پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 323

کاپیسا؛د خپل منځي شخړې له امله څلور تنه وژل شوي

کاپیسا کې د دوو کورنیو ترمنځ د نښتې له امله څلور تنه وژل شوي.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومنداني وايي، پېښه تېره ورځ تګاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د یادې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، چې په دې پېښه کې یوه ښځه هم ټپي شوې.

نوموړی وايي، د پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

د سفارت کچې ته د طالبانو او اسلام آباد د اړیکو پورته کول؛پاکستان په میرټ او سرینا هوټلونو کې د طالبانو د واکمنۍ څلورمې کلیزې لمانځنې ته اجازه نه ده ورکړې

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، اسلام آباد کې د طالبانو حکومت سفارت غوښتل د خپلې واکمنۍ څلورمه کلیزه په میریټ او سرینا هوټلونو کې ولمانځي؛ خو پاکستان ورته اجازه نه ده ورکړې.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې طالبان د ناچارۍ له امله سنتروم هوټل چې شپږ ستوریز هوټل دی په یوسل او لس زره ډالرو خپله غونډه لمانځلې.

سرچینې ویلي په داسې حال کې چې د طالبانو او اسلام اړیکې د سفارت کچې ته لوړې شوي؛ خو هیڅ پاکستاني لوړپوړي چارواکي په دې غونډه کې ګډون نه وو کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي:په غزه کې دې سمدستي اوربند وشي

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جاپان په یوه کنفرانس کې، د اسرائیلو لخوا د غزې ښار د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې، د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

ګوتریش ویلي، اړتیا ده، چې ژر تر ژره په غزه کې اوربند ته ورسېږو، تر څو د نظامي عملیاتو له امله له مرګ ژوبلې او ورانۍ مخنیوی وشي.

نوموړي همداراز له اسرائیل وغوښتل چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه (کرانه باختري) کې د ناقانونه مېشت‌ځایونو د پراخولو پرېکړه لغوه کړي.

العربیه:شیخ هبت‌الله امر کړی چې دیني مدرسو کې دې د ښځو زده‌کړې بندې شي

العربیه راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، امر کړی چې په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو لپاره ديني زده‌کړې بندې شي.

دا پرېکړه د طالبانو حکومت د وروستۍ غونډې پر مهال په کندهار کې شوې ده.

د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د معارف او لوړو زده‌کړو وزارتونو ته سپارښتنه شوې چې د نجونو د ديني مدرسو نوم‌ليکنې تدريجاً بندې کړي.

د دې پرېکړې تر شا دلیل دا ښودل شوی چې اخندزاده د عصري علومو لکه رياضي، طبيعي علومو او ژبو له تدریس سره مخالفت لري.

هغه اندېښنه ښودلې چې دا ډول تدریس ديني مدرسې له خپل اصلي هويت څخه ایستلې دي.

راپور زیاتوي چې د غونډې فضا ډېره ترخه او جنجالي وه، او ځينو طالب چارواکو پر خپله مشر نیوکې کړې دي.

پاکستان؛د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د ټي‌ټي‌پي او او بلوڅو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي

پاکستان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) له لوري د ترهګریزو بریدونو په زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې پر ضد یې عملي او باوري ګامونه واخلي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا غوښتنه په کابل کې د درې اړخیزې غونډې په څنډه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال کړې.

پاکستاني لوري د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

متقي په دې لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ترهګرو د فعالیت لپاره نه پرېښودل کېږي.

خیبرپښتونخوا؛باجوړ کې د پوځ پر موټر چاودنه شوې

0

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ضلعې د عنايت کلا بای‌پاس په سيمه کې د پوځ پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې.

د دغې چاودنې له کبله لږ تر لږه شپږ سرتېري ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

امریکا؛د افغانستان او ایران په شمول خپل وګړي ۷ هېوادونو ته له ورتګ منع کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ایران او اووه نورو هېوادونو ته له سفر ډډه وکړي.

یاد وزارت ویلي، چې په دغو هېوادونو کې د بې‌ځایه نیونو او بې‌عدالتیو خطر ډېر دی.

د یادونې ده چې په دغو هېوادونو کې افغانستان، میانمار، اریتره، نیکاراګوا، شمالي کوریا، روسیه او وینزوئلا شامل دي.

خلیلزاد ته د فوزیه کوفي وړاندیز:د اسلام اباد په غونډه کې ته هم برخه واخله؛ ترڅو زمونږ غږ له نږدې واورې

د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې فوزیه کوفي له لوري زلمي خلیلزاد ته وړاندیز شوی چې د اسلام‌اباد په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي، څو د افغان ښځو غږ له نږدې واوري او دا احساس ونه کړي چې له بحثونو ایستل شوی دی.

کوفي ویلي، چې په افغانستان کې اوس خلک نه شي کولی د پنځو کسانو غونډه وکړي، ازادانه وګرځي یا خپل نظر څرګند کړي، ځکه د خلکو سیاسي او مدني حقونه د داسې کسانو د ناسمو پالیسیو له امله له منځه تللي، چې خلیلزاد یې یو مثال دی.

هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو له خوا د یوه کوچني، خو ارزښتناک فُرصت د بې‌اعتباره کولو هڅې د خواشینۍ وړ دي؛ خو که خلیلزاد پخپله په غونډه کې ګډون وکړي، ښايي پوه شي چې د ده دسیسه‌پال فکرونه بې‌اساسه دي او باید د هغو کسانو غږ واوري چې له درناوي، عدالت، ازادۍ او ګډون سره سوله غواړي.

د کابل او اسلام اباد اړیکې؛د دواړوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه راټیټه شوې

‏د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د جولای په میاشت کې ۱۲ سلنه راټیټه شوې ده.

د رسمي معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۱۳۸ میلیونه ډالرو ته ټیټ شوی، حال دا چې دا شمېره د جون په میاشت کې ۱۵۸ میلیونه ډالره وه.

دا شمېره بیا د تېر کال د جولای میاشتې سره په پرتله دوه سلنه کمښت ښيي، چې هغه مهال د سوداګرۍ ارزښت ۱۴۱ میلیونه ډالره و.

د پاکستان صادرات افغانستان ته ۱۰۲ میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي، چې د جون میاشتې ۱۴۲ میلیونه ډالرو په پرتله ۲۸ سلنه کموالی ښيي؛ خو افغانستان څخه پاکستان ته واردات ۱۲۹ سلنه لوړ شوي.

دا واردات د جون میاشتې ۱۶ میلیونه ډالرو څخه د جولای په میاشت کې ۳۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي.

ملا حسن وانګ‌يي ته:زمونږ له برحقه دریځونو ملاتړ وکړئ

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدلي دي.

په دې کتنه کې ملا حسن له چین څخه مننه کړې او غوښتنه یې کړې چې بیجینګ دې د افغانستان «برحقه» دریځ څخه په نړیوالو ډګرونو کې ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت رییس‌الوزرا ویلي، افغانستان اجازه نه ورکوي چې خاوره‌یې د بل چا پر ضد وکارول شي، او له ټولو هېوادونو یې غوښتي چې له کابل سره د مثبت تعامل لاره خپله کړي.

د اعلامیې له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاري ته دوام ورکوي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې د چین امنیتي اندېښنې درک کړي.