شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 293

اسراییل:دوحه کې په چاودنو کې د حماس لوړپوړي مشران په نښه شول

0

د قطر پلازمېنه دوحه کې د څو چاودنو وروسته د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې د شاباک د استخباراتي ادارې په همکارۍ یې د هوايي ځواک له لارې د حماس لوړپوړي مشران په یوه «دقیق برید» کې په نښه کړي دي.

د پوځ په وینا، یاد کسان د کلونو راهیسې د حماس فعالیتونه رهبري کول او د اکتوبر د اوومې برید او د اسراییلو پر ضد د جګړې د مدیریت مستقیم مسوولین وو.

د «اکسیوس» خبري وېبپاڼې خبریال باراک راوید د اسراییلي چارواکو له قوله لیکلي چې په دوحه کې چاودنې د حماس پر مشرانو قصدي هڅه وه.

عمران خان:د افغان کډوالو جبري ایستل د زلزلې پر مهال دردوونکی عمل دی

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف بندي مشر عمران خان له اډیاله زندان څخه په خپل پیغام کې د افغان کډوالو جبري ایستل غندلي او دا یې د افغانستان د زلزلې له ناورین سره هم‌مهاله «دردوونکی عمل» بللی دی.

هغه د پوځ د مشر تګلاره په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې افغانانو سره باید د مرستې پر ځای د شړلو پرېکړه ونه شي.

عمران خان ټینګار کړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر دې افغانستان ته د سولې او امنیت په تړاو سفر وکړي.

خان په خپل پیغام کې ویلي چې ژوند یې د «الله په لاس کې دی، نه د عاصم منیر»، او زیاتوي چې له یو نیم کال راهیسې له خپلو ملګرو، ډاکټرانو او کورنۍ سره د لیدو اجازه نه لري.

نوموړي پوځ تورن کړی چې پر ده فشار اچوي او د پښتونخوا عملیاتو، ډرون بریدونو او خلکو د جبري بې‌کوره کولو پر ضد یې سختې نیوکې کړې دي.

هغه خبرداری ورکړی که دا عملیات ونه درېږي، د ولس کړاوونه به زیات او ترهګري به نوره هم پراخه شي.

عمران خان پر خلکو غږ کړی چې د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

میرویس عزیزي:د زلزله‌ځپلو مرستې باید پر وخت او لرې سیمو ته ورسول شي

د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي ویلي چې هغه هېوادونه او خیریه بنسټونه چې د مرستو ژمنې یې کړې، باید دغه مرستې پر وخت زلزله ځپلو ته ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې دا مرستې باید په ځانګړي ډول هغو سیمو ته ورسېږي، چې لرې پرتو او سختلارو ځایونو کې دي.

هغه زیاته کړې چې د عزیزي بنسټ ټیمونه دا مهال په نورګل او دره نور ولسوالیو کې د بیړنیو مرستو په وېش بوخت دي.

زلزله ځپلو سره؛چین پنځوس میلیونه یانه اضافي مرسته کوي

په افغانستان کې له زلزله ځپلیو سره د مرستو پر دوام، چین اعلان کړی، چې ۵۰ میلیونه یانه اضافي بشري مرسته کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لېن جیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې مرستو کې به خیمې، کمپلې، ترپالونه، خوراکي او نور بېړني توکي شامل وي.

چین تر دې وړاندې هم زلزله ځپلیو ته د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت بېړنۍ بشري مرسته راستولې وه.

اسیا جام؛نن د افغانستان او هانک‌کانګ په لوبو پیلیږي

0

د اسیا جام سیالیو کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

افغان لوبډله د اسیا جام سیالیو پر دوام B ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګلادېش او سریلانکا لوبډلو سره لوبې لري.

په همدې لوبو کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې په A ګروپ کې لوبېږي.

حامد کرزی او عبدالله عبدالله:احمدشاه مسعود اتل او افغانانو کې نیک نوم لري

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت د هغه مبارزه ستایلې.

حامد کرزي لیکلي، چې هغه د افغانستان د ازادۍ لپاره ولسي مبارزه کوله.

بل لورته بیا عبدالله عبدالله لیکلي، چې احمدشاه مسعود د افغانستان په خلکو کې د یو اتل او مومن شخص په نوم مشهور دی، چې هیڅ ډول تعصب یې نه درلود.

د یادونې ده، چې احمدشاه مسعود له نن ۲۴ کاله وړندې په یو برید کې ووژل شو.

کابل سریال؛مونټریال کې د تماشه‌چیانو د خوښې جایزه وګټله

په مونټریال کې د نړۍوالو سیالیو په ترڅ کې «کابل» نومي سریال د نندارچیانو د خوښې جایزه وګټله.

دغه سریال شپږ برخې لري او د تېر جمهوریت د نسکورېدو کیسه کوي.

یاد سریال د درې میاشتو په موده کې یوناني کاسموټ ټلویزیون جوړ کړی، چې پکې ۵۵ نړیوالو لوبغاړو برخه اخیستې ده.

قطر:افغانستان یوازې پرېښودل د بشري فاجعې معنی لري

په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازولۍ مرستیالې، جواهره بنت عبدالعزیز السویدي، د بشري حقونو شورا په ۶۰مه غونډه کې ویلي چې افغانستان د بحران له کړکېچ سره مخ دی او که نړیواله ټولنه جدي ګام پورته نه کړي، وضعیت به لا پسې خراب شي.

د السویدي په وینا، افغان ولس د بې‌روزګارۍ، اقتصادي رکود، بندیزونو، لوږې، اقلیمي ستونزو او د کډوالو د ستنېدو له امله د سختو شرایطو سره مخ دی، او نړیواله ټولنه باید یوازې د څار پر ځای د عمل پر لور ولاړه شي.

هغې زیاته کړې چې د افغانستان د ثبات یوازینۍ لاره د افغان لورو ترمنځ خبرې، د بنسټونو پیاوړتیا او د مرستو منظم انتقال دی.

السویدي یادونه وکړه چې قطر د افغانانو د ملاتړ په دوام کې تازه پنځه الوتکې، چې ۱۰۰ ټنه بشري توکي پکې وو، افغانستان ته استولي دي.

ولکر ترک:افغانستان کې ښځې له ټولنیز ژوند څنډې ته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمشنر ولکر ترک وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو، څلور کاله وروسته ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه حذف شوې دي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې کې وویل، د افغان ښځو روغتیايي خدمتونو او بشري حقونو ته لاسرسی ډېر محدود شوی دی او اوس هلته پر زېږون د میندو مړینه زیاته شوې.

هغه د ایران او پاکستان له خوا په جبري ډول د افغان کډوالو د را اېستلو په اړه خبرداری ورکړی.

په همدې حال کې بیا ریچارډ بنټ هم ویلي، چې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څېړنې لپاره باید د څېړنې ځانګړې ډله جوړه شي.

روسیي څېړونکی؛کاورین د طالبانو حکومت له بنده ازاد شو

روسی څېړونکی سویاتوسلاو کاورین چې شاوخوا یوه نیمه میاشتې په افغانستان کې زنداني و، خوشې او مسکو ته ستون شوی دی.

د طالبانو حکومت هغه د کندوز په ښار کې د ګرانبیه ډبرو د قاچاق په تور نیولی و.

تېره میاشت د تاتارستان له ولسمشر څخه د کاورین مور د زوی د خوشې کېدو لپاره مرسته غوښتې وه.

د یادونې ده، چې روسیه د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.