پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 338

سپینه ماڼۍ:ولسمشر ټرمپ الاسکاي کې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو درې اړخیزې غونډې ته چمتو دی

0

په داسې حال کې چې دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لیدنې ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، تازه سپینې ماڼې اعلان کړی چې الاسکای کې د دواړو ولسمشرانو لیدنې په درشل کې د اکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د بلنې په اړه غور کوي.

امریکايي لوړپوړي چارواکي NBC ته ویلي:«ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو سره د درې اړخیزې سرمشریزې لپاره چمتو دی.»

ټاکل شوې دغه لیده کاته د روانې اګست میاشتې پر ۱۵مه د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د اوکراین جګړې پر موضوع په الاسکا کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ لیدنې ته غبرګون کې د اوکراین ولسمشر زېلینسکي ویلي وو، اوکراین به «’اشغالګرو ته خپله خاوره نه پرېږدي.’»

امریکا ته د عاصم منیر سفر؛ګڼو لوړپوړو امریکایي چارواکو سره په دوه اړخیزو امنیتي مسایلو غږیدلی

0

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) وایي ددې هیواد پوځي مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر امریکا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لوړ پوړو سیاسي او نظامي مشرانو سره په لوړه کچه خبرې اترې وکړې.

د پوځ د رسنیو څانګې په وینا ښاغلی منیر ددې سفر په ترڅ امریکا میشتو پاکستانیانو سره هم لیدلي دي.
اعلامیه وایي، منیر په ټمپا کې، د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (CENTCOM) د پیژندل شوي قوماندان، جنرال مایکل ایکوریلا د تقاعد مراسمو او د اډمیرل براډ کوپر لخوا د قوماندې د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د پوځ اعلامیه وایي:«پوځي مشر د جنرال کوریلا د دوه اړخیزو نظامي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هغه د همکاریو مننه وکړه، او اډمیرل کوپر ته یې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې ډاډ ورکړ.»

د پاکستان پوځي مشر د ګډو ځواکونو د لوی درستیز له مشر جنرال ډان کین سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو په نظامي او امنیتي مسایلو یې خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګه وایي، فیلډ مارشال جنرال کین ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

رویټرز:د محمود شاه حبیبي موبایل د طالبانو حکومت د استخباراتو لوی ریاست کې روښان شوی دی

رویترز د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلي چې د امریکا تبعه افغان، محمودشاه حبیبي، درې کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو حکومت د استخباراتو له‌خوا نیول شوی.

راپور وايي، طالبانو د هغه د اپارتمان دروازه ماته کړه، اسناد او کمپیوټر یې یووړل او هغه یې پټې سترګې بیولی وو.

په ورته وخت کې یو شمېر امریکايي چارواکي وايي چې د محمود شاه حبیبي موبایل تلیفون د طالبانو حکومت استخباراتو لوی ریاست کې روښان شوی دی.

که څه هم د طالبانو حکومت د محمود شاه حبیبي له نیولو انکار کوي، خو پخواني او اوسني امریکايي چارواکي وایي، نوموړی د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري په وژلو کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی.

د یادونې ده چې محمود شاه حبیبي د پخواني جمهوریت د ملکي هوانوردۍ ادارې مشر و.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت د هغه نیول کېدل ردوي.

د طالبانو حکومت:واک ته مو له رسېدو وروسته شاوخوا ۲۴ زره بهرني ګرځندویان افغانستان ته راغلي

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، واک ته له رسېدو وروسته نږدې ۲۴ زره بهرني سیلانیان افغانستان ته ورغلي دي.

د یاد وزارت ویاند خبیب غفران وایي، د ګرځندوی د اسانولو لپاره پروګرامونه روان دي او د تیر کال په ترڅ کې څلور هوټلونه جوړ شوي او سږ کال به څلور نور جوړ شي.

د غفران په وینا، د خصوصي سکتور په مرسته د ویزې غځولو، ژباړې، ترانسپورت او د کلتور د پېژندنې خدمتونه سیلانیانو ته برابریږي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ګرځندویان د عاید سرچینه او د اقتصاد د بیا راژوندي کېدو لاره بولي؛ خو منتقدان یې وايي چې په داسې حال کې چې افغان ښځې له بنسټیزو حقونو محرومې دي، بهرنۍ سیلانیانې د طالبانو حکومت د تبلیغاتي کمپاین برخه ګرځي.

اروپايي چارواکو؛د اوکراین د سولې وړاندیزونه امریکا ته وسپارل

0

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د اګست په ۱۵مه ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې وګوري، اروپايي چارواکو د اوکراین د سولې طرحه امریکا ته وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې د اوربند د ټینګښت شرط، د هر ډول سرحدي بدلون متقابل موافقه، او قوي امنیتي ضمانتونه شامل دي.

ټرمپ ویلي، ښايي د دواړو لورو ترمنځ د ځمکې د تبادلې پر بنسټ یو تړون وشي؛ خو ولادیمیر زلنسکي هر ډول ځمکنی امتیاز رد کړی او ټینګار یې کړی چې د سولې لاره باید د اوکراین په ګډون وټاکل شي.

د یادونې ده چې مسکو د اوکراین څلور سیمې او د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یو ځای کړې؛ خو ټولې یې په بشپړ ډول تر خپل کنټرول لاندې نه دي.

پاکستان؛کراچۍ کې د وسله والو برید کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان د کراچۍ په قیوم‌اباد کورنګۍ سیمه کې وسله‌والو پر یوه پوسته برید کړی.

په دغه برید کې یو کس وژل شوی او یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د برید مسؤلیت منلی دی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:په هلمند کې زرګونه کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول شول

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت وايي، په هلمند کې د تېرو پنځو میاشتو په عملیاتو کې نیول شوي ۹۴۶۱ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.

طالب چارواکي زیاتوي، په دې توکو کې شیشه، هیروین، چرس، تریاک، هاک، نوشادر، تیزاب او نور کیمیاوي مواد شامل وو.

د یاد وزارت په وینا، د قاچاق او کاروبار په تړاو له ۱۰۰ ډېر کسان هم نیول شوي دي.

امرالله صالح:د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي شخړه جوړه شوې سناریو او ډرامه ده

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ روانه لفظي شخړه یوازې پروپاګند، او جوړه شوې ډرامه ده.

هغه د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې د آی‌اس‌آی په مرسته یې مشهور جهادي مشران، احمد شاه مسعود، حکیم تڼیوال، حاجي عبدالقدیر او استاد رباني، شهیدان کړي او د قومي تفرقې د اچولو لپاره یې د جنرال پرویز مشرف له جوړ شوي روایت څخه بشپړه پیروي کړې ده.

صالح زیاته کړې چې طالبانو د افغانستان د نړیوال نظم او اقتصاد سره د ادغام بې‌ساری فرصت له منځه یووړ او هېواد یې لسیزې شاته یووړ.

د هغه په وینا، تر هغه چې طالبان واکمن وي، د دوی روایت ملي نه‌شي، کېدای او یوازې مشروع، د خلکو له رایو راټوکېدلی حکومت کولای شي روانې ستونزې هوارې کړي.

په خلیفه دین محمد د نیوکو دوام؛دیني عالم رحمت الله اندړ وایي، نوموړی د خوبونو متخصص او عجیب غریب سړی دی

د طالبانو حکومت د لومړني ویاند قاسم حلیمي له لورې خلیفه دین محمد ته د مشرک تر ویلو وروسته دیني عالم مولوي رحمت اندړ د خلیفه دین محمد یوه بله ویډیو خپره کړې او هغه یې د خوبونو متخصص او عجیب سړی بللی.

په دې ویډیو کې چې مولوي اندړ خپره کړې خلیفه دین محمد د کابل د حضرت صیب د علم کیسه کوي چې کشف ورته کیده.

خلیفه دین محمد وايي له حضرت صیب څخه به چې د کوم حدیث شریف پوښتنه وشوه، داسې به یې بیانول لکه هغه صحنه چې ویني او ویل به یې چې په هغه مجلس کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره فلاني او فلاني صحابي هم ناست و.

مولوي رحمت الله اندړ له خلیفه دین محمد څخه پوښتلي:« د کابل حضرت صیب ولې په احادیثو کې یو معتبر کتاب نه دی لیکلی، یا لږ تر لږه د هغو احادیثو مجموعه یې ولې نه ده لیکلې چې حضرت صیب ته یې صحت د مکاشفي له لارې ثابت شوی؟»

مولوي اندړ له خپلو مخاطبانو غوښتي چې پوښتنه یې تر خلیفه دین محمد پورې ورسوي.

بلوچستان ژوب ولسوالۍ؛د پاکستاني پوځ او ټي‌ټي‌پي ترمنځ نښتو کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې

د پاکستان پوځ وایي چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) جنګیالیو تر منځ د بلوچستان ایالت ژوب ولسوالۍ کې نښتې روانې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې نښتو کې ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.

له پوځ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو تلفات ۴۷ ته رسېدلي او د عملیاتو پر مهال یې زیاته اندازه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغو وسله والو د افغانستان له خاورې ګټه اخیستله.

که څه هم د پاکستان د پوځ د تلفاتو شمېر نه‌دی خپور شوی؛ خو پوځ یاد جنګیالي د “هند تر ملاتړ لاندې خوارج” بللي دي.

د طالبانو حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي دي.