شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 34

پاکستان؛اسلام‌اباد کې د چاودنو وروسته هوايي ډګر وتړل شو

راپورونه وایي، د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د فیض‌اباد په سیمه کې د څو چاودنو غږونه اورېدلي شوي دي، چې ورسره سم د اسلام‌اباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ تړل شوی دی.

راپورونه وایي چې دا مهال نه الوتکې له دغه هوايي ډګر څخه الوتنه کولی شي او نه هم هلته ښکته کېدای شي.

ځینې سرچینې ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په اسلام‌اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي، خو تر اوسه د طالبانو حکومت له لوري په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل لورته پاکستاني خبریالانو هم په اسلام‌اباد کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي؛ خو د پېښې په اړه یې لا هم بشپړ جزییات نه دي ورکړي.

جابر نعماني:اسلام اباد کې د حمزه بیس ویشتل د دښمن سیسټم ته ژور پیغام دی

د طالبانو حکومت استخباراتي چارواکی جابر نعماني وایي چې د اسلام‌اباد د فیض‌اباد په سیمه کې د «حمزه» په نوم پوځي بیس او د هغه قومنداني د پاکستان د پوځ له مهمو ستراتیژیکو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي، دغه مرکز یو منظم او مهم استخباراتي ځای دی او د هدف ګرځولو پرېکړه په ډېر دقت سره شوې ده.

د هغه په وینا، د دغه مرکز په نښه کول د دښمن سیسټم ته یو ژور او مهم پیغام لري.

پر افغانستان د پاکستان پرلپسې تېری؛په لومړي ځل کابل اسلام اباد وویشت

یو شمېر باوري امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد د فیض‌اباد په سیمه کې د «حمزه» په نوم پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.

د سرچینو په وینا، تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لور ته پاکستاني خبریالانو هم په پلازمېنه کې د چاودنو راپورونه خپاره کړي؛ خو تر اوسه یې بشپړ جزییات نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ویلي وو، که کابل په نښه شي؛ نو اسلام‌اباد به هم خوندي پاتې نه شي؛ خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د اسلام‌اباد د وروستیو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز:د پاکستان هوايي بریدونو کابل او کندهار کې ملکي تلفات اړولي

د رویټرز د راپور له مخې، پاکستاني پوځیانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ملکي تلفات اوښتي او د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت ویلي، پاکستاني الوتکو د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د خصوصي هوايي شرکت کام ایر د سون‌توکو پر ډیپو برید کړی، چې دا ډیپو د ملکي الوتکو او د ملګرو ملتونو د الوتنو لپاره د سون‌توکو د برابرولو مهم مرکز دی.

د راپور له مخې، د شپې ناوخته بریدونو د کابل په پلچرخي سیمه کې هم ملکي استوګنیزې سیمې په نښه کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي دفتر (یوناما) په وینا، په دې بریدونو کې لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

همداراز په ننکرهار ولایت کې د مومنددرې ولسوالۍ پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا یوه ښځه او یو ماشوم پکې وژل شوي دي.

بل لور ته د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا الله تارړ ویلي، چې دغه بریدونه د «غضب للحق» په نوم د پوځي عملیاتو برخه ده او هدف یې د وسله‌والو مرکزونه او د هغوی د ملاتړ بنسټونه دي او په بریدونو کې ملکي وګړي یا ملکي تاسیسات نه دي په نښه شوي.

بل لور ته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبرداری ورکړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي. او د دفاع وزارت ویلي دي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې د پاکستان په کوهاټ کې د پوځ پر یوې اډې د ډرون برید کړی چې پراخ زیان یې ور اړولی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي، خو د طالبانو حکومت وایي چې د ملکي تلفاتو شمېر له سلو اوښتی دی.

سرچینې: اسلام‌اباد کې د حمزه په نوم پوځي اډې باندې د ډرون بریدونه شوي

د طالبانو حکومت استخباراتي سرچینې وایي چې د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد کې د حمزه په نوم پوځي اډې باندې یې دوه ډرون بریدونه کړي دي.

د دغو سرچینو په وینا، بریدونه د اډې پر قومندانۍ او یو بل مهم مرکز ترسره شوي چې له امله یې د پام وړ مالي زیانونه او احتمالي ځاني تلفات اوښتي دي.

سرچینې زیاتوي چې د بریدونو وروسته په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د پېښې د جزیاتو د پټ ساتلو هڅې روانې دي.

خیبر پښتونخوا؛د پولیسو پر ګزمې موټر بمي برید کې ۷ تنه وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د لکي مروت په ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر د بمي برید له امله لږ تر لږه ۶پولیس ځای پر ځای وژل شوي او یو بل پولیس په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

د سیمه‌ییزو پولیسو د معلوماتو له مخې، برید هغه مهال وشو چې د پولیسو موټر په سیمه کې په ګزمه بوخت و.

د پولیسو په وینا، دا برید د خیبر پښتونخوا په دې سیمه کې د وروستیو ورځو د ناامنۍ او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته تر ټولو خونړی برید بلل کېږي.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

محمد عمر شیرزاد:د پاکستان د خبرو او عمل ترمنځ ژور تضاد موجود دی

د فراه پخواني والي، محمد عمر شیرزاد، پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد یو ځل بیا وښوده چې د سیمې د سولې او ثبات په اړه یې څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې پر افغان خاوره بریدونه، چې له امله یې بېګناه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان قرباني کېږي، نه یوازې د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا هم ثابتوي چې پاکستان لا هم د زور او فشار له پخوانۍ تګلارې لاس نه دی اخیستی.

د هغه په وینا، تاریخ ښيي چې د ګاونډیو پر ضد د جګړې او لاسوهنې سیاست ستونزې نه حلوي، بلکې د سیمې بې‌ثباتي لا پسې ژوروي.

شیرزاد ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې دښمني او مداخله هېڅکله د اوږدمهاله امنیت او باور فضا نه شي رامنځته کولی، خو که رښتیا هم د سیمې د سولې او ثبات خبره کېږي، نو پاکستان باید د زور، بریدونو او پټو لوبو پر ځای د متقابل احترام، د هېوادونو د حاکمیت د درناوي او سالمو اړیکو لاره خپله کړي.

یوناما:د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو کې ډېری قربانیان افغانې ښځې او ماشومان دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر (یوناما) منلې چې پاکستاني پوځ تېره شپه د کابل، پل چرخي په سیمه کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژلي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د ټپیانو او وژل شویو ترمنځ ښځې او ماشومان هم شامل دي او د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه کوي، څو د ملکي وګړو د نورو مرګ‌ژوبلو مخه ونیول شي.

د یاد بنسټ په وینا، د سرحدي تاوتریخوالي د وروستي زیاتوالي اصلي قربانیان ملکي وګړي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

یوناما زیاته کړې چې د روانو وسله‌والو نښتو له امله د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځ؛د ننګرهار په ډکې سیمه کې پر یوه استوګنیز کور هاوان برید کړی

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ نن غرمه د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې پر یوه استوګنیز کور هاوان برید کړی دی.

ځایي خلکو ویلي چې په دې برید کې د صابر په نوم د یو ملکي وګړي کور په نښه شوی او د هغه مور او ورېره پکې وژل شوې دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ تېره شپه هم د کابل، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې څلور ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

جعفر مهدوي:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان پر وړاندې ددې هیواد د دښمنانه سیاست دوام دی

د پخواني جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان د پوځ په تازه بریدونو کې چې د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونه یې په نښه کړي، نه یوازې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نقض شوی، بلکې یو شمېر ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه د افغانستان د مسلمان ولس پر وړاندې د پاکستان د دولت د دښمنانه سیاست دوام بللی او په کلکه یې غندلي دي.

ښاغلي مهدوي د پاکستان د ملت، ملي او ولسي شخصیتونو څخه غوښتې چې د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر خاوره د دوامدارو تېریو او د بې‌ګناه ملکي وګړو د قرباني کېدو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د دې ډول سیاست دوام به یوازې د افغانستان د خلکو په زړونو کې د پاکستان پر ضد د دښمنۍ احساس نور هم ژور کړي او دا کار به د افغانستان او پاکستان د دواړو مسلمانانو ملتونو د اوږدمهالو ګټو لپاره هېڅ ګټه ونه لري.