شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 32

کونړ؛پاکستاني ځواکونو د دانګام مرکزي لېسه په توپونو ویشتې

د طالبانو حکومت د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ د مرکزي لېسې ودانۍ په توپونو شوې ده.

د یاد ریاست د اطلاعاتو امر ضیاءالرحمن سپین‌غر ویلي، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی؛ خو د لېسې ودانۍ ته درانه مالي زیانونه رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا پېښه د سرحدي تاوتریخوالي په دوام کې رامنځته شوې ده.

ضیاءالحق امرخېل:ایران به جګړه په خپلو قربانیو وګټي؛ پاکستان تر ټولو ډېر زیانمن شوی

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل د ایران او پاکستان په اړه څرګندونې کړي دي.

نوموړي ویلي چې داسې ښکاري چې ایران به په روانه جګړه کې د خپلو قربانیو په بیه بریا ترلاسه کړي، او که بریا ترلاسه شي، په سیمه کې به لومړۍ او وروستۍ خبره د ایران وي.

هغه دغه راز ویلي چې بل په دې بهیر کې تر ټولو ډېر معنوي او مادي زیان پاکستان ته رسیدلی دی.

د هغه په وینا، پاکستان د سیمه‌ییز سیاست او په ځانګړې توګه د مسلمانانو تر منځ د کرایه يي او اجرتي پوځ په توګه پېژندل شوی، او په نړیواله کچه ورته کوم ځانګړی ارزښت نه ورکول کېږي، یوازې د کرایه يي پوځ په نوم یې پېژني.

د طالبانو حکومت ملي دفاع وزارت:د پاکستان د پوځ یوه پوسته مو سقوط کړه، چې پکې ۱۴ پوځیان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت ویلي، د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د مشرقي زون اړوند د کونړ او ننګرهار ولایتونو پر پوله د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې افغان دفاعي ځواکونو د پاکستان پر یوې پوځي پوستې برید کړی او هغه یې نیولې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

همدارنګه وزارت زیاته کړې، چې یو زرهدار ټانک او یو انټرنیشنل پوځي موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

پاکستاني پوځ؛پر کونړ له تیرو ۴۸ ساعتونو راهیسې له ۲۷۰ زیات توغوندي او توپونه توغولي

د کونړ ولایت ځايي چارواکي وایي چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په موده کې د پاکستان له لوري د دې ولایت پر بېلابېلو سرحدي ولسوالیو لسګونه توغوندیز او توپچي بریدونه ترسره شوي دي.

د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر ۲۷۰ زیات توغوندي او د توپ مرمۍ توغول شوې دي.

چارواکي زیاتوي چې د بریدونو له امله د استوګنې یو شمېر کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

تر اوسه د دې بریدونو له امله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سیمې اوسېدونکي د دوامداره بریدونو له امله له جدي اندېښنو سره مخ دي.

انارکلي هنریار:پاکستان هیڅکله د افغانستان ښه ګاونډی نه دی پاتې شوی

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې انارکلي هنریار د پاکستان وروستي هوايي بریدونه پر افغان خاوره په سختو ټکو غندلي دي.

نوموړې ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کېږي او دا عمل د بشریت ضد جنایت او د نړیوالو بشري اصولو خلاف دی.

هنریار زیاته کړې چې پاکستان تل بې‌دفاع افغانان په نښه کړي او حتی د روژې په مبارکه میاشت کې یې د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی دی.

هغې همداراز ټینګار کړی چې پاکستان تر اوسه د افغانستان لپاره د یوه ښه او باوري ګاونډي په توګه نه دی ثابت شوی.

مولوي عبدالسلام ضعیف:که تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي؛ نو د جګړې لمبې به د پاکستان تر امن دروازو هم ورسېږي

اسلام اباد کې د طالبانو حکومت پخوانی سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف وایي پاکستان باید اوس پوه شوی وي چې د افغانستان له لوري متقابل ځواب ښيي چې د جګړې دوام به په پای کې د پاکستان په زیان تمام شي.

نوموړي ویلي، که تاوتریخوالی همداسې دوام وکړي؛ نو د جګړې لمبې به ورو ورو د پاکستان تر امن دروازو هم ورسېږي او دا به د هغوی لپاره درانه زیانونه ولري.

ضعیف زیاته کړې چې د امریکا د پروژې د ګټو په پرتله به د پاکستان تاوان څو چنده زیات وي او په پای کې به د خپل بادار په خوشحالولو کې هم پاتې راشي.

ډونالډ ټرمپ:ایران مات شوی او د هوکړې غوښتونکی دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي هغه هوکړه چې تهران یې غواړي د منلو وړ نه ده او باید هر ډول احتمالي توافق د امریکا له ملي ګټو او امنیت سره په ټکر کې نه وي.

ټرمپ په خپل پیغام کې د رسنیو پر راپورونو هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې ځینې رسنۍ د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځ د عملیاتو د اغېزو په اړه بشپړ معلومات نه خپروي.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران سخت زیانمن شوی او د هوکړې غوښتنه کوي؛ خو د ده په وینا هر ډول راتلونکی توافق باید د امریکا د ګټو له مخې وشي.

الجزیره:د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عمان کې خپلو کارکوونکو ته د وتلو اعلان کړی

0

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې ناوخته اعلان کړی چې په عمان کې دې له بېړنیو کارکوونکو پرته نور امریکايي دولتي کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي د امنیتي خطرونو له امله له دغه هېواده ووځي.

بل لور ته د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د هېواد په شمال کې د الجوف په سیمه کې یې یوه بې‌پیلوټه الوتکه شنډه او له منځه وړې ده.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه ډرون د کوم هېواد له لوري توغول شوې وه.

ایمل فیضي:کابل مې مېشت ډیپلوماټان دې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت ویاند ایمل فیضي کابل کې له مېشتو ډیپلوماټانو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه چوپ پاتې نه شي.

نوموړي ویلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي او د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې په دغو بریدونو کې زیاتره ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، قرباني کېږي.

فیضي زیاته کړې چې دا بریدونه د ترهګرو ډلو پر ضد نه دي، بلکې د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې لامل ګرځي، او نړیواله ټولنه باید د دې پېښو په اړه غږ پورته کړي.

هغه له ډیپلوماټانو غوښتي چې د افغانستان دننه، بهر او د ملګرو ملتونو په کچه د دې موضوع په اړه دریځ ونیسي او د احتمالي جګړه‌ییزو جرمونو د ثبت غوښتنه وکړي.

کریم خرم:د اوسني وضعیت د حل لپاره د لویې جرګې رابلل ضروري دي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وایي چې پاکستان لا هم د افغانستان پر وړاندې خپلو بمباریو ته دوام ورکوي او د ملکي وګړو د وژل کېدو او د بېلابېلو تأسیساتو د ویجاړېدو لامل ګرځي.

نوموړي ویلي چې د نړیوالو چوپتیا، د ملګرو ملتونو انفعالي دریځ او د افغانستان انزوا پاکستان ته دا جرأت ورکړی چې حتی پر کابل هم بریدونه وکړي.

خرم همداراز ټینګار کړی چې په داسې حساسو شرایطو کې باید له افغان ملت سره مهمې مسلې شریکې شي او د هغوی مشوره واخیستل شي، ځکه د ده په وینا هېڅ حکومت یوازې د داسې سترو ستونزو د حل توان نه لري.

هغه وړاندیز کړی چې د هېواد د مهمو پرېکړو لپاره دې دودیزه ملي جرګه، یعنې لویه جرګه، راوبلل شي څو د هغې د سپارښتنو پر بنسټ سترې پرېکړې وشي.