جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 312

پاکستان کې کیدونکې غونډه؛خلیلزاد د طالبانو سیاسي مخالفین د بلوچ وسله والو سره پرتله کړ

د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې په کیدونکې غونډې بیا نیوکې وکړې او هېله یې څرګنده کړه چې دا غونډه ترسره نه شي.

ښاغلي خلیلزاد اریانا نیوز سره په مرکه کې پاکستان وننګاوه که چېرې د طالبانو حکومت ورته ګام د بلوچ بیلتون پالو لپاره پورته کړي د پاکستان غبرګون به څه وي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اساسي ستونزه ډیورنډ یاد او ددې موضوع د اساسي حل غوښتنه یې وکړه.

ټي‌ټي‌پي:که پوځ پر مونږ عملیات کوي؛ نو مونږ به د پوځیانو کورونه په نښه کړو

0

‏د تحريک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وایي، که پوځ پر دوی پوځي عملیات کوي؛ نو دوی به د پوځیانو کورونه په نښه کوي.

یادې ډلې په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ډلې پر ضد د عملياتو په غبرګون کې به د امنيتي چارواکو پر کورونو په جنوبي خيبر پښتونخوا او د ملاکنډ په وېش بريدونه وکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې پښتونخوا کې د ټي‌ټي‌پي بریدونو تر بل هر وخت زور اخیستی.

شرافت زمان:کابل کې روغتونونو کې د هیموډیالیز او زړه جراحۍ نوې څانګې فعالې شوې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کابل اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو د زړه د خلاصو جراحیو څانګه او د هیموډیالیز ځانګړې برخه پرانیستل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند شرافت زمان څرګنده کړې چې دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې دننه ماشومانو ته د زړه خلاص عملیات ترسره کېږي.

د هغه په وینا، تر اوسه درې داسې عملیاتونه شوي چې ټول یې بریالي ثابت شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر نور جلال جلالي د دغو خدمتونو پرانیسته مهمه لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې چې له دې وروسته به ګڼو ناروغانو ته د درملنې فرصت په خپله پلازمېنه کې برابرېږي.

کیومرث عزیزي:د بې اسنادو افغانانو اېستل زمونږ مسؤلیت دی

‏د لویدیځ تهران د پولیسو قوماندان، کیومرث عزیزي اعلان کړی چې هغه افغانان چې قانوني اسناد ولري، کولی شي په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او هغه کسان چې غواړي په ایران کې کار وکړي، باید کاري ویزه تر لاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د قانوني اسنادو پرته د مهاجرینو نیول او شړل د پولیسو له مهمو دندو څخه ګڼل کېږي.

د ده په وینا، په لویدیځ تهران کې شاوخوا ۷ سلنه اوسېدونکي افغان مهاجرین دي.

عزیزي څرګنده کړې، هغه کسان چې هېڅ ډول اسناد نه لري او د غیر رسمي لارو له لارې ایران ته ننوتي، “غیرمجاز اتباع” بلل کېږي او وبه نیول شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني هم ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغان مهاجرین شړل شوي دي.

نوموړي د ایران په خاوره کې د “شپږ میلیونو افغانانو” د حضور یادونه کړې او ویلي چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه نور افغان مهاجرین هم له هېواده وایستل شي.

ملګري ملتونه:د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب ملاتړ ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوتونبایوا د کابل د کتاب فستیوال ستاینه کړې او هغه یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره ارزښتناک بللی دی.

هغې ټینګار کړی چې د افغانستان ملي موزیم او ملي ارشیف د هېواد د تاریخ مهمې پانګې دي او نړیوال بنسټونه به، په ځانګړي ډول یونسکو، د دغو ارزښتونو د ساتنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري روانه وساتي.

طالبانو چې پخوا یې د بامیان د بودا مجسمې نړېدلې وې، اوس ژمنه کوي چې د هېواد فرهنګي میراثونه به خوندي کوي او د ناقانونه کیندنو مخه به نیسي.

نتانیاهو:د ایران بااستعداده ولس د مذهبي ډلو تر واک لاندې سختې شپي تیروي

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د ایران د ۱۳۵۷ کال انقلاب یو «اسلام‌پاله پاڅون» و، چې «د یوه بااستعداده ملت واک یې مذهبي ډلو ته وسپاره».

نتانیاهو د فارس د پاچا ستر کوروش د واکمنۍ دورې ته په اشارې سره ویلي، د هغه په وخت کې د یهودانو او ایرانیانو ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وې، او دغه اړیکې د شاه د واکمنۍ پر مهال هم، که څه هم په محدود ډول، خو مهمې پاتې وې.

نوموړي ټینګار کړی، چې د شاه له سقوط وروسته، د اوسني رژیم مشرانو له پيله دا هدف درلود چې اسلامي انقلاب ټولې نړۍ ته صادر کړي، او له همدې امله یې د هېواد ټول طبیعي او اقتصادي منابع د جګړې پر لور سوق کړل.

نتانیاهو ادعا کړې چې ایران دا مهال له سخت اقتصادي سقوط سره مخ دی، زېربناوې یې ویجاړې شوې، د اوبو سیستم یې خراب شوی او بندونه یې وچ دي.

سویس؛افغانستان کې د بشري مرستو دفتر پرانېست

یوې سویسي ورځپاڼې راپور ورکړی چې سویس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بشري مرستو د دفتر په پرانیستو سره بېرته راستون شوی دی.

دا دفتر، چې د سویسي بهرنیو چارو وزارت د پراختیايي او بشري همکاریو د ادارې برخه ده، یوازې د مرستو رسونې په برخه کې فعالیت کوي.

د دفتر مشري اریک مارکلي کوي، او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان امنیتي وضعیت مثبت ارزوي.

د یادونې ده، چې دا مهال پنځه سویسي او لس افغان کارکوونکي، چې درې ښځې هم پکې دي، په دفتر کې کار کوي.

دایمي سکوت یا بیا د زندان انتظار؛عبدالسمیع غزنوي یو ځل بیا د زندان څخه خوشې شو

دیني عالم شیخ عبدالسمیع غزنوي یو وار بیا د طالبانو حکومت له زندان خلاص شو.

نوموړی، چې پر پاکستان د جهاد فتوا له امله نیول شوی وو، نن له بند ازاد او خپل کورته ورسېد.

د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې یو شمېر طالبانو لیکلی وو، چې دا ډول کړنې د نظام د بقا نه؛ بلکې پر نظام د باور کمېدو سبب کېږي.

میرویس عزیزي؛د لس زره میګاواټه تولیدي برېښنا پروژې راپور ملا برادر ته وړاندې کړ

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ته د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پروژې راپور وړاندې کړی دی.

هغه ویلي، تر هوکړې وروسته، تخنیکي ټیمونو په بغلان، بلخ، جوزجان، هرات او بامیان کې د پروژې لومړنۍ ارزونې ترسره کړي دي.

نوموړي ویلي، پروژه په درېیو پړاوونو وېشل شوې، چې په لومړي پړاو کې به ۴ زره میګاواټه برېښنا تولید شي.

بل لورته ملا برادر د پروژې د څار لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې او لارښوونه یې کړې چې راپورونه دې اقتصادي مرستیالۍ ته وسپارل شي.

ډونالډ ټرمپ:ځینې پوځي تجهیزات په احمقانه ډول افغانستان کې پرېښودل شول

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې تر ټولو قوي پوځ او پرمختللي تجهیزات لري؛ خو ځینې وسایل په “احمقانه ډول” افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

هغه دا څرګندونې د کابینې په غونډه کې وکړې او ویې ویل، که څه هم دغه تجهیزات ډېر نه وو، خو لا هم دا نه ده معلومه چې ولې پرېښودل شول.

ټرمپ تر دې وړاندې هم ځو ځله ویلي، چې دا تجهیزات باید نه وی پرېښودل شوی.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې پاکستان غوښتنه کړې وه، چې امریکا باید دغه وسلې بېرته وپېري.