پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 345

ډونالډ ټرمپ:د اوکراین جګړه د بایډن جګړه ده؛ خو هڅه کوم چې د امریکا ونډه پکې پای ته ورسوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړه د «بایډن جګړه» بللې او ویلي یې دي چې هڅه کوي د امریکا ونډه په دې جګړه کې پای ته ورسوي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي چې د اوکراین جګړه د بایډن د سیاست پایله ده او نوموړی غواړي امریکا ترې وباسي.

هغه ادعا کړې چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې پنځه جګړې درولې او هیله لري چې دا جګړه شپږمه وي.

دغه څرګندونې د اوکراین جګړې د درېیم کال په درشل کې او د امریکا د کورني سیاست د شخړو تر سیوري لاندې شوې دي.

ایران؛نن د مهدي اصغر زاده په نوم د داعش یو غړی اعدام کړی

ایراني چارواکو نن سهار د داعش یو غړی، مهدي اصغرزاده، اعدام کړی دی.

راپورونه وايي چې نوموړي په سوریه او عراق کې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه او غوښتل یې په ایران کې بریدونه ترسره کړي.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې، محکمې هغه ته د اعدام سزا اورولې وه، چې نن سهار اعدام شو.

د یادونې ده، چې ایران کې سږکال اعدامونه د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

د خوړو او کرنې سازمان:وچکالۍ د افغانستان کرنه او مالداري له سخت ګواښ سره مخ کړې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) خبر ورکړی چې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون اغېزې په افغانستان کې کرنه او مالداري له سختو ستونزو سره مخ کړې ده.

دغه سازمان وايي، دا وضعیت د هېواد د نیمایي وګړو اقتصاد ګواښي او د لا زیاتو زیانونو د مخنیوي لپاره عاجلې مرستې ضروري دي.

د یاد سازمان په وینا، د دې طبیعي افتونو له امله څه باندې یو میلیون افغانان اغېزمن شوي او نږدې ۳۵ میلیونه ډالرو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:نړۍ دې د حماس جنایتونه وغندي او حساب دې ترې واخلي

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګېډون سعار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي چې نړۍواله ټولنه باید د حماس «جنایتونه» وغندي او دغه ډله حساب ورکولو ته اړ کړي.

نوموړي ادعا کړې چې ګڼې نړۍوالې رسنۍ د حماس دروغ مني او پر حقیقتونو سترګې پټوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د اسراییلي بمباریو له امله هره ورځ په غزه کې لسګونه کسان وژل کېږي او ټپيان کېږي.

ریچارډ لینډسي د طالبانو حکومت ته:د حساب ورکولو وخت را رسېدلی

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د بشري حقونو په اړه مهم بدلون اعلان کړی او ویلي یې دي چې د حساب ورکولو وخت رارسېدلی دی.

نوموړي پر ایکس لیکلي چې نن د افغانستان د بشري حقونو د بحران په تړاو یوه مهمه پېښه شوې ده.

لینډسي د بشري حقونو د څار سازمان، الین پیرسون، فرشته عباسي، شمیمه عالم‌زي او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارد بېنیټ هڅې ستایلي دي.

که څه هم د دې پېښې جزیات نه دي افشا شوي، څارونکي وایي دا ښايي د طالبانو د حکومت پر ضد د نړیوالو قانوني اقدامونو یا تازه اسنادو خپرېدو ته اشاره وي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د لینډسي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون؛د طالبانو د حکومت لخوا تېره میاشت لږ تر لږه اووه خبریالان نیول شوي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له خوا د خبریالانو پر ضد د فشارونو زیاتېدو له امله، د مطبوعاتو ازادي په افغانستان کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د راپور له مخې، یوازې د جولای په میاشت کې لږ تر لږه اووه خبریالان د طالبانو حکومت له خوا نیول شوي دي.

په تازه پېښه کې، د توانا خبري اژانس مشر ابوذر سرمپولي، د خپلو دوو همکارانو بشیر هاتف او شکیب احمد نظري سره د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت له خوا د جولای پر ۲۴ نېټه نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت دغه کسان د یوناما، یونسکو او د ایران له حکومت څخه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو، د ښځو د کار ملاتړ او د طالبانو پر ضد د نیوکه‌کوونکو مطالبو خپرولو په تور نیولي دي.

تیرا؛د اپریدي قوم او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شوی

د خېبر تیرا درې د اپریدي برقمبرخېل قوم او تحریک طالبانو پاکستان ترمنځ له څو ورځنیو خبرو وروسته هوکړه شوې چې ټي‌ټي‌پي به نور په دې سیمه کې د پاکستاني پوځ پر ضد عملیات نه کوي.

په یوه خپور شوي پرېکړه‌لیک کې ویل شوي چې ټي‌ټي‌پي وسلوال به له قوم نه عشر نه اخلي، قومي مسایلو کې به مداخله نه کوي او عام خلک به نه شکنجه کوي.

همداراز، ویل شوي که پوځ برید وکړي؛ نو دوی به د ځان دفاع کوي.

دا لومړی ځل دی چې د تیرا په سیمه کې د اپریدي قوم او ټي‌ټي‌پي ترمنځ دا ډول امنيتۍ تړون کېږي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:کابل کې مو د تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې طالب ځواکونو د کابل ښار په ۱۵مه حوزه کې یو شمېر لرغوني اثار کشف او ترلاسه کړي دي.

په دغو اثارو کې فلزي، کاشي توکي، زړې نقاشۍ او د مجسمو برخې شاملې دي.

وزارت وايي، هغه کس یې هم نیولی، چې د دغو اثارو د قاچاق هڅه یې کوله.

ترلاسه شوي اثار د ارزونې لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوي دي.

راپورونه؛پر لبنان فشارونه زیات شوي، ترڅو حزب الله خلع سلا کړي

یو شمېر رسنۍ وایي، چې نړیوال فشارونه پر لبنان ورځ تر بلې زیاتېږي، څو دا هېواد حزب‌الله ډله خلع سلا کړي.

راپورونه ښيي چې د ولسمشر جوزف عون، صدراعظم نواف سلام، او د پارلمان مشر نبیه بري تر منځ مشورې روانې دي، څو د دې مهم او حساسې موضوع لپاره یوه ګډه لاره ومومي.

تمه ده چې د سه‌شنبې په ورځ د کابینې غونډه وشي او هلته به پرېکړه وشي چې حکومت د حزب‌الله د خلع سلا کولو لپاره څه ډول اقدام کوي.

بل‌خوا، د بیروت د بندر د خونړۍ چاودنې د پنځمې کالیزې په مناسبت د اسراییلي پوځ ویاند ویلي چې حزب‌الله د لبنان د فاجعو اصلي لامل دی او دا ډله‌ یې تورنه کړې چې لبنان یې د ایران په ګرو کې اچولی دی.

له بل اړخه، امریکا هم پر بیروت فشار زیات کړی، څو دا هېواد د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو رسمي ژمنه اعلان کړي.

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت:سږکال د حج پر مهال شل حاجیان مړه شوي

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت تایید کړې چې سږکال د حج په مراسمو کې ۲۰ افغان حاجیان مړه شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۷ حاجیان د طبیعي ناروغیو له امله او درې نورو د ګڼې ګوڼې په پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب وايي، د سږني حج لپاره له شاوخوا ۳۰ زره حاجیانو څخه څه باندې ۸ میلیارده افغانۍ راټولې شوې وې، چې نږدې ټولې لګول شوې دي.

هغه زیاتوي، له هر حاجي څخه ۲ لکه او ۸۲ زره افغانۍ اخیستل شوې وې، چې تر ډېره‌یې ۲ لکه او ۷۸ زره مصرف شوي دي.

طالب چارواکي وایي د حج روانه پروسه په بریالۍ توګه ترسره شوې او د تېرو کلونو په پرتله پکې ستونزې کمې وې.