پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 342

ډونالډ ټرمپ:که چین ځان اصلاح نه کړي؛ نو تعرفې به پرې ولګوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که چین د روسیې څخه د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي؛ نو پر چین به هم د سوداګرۍ نوې تعرفې ولګوي.

ټرمپ دا څرګندونې له جزیاتو پرته ویلي، چې ممکن نوي بندیزونه هم اعلان کړي.

د هغه په خبره، که چین په دې برخه کې محتاط ونه اوسي؛ نو د امریکا له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

یاده دې وي چې ټرمپ دوه ورځې مخکې پر هندي توکو ۲۵ سلنه اضافي تعرفه ولګوله؛ خو تېره ورځ یې بیا دا تعرفه نوره هم لوړه کړه.

خلیفه دین محمد:زما د پلار جنازه رسول الله ترسره کړې.قاسم حلیمي:ته یو مشرک یې او ستا تابعداري عظیمه ګناه ده

د طالبانو د «اسلامي امارت» لومړنی ویاند قاسم حلیمي د طالبانو د علماوو شورا مشر خلیفه دین محمد مشرک بللی.

ښاغلي حلیمي په خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي:« نه مې غوښتل دا ویډیو نشر کړم، خو د الله له عذاب نه وډار شوم، چې د لوی مشرک خبر نه شې نشرولای نو څنګه مسلمان یي؟»

ښاغلی حلیمي د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د وروستۍ دورې د حج او اوقافو وزیر هم پاتې شوی دی.

قاسم حلیمي لیکلي دا سړی « خلیفه دین محمد» مشرک دی او افغان ولس اوس یوې بلې جګړې ته داخل شوی چې د شرک او وحدانیت جګړه ده.

د طالبانو د علماء شورا رئیس خلیفه دین محمد د خپلې مور د فاتحې مراسمو کې خلکو ته په خبرو کې وایي چې د نوموړي د مور جنازه د اسلام وروستي پیغمبر ترسره کړې.

ولادیمیر زلنسکي؛یو ځل بیا له ولادیمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي یو ځل بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې څو د جګړې پای ته رسولو ته لاره هواره شي.

هغه دا غوښتنه د پنجشنبې په ورځ، د اګست ۷مه، کړې ده.

دا غوښتنه داسې مهال شوې چې یوازې یوه ورځ پاتې ده تر څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د جګړې د پای لپاره ورکړل شوی ضرب‌الاجل پای ته ورسېږي.

د یادونې ده چې ولادیمیر زلنسکي تر دې وړاندې هم د مستقیمو خبرو هڅه کړې؛ خو پوتین تل رد کړې ده.

فرانسه کې؛د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او نهه نور ټپیان دي

د فرانسې سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد په سوېل کې د یوې پراخې ځنګلي اورلګېدنې له امله یو کس مړ شوی او ۹ نور، چې پکې یو شمېر اوروژونکي هم شامل دي، ټپیان شوي دي.

دغه اورلګېدنه چې د سې‌شنبې په ورځ د «اود» په سیمه کې پیل شوې، تر دې دمه یې نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده او د انساني زیان ترڅنګ یې درانه مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د فرانسې خبري آژانس په وینا، دې اورلګېدنې ۲۵ کورونو ته زیان رسولی او د اور وژنې هڅې لا هم روانې دي، چې پکې شاوخوا ۲۰۰۰ اوروژونکي او څو ځانګړې الوتکې برخه لري.

ډونالډ ټرمپ:ایران د کرکې سرچینه ده؛ خو موږ یې د اټومي ګواښ مخه نیولې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو سره په خبرو کې یو ځل بیا د ایران پر وړاندې د سختو تګلارو ملاتړ وکړ.

ټرمپ د ایران حکومت “د کرکې سرچینه او شر جوړونکی” وباله او ویې ویل، چې هېواد یې د تهران د اټومي وسلو د پروګرام مخه نیولې ده.

نوموړي ادعا وکړه چې امریکایي ځواکونو د جوزا په میاشت کې په ایران کې اټومي تاسیسات په نښه او ویجاړ کړي.

د ټرمپ په وینا، ایران یوازې څو میاشتې له بم جوړونې لرې و؛ خو دا خطر له منځه وړل شوی دی.

ټرمپ ویلي، موږ پنځه جګړې ختمې کړې او ایران ته مو سخت خبرداری ورکړی چې که بیا پیل وکړي؛ نو سخت غبرګون به وویني.

جنوبي وزیرستان؛واڼه بازار کې چاودنې لس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د جنوبي وزیرستان د واڼه بازار، په واکهان مارکېټ کې د بم چاودنې له امله لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځایي سرچینې وایي چې په دې چاودنه کې یو پولیس وژل شوی، بل سخت ژوبل شوی او ۸ ملکي کسان هم ټپیان شوي دي.

د دغې چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

امریکا او جنوبي کوریا؛د اګست په اتلسمه ګډ پوځي تمرینات پیلوي

امریکا او سوېلي کوریا اعلان کړی چې د اګسټ له ۱۸مې څخه به په ګډه د «ازادۍ اولچي ډال» په نوم پوځي تمرینات پیل کړي، چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.

د سوېلي کوریا د پوځ په وینا، د تمریناتو یوه برخه د خرابې هوا له امله سپټمبر ته ځنډول شوې او دا پرېکړه سیاسي بڼه نه لري.

دغه تمرینونه د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې د دفاعي چمتووالي لپاره ترسره کېږي.

سباستین ګورکا:د طالبانو حکومت محمودشاه حبیبي په بند کې نشي ساتلی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني مرستیال سلاکار سباستین ګورکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.

دا خبره د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي د ګوریکا له قوله پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده.

د نوموړي په خبره، سباستین ګوریکا ویلي، چې امریکا به طالبانو ته اجازه ورنه‌کړي چې ورور یې محمود شاه حبیبي بندي وساتي.

د یادونې ده، چې محمود شاه حبیبي له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو حکومت په بند کې دی.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ ښایي راتلونکې اونۍ د ولادیمیر پوتین سره وګوري

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویترز ته ویلي، چې ښايي ډونالډ ټرمپ، راتلونکې اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره وويني.

دا به د ۲۰۲۱ کال د جون راهیسې، چې جو بایډن له پوتین سره کتلي و، د دواړو هېوادونو د مشرانو لومړۍ مخامخ لیدنه وي.

ویل کېږي، چې دا لیدنه د اوکراین جګړې د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

بلوجستان؛وسله والو یو پاکستانی افسر وژلی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي

د پاکستان پوځ وایي چې د بلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د هند ملاتړ لرونکو ترهګرو لخوا د امنیتي ځواکونو پر موټر د بمي برید په پایله کې یو پولیس افسر وژل شوی او دوه نور سرتېري ټپیان دي.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا برید د اګست شپږمه د شپې مهال شوی، چې پکې د “فتنه الهندوستان” په نوم د هند یوه نیابتي ډلې د سرتېرو موټر د ماین په وسیله نښه کړی.

پاکستان تل وايي، چې په سیمه کې هندوستان پلوه ډلې جګړه کوي؛ خو هند بیا دا تورونه ردوي.