پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 325

بلجیم؛په بروکسل کې د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا د هېوادونو غونډه شوې

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو تر منځ د افغانستان په اړه اوومه غونډه ترسره شوې ده.

دغه ناسته د اروپايي ټولنې په کوربه‌توب جوړه شوې وه، چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او سلوانیا استازو په‌کې ګډون کړی و.

ګډونوالو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحثونه کړي او ټینګار یې کړی چې د سیمې ګډ لیدلوری او متقابل تفاهم د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره حیاتي ارزښت لري.

دوی د سیمه‌ییزې همکارۍ د لا پیاوړتیا غوښتنه هم کړې.

تر اوسه د یادې غونډې د پرېکړو یا اعلامیې جزئیات نه دي خپاره شوي.

زلمی خلیلزاد:د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دغه هېواد د ډیموکراسۍ لپاره شاته ګام او د خواشینۍ حالت دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې دا د پاکستان لپاره یوه «ناخوښه او توره ورځ» ده.

خلیلزاد دا څرګندونې پر خپله د ایکس پاڼه لیکلي او ټینګار یې کړی چې د پاکستان پارلمان په دې پرېکړې سره د هېواد پر لا پاتې ډیموکراسۍ هم سخت ټکان ورکړ.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان پارلمان یوې نوې طرحې ته د تایید رایه ورکړې.

د سیاسي څېړونکو او منتقدینو په باور، دا طرحه به پوځ ته په سیاسي چارو کې لا زیات صلاحیتونه او واک ورکړي.

تر اوسه د یادې طرحې بشپړ جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

عمر زاخیلوال:په وچه‌ کې د بندو هېوادونو د ترانزیت حق د نړیوالو قوانینو له مخې د سلب وړ نه دی

د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال وایي، د یو په وچه کې بند هېواد لپاره د ترانزیت حق د خپلو ساحلي ګاونډیانو له لوري کوم امتیاز یا ډالۍ نه ده، بلکې دا حق د ګڼو نړیوالو قوانینو، کنوانسیونونو او دوه‌اړخیزو سوداګریزو تړونونو له مخې ورکړل شوی دی.

زاخیلوال زیاتوي، د سیاسي یا دوه‌اړخیزو اړیکو ترینګلتیا د دې حق د سلبېدو لامل نه شي کېدای، او وچه کې بند هېوادونو حکومتونو ته پکار ده چې د خپلو سوداګرو د ترانزیت د حق د خوندیتوب او عملي کولو لپاره د نړیوالو میکانیزمونو له مخې هڅې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې پر ځای د دې چې له سوداګرو وغوښتل شي د ترانزیت له حقه په یو اړخیز او داوطلب ډول تېر شي، حکومت باید د دوی ملاتړ وکړي او د موجودو نړیوالو تړونونو پر بنسټ د ستونزو د حل لارې ولټوي.

عبدالسید:د پاکستان او طالبانو اړیکې دومره خرابې شوي چې بیا پخلا کېدل به یې مشکله وي

لیکوال او څېړونکی عبدالسید وایي، د طالبانو د حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نننۍ خبري ناسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د زیاتېدونکي کړکېچ په رڼا کې ځانګړې معنا لري.

هغه ویلي، ملا برادر د کابل په یوه مهمه خبري ناسته کې له افغان سوداګرو وغوښتل چې له پاکستان سره د سوداګرۍ تړاو ختم کړي، چې دا څرګندونه ښيي د دواړو هېوادونو اړیکې هغه کچې ته رسېدلې چې بیا رغونه یې لا نوره سخته شوې ده.

عبدالسید زیاتوي، د ملا برادر خبرې دوه مهم پیغامونه لري:
لومړی دا چې طالبان یا خو د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅه کوي او یا یې لا تر لاسه کړې ده؛
دوهم دا چې وروستیو خبرو ښودلې ده، اسلام‌اباد چمتو دی د خپلو غوښتنو د نه منلو په صورت کې د طالبانو پر حکومت سخت فشارونه ولګوي.

هغه وایي، له دې څرګندونو ښکاري چې طالبان د ډیپلوماتیک فشار پر ځای د پاکستان په وړاندې یو توند او قاطع دریځ غوره کوي.

اسد قیصر:د خیبر پښتونخوا اقتصاد له افغانستان سره تړلی او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس او د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي، اسد قیصر، ویلي چې د خیبر پښتونخوا اقتصادي راتلونکی له افغانستان سره تړلی دی او دواړه هېوادونه باید خپلې ستونزې د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

قیصر د خیبر پښتونخوا د امن جرګې په غونډه کې ویلي، پښتانه له افغانستان پرته ژوند نه شي کولای، ځکه د هغوی اقتصاد له افغانستان او منځنۍ اسیا سره تړاو لري.

هغه زیاته کړې چې طالبان هم باید د پاکستان د ستونزو په حل کې مرسته وکړي، ځکه د افغانستان لپاره هم له پاکستان پرته اقتصادي پرمختګ اسانه نه دی.

قیصر ټینګار کړی چې سوداګریزې لارې باید بېرته پرانېستل شي او دواړه لوري دې له زغم او تفاهم کار واخلي.

هغه دغه راز ویلي، تر څو چې نړیواله سوداګري یوازې د کراچۍ له بندره کیږي، د پېښور صنعت به نه وده کوي او نه به وکولای شي د لاهور او کراچۍ له صنعتونو سره سیالي وکړي.

سهیل آفریدي؛له افغانستان سره د مذاکراتو غوښتنه کړې

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل آفریدي ویلي چې د ایالت ټولو ګوندونو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مذاکرو هرکلی کړی او که د خیبرپښتونخوا ټولې اړونده خواوې په خبرو کې ونډه واخلي؛ نو دا به مثبته پایله ولري.

هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو دین، ژبه، کلتور او دودونه ګډ دي او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو خرابول د ګټې نه دي.

آفریدي ویلي، چې جګړه باید د وروستي انتخاب په توګه وکتل شي.

اسماعیل بقایي:اسلام‌آباد کې د محکمې مخته برید په سختو ټکو غندو

0

ایران د پاکستان په اسلام‌آباد کې د محکمې مخته برید چې د خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شوی، سخت غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه پیغام کې د پاکستان له خلکو او حکومت، په ځانګړې توګه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

بقایي د ترهګرۍ او افراط‌ګرۍ پر وړاندې د ایران د اصولي دریځ یادونه کړې او د ترهګرۍ د له منځه وړلو او له ریښې د ورکېدو په اړتیا یې ټینګار کړی دی.

هغه همدارنګه د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې تر څو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې ګډه مبارزه وشي.

ملا عبدالغني برادر:«اسلامي امارت» له پاکستان سره هر ډول سوداګري او ترانزیت پای ته رسوي

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې «اسلامي امارت» به نور له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه نه کوي.

برادر له افغان سوداګرو غوښتي چې د پاکستان پر ځای له نورو بدیلو سوداګریزو لارو ګټه واخلي.

نوموړي ویلي، چې اوس مهال د پاکستان سره د سوداګرۍ ډېره برخه د درملو واردات جوړوي او ټول واردونکي درې میاشتې وخت لري ترڅو له پاکستان سره خپل حسابونه تصفیه کړي.

هغه ویلي«د دې مودې له تېرېدو وروسته د مالیې وزارت به له پاکستان څخه واردېدونکي درمل ونه مني او د واردولو اجازه به نه ورکوي.»

برادر زیاته کړې چې پاکستان په تېرو څلورو کلونو کې د اصولو مطابق سوداګري نه ده کړې او کله چې د افغانستان د مېوو موسم راغلی، لارې یې تړلې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې که پاکستان د سوداګریزو لارو پرانېستل غواړي، باید کلک تضمین ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې زیاته موده کېږي چې پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلي او هیڅ ډول راکړه ورکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ نه ترسره کېږي.

رحمت الله نجیب:د استانبول خبرو کې پاکستان غوښتل چې «اسلامي امارت» دغه هېواد کې د جګړې خلاف فتوه صادره کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت معین او د پاکستان سره د خبرو اترو پلاوي غړی، رحمت الله نجیب، وايي چې پاکستاني لوري غوښتل چې «اسلامي امارت» داسې فتوا صادره کړي چې په پاکستان کې روانې جګړې ناروا وبلل شي.

نجیب ویلي، چې منځګړي هم دا غوښتنه کوله ځکه د دواړو هېوادونو د حساسو موضوعاتو په اړه یې بشپړ معلومات نه لرل.

هغه زیاته کړې چې افغان پلاوي د فتوا د صادرولو مسئله ومنله؛ خو دا کار یې د دارالافتا صلاحیت وباله او وې ویل چې پرېکړه به یې د چا په خوښه نه، بلکې د شریعت په اساس کېږي، چې دا ښايي د پاکستان لوري لپاره د منلو وړ نه و.

نجیب وايي، همدا اختلافات د مذاکراتو د بې پایلې کېدو سبب شول.

د پاکستان دفاع وزیر:وروستي بریدونه د افغان لوري سره د خبرو هیله له منځه وړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، له افغان لوري سره د خبرو هغه لږه هیله چې مخکې موجوده وه، د وروستیو بریدونو له امله په ناهیلۍ بدله شوې ده.

اصف د تېرې ورځې برید ته په اشاره سره ویلي، دا برید څرګند پیغام دی چې وسله‌وال د پاکستان هره سیمه په نښه کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، حکومت به د دغو بریدونو پر وړاندې لازم غبرګون وښيي او د امنیت د ټینګښت لپاره به پیاوړې اقدامات ترسره کړي.