و.

د بولسونارو وکیلانو دا پرېکړه ناعادلانه بللې.

په ورته مهال بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ګام سیاسي غچ بللی او پر برازیل یې د تعرفو د لوړولو ګواښ کړی.

نصیر احمد فایق:طالبان په ظلم او فساد کې ښکېل دي او هیڅ برخه کې قانون نه پلي کوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د طالبانو حکومت پر کړنو توندې نیوکې کړي دي.

هغه په خپله د اېکس پاڼه کې لیکلي، چې طالبان د ډول، ډول ظلمونو او فساد ښکار دي؛ خو تر اوسه هېڅ لوړپوړی طالب چارواکی نه دی لیدل شوی، چې شریعت پرې عملي شوی وي.

فایق ویلي، د قانون نشتوالی او د هغه نه پلي کېدل هر نظام د سقوط کندې ته بیايي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د پخواني جمهوریت پر مهال هم د قانون له سرغړونو نظام زیانمن شو؛ خو لږ تر لږه قانون، قانوني ادارې او خپلواکې رسنۍ موجودې وې چې دغه سرغړونې یې رسوا کولې.

امرالله صالح:د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له لوري امیرخان متقي ته د سفر د اجازې نه ورکول، ډېر سم اقدام دی

د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي اسلام‌اباد ته سفر ځکه وځنډېد، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د هغه د سفر مخه نیولې ده.

ښاغلي صالح پر اېکس پاڼه لیکلي: «متقي د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. طالبان او پاکستان په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو مسوول دي. نپوهېږم، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمیټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې؛ خو له ډېرې مودې وروسته دغه سازمان یو سم او پرځای اقدام کړی دی.»

ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي د زمري ۱۳مه اسلام‌اباد ته سفر وکړي؛ خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو دا ځنډ «تخنیکي ستونزې» بللي دي.

د طالبانو حکومت او پاکستان تر اوسه د متقي د سفر په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

له طالبانو د زلمي خلیلزاد پوښتنه:چینایان د افغانستان د تاریخي میراث په اړه بې تفاوته دي، تاسې ولې دې تراژیدي کې ورسره ملګري یاست؟

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، کابل ته د مس‌عینک د لرغونو اثارو انتقال خواشینی کړی او د طالبانو حکومت باید په دې اړه له بدیلو لارو کار واخلي.

نوموړي ویلي، چینایان د افغانستان د تاریخ په اړه بې تفآوته دي؛ خو د طالبانو حکومت ته پکار وه، چې په دې اړه یې نورې لارې سنجولې وی.

خلیلزاد زیاتوي، لوګر کې د دغو اثارو پاتې کېدو سره دا ساحه خوندي پاتې کېدله.

د یادونې ده،.چې له مس‌عینک کان څخه ۱۴۳۰ قلمه بېلابېل تاریخي توکي کابل ته را انتقالیږي.

زلینسکي:د چین، پاکستان، ازبېکستان او جنوبي افریقا کرایي جنګیالي زمونږ خلاف له روسي سرتېرو سره یوځای جګړه کوي

د اوکراين ولسمشر ولادمير زلينسکي نن د ختیځ اوکراين د خارکيف سيمې له جګړه‌ييزې کرښې څخه ليدنه وکړه.

هغه پر خپله ایکس پاڼه کې ليکلي، چې له قوماندانانو سره يې د ووچانسک ښار د دفاع، د جګړې وضعيت او روانو جګړو په اړه خبرې کړې دي.

زلينسکي زياته کړې، چې د دوی سرتېري راپور ورکوي، چې له چين، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ځينو افريقايي هېوادونو څخه اجرتي جګړه‌ماران د روسيې تر څنګ په جګړه کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه نه ده ورکړې

خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د روسیې لخوا د رسميت پیژندنې تر اعلان وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري د لا زیاتو اسانتیاوو او انعطاف تمه درلوده، یوه ډیپلوماتیکه سرچینه وایي چې ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړې یا ځنډولې ده چې غوښتل یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته د اسلام‌اباد د سفر اجازه ورکړي.

نوموړي ویلي، ملګرو ملتونو تر اوسه متقي ته د سفر لپاره استثنایي معافیت نه دی ورکړی.

دا پریکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د نړیوال رسمیت لپاره خپل دیپلوماتیک فعالیتونه پراخ کړي.

سمیع یوسفزي ویلي، دغه تازه اقدام د طالبانو حکومت اندېښمن کړی دی، ځکه هغوی تمه درلوده چې د روسیې له پرمختګ وروسته به نړیوال دریځ کې نرمښت راشي.

طالب چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.