پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 324

امرالله صالح:خلیلزاد اوس درک کړې چې د پاکستان «ای‌اېس‌ای» د افغانستان پر ضد خطرناک پلانونه لري

د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد پر تازه څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې خلیلزاد اوس پوه شوی چې د پاکستان استخباراتي اداره «ای‌اېس‌ای» د افغانستان لپاره خطرناک پلانونه لري.

خلیلزاد تېره ورځ وویل چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان په تړاو راتلونکې غونډه د پاکستان د څارګرې ادارې «ای‌اېس‌ای» له خوا جوړېږي.

صالح ویلي، چې خلیلزاد اوس دې پایلې ته رسېدلی چې «ای‌اېس‌ای» د بدو موخو لپاره فعالیت کوي او له خپلو پټو بنسټونو د افغانانو پر ضد کار اخلي.

صالح زیاته کړې چې ولې خلیلزاد د «ای‌اېس‌ای» لخوا د افغانستان د جمهوریت د ویجاړولو لپاره د لېږل شویو ټنو ټنو چاودېدونکو توکو په اړه هېڅ څه نه وايي؟

د یادونې ده، چې د اګست په ۲۵مه او شپږویشتمه به اسلام اباد د یو شمېر پخوانیو افغان سیاسونو د ناستې کوربه وي.

پخواني امریکايي سرتېري:د افغانستان جګړه له ویرې، مایوسۍ او خپګان ډکه وه

د افغانستان په جګړه کې د پخوانیو امریکايي سرتېرو تجربې د پرېکړو د بیاکتنې کمېسیون ته وړاندې شوي دي.

دغه سرتېرو د شل کلنې جګړې پر مهال د روحیې ماتوونکو، مغشوشوونکو او ځورونکو حالتونو یادونه کړې ده.

د کمېسیون دویم لنډمهاله راپور د ۲۰۰۱ کال د جون له میاشتې تر ۲۰۲۱ کال اګست کې د امریکايي ځواکونو وتلو پورې د ستراتیژیکو او پوځي پرېکړو څېړنه کوي.

دوی د کابینې غړو، پوځي او ډیپلوماتیکو چارواکو په ګډون له ۱۶۰ کسانو سره مرکې کړي او زرګونه دولتي اسناد یې تر لاسه کړي دي.

پخوانیو امریکايي سرتېرو ویلي چې جګړه له ویرې، مایوسۍ او خپګان ډکه وه.

دغه کمېسیون هڅه کوي، چې د جګړې د ټولو تجربو او زده‌کړو ټولیز راپور کانګرس ته وړاندې کړي.

حامد کرزی:هرات کې د ترافیکي پېښې له کبله د هېوادوالو په شهادت ډېر خواشینی یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات په ترافیکي پېښه کې د یو شمېر هیوادوالو د شهادت له امله خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا دعا کړې.

د یادونې ده چې تېره شپه یو مسافربر بس، چې له ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال پکې سپاره وو، د هرات-کابل پر لویه لاره له یوه باروړونکي موټر او یو موټرسايکل سره ټکر وکړ چې ۷۱ کسان پکې وژل شوي دي.

نصیر فایق:د افغانستان ریښتینې ازادي د طالبانو له سیاسي او فکري اشغال او بهرنۍ تکیې څخه د خلاصون په صورت کې ممکنه ده

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، چې د افغانستان ریښتینې ازادي هغه مهال ممکنه ده، چې هېواد د طالبانو له فکري او سیاسي اشغال، او له بهرنۍ مرستو څخه له تړاو څخه خلاص شي.

فایق دغه څرګندونې د سه‌شنبې په ورځ (۲۸ اسد) د افغانستان د ازادۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، تر هغه چې د افغانستان خلک، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې وي او په هېواد کې یو ټول‌منلی، قانون‌پال، عادل، او د خلکو پر اراده ولاړ نظام نه وي رامنځته شوی، د ازادۍ لمانځنه یوازې یو تش شعار ګڼل کېږي.

هیله نجیب:ملا او مذهب د هېواد د دوښمنانو لپاره تر ټولې اغېزناکې وسیلې دي

د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت ویلي چې “ملا او مذهب” د هېواد د دښمنانو لپاره تر ټولو اغېزناکه وسیله ګرځېدلې، څو له لارې یې هېوادوال له غربت، بې‌وسۍ او غلامۍ سره مخ کړي.

هغې پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي:«۱۰۶ کاله کېږي چې شاه امان‌الله خان زموږ ازادي اعلان کړې ده او انګلیس له هېواده شړل شوی دی. ملا او مذهب د هېواد د دښمنانو لپاره تر ټولو غوره وسیله شوه، څو له هر نسل وروسته د غربت او غلامۍ کړۍ تکرار شي.»

هغې ټینګار کړی، چې باید د خپلواکۍ ارزښت ته په سپکه ونه کتل شي.

نوموړې زیاته کړې:«موږ باوقاره خلک یو؛ خو غربت زموږ ملي غرور تر پښو لاندې کړی، ان د هغه ګاونډي هېواد پر وړاندې چې له لسګونو کلونو راهیسې زموږ پر خاورې بریدونه کوي او څلور کاله مخکې یې په کابل کې خپل لاسپوڅي واک ته ورسول.»

د یادونې ده، چې سږ کال د خپلواکۍ ورځ په کور دننه او بهر په پراخه کچه ونمانځل شوه؛ خو په کور دننه بیا د طالبانو حکومت له لوري له یو شمېر محدودیتونو سره هم مخ وه.

هرات؛ترافیکي پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۷۱ تنو ته ورسېد

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وايي، د هرات په ترافیکي پېښه کې د مړو شمېر ۷۱ تنو ته رسېدلی دی.

دغه پېښه د سې شنبې په شپه، د اسد پر ۲۸مه، هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافربر بس، چې له ایرانه را اېستل شوي افغان کډوال پکې سپاره وو، د هرات-کابل پر لویه لاره له یوه باروړونکي موټر او یو موټرسايکل سره ټکر وکړ.

د طالبانو حکومت د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، بس له ټکر وروسته اور واخیست او زیات شمېر کسانو د اور په لمبو کې ژوند له لاسه ورکړ.

په وژل شویو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.

هرات؛د ټرافیکي پېښې له امله نږدې ۶۰ تنه وژل شوي

هرات کې د ټرافیکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ځایي سرچینې وایي، پېښه د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې نږدې ۶۰ مسافر وژل شوي دي.

یاد مسافر له ایران څخه خپل هېواد ته را روان وو.

کابل؛سبا د چین او پاکستان د لوړپوړو چارواکو کوربه دی

ټاکل شوې، چې د سبا د چین او پاکستان استازي کابل ته د «کابل، بیجنګ او اسلام اباد» ترمنځ د درې اړخیزې ناستې لپاره راشي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو پلاوو کې به چین د حاکم ګوند د سیاسي بیرو غړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، وانګ يي او د پاکستان د صدر اعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار مله وي.

په دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په شمول پر یو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه تر سره شي.

رحمت الله اندړ:د افغانستان خپلواکي د اماني فکر په دوام کې خوندي کېدای شي

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ ویلي، چې د افغانستان خپلواکي یوازې د اماني فکر په دوام کې خوندي پاتې کېدای شي.

هغه ویلي غازي امان الله خان د اساسي قانون، د بیان او فکر ازادۍ، د ښځو او سړیو د تعلیم او د سواد د پراختیا له لارې د خپلواکۍ ریښتینی بنسټ کېښود.

نوموړي زیاته کړې:«اوسنی حاکم فکر د اماني فکر ضد دی، د نجونو مکتبونه تړل شوي، د هلکانو پر تعلیم محدودیتونه دي، اساسي قانون کفر ګڼل کېږي او د حکومت مشران له نړیوالو سفرونو هم بې واکه دي.»

هغه ټینګار کړی چې د غازي نوم او ملي بیرغ سره حساسیت د جهالت ښکاره نښه ده او زیاته کړې یې ده چې په دې پېر کې پرته له علم او ټیکنالوژۍ، نه، خپلواکي ګټل کېږي او نه ساتل کېږي.

امیر خان متقي:نړۍ دې د افغانستان په اړه چپه خوبونه نه ویني

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي چې نړۍ باید د افغانستان په اړه “چپه خوبونه” ونه ویني.

نوموړي ټینګار کړی چې په هېواد کې یو واحد او باثباته نظام حاکم شوی او د بهرنیو هېوادونو جوړېدونکې غونډې بې‌ځایه دي.

متقي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په نمانځغونډه کې ویلي چې «اسلامي امارت» هڅه کوي خپل سیاست او ملت له بهرني نفوذ او لاسوهنې خوندي وساتي.

دغه غونډه د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د کابینې یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.