پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 317

د سوریې او اسراییلو ترمنځ؛د امنیتي تړون په خبرو کې د پرمختګ پخلی شوی

0

د امریکا استازي توماس بارک او د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ د سوریې او اسراییلو د امنیتي تړون په اړه وروستۍ خبرې مثبتې بلل شوي دي.

د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع هم تایید کړې چې د خبرو اترو لړۍ کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

الشرع زیاته کړې، دمشق هغه تړون مني چې د سوریې ملي ګټو او د سیمې ثبات ته خدمت وکړي.

د روانو خبرو اصلي ټکي د جولان د لوړو څوکو غیر پوځي کېدل، د درندو وسلو محدودول او د جبل الدرېز سیمې ته د بشري مرستو د لارو پرانیستل بلل کېږي.

د طالبانو حکومت:په بېلاروس کې د شاوخوا ۶۰ افغان بندیانو د خلاصون لپاره هڅه کوو

د طالبانو حکومت د مسکو سفارت وايي، په بېلاروس کې نږدې ۶۰ افغانان په زندانونو کې بند پاتې دي.

د سفارت مستشار عبدالله یاسر څرګنده کړې چې د دوی د خلاصون لپاره هڅې روانې دي او تمه ده ژر حل‌لاره وموندل شي.

د طالبانو حکومت سفارت د یاسر په مشرۍ یو پلاوی بېلاروس ته استولی څو د افغان بندیانو وضعیت وڅېړي.

په دې وروستیو کې بېلاروس اروپایي هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د نیونې بهیر زیات کړی او اعلان یې کړی چې بندیان به افغانستان ته ستانه کړي.

فرانسې؛د امریکا سفیر د یهودیت ضد ادعاوو له امله احضار کړ

0

فرانسې د امریکا سفیر چارلز کوشنر احضار کړی دی.

نوموړي په پاریس کې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په یوه لیک کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د فرانسې حکومت د یهودیت ضد کړنو د زیاتېدو پر وړاندې جدي او کافي اقدامات نه دي ترسره کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د امریکا د سفیر له لوري شوې ادعاوې د منلو وړ نه دي او فرانسه د یهودیت ضد هر ډول تاوتریخوالي پر وړاندې ژمنه ده.

وزارت زیاته کړې، د دې پدیدې د مخنیوي لپاره د فرانسوي چارواکو هڅې دوام لري.

اسپانیا؛د تودوخې له سختې څپې له زرو ډېر کسان مړه شوي

0

د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ۱۶ ورځو دوامداره تودوخې څپې له امله تر زرو زیات کسان مړه شوي دي.

یادې ادارې ویلي، دا د اسپانیا په تاریخ کې تر ټولو سخته د ګرمۍ څپه وه، چې د تودوخې کچه یې د پخوانیو څپو پرتله نږدې ۴.۶ درجې سانتي ګراد لوړه ثبت شوې او د ۲۰۲۲ کال ریکارډ یې مات کړی دی.

راپور زیاتوي، دغه ګرمي د وچکالۍ د زیاتېدو او د هېواد په شمالي او لوېدیځو برخو کې د اورلګېدنو د پراخېدو سبب شوې ده.

دېره اسماعیل خان؛د سختو ورښتونو له امله ۸ تنه مړه شوي

0

د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان کې د سختو سېلابونو له امله تېره شپه ۸ کسان مړه او له ۵۲ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د روغتون د مسوولینو په وینا، ۴۵ ټپیان روغتون ته درملنې ته لپاره وړل شوي دي.

چارواکي وايي، د مالي زیانونو د معلومولو لپاره سروې روانه ده او په ګڼو سیمو کې کورونه ویجاړ شوي دي.

د خیبر پښتونخوا علي وزیر امین ګنډاپور د زیانونو د ژر ارزونې امر کړی دی.

ننګرهار؛د طالبانو حکومت هغه کس نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ لپاره تعویذونه کول

ننګرهار کې د طالبانو حکومت د امربالمعروف ریاست چارواکي وايي، د جلال‌اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې یو تعویذ لیکونکی نیولی دی.

نوموړی د خلکو د تېرایستنې په موخه د بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل، چې له یوه کس یې ۱۶۰ زره افغانۍ هم اخېستې وې.

طالب چارواکي وایي، پیسې ترې بېرته اخیستل شوې او متضرر ته سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو او تعویذ لیکونکو د نیولو راپورونه ورکړي دي.

روزا اتونبایووا؛د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر سره د راستنېدونکو او اقتصادي مرستو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او د هغې له مرستیال انډریکا رټواټه سره په کابل کې لیدلي دي.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستې، د راستنېدونکو ستونزې او ځینې اقتصادي موضوعات څېړل شوي دي.

روزا اوتونبایوا ټینګار کړی چې د راستنېدونکو د ادغام، د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له زیانمنو سیمو سره د رسېدنې او د ګڼو کورنیو د اقتصادي ستونزو د هوارۍ لپاره د نړیوالو مرستو دوام اړین دی.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف بیا د راستنېدونکو د ادغام په موخه د ځانګړو ښارګوټو په جوړېدو کې د پراختیايي او ټولګټو پروژو پر پلي کېدو خبرې کړې او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو له همکارۍ مننه کړې.

پاکستان؛کراچۍ کې څلور پولیس د غلا په تور نېول شوي

0

د پاکستان په کراچۍ کې ځایي چارواکو ویلي، څلور پولیس یې د غلا په تور نیولي.

دغو پولیسو د فولادو له یوې ځايي فابریکې نه غلا کړې وه.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له یادو کسانو سره تر ۵۵ کیلوګرامو ډېر مس هم نیول شوي دي.

ایران:اسرائیل له مونږ سره د جګړې پای ته رسولو لپاره امریکا نه مرسته غوښته

0

د ایران د دولت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې «جګړه او مذاکره دواړه ستراتیژیک وسایل دي چې په خپل ځای باید وکارول شي.»

هغې ټینګار کړی چې د سختو شرایطو سره سره حکومت د خلکو په ملاتړ پر خپله لاره روان دی.

په همدې حال کې د ایران دفاع وزارت ویاند رضا طلایي‌نیک ادعا کړې چې اسراییل د جګړې د بندېدو لپاره د امریکا مرسته غوښتې ده.

هغه ویلي، چې د اسرائیل د وروستي جنګ ناکامي د ټولو لپاره څرګنده شوې ده.

انس حقاني:د طالبانو حکومت د شخصي ملکیت لپاره نه دی

د طالبانو حکومت لوړ پوړی غړی انس حقاني په کابل کې د یوې دیني مدرسې زده‌کوونکو ته په وینا کې د مقام‌دارانو له خوا د زور او تجمل غوښتنې پر وړاندې انتقاد کړی دی.

هغه ویلي، واک د طالبانو شخصي حق نه دی بلکې «الهی امانت» دی او باید د شهرت او شخصي ګټې لپاره ونه کارول شي.

دا په داسې حال کې دی، چې ډېری طالب مشران او چارواکي د لوکسو ودانیو، قیمتي موټرو او د څو ودونو کولو له امله د خلکو او منتقدانو له سختو نیوکو سره مخ دي.